كتاب پلورنځى كه فيته پلورنځى؟؟
August 13, 2008 – 8:18 pmدا سمه خبره ده چي ډموكراسي د انسانانو حقه حق دى لاكن ډموكراسي پېژندل او د ډموكراسۍ حدود پېژندل ډېره مهمه خبره ده اوسمهال كه په بازار كي يوې او بلي خوا ته سترګي وغړول سي نو له ورايه به پوه سو چي تر كتاب پلورنځىوفيته پلورنځي ډيري دي او ډېرى ځوانان هم په دغه دوهم دوكان (فيته پلورنځيو) كي ډېر تر سترګو كيږي او د دوى په وينا دا دموكراسي اصل دى چي هر څوك څه غواړي كولاى سي خو دوى بايد پوه سي چي موږ هغه ځاى ته نه سو رسېدلاى چي دموكراسي دي په ښه ډول هضم كړو ځكه په نوره نړۍ كي په سلګونو فيته پلورنځي پر يوه واټ وجود لري نو هلته خامخا همدومره كتاب پلورنځي هم تر سترګو كيږي او ډېرى ځوانان لومړى كتاب پلورنځي ته او بيا فيته پلورنځي ته مراجعه كوي خو زموږ په هيواد په ځانګړي ډول په دغه سيمو كي چي موږ ژوند كوو د ځوانانو ډېره لېوالتيا د فيته پلورنځيو پر لور ده موږ له فيته پلورنځيو له ډېروالي سره ټكر نه او بلكي د تعليم يافته قشر څخه دا هيله لرو چي د كتاب ملګري توب ته دي د كېسټ يا فيتې او سندرو نيمايي پاملرنه خو دي وكړي تر څو په ښار كي كتاب پلورنځي هم ډېر سي .
دا منم چي په ارګ بازار او د ښار په ځينو سيمو كي دانه مانه كتابپلورنځي تر سترګو كيږي خو هغونده نه دي چي بايد واى !! كه ښه په غور وكتل سي اوسمهال موږ تر كېسټ كتاب او تر كېسټ پلورنځى كتاب پلورنځى ته ډېره اړتيا لرو او دا هغه مهال ښه كېداى سي چي زموږ اولس په دې نور هم پوه سي چي تر ټولو ښه ملګرى كتاب دى او كله چي په ښار كي كتاب پلورنځي د كېسټ پلورنځيو پر ځاى ډېر مينه وال پيدا كړي نو هغه ورځ به زموږ د بخت ستوري ځليدلي وي او د پرمختګ لور ته به ښه ډېر ورمخته سوي يو خو كه داسي نه وي نو هيڅ امكان نه لري چي موږ دي د پرمختګ خوند تر خوله كړو ځكه ډموكراسي ،پرمختګ او روښانه سبا به په كتاب سالاري كي رامنځته كېداى سي نه په كېسټ سالاري كي او دغه اصل يو نړيوال اصل دى او دغه اصل ته بايد د نړۍ په هر ځاى كي درناوى وسي .