د كندهار ولايت د پوهني له ريس سره د ښوونځى ځانګړې مركه
October 26, 2008 – 10:50 amمركه كوونكى : عبيدالله تسل
د ښوونځى مجلې خوږو لوستونكو دا دى ستاسي د غوښتني پر بنسټ مو د كندهار ولايت د ښووني او روزني له ريس سره ځانګړې مركه كړې په دې هيله سره چي و يې لولى او د كندهار د ښوونيز بهير له حالته ځان خبر كړى .
سوال : په كندهار ولايت كي څومره ښوونځي سته او د هغو له جملې څخه يې څو ښوونځي تړل سوي دي ؟
جواب : په كندهار ولايت كي دا مهال 385 ښوونځي سته ، نهه څلوېښت 49 يې ليسي او نوري متوسطه او لومړنۍ ښوونځي دي ،په ښار كي نهه ويشت 29 ليسې دي موږ دوې ليسې په پام كي لرو چي له هغو څخه يوه هم د تجارت ليسه ده ، په دې شمېر كي اوو 7 ليسې د انجونو دي او نوري د هلكانو دي لس 10 متوسطه ښوونځي دي چي يوه 1 د نجونو اته 8 د هلكانو او يوه تر اوسه فعاله نه ده ځكه د تعمير لپاره يې مځكه نه لرو او شپږ 6 ابتدايه دي .
دا مهال په ولسواليو كي د امنيت د خرابوالي له كبله 181 ښوونځي تړل سويدي .
سوال : په دې ښوونځيو كي په كوم شمېر زدكوونكي زدكړه كوي او څومره كوچنيان د زدكړي له نعمت څخه بې برخي سوي دي ؟
جواب :په كندهار ولايت كي تېر كال 111822 زده كونكي موجود وه خو اوس غواړو چي تر 20000 شل زره پوري نور زده كوونكي جذب كړو كه چيري د خلګو ، قومي مشرانو ، عالمانو او چارواكو مرسته را سره وي انشاءالله تر 20000 شل زره به اضافه زده كوونكي هلكان او نجوني را جذب كړو .
اوس په كندهار ښار كي 34230 نجوني زده كوونكي لرو او 77592 هلكان زده كوونكي لرو .
د زده كړي څخه د محرومو كوچنيانو دقيقه شمېره نه ده راته معلومه خو د يو لك 100000 په شاوخوا كي انجوني او هلكان د زده كړي له نعمت څخه بې برخي دي چي زيات يې په ولسواليو كي دي چي موږ هلته لاس رسى نه لرو .
سوال : اوس مهال د ښووني او روزني بهير څنګه ارزوى ؟
جواب : اوس مهال په هره اداره كي ستونزي سته موږ د خپل كار ارزيابي ولس ته پرېږدو ، خو زه په خاص ډول له ښوونكو څخه ډېره مننه كوم چي په ناچيزه تنخوا باندي او په سختو شرايطو كي د خپل هيواد بچيانو ته درس وركوي دوى زه ستايم او زه په دوى باندي افتخار كوم چي داسي همكاران لرمه خو د ولس غوښتنه دا ده چي موږ بايد تر حد ډېر كار وكړو .
سوال : تېر كال د ښووني او روزني رياست كومي لاسته راوړني درلودې ؟
جواب : په تېر كال كي له ستونزو سره سره موږ هغه كارونه وكړه چي د زده كوونكو د علمي سطحي د لوړولو دپاره په كار وه لكه په ژمي كي د زده كوونكو لپاره سالم محيط ، د ځينو مكاتبو د تعميرونو بيا رغونه د ځينو ادارو مديران مو تغير او تبديل يا د كاره ليري كړل او بعضي مو را پورته كړه خپلي اداري او تدريسي چاري مو په سمبال كړې .
سوال : په ولسواليو كي د زدكړي بهير څنګه ارزوى ؟
جواب :په څو ولسواليو كي موږ لاسته راوړني لرو لكه د بولدك ولسوالي ، د دامان ولسوالي د ارغنداب ولسوالي ، د ډنډ ولسوالي او د ژړى ولسوالي كي فعاله مكاتب لرو .
سوال : ويل كيږي چي په ځينو ولسواليو كي د زدكړي بهير ورو او يا هم بېخي له نشت سره مخ دى په دې اړه مو څه كړي او د هغه سيمو د زدكوونكو لپاره چي ښوونځي يې تړل سوي څه په پام كي لرى ؟
جواب : اوس زموږ د معروف په ولسوالى ، ميانشين ولسوالى ، د غورك ولسوالى ، ميوند ولسوالى او … كي ښوونيز بهير په ټپه ولاړ دى هلته امنيتي ستونزي دي هلته مشكلات دي حتٰى موسسات لا هم نه حاضريږي چي د هغوى سره مرسته وكړي . كه چيري امنيتي ستونزي نه واى شخصاً ما او زما مرستيالانو به د هغو ښوونځيو څخه ليدنه كړې واى او د زده كوونكو غوښتنو ته به مو مثبت جواب ويلى واى .
سوال : د هغه كوچنيانو لپاره چي د ښار په بېلا بيلو واټونو كي سپيلني دودوي او يا هم بوټونه رنګوي هغوى د تعليم له نعمت څخه بې برخي دي د هغو لپاره مو څه كړي ؟
جواب : زموږ وظيفه د ټول هيواد كوچنيانو ته د زده كړي زمينه په عادلانه ډول برابرول دي كه كوچنيان د اقتصادي ستونزو له كبله نه سي كولاى چي مكتب ته ولاړ سي نو موږ خو دا صلاحيت نه لرو چي د خلګو اولادونه په زور مكتبو ته ولېږو مكتبونه لرو ، استادان لرو او د مكتب دروازې د ټولو پر مخ خلاصي دي كه هلكان دي كه انجوني .
سوال : د معيوبو كوچنيانو لپاره مو څه كړي ؟
جواب : موږ په ښوونځيو كي لكه څنګه چي ښايي هغسي امكانات د معيوبو كوچنيانو برابروو او برابر كړي مو دي .
سوال : له دوولسم ټولګيو څخه فارغه زدكوونكي ادعا كوي چي ګواكي د دوى سره د كانكور په ازموينه كي بې غوري كيږي دا خبره تر كومه ځايه ريښتيا ده ؟
جواب : دا ډېره بېځايه ادعا ده زه د داسي ځوانانو سره مخالف يم چي هغوى د كانكور په ازموينه كي پاته سوي دي ، په دې خاطر كه يو څوك د شل كيلو وزن دپورته كولو توان لري او مخته يې پنځوس كيلو وزن پروت وي نو ايا دى به دا وزن پورته كړاى سي .
زموږ ځوانان چي په كانكور كي ګډون كوي اول خو په كافي اندازه څومره تنه چي فارغ سويدي متاسفانه هغومره ګډون نه كوي په تېر كال كي شپږ سوه دېرش تنه فارغ سوي وه خو په كانكور ازموينه كي څلور سوو تنو ګډون كړى وو ، دوى داسي انتخاب كوي چي د دوى تر استعداد پورته وي هر يو غواړي چي ډاكټر سي د طب پوهنځى په كندهار ، ننګرهار او داسي نورو ولايتونو كي نه ويل كيږي يوازي او يوازي په كابل كي ويل كيږي دوى د خپل استعداد مطابق انتخاب نه كوي نو په دې خاطر بې نتيجې پاتيږي كه چيري دغه كسان ادعا كوي چي زموږ سره بې غوري سوېده دوى دي د خپلو ازموينو نتايج وګوري چي څومره نومرې يې وړي دي هيڅوك له دوى سره دښمني نه لري .
سوال : داسي ليدل سويدي چي په وزارت كي هغه كمپيوټر كار دغه نومونه او پوهنځي خرڅ كړي وه ؟
جواب : دا نه د معارف نه د والي او نه په كندهار كي د بل كوم چا وظيفه ده بلكي دا ده وزارت كار دى هر څوك چي غواړي دا ثبوت كړي موږ منتخب ريس جمهور لرو ، نظارت خانې لرو مهرباني دي وكړي دا موضوع دي هغوى ته وړاندي كړي تر څو هغوى واقعيت معلوم كړي او دا به د قانون سره د دوى يو كومك وي او زه د داسي ځوانانو سره مخالف يم چي د دوولسم څخه فارغه وي مګر چي په پښتو كي پوښتنه ځيني وكړې نه يې سي حلولاى مګر په انګليسي كي پاس وي د دې بر ځاى چي په نورو مسايلو ځان مصروف كړي خپلي زده كړي دي وكړي موږ اوس دوه ځايه د كانكور د امادګى كورسونه لرو يو د احمدشابابا په ليسه كي چي د يونسيف د ادارې له خوا جوړ سوى او بل پروګرام مو د معارف په رياست كي داير كړى خو دا چي ځوانان علاقه نه ښيي ، فايده نه ځني اخلي مګر دى د كابل طب انتخابوي دا خو نو زموږ ګنا نه ده .
سوال : تېر كال تاسو د فارغو زدكوونكو لپاره د كانكور د امادګۍ يو كورس جوړ كړى وو كه دا را ته وواياست چي دا كورس څومره ګټور تمام سو ؟
جواب : بلې په هغه كال كي نسبت نورو كلونو ته د كندهار ډېر ځوانان د كانكور په ازموينه كي كاميابه سوه .
سوال : ويل كيږي چي د زدكوونكو سره مرسته سوي توكي لكه غوړي بيسكيټ د زدكوونكو لپاره قرطاسيه په ځينو ښوونځيو كي سم نه وېشل كيږي او يا هم په ناقانونه توګه پلورل سوي دي ؟
جواب : د دې خبري سره زه بلكل موفق نه يم موږ تر وسه وسه كوښښ كړى دى چي زده كوونكو ته روزمره بيسكوټ وركړو په هره مياشت كي د زده كوونكو په شمېره چي د W.F.P له خوا استازي راځي او سر شمېرنه كوي كله چي سر شمېرنه وسي او د هغه مطابق د شاګرد لپاره د نوي مياشتي بيسكوټ راوړل كيږي ، دا بيسكوټ بايد هره ورځ زده كوونكو ته تقسيم سي او كه په يو مكتب كي يو سرمعلم غفلت كړى وي دا زه د هغه ټنبلي بولم او د انجونو په تعداد غوړي د W.F.P د استازي په حضور كي وېشل كيږي نو څه وخت چي د دوى په حضور كي وېشل كيږي نو بيا به دوى موږ ته دونه غوړي را كړي چي زموږ امرين او سرمعلمين دي هغه په بازار كي خرڅ كړي ، هو دغسي غوړي به په بازار كي ليدل كيږي سته خو په لږ تغير سره د رنګ دغه غوړي چي دوى يې زده كوونكو ته وركوي د سواد اموزى زده كوونكو او مسوولينو ته يې هم وركوي او يا يې هم W.F.P د كار په بدل كي خلګو ته ور كوي ، و كوچيانو ته يې وركوي او يا د نورو خيريه موسسو څخه عين غوړي ور كول كيږي نو هر څوك چي غوړي په بازار كي وويني دا فكر كوي چي دا د معارف غوړي دي متاسفانه دغه اشتبا او خبره زموږ په حق كي د ښاريانو تېرى دى .
سوال : له تيرو څو كلونو راهيسي له ښوونكو سره د مځكو د وركولو وعدې سوي خو د ښوونكو په وينا چي هيڅ نه دي سوي مسووليت د چا دى او تاسو په دې اړه څه كړى؟
جواب : مسووليت نه زموږ ، نه د كندهار د ولايت د رهبري ډلي ، نه د ولايت د مقام او نه هم د ولايتي شورا مسووليت دى څه چي د دغه ولايت په مشرانو پوري اړه لري هغه تر سره سوي دي ، د ښووني او روزني وزارت هم په دې هكله هڅي كړيدي كار يې خلاص كړيدى اوس ټوله موضوع د ښاري پراختيا په وزارت پوري اړه لري څه وخت يې نومره كوي او څه وخت دغه نومرې توزيع ته اماده كوي موږ د پوهني وزارت په زياته اندازه باندي پيسې د ښاري پراختيا وزارت ته د نومرو د سروې لپاره ور كړي دي چي دوى بايد د سروې ډلي هر ولايت ته ولېږي او مځكي نقشه بندي كړي موږ د كندهار په ولايت كي پنځه نقطې مشخصي كړي دي د كرهڼي د وزارت څخه موږ ملكيت د معارف وزارت ته را واړاوه په دې پروسه كي زموږ د ښوونكو د اتحاديې يو نفر او د يوې بلي ليسې مرستيال موږ د يوې مياشتي څخه دلته په كار باندي موظف كړي وه چي ټول مراحل يې دلته خلاص كړيدي .
سوال : اوس مهال د كندهار په ولايت كي څومره ديني مدرسې او دارالعلومه فعال دي ؟
جواب : د كندهار په ولايت كي پنځه ديني مدرسې او يو دارالعلوم فعال دى چي انشاءالله په نژدې وختو كي به د دارالعلوم نوى تعمير جوړ سي او هلته به زده كوونكو ته د ليليې اسانتيا هم برابره سي د ليليې دپاره يې موږ ټوله شرايط اماده كړيدي په نژدې وختو كي به زموږ د دارالعلوم زده كوونكي او استادان خپل نوي تعمير ته انتقال سي .
د ديني زدكړي د پراختيا لپاره نور څه په پام كي لرى ؟
جواب : د ديني زده كړي د پراختيا لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د پوهني وزارت پاليسي داسي ده چي په هره ولسوالي كي يوه ديني مدرسه جوړه كړي او د امكان په صورت كي يې د هري ديني مدرسې لپاره او يا د څو مدرسو لپاره د ليليې اسانتيا هم برابره كړي چي خوشبختانه موږ تر ډېره حده په دې باندي توانېدلي چي په دا نژدې وختو كي د يوې ديني مدرسې د تهداب ډبره په ژړۍ ولسوالى كښي كښېښودل سي همدارنګه پلان لرو چي د ارغنداب په ولسوالي كي لنډه دا چي د كندهار په ټولو ولسواليو كي يوه يوه ديني مدرسه جوړه كړو چي د هغه اكثره كارونه به د خلګو لخوا څخه تر سره سي كه امكانات نه وه هغه به بيا ساختماني شركتونو ته په قرارداد ور كول سي .
سوال : دا چي تاسو خپله يو مسلكي ښوونكى ياست او د فزيك په رشته كي مو ماسټري اخيستې ده كه دا را ته وواياست چي د كندهار د زده كوونكو علاقه د زده كړي سره څونه ده ؟
جواب : دا مشكله خبره ده چي سړى خاصه ارزونه وكړي يو شى چي زه يې په كندهار كښي حس كوم د كندهار هر ځوان غواړي چي د عالي تحصيلاتو خاوند سي او هر ځوان يې د نورو ولايتونو د ځوانانو په پرتله د هغو اسنادو له مخي چي موږ يې په لاس كي لرو ډېر بااستعداده ځوانان دي علاقمند ځوانان دي، زه په دې افتخار كوم ولي بدبختي په دې ځاى كي راغلې ده چي زموږ يو تعداد ځوانان د دې پرځاى چي خپلي اصلي وظيفې مسووليت او رسالت ته متوجه سي د پيسو پيدا كولو لپاره نور مصروفيتونه پيدا كوي هغه اساسي وظيفه چي د دوى په مخ كي پرته ده چي سبا ته به دوى د ټولني رهبران واوسي ، د افغانستان رهبران به اوسي، هغه يې تر پښـو لاندي كړې ده او پقط د پيسو د پيدا كولو سيالي يې مخته اچولې ده چي د تعليم څخه د لوړو زدكړو د حاصلولو څخه يې مخه بلي خوا ته ګرځولې ده نو زه هيله لرم ارزو مي دا ده د ټولو ځوانانو څخه خصوصاً د كندهار د ځوانانو څخه چي د خپلو مشرانو پر زخمونو باندي د مرحم ايښودلو لاري چاري زده كړي او دا لاري چاري د دوى په ښه زده كړه پوري اړه لري دغه ناخوالي چي موږ ور سره مخامخ يو دغه د ځوانانو په ښې زده كړي پوري اړه لري زموږ د ځوانانو وظيفه ده چي د دغو ناخوالو په مقابل كي له حد نه زياتي هلي ځلي وكړي ښه كوټلي ګامونه پورته كړي ښې زده كړي تر لاسه كړي . ددې ځوانانو وظيفه زده كړه ده هر ځوان بايد ځان د ټولني رهبر وبولي .
سوال : د كند هارو لايت د ښوونيز بهير پر تله د ګران افغانستان د نو رو ولايتونو سر ه څنګه كوى ؟
ځواب : زه په دې افتخار كوم چي زموږ د ځوانانو د زده كړي سويه د دغو كمو امكاناتو په لرلو سره چي موږ يې په لاس كي لرو ډېره ښه ده حتا تر ډيرو ډيرو ولايتونو هم زموږ د ځوانانو د بريالىتوبونو اندازه زياته ده چي ډېر ښه مثال يې د هندوستان بورسونه دي چي زموږ ځوانانو امتحان ور ته وركړى چي تقريباً د افغانستان په سلو كي لوړه فيصدي سره يې برياليتوب ترلاسه كړى يوازي د كندهار ولايت څخه په عمومي او ملي ازموينه كي ۲۸ تنه د هند بورسونو ته كاميابه سوي دي چي دا زموږ لپاره افتخار دى زموږ د كندهار ځوانان بايد په دې باندي ووياړي او هر يو بايد ځان سرلوړى وبولي چي ځوانان دغه ډول لاسته راوړنه په لاس راوړلاى سي .
سوال : د كندهار د ښوونيز بهير څخه به څه ليري ولاړ سو كه دا را ته وواياست چي ښوونځي څوك سوځي .
زه په جرات سره دا ويلاى سم چي هر هغه څوك چي زموږ د دين ، وطن ، او خلګو دښمني په غاړه اخيستي وي هغه د ښوونځى په سوځولو لاس پوري كوي ،د معلم په وژلو لاس پوري كوي ،د ملازيم او د ټول معارف د پرسونل په تهديدولو لاس پوري كوي هر هغه څوك چي هر نوم پر ځان باندي ږدي هغه زموږ د دين وطن او ملك دښمنان دي .
سوال : ريس صاحب دا په داسي حال كي ده چي د دولت مخالفين دا نه مني چي ګواكي دوى دي ښوونځي سوځي . هغه خو لا دا هم وايي چي په دې كي د دولتي چارواكو لاس دى .
جواب: بلكل هغه څه چي تاسو په تېره ګڼه كي ليكلي وه هغه ما په ډېر ځير سره مطالعه كړه هغه وينا او هغه ادعا چي هغه نفر كړې وه ( د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ) چي موږ دا كار نه دى كړى زه په ډاګه دا نه سم ويلاى چي دا به حقيقت ولري يا به يې و نه لري خو زه دا په ډاګه سره ويلاى سم هر هغه څوك چي دغه د مكتب د سوځولو پلان جوړوي يا يې عملي كوي هغه زموږ د دين وطن او خلګو دښمنان دي .
پوښتنه: رواني ناامنۍ پر ښوونيز بهير څومره ناوړه اغېزه كړې ؟
جواب : واقعي خبره ده چي ډېر منفي تاثير لري خو يوازي پر ښوونيز بهير نه بلكي د ژوند پر ټولو چارو باندي تاثير كوي خصوصاً د بيارغوني پر كارونو باندي ډېر منفي تاثير كوي د انسان جوړوني پر كار باندي ډېر منفي تاثير كوي كه انسان جوړ وي ټولنه جوړيږي په ښوونځىو او ديني مدرسو كي په انسان جوړونه باندي كار روان دى هلته سالم انسان تربيه كيږي په ښـووځىو كي ځان پيژندنه ور ته كيږي په ديني مدرسو كي الهي احكام او ديني احكام ټولو ته تدريس كيږي دا هر څه د انسان د فكر او زحمت محصول دى نو واضح خبره ده چي نا امني د ژوند پر ټولو اړخونو باندي منفي تاثيراچوي د امن په راتلو سره انسان د خپل ځان لپاره يو سالم كار پيداكوي يو سالم مصروفيت پيدا كولاى سي ، ډوډۍ پيدا كولاى سي ژوند سمولاى سي اولاد تر بيه كولاى سي د بيا رغوني كارونه مخ ته تلاى سي نو زما د ټولو څخه هيله ده خصوصاً د قومي مشرانو ديني عالمانو څخه چي د دولتي مشرانو سره د دولتي واكدارانو سره د سولي په خاطر شپه او ورځ همكاري وكړي .
سوال : لكه څنګه چي په افغانستان كي د نړۍ په سطحه د اداري فساد خبره منل سوېده او په دې ترڅ كي د كندهار ولايت د ښووني او روزني پر رياست باندي هم يو شمېر تورونه لګېدلي دي په دي اړه تاسي څه واياست ؟
جواب: د دې لپاره چي اداري فساد له منځه ولاړ سي د هر افغان د هر مسلمان ځوان او زوړ وظيفه ده چي د ادارې په جوړولو كي كومك او همكاري وكړي كه د ښووني او روزني د رياست پر كسانو څوك دا خبره كو ي چي اداري فساد پكښي سته زه په ورين تندي سره د خلګو و هر ډول انتقاد او سوال ته مثبت ځواب ويلاى سم قناعت وركولاى سم زه نه سم ويلاى چي د پوهني د رياست په اړوندو ادارو كي فساد نسته ولي نه ! حتماً به وي دا خلګ په اوسني شرايطو كي زېږېدلي دي او دلته اوسيږي هر هغه غيري قانوني كړني چي دلته تر سره كيږي دا خلګ هم داغسي نه پاته كيږي طبعاً واضح خبره ده چي د خلګو په ژوند باندي هم تاثير كوي كه قانون تطبيق سي قانون تطبيق كېدلاى خلګو به اوس د اداري فساد هيڅ خبره نه كولاى ، موږ بايد خپل وخت په دغسي خبرو نه واى مصروف كړى موږ بايد خپل وخت د بيارغوني په كارونو باندي مصرف كړى واى او د بيا رغوني په هكله مو خبري كړي واى دا به مو ويلاى چي زموږ د ځوانانو لپاره څه كولاى سواى موږ د كومي لاري څخه ځوانان تربيه كولاى سو خو نا امني ده بيا هم نا امني .
سوال: تاسو په خپله اداره كي د داسي يوې پيښي شايد ياست او كه نه ؟
جواب : زه خوشبختانه د يوې داسي پيښي سره خاص خاص مخامخ سوى نه يم ستونزي سته وي به زه تر ډېره حده په دغه كار كي د چا سره توافق نه كوم چي زموږ په اداره كي دي داسي فساد وي چي هغه د اصلاح وړ نه خو بيا هم موږ د ولس څخه دا غوښتنه كوو چي موږ ته دي خپلي نظريې راكړي زموږ خرابي دي را په ګوته كړي موږ د دوى د اولادونو په خدمت كي يو .
سوال : په كندهار كي د لوى كندهار د زده كوونكو ټولنه او ښوونځى مجله څنګه ارزوى ؟
جواب: ما د ښوونځى مجلې مطالب په ډېر غور سره كتلي دي حتٰى د نور ولايتونو د ريسانو سره مي په دې هكله خبري كړي دي چي زموږ د ځوانانو استعدادونه دومره قوي او پياوړي دي هغه مجله ما له ځان سره مابعضي ريسانو ته وړې ده او د نمونې په ډول مي ور ته ښكاره كړې ده او زه د خپلو ځوانانو په استعداد باندي افتخار كوم زه په دې خوشحاله يم چي زموږ ځوانان و روزنيزو كارونو ته د زده كړي و كارو ته متوجه دي هر هغه څه چي د دې ځوانانو د ښووني او روزني لپاره ګټور تماميږي هغه مصروفيت ځوان د ځان لپاره پيداكوي ستايم يې او ملاتړى يې يم هيله مي دا ده چي زموږ ځوانان تر ډېره حده پوري په غيري ضروري مسايلو باندي ځان مصروف و نه ساتي چي اوس د دوى وظيفه نه ده د ځوانانو وظيفه اوس په ښه ډول تربيه اخيستل دي د ځوانانو وظيفه د نوي ټولني جوړول دي خصوصاً خصوصاً هغه ځوانان چي په زده كړه بوخت وي بايد زده كړه وكړي ټول قومي ، سمتي ، ژبنيز او مذهبي تعصوبونه له ځانه څخه ليري كړي د يو اصيل مسلمان پښتانه په ډول د يو اصيل افغان مسلمان په حيث باندي د خپلو هيوادوالو د خدمت كولو لپاره شپه اوروځ پر ځان خواري وكاږي تكليف و باسي تر څو د ژوند و لوړو پړاونو ته هغه پړاونه چي ده هدف ګرځولي دي هغه ته ځان ورسوي .
موږ بايد دا كلمه د ذهن څخه ونه باسو چي موږ په كندهار كي اوسيږو د لوى كندهار جلا اصول دي جلا ژوند يې دى نظر و نورو هيوادونو ته و نورو ولايتونو ته نورو خلګو ته پاك اصيل اوسپېڅلى كلتور لري موږ بايد د خپل كلتور د ساتلو او خوندي كولو لپاره هلي ځلي وكړو موږ بايد د هر هغه منفي بريد څخه ځان وژغورو چي زموږ د ژوند پر اړخونو باندي منفي تاثير اچوي موږ ډېره وياړلې ژبه لرو ډېره غني ژبه لرو چي پښتو ده زموږ ځوانان زموږ خلګ بايد د خپلي پښتو ژبي لپاره خدمت وكړي اوس ډېر ځوانان دي چي انګليسي او كمپيوټر ته يې مخه كړېده د دې لپاره چي څه پيسې وګټي پلار يې هم تل دا وايي چي داسي تكړه زوى مي دى انګليسي يې خلاصه كړې ده زه دا نه وايم چي انګليسي دي نه زده كوي خو خپله ژبه دي نه هېروي لكه رحمان بابا چي وايي (( د بل ژبه زده كول كه لوى كمال دى ، خپله ژبه هېرول بې كمالي ده )) نو هر ځوان بايد د خپلي خوږې ژبي د غني كولو لپاره شپه او ورځ هلي ځلي وكړي .
سوال: د كندهار د پوهني د ريس په توګه قدرمنو ښوونكو ، د معارف منصوبينو او د افغانستان ګران ولس ته مو پيغام څه دى ؟
جواب : له هرڅه نه مخكي ګرانو ښوونكو ته مي دا پيغام دى ، دا مي هيله او ارزو ده چي د كندهار د غم ځپلي ، مجاهد مسلمان ولس د اولادو په ښوونه او روزنه كي شپه او ورځ هلي ځلي وكړي په پوره ايمانداري ،اخلاص ،صداقت سره د هغوي په زده كړه كي د هغوى په روزنه كي تر وسه زيات كار وكړي هغوى ښه وروزي .
د هيوادوالو څخه خصوصاً د كندهار د ديني عالمانواو قومي مشرانو څخه مي هيله او ارزو دا ده چي زموږ د كندهار ولايت د اولس د اولادو لپاره د علم زمينه مساعده كړي سوله راولي د سولي په ټينګښت او ساتلوكي كومك وكړي ، كار وكړي تر څو زموږ دغه نوى نسل ځوان نسل د يو ښه سالم مسلمان او پښتانه په ډول باندي په دې ټولنه كي د خپل راتلونكي لپاره كار وكړي خدمت وكړي ښه انسان په دې ټولنه كي پيداسي ښه انسانان د كندهار ولس له منځ څخه بيا پيدا سي چي د افغانستان خلګ په هغه باندي افتخار وكړي لكه څرنګه چي اوس موږ منتخب ريس جمهور لرو كندهارى دى نو يوازي كندهاريان بلكي هر پښتون هر افغان په هغه باندي افتخار كوي نو په آينده كي بايد نور نور د دغي سيمي څخه د دې خاوري له لمني څخه د دې ټاټوبي څخه سر راپورته كړي او د افغانستان مشرتوب وكړاى سي نو زما هيله او ارزو د ښوونكو ، زده كوونكو ، قومي مشرانو، ديني عالمانو، او نورو دوستانو څخه دا ده چي موږ پښتانه يو موږ خپله ژبه لرو خپل كلتور لرو موږ جنګيالي نه يو موږ ازلي جنګياليان نه يو پيدا سوي او موږ ترو ريستان نه يو موږ بايد نورو افغانانو او نړۍ والو ته دا ثابته كړو چي موږ تر هر څه زيات پرعلم مين يو .
پای