هلمندي ځوانان ده زياتو ستونزو په غېږ كي !!
October 3, 2008 – 10:52 amپه هلمند كي هره ورځ پر جنګ جګړو سربېره بېكاري او د مكتبونو تړل په هلمند كي پر تنكيو ځوانانو يو شمېر ناوړه اغيزي اچولي دي نوموړو ته هيڅ كار نه پيدا كيږي دوى ټوله ورځ د خپل پلار په تمه ناست وي نه سي كولاى چي روزګار وكړي او يا كوم بل ځاى ته ولاړ سي په هلمند كي د ډيرو لږ وبيا رغونو كارونو سربېره يو شمير په ډيرو كمو پيسو سره هره ورځ خپله انرژي ختموي ډېرى كسان چي عمرونه يي د شل كلني څخه بيا تر دوه ويشت كلني پوري وي نوموړي ځوانان د خپل كور په خا طر ټوله ورځ په بازار كي كاغذان ټولوي او يا يي يو شمېر په لاسي كراچيو كي د خوړو توكي پلوري ځيني يې بيا په خپل لاسي كراچيو كي ثقيل كارونه كوي دوى له سختو شرايطوسربېره د هلمند په ولايت كي بيا په ۴۸ درجې ګرمي كي هم د خپل كور او كاله او يا بچيو د ډوډۍ د پيدا كولو لپاره هره ورځ د شپې تر ناوخته پوري ځان ته د يوې ګولې ډوډۍ لپاره څرخي او كار لټوي يوتن ځوان محمد الله مي وليدى چي د خپل لاسي كراچي په واسطه يې درانده بارونه له يو ځاى نه بل ځاى ته انتقالول نوموړي ته مي وويل چي ولي داسي درانده كارونه كوي ؟ دى وايي: پلار مي سپين ږيرى دى ،كوچني ورونه مي په ښوونځي كي دي هغوى درس وايي ښه دى چي درس ووايي كنه نو زما رنګه به تل سخت كارونه د يوې ګولې مړۍ د پيدا كولو لپاره وكړي دى چي پخپل سر يې پټكى تاو كړى وو او خيرني جامې يې په تن وې د نوموړي په تندي او سر باندي خولې را ماتي وې او زياته يې كړل : كه چيري ما درس لوستى واى نو اوس به ولي داسي خوار واى سر يې وښوراوه او لاسي كراچي يې ونيوله او رهي سو .داسي ډېرى ځوانان په هلمند لښكر ګاه ښار كي سته چي ډېرى يې د كاراو زيار له امله په نشو اخته دي د هلمند ولايت د لښكرګاه ښار د معتادينو يا ودان روغتون كي زيات شمېر معتاد ين د تداوي لپاره راغلي وي دوى يې ډېرى له بې روزګارۍ څخه سرټكوي او وايي چي چيري كاروبار او خواري نه وي نو تل به ځوانان له داسي ستونزو سره مخ وي يو تن ګل ااحمد چي د هيروينو معتاد سوى وو دا مهال په ودان روغتون كي تر تداوي لاندي وو وويل چي دا ټوله د بې كارۍ څخه زه په دې عمل باندي اخته سوم كه چيري كار را ته پيدا نه سو نو د دوهم ځل لپاره شايد بيا زه په دې عمل اخته شم نوموړي له دولت څخه غوښتنه وكړه چي د ځوانانو لپاره دي كار پيدا سي تر څو وه كولاى سي ځوانان له هر داسي بدو عملونو څخه راو ژغورل سي زيات شمېر بز ګران وايي چي دوى هم په دې خا طر كوكنار كرو چي نور كار نسته زموږ بچيان د دې په خاطر سره چي كار ور ته پيدا سي نوموړو ته د كار زمينه نه وي مساعده سوې دوي وروسته د ترياكو چر سو او يا هيروينو په عمل باندي اخته سوي وي دوى څه وكړي مكتبونه ټول تړل سوي دي فيدا محمدوايي چي زما زوى اتلس كلن ځوان دى نوموړي دا مهال بېله د غواوو او پسونو له پوولو څخه په بل كار او كسب نه پوهيږي دى تل دا غوښتنه كوي چي كاشكي زموږ په سيمه كي ښوونځي فعال واى او موږ د دې په ځاى باندي درس ويلاى دا معلومه خبره ده چي يو شمير هغه ځوان قشراو د كم عمر خاوندان چي ګاونډيو هيوادونو ته ځي د زده كړي لپاره هغوى ته دتعليم پرځاى د ځانمرګي بريدونو تدريس وركول كيږي د هلمند ولايت يو تن زده كوونكى چي د ۱۶ كالو عمر لري تازه ګل نوميږي دى چي د ګرشك ولسوالۍ د حيدراباد د سيمي اوسېدونكى دى تېره ورځ د ملي امنيت د كسانو لخوا څخه ونيول سودى هلمند ولايت ته د ځانمرګي بريد په موخه رااستول سوى وو دى وايي چي ماته يې د چمن په ښار كي د تعليمي زده كړو په موخه دځانمرګي بريد زده كړه راكړه نوموړى وايي چي زه يې وروزلم زه يې پټ ساتلم دى وايي چي زه بخښنه غواړم او ما دي وبخښي زه به نور هيڅكله داسي كار و نه كړم ډېرى داسي كسان هلته روزل كيږي چي د اد ډول قربانيو ډېرى كسان ځوانان دي چي هغه يې زده كوونكي وي .
.د هلمند ولايت د لښكر ګاه ښار يو اوسېدونكى احمدشاه وايي چي دلته ډيري عمده ستونزي چي دي هغه امنيتي مشكلات دي همدارنګه ، تعليم او د كار زمينه بايد برابره سي كه چيري داسي حالت روان وو چي تعليمي سويه ټيټه وي نو د هلمند ډېرى ځوانان به بې تعليمه وي او په هلمند كي به د كار او كسب لپاره نور ځوانان د نورو ولايتونو څخه دلته راسي او دومره سړى به نه وي چي هغه دي دلته كار وكړي او خپل د ولايت د خلګو مشكلات دي ورحل كړي ده غوښتنه وكړه چي دولتي چارواكي دي د هلمند ولايت ډېرى شمير ځوانانو ته د كار زمينه برابره كړي نوموړي دي بې تعليمي نه پرېږدي .
خليل اوميد وايي چي يوه ستونزه داده چي زموږ يو شمير نور ځوانان دي چي ډېرى يې له دوولسمو ټولګيو څخه فارغ دي او د دوى لپاره د لوړو زده كړو زمينه مساعده نه ده او يا دوى نه سي كولاى چي و نورو ځايونو ته د زده كړو په موخه ولاړ سي .
د هلمند ولايت د ځوانانو مدير علاوالدين وايي چي موږ ډېر كوښښ كوو چي د ځوانانو تعليمي سطحه لوړه كړو هغو ى ته كورسونه داير كړو او و يي روزو او موږ تر ډېره بريده پوري دغسي كوښښونه كووسلطاني وايي چي له موږ سره ډيرو موسسو وعدې كړي دي او موږ ته يې وعدې را كړي چي په نيژدې راتلونكي كي به له تاسي سره مرسته وكړو خو هغوى له موږ سره مرسته نه ده كړې دي غوښتنه كوي او وايي چي كه چيري غيري دولتي موسسې او انجوګاني وعدې كوي نو موږ دي د هلمند ځوانانو ته نه درواغجنوي موږ ځوانانو ته وعدې ور كړو خو وروسته بيا هيڅ شي نه وي دوي بايد له هرڅه نه مخكي پرخپلو وعدو باندي وفا وكړي .
يو تن ځوان محمد ګل نه مي وپوښتل چي خپل مشكلات ولي د ځوانانو مديريت ته نه اوروي ده په جواب كي را ته وويل چي : ما دامشكلات څو څو ځله ور ته وړاندي كړل خو هغوى له تشو وعدو پرته نور هيڅ نه دي راسره كړي دى وايي چي د ځوانانو مديريت هم د ځوانانو لپاره هيڅ نه دي كړي ده د ځوانانو له مديريت نه غوښتنه وه كړه چي د هلمندي ځوانانو لپاره دي هلي ځلي وكړي
د هلمند ولايت ديوولسم ټولګي يوتن زده كونكي روزي محمد بيا وايي چي موږ هم له يو شمېر ستونزو سره مخ يو ځكه چي تعليمي سويه ډېره ټيټه ده استادان ښه درس نه راكوي هغوى ټوله ورځ په مكتبونو كي چايي خوري دوى د هلمند ولايت له معار ف رياست څخه غوښتنه وكړه چي دوى دي د داسي ستونزو مخنيوي وكړي او ددوي لپاره دي د درس ويلو زمينه برابره كړي .
دلته كه چيري له هرځوان سره مخ سئ نوموړي به د خپل زړه بړاس درته وباسي او در ته و به وايي چي زموږ لپاره دولتي چارواكو هيڅ نه دي كړي ډېرى ځوانان او زده كوونكي دا مهال د هلمند ولايت له ليرو پرتو ولسواليو نه لښكرګاه ښارته راغلي دي او دلته درس وايي دوى وايي چي په ولسواليو كي پر امنيتي مشكلاتو سربيره موږ خپل درس ته نه پرېښودل كيږو او د يو شمير خلګو له خوا څخه په بيا بيا تهديديږو .
د هلمند ښځينه زده كوونكي خو د ژوند هر ګړى په ډېره سختي سره تېروي دوى هم دا غوښتنه كوي چي زموږ ښوونځي دي فعاله سي چي د خپلو وروڼو سره يو ځاى و ښوونځي ته ولاړ سو هيله ده چي دولتي چارواكي او اړوندي ادارې دغو مشكلاتو ته دپاى ټكى كښيږدي .
په سپېڅلې اسلامي مينه
صفت الله ذاهدي هلمند لښكرګاه