نوى ښوونيز كال او نوي هيلي
October 3, 2008 – 10:54 amد ګران هيواد په ګرمو سيمو كي د وږي يا سنبلې د مياشتي پر شپاړسمه نېټه د زنګ په وهلو سره نوى ښوونيز كال پيل سو .
نوى ښوونيز كال په داسي حال كي پيليږي چي لا هم په سيمه كي په لوړه كچه كوچنيان د زده كړي له ستر نعمت څخه بې برخي دي .
د افغانستان د اساسي قانون د دروڅلوېښتمي مادې له مخي زده كړه د افغانستان د ټولو اتباعو حق ګڼل سويدى او په ټول افغانستان كي د متوازن معارف عامول او د منځنيو اجباري زده كړو د تامين لپاره د اغېزمنو پروګرامونو په وضع كولو او تطبيقولو سره دولت مكلف سويدى ، خو د سوېل لوېديځي حوزې د اوسېدونكو په وينا چي د دوى د اولادونو په ژوند كي كوم د پام وړ بدلون نه دى راغلى او دولت هم لكه څنګه چي ښايي خپل مكلفيت سر ته نه دى رسولى .
اوس هم په سوېل لوېديځه حوزه كي زيات شمېر كوچنيان ښوونځيو ته د تګ په هيله شپې او ورځي سبا كوي او د يوې روښانه راتلونكي په هيله ناست دي ، خو رواني نا امنۍ او ګڼ شمېر نورو ستونزو يې ستري هيلي له خاورو سره خاوري كړيدي .يو شمېر ښاري كوچنيان بيا د واټونو پر سر په سپلنيو دودولو ، بوټ ګنډلو ، موټرونو پرېوللو او يا هم د فلزي دبليو په ټولولو ځكه بوخت دي چي اړ دي د كورنۍ لپاره كار وكړي او د خورك لپاره څه برابر كړي .
د كندهار ولايت د پوهني د ريس محمد انور په وينا چي د تېر ښوونيز كال لاسته راوړني يې د نورو كلونو په پرتله خورا زياتي وې ، هغه مني چي د نا امنيو له كبله د كندهار ولايت په ولسواليو او ليري پرتو سيمو كي نژدې (137) ښوونځي تړل سويدي او له سلو زرو 10000 څخه زيات كوچنيان له ښووني او روزني څخه بې برخي سويدي همدا راز د كندهار په ګاونډي ولايت زابل كي نوي په سلو كي %90 كوچنيان له زده كړو څخه محروم دي ، د هلمند ولايت چي د مساحت له نظره د افغانستان له لويو ولايتونو څخه شمېرل كيږي خو د زده كوونكو شمېر يې 25000 پنځه ويشت زره تنه دى چي د پوهني د وزير په وينا د شمالي ولايتونو د يوې ولسوالۍ د زده كوونكو شمېر د دې څو چنده دى .
دا په داسي حال كي ده چي د پوهني وزير محمد حنيف اتمر كندهار ولايت ته د خپل سفر په ترڅ كي د ٣،٧ ميليونو ډالرو په ارزښت د ٤٨ نويو ښوونځيو د جوړولو تړونونه د قومي شوراګانو له استازيو سره لاسليک کړل.
نوموړي ژمنه كړې وه چي ٩٠ نوي ښوونځي په اروزګان ولايت کي، ٨٠ ښوونځي په هلمند ولايت کي او ٢٠ نور په زابل ولايت کي جوړيږي.
هغه د سوېل لوېديځي حوزې په هر ولايت كي د يوه دارالعلوم ، د هر ولايت په ولسواليو كي د يوې ديني مدرسې د جوړولو ، په ولسواليو كي د ښوونكو د روزنيز پروګرام د پلي كولو ، په ولسواليو كي د تړل سوي ښوونځيو د بيرته پرانيستلو ، د ښوونكو د مياشتني معاشونو د لوړولو ، ښوونكو ته د مځكو وېشلو او ګڼ شمېر نوري وعدې وكړې خو عملي كولو ته يې د دې حوزې د هر اوسېدونكي سترګي څلور سوي ، د دې حوزې ښوونكي خو د ژوند هره شېبه په خورا سختي سره د كرايي په كورونو كي تېروي ځكه چي د څو كلونو را په دېخوا د دولت له خوا ور سره د مځكو ور كولو درواغجني وعدې كيږي .
لكه څنګه چي د يوې ټولني بنسټ سالمه ښوونه او روزنه جوړوي او بېله سالمي ښووني او روزني څخه د يوې سالمي ټولني جوړول ناممكنه دي نو راځى چي په ګډه د ښووني او روزني د پياوړي كېدو لپاره كار وكړو .
په دې هيله چي مسوول چارواكي ، ميندي او پلرونه ، قومي مشران او ديني ملا صاحبان د سوېل لوېديځي حوزې د كوچنيانو غم وخوري او پرېنږدي چي سبا ورځ د همدې كوچنيانو د نيوكي ګوته د دوى په لور كږه سي .
په ټول افغانستان كي د معارف د پياوړتيا په هيله