رواني نا امنۍ پر ښوونيز بهير څومره ناوړه اغېزه كړې ؟

October 3, 2008 – 10:56 am

محمد رسول : د پنجوايي ولسوالى ښوونكى

زما نوم محمد رسول د پنجوايي ولسوالۍ ښوونكى يم . والله رواني نا امنۍ پر ښوونيز بهير باندي ډېره اغېزه كړې ده او اوس هغه د ولسواليو زده كوونكي ښوونځي ته زړه نه ښه كوي چي د زده كړي لپاره ولاړسي او بله خبره د ځينو وسله والو ډلو له خوا د ښوونكو او زدكوونكو تهديدول دي چي زده كوونكي يې ښوونځي ته له تګ څخه محروم كړي دي ، او پر روان ښوونيز بهير يې ډېره ناوړه اغېزه كړې ده زه خپل كله چي په كلي كي روان يم نو ځني كسان د ځانه سره ګډ وي چي : دى خو نو هم معلم دى په مكتب كي درس وركوي او كله چي د شپې په كور كي بيده يم د يو شي كړپ سي زه دا فكر كوم چي يو څوك په تا پسي راغله . د حل لاري يې دا دي چي تر هرڅه دمخه بايد دولت امنيت راولي او په ليرو پرتو سيمو كي ښوونځيو ته ډېره پاملرنه وكړي . او عام ولس هم دا ونډه لري او په خاص ډول مور او پلار چي بايد خپل لوڼي او زامن ښوونځيو ته واستوي .

نجيب الله / د ارغنداب ولسوالۍ د باباولي ښوونځى زده كوونكى :

زما نوم نجيب الله دارغنداب ولسوالۍ په باباولي ښوونځى كي درس وايم .

زه چي كله مكتب ته راځم نو د ډير مشكلاتو سره مخ يم په كلي كي نور هلكان وايى چي دا مكتبي دى ، دى  خو د كافرانو كتابونه وايي او په كور كي هم ماته هر وخت مور او پلار وايي چي مكتب ته مه ځه حالات ډېر خراب دي  زما د حكومت او نورو چارواكو څخه دا هيله ده چي تر هر څه دمخه بايد موږ ته امنيت راولي او د عامو خلګو څخه مي هيله دا ده چي خپل ماشومان ښوونځي ته واستوي او د علم او پوهي په ګاڼه يې سمبال كړي او د عام ولس څخه مي هيله دا ده چي تر دولت د ښوونځي په ساتلو كي دوى مهم رول لري بايد دوى هم د ښوونځيو په ساتلو او د معارف په پرمختګ كي كومك وكړي .

عبدالحبيب/ د ظاهر شاهي عالي ليسې سرمعلم

زما نوم عبدالحبيب د ظاهر شاهي عالي ليسې سرمعلم يم  زما په فكر اوسنۍ وضي پر ښوونيز بهير باندي ډېره ناوړه اغېزه كړې ده او په خاص ډول پر كوچنيانو او د ښوونځي پر زده كوونكو باندي نا امنۍ نه يوازي پر زده كوونكو بلكي د كورنيو پرغړو باندي ډېر بد تاثير كوي .تر هغه وخته چي امنيت سم نه سي تر هغه وخته تعليم د تطبيق وړ نه دى . په دې برخه كي عام ولس دا ونډه لري چي بايد دوى د دولت سره يو ځاى سي او همكاري  ور سره وكړي او په محل كي هغه خلګو ته دا ووايي چي د تعليم مخه و نه نيسي  .        

 او دا ور ته ووايي چي كوچنيان ايله په كوڅوكي مردكي او بجلي وكړي او يا په نشه يي توكو اخته سي دا ښه دى او كه دغه د خداى ج او رسول ص لاره تعقيب كړي او تعليم او تربيه لازم او ملزم دي په كوڅه كي دوى نه تربيه زده كولاى سي او نه هم تعليم نو تر هغه چټي كارونو دغه ښه دى چي مكتب ته ولاړسي مدرسې ته ولاړ سي د علم او پوهي په ګاڼه ځان سمبال كړي او د دولت څخه مي غوښتنه داده چي امنيت راولي ، ښوونځي جوړ كړي تر څو دغه ملي شتمني له لاسه ور نه كړي او دغه شاګردان د سبا ورځي ځوانان دي د دې وطن د ملا تير وي .

رازيمه سهيل/ د كندهار ښار د زرغونې انا د ليسې زده كوونكى

زما نوم رازيمه سهيل ده د كندهار ښار د زرغونې انا په عالي ليسه كي زده كړي كوم . كه د يوه طرفه د اوسنۍ يوويشتمي پيړۍ پرمختګونو ته وګورو او له بلي خوا زموږ په ګران هيواد كي اوسنۍ نا امنۍ ته وګورو نو دا به څرګنده سي چي ډېر پاته يو او كه موږ وغواړو چي د هغه هيوادونو سره ځانونه سم كړو يوازي د تعليم دلاري كولاى سو چي ځان د هغوى سره سيالۍ ته ور وباسو خو له بده مرغه زموږ په هيواد كي ښوونيز بهير له ډيرو ستونزو سره مخ دى د زده كوونكو كتابونه سوځل كيږي ، ښوونځى يې سوځل كيږي هغوى نه سي كولاى چي ښوونځي ته ولاړ سي او په خاص ډول ښځينه زده كوونكي له ګواښونو او ستونزو سره مخ دي . زه خپله كله چي ښوونځي ته ځم بېرېږم چي اوس مي څوك ترور نه كړي يا مي يو څوك و نه وژني هره ورځ يې اورو چي نن يې معلم مړ كړى نن يې زده كوونكې مړه كړه خو بيا هم موږ د خپل هيواد په خاطر ښوونځي ته ځو او تر څو چي مو وس وي خپلي زده كړي به كوو . زما د ټولو هيوادوالو څخه او په خاص ډول د هغو وروڼو څخه چي هغه د دولت سره په مخالفت كي ولاړ دي هيله مي داده چي كه ښوونځى بل څوك سوځي دوى يې بايد مخه ونيسي چي زموږ ګران هيواد پر خپلو پښو ودريږي .

مريم / د كندهار ښار اوسېدونكې

زما نوم مريم د كندهار ښار د لويي ويالې د سيمي اوسېدونكې يم .

د دغه حكومت په اولو شپو كي امنيت ښه وو ، كراري وه دا جنګونه او دا كيسې نه وې نو زه هم را ولاړه سوم خپلي دوې لوڼي او يو زوى مي مكتب ته ور واچول ، ښه ډېر سبق يې ووايه هر كتاب يې د مخه ويلاى سواى ، قران شريف يې زده كړى ، خط يې ويلاى سواى وروسته كرار دا ټك و ټوك شروع سو نن دلته ځانمرګى وسو ، هلته يې بم پټاو كړى ، هلته يې انجلۍ وتښتوله هلته يې هلك وتښتوى بل ځاى يې بيا معلم مړ كړى او بل ځاى يې بيا مكتب وسوځى نو زه هم مجبوره سوم خپلي دواړي لوڼي او يو زوى مي د مكتب څخه را وايستل .

دوى يتيمان دي پلار نه لري اوس هم ډېر ارمان كوي او هره ورځ را ته وايي چي مور موږ به بيرته خپل مكتب شروع كړو زه ور ته وايم چي يا نه به ځى . د دولت څخه مي دا غوښتنه ده چي امنيت دي راولي موږ به بيرته خپل اولادونه مكتب ته واستوو .

Post a Comment