د ښوونځى مجلې څلورمه ګڼه له چاپه راووته
October 3, 2008 – 11:00 amښوونځى په كندهار كي د لوى كندهار د زده كوونكو د ټولني دوه مياشتنۍ خپرونه ده چي د لومړي كال څلورمه ګڼه يې د ښكلو او رنګه پوښتيو په لرلو سره تازه له چاپه راوتلې ده .
د ښوونځى دا ګڼه اته شپېته 68 مخونه لري چي تر څلور دېرش سرليكونو لاندي بېلابېل علمي ، معلوماتي ، ښوونيز او روزنيز مطالب په كښي خپاره سوي دي .
د ښوونځى مجلې موسس او مشر عبيدالله تسل او مسوول مدير يې احمد جاويد تنوير دى .
ښوونځى د سوېل لوېديځي حوزې په كچه لومړنۍ مجله ده چي د زده كوونكو لپاره ځانګړې سوې ده او د هغوى ليكنو ، ستونزو او غوښتنو ته يې په خپله غېږ كي ځاى وركړى .
د يادوني وړ ده چي د لوى كندهار د زدكوونكو ټولنه لومړنۍ خپلواكه ټولنه ده چي په سوېل لوېديځه حوزه كي د زدكوونكو لپاره فعاليت كوي .
اړيكي : 0700304111-0772211337
showanzai_afg@yahoo.com برېښناليك :
www.larawbar.com/showanzai ويبپاڼه :
One Response to “د ښوونځى مجلې څلورمه ګڼه له چاپه راووته”
نقدونه او راپورونه مو دیر په زره پوری دی خدای د وکری چی د تل لپاره یی همداسی وساتی او دوام ورکری او د همدی په شان ورته شی شی لیکنی او گزارشونه غوره کری حو مینه وال مو زیات شی.
By kaglich on Dec 14, 2008