په اسلام كي د ښځوزده كړه او ښوونه

October 3, 2008 – 11:05 am

ډېوه همت/ كندهار

 

 

د اسلام سپېڅلي دين هر انسان  نر وي كه ښځه د علم د زده كړي لارښوونه كوي د اسلام مقدس دين د ښځو د زده كړي سره هيڅ ضديت نه لري په اسلام كي د زده كړي او ښووني حق نارينه او ښځو دواړو ته وركړه سوى دى د دې اثبات لپاره موږ لاندي ايت مطالعه كوو.

ژباړه : ولوله اى پيغمبره د خپل رب په نوم هغه د كلكي سوي ويني له يوې ټوټې څخه انسان هست كړ او ستا رب ډېر مهربانه دئ چي هغه د قلم په مرسته علم وښود انسان ته يې علم وركړ چي هغه نه په پوهېدئ .

د پورتني ايت په نظر كي نيولو سره دا څرګنديږي چي لوى څښتن چي د لومړي ځل لپاره پر رسول الله ص كوم ايت نازل كړى دئ په هغه كي يې د علم د زده كړي يادونه كړېده او د خپلو بندګانو پام يې ور ته اړولى دئ البته دا يادونه يې يوازي د نارينه لپاره نه بلكي د ښځي لپاره هم كړې ده بل ځاى كه چيري وګورو لوى څښتن ج په قرانكريم كي د التوبې په سوره كي فرمايلي دي :

ژباړه: او دا ضروري نه ده چي مومنان ټوله له مخي وتلي واي خو داسي ولي ونه سوه چي دهغو نفوسو له هري برخي څو كسان وتلي واى او د ديني پوهي او تحصيل څخه وروسته بيرته را ستانه سوي او د خپلي سيمي او سيدونكي يي خبرداره كړي واى تر څو غير له غير اسلامي چال چلند څخه ډډه كړې واى .

په پورتني ايت كي لوى څښتن ج د زده كړي  امر كړى دئ او په دې ايت مبارك كي هم دا امر يوازي نارينه ته نه دئ سوى بلكي ټولو انسانانو ته سوى دئ او دلته موخه د انسان څخه يوازي نارينه نه دئ بلكي ښځه هم ده .

 د زده كړي د فرضيت په هكله رسول الله ص داسي فرمايلي دي : د علم زده كړه پر ټولو مسلمانانو فرض ده

د اسلام مقدس دين هر انسان ته د زده كړي ازادي وركړې ده او د زده كړي لپاره يې جنس شرط نه دئ ګڼلى كه چيري موږ د اسلام تاريخ مطالعه كړو نو موږ به ووينو چي په اسلام كي ډيري ستري پوهاني ،عالماني ،استاداني او د حكمت څښتناني تيري سوي دي چي ښه مثال يې دلته موږ ام المومنين بي بي عايشه رض راوړلاى سو بي بي عايشه د خپل وخت يوه ستره اديبه تېره سوې ده او دې تقريباً اته اتيا علما روزلي دي د دې په هكله د دې ممتاز زده كوونكئ عروه بن زبير رض وايي : ما د قرانكريم په تفسير،فرايضو،حلال او حرام ، ادب ، شعر او د عربو په تاريخ كي تر عايشې بله ښه عالمه نه وه ليدلې

حضرت ابو موسٰى اشعري رض چي يو ستر عالم صحابي دئ د بي بي عايشې په هكله وايي : كله به چي صحابه كرامو رض د كوم علم په هكله معلومات نه درلود نو موږ به د هغه په هكله د عايشې څخه پوښتنه كوله او هغې به موږ ته لارښوونه كوله

بي بي عايشه رض سربيره پر دي چي يوه ستره عالمه وه د هغه تر څنګ يوه ښه شاعره هم وه حضرت امام بخاري رض په الادب امفرد كتاب كي له عروه رض څخه روايت كړى دئ چي د عايشې بي بي رض د عربو د نامتو شاعر كعب بن مالك ټوله قصيده چي څلوېښت شعرونه وه په ياد وه

د عايشې بي بي د شاګرد موسٰى بن طلحه څخه روايت سوى دئ چي وايي : ما تر بي بي عايشې فصيح اللسانه نه ده ليدلې همدارنګه له ام المومنين بي بي عايشې رض څخه تقريباً دوه زره دوه سوه لس احاديث روايت سوي دي .

د دې تر څنګ ام المو منين ام سلمه رض هم د پوهي څښتنه وه د دې په هكله حافظ ابن حجر رض وايي چي : ام سلمه رض  د ډېر ښايست تر څنګ د ډېر پاخه عقل او پياوړي نظر او رايي څښتنه ګڼل كېده د ام سلمه څخه يو زرو درې سوه اوه اتيا احاديث روايت سوي دي ام سلمه رض ته د ډېر علم تر څنګ د فتواى د وركولو نعمت هم ورپه برخه سوى وو علامه ابن قيم رض د دې د فتواوو په هكله ليكي چي : كه چيري د ام سلمه فتواوي راټولي سي نو يو كتاب ځيني جوړيږي ويل كيږي چي له ام سلمه څخه يوې ستري ډلي علم تر لاسه كړى دئ او ډېر علما يې روزلي دي .

دغه راز د حضرت اسما بنت مخرمه په هكله ويل سوي دي چي دا يوه ډېره ستره استاده وه اكثرو ښځو به د دې څخه ديني او شرعي مسايل پوښتل او دې به صحيح جواب ور كاوه حضرت اسماء د خپل تجارت په وخت كي مسلمانانو ته تبليغ كاوه او دا چي به هر ځاى د تجارت لپاره تلله هلته به يې د هغه ځاى خلګو ته د دين احكام ور وښودل د حضرت حسن د لمسۍ سعيده نفسيه په هكله ويل كيږي چي امام شافعي رح له دې څخه زده كړه كړې ده د يادوني وړ ده چي په اسلام كي داسي ښځي هم تيري سوي دي چي ستر مسلمان واكمنان يې روزلي دي چي د هغو څخه يوه هم حضرت بريره ده د حضرت بريره څخه ډير حديثونه روايت سوي دي دې بي بي ډېر زده كوونكي روزلي دي چي د هغو څخه يو هم عبدالمالك بن مروان وو چي په اسلام كي يو ستر مسلمان واكمن تېر سوى دئ څنګه چي دلته په زيات تفصيل سره د ټولو يادونه ډېر ځاى نيسي نو موږ پر دغو څو سترو ښځو باندي بسنه كوو .

د پورتني ښځو د يادولو څخه زموږ موخه دا ده چي داسلام په مقدس دين كي يوه مسلمانه ښځه په حجاب كي هم كولاى سي چي علمي ، مذهبي ، ټولنيز او سياسي علم تر لاسه كړي .

 

Post a Comment