ستاسو په فكر ښوونځى څوك سوځي؟ او د ټولني پر راتلونكي څه ډول ناوړه اغېز كوي ؟
November 3, 2008 – 11:47 amموږ ښوونځي نه سوځو : قاري يوسف احمدي
چمتو كوونكى : عبيدالله تسل
محمد هاشم وسيم : د كندهار ښار اوسېدونكئ
زما په فكر كه چيري يو څوك ځان ته افغان وايي ځان د دې خاوري بچى بولي خداى دي وكړي هغه د بدخشان وي يا د كندهار هيڅ كله داسي نه كوي چي هغه دي ښوونځى وسوځي ، دا هغه خلګ دي چي هغه نه افغانان دي ، نه مسلمانان دي او نه انسانيت او بشريت پيژني . كه چيري څوك مسلمانيت او انسانيت وپېژني هغه هيڅ وخت ښوونځى نه سوځوي ، دا د افغانانو دښمنان دي .
او د دوهمي پوښتني په جواب كي به در ته ووايم چي اول خو كه د ښوونځى و نامه ته موږ او تاسي ځير سو له نامه څخه يې داسي ښكاري چي د ښووني ځاى نو كه چيري زموږ د ښووني او روزني ځايونو وسوځول سي نو راتلونكئ به مو توره تياره وي .
كه چيري تيرو ديرشو كلونو ته وګورو جنګ ، جګړو او د ښوونځيو نه شتون ډيري بدي اغيزي كړي خصوصاً په كليوالو سيمو كي زه په دې يقين يم كه ښوونځي وسوځول سي نو د افغانستان وګړي كه نن سل كاله شاته دي نو زر كاله به شا ته كيږي او هغه استعدادونه چي موږ يې لرو هغه به وځپل سي توري تيارې به مو په برخه وي او زموږ زړونو ته به لار پيدا كوي لكه اوس چي زموږ ډېر شمېر هيوادوال دا فكر كوي چي ښوونه يا ښوونځى ته تګ هيڅ معني نه لري او يا هم د ښوونځى ته تلونكي ځوان څخه كركه كوي وايي مكتبي دئ .
دا ښوونځي زموږ د اولادونو ، ورېرونو يا د ټولني د هر ماشوم او ځوان لپاره د روزني ځاى دئ د روښاني لاري د پېژندلو يو ځاى دئ كه هر يې مخنيوى و نه سي نو يوه تياره به را باندي خوره سي او دا تياره به بيا د هر افغان تر كوره رسيږي .
ښوونځى بايد هيڅ څوك و نه سوځوي ځكه چي دا نه د طالب ده او نه هم د دولت ده دا د خلګو يو عام المنفعه شى دئ چي بايد ټول يې په ګډه ساتنه وكړو.
كه يې و نه ساتو راتلونكئ به مو بيا په نشت حساب وي ، زموږ سر نويشت به بيا د نورو په لاس كي وي ، بيا به د پرديو غلامان يو او هر څوك به مو په يوه او بل نامه د خپلو شخصي ګټو لپاره استعمالوي .
بشير احمد نادم : په سويلي حوزه كي د پژواك خبريال او د پانګي مجلې مسوول مدير
د پوښتني د لومړۍ برخي په اړه بايد ووايم چي يو لامل خو يې هغه دئ چي دولت هم وايي چي دا د وطن د دښمنانو له خواسوځول كيږي خو زه فكر كوم چي زموږ او ستاسي خلګو پوره درې لسيزي په جنګ جګړو كي ژوند كړى دئ نو ځكه د ښووني په اهميت او ارزښت هم نه پوهيږي هغوى فكر كوي چي كه خپل ماشومان ښوونځى ته واستوي نو دا ښوونځى به د دوى ماشومان خراب كړي په داسي حال كي چي دا صحي خبره نه ده او بل د ښوونځيو د سوځولو اساسي علت د ځيني بهرنيو هيوادونو لاسوهنه هم ده ځكه هغوى نه غواړي چي په دې هيواد كي پرمختګ وسي او زموږ او ستاسي تنكي ماشومان او زلميان د علم په ګاڼه سمبال سي .
د افغانستان دښمنان هيوادونه داسي فكر كوي چي كه چيري په دې هيواد كي خلګ زدكړه وكړي نو دا چي افغان په هر اړخ كي ډېر پياوړي دي او پرمختګ يې كړى دئ نو بيريږي چي په دې برخه كي به هم ډېر پرمختګ وكړي او بيا به د دوى لپاره د يو خطر په شكل سره له دوى سره مخامخ سي . په دې خاطر دوى په يوه او بله لار د ښوونځيو په سوځولو ، تړلو يا ښوونكو او زدكوونكو ته په ګواښ كولو سره كوښښ كوي چي افغانان د علم له نعمت څخه بې برخي كړي .
او بل دا خو څرګنده او واضح خبره ده چي د ښوونځيو سوځول تر ټولو زيات اغېز پر ماشومانو كوي دوى له زدكړي څخه بې برخي پاتي كيږي دا چي دى له زدكړي څخه بې برخي پاته سي نو په هغه سيمه كي چي دى اوسيږي هغه سيمه ټوله ده ته تياره وي . ده ته د ده د فكر او ذهن جوړولو مناسب شرايط نه وي اماده د كار او روزګار شرايط ور ته اماده نه وي نو هلته دى د خپلو كليوالو څخه هغه څه ويني يا هغه څه اوري چي هغه په دې هيواد كي د سولي له راتلو سره ډېر په ټكر كي دي هغوى يوازي جنګ زدكوي ، د جنګ خبري زدكوي ، مرګ ويني ، درد ويني ، ټپونه ويني ، چاودنه او بمباري ويني نو زه د ټوله هغو كسانو څخه چي ښوونځي سوځي دا هيله ځني لرم چي د دې تنكيو افغانانو دښمني په سر وا نه خلي پرې يې ږدي چي زدكړه وكړي او د زدكړي په ترلاسه كولو سره خپل ځان وپيژني ، خداى وپيژني او يو ښه ژوند كول زدكړي .
غوث الدين پروتن : د هنداري مطبوعاتي او فرهنګي بنسټ مسوول
كه د افغانستان تاريخ ته وګورو نو هر كله په افغانستان كي چي د افغانانو كوم روشن فكران دي يا نور داسي علمي څيري دي چي هغه د خلګو د ښېګڼي لپار كوم رول لوبولى دئ نو د نورو خلګو له خوا له منځه وړل سويدي يا د هغوى په وړاندي داسي فعاليتونه سوي دي چي هغه يې له فعاليته غورځولي دي ، اوس هم په دې كښي د داسي خلګو لاس دئ چي هغه د افغانستان يا افغانانو پرمختګ نه غواړي او غواړي چي هر وخت افغانان په تيارو كي همداسي وروسته پاته سي او د دوى لپاره افغانستان يو ماركېټ وګرځي . تر ډېره په دې كي ګاونډي هيوادونه لاس لري ځكه چي دوى پر موږ باندي يوه كوچنۍ لېړۍ خرڅوي په لوړه بيه كله چي دا دوه كاله دلته وچليږي نو بيرته يې پر دوى خرڅوو په ډېره ټيټه بيه دوى بيا لېړۍ ځني جوړوي نو دلته كه چيري موږ خپل انجينر ولرو څه ضرورت به وي چي له دوى څخه يې رانيسو ، ناروغان مو هم دوى ته ور ځغلي ، اوړه مو هم له دوى څخه را روان دي ، خوراكي توكي مو هم له دوى څخه را روان دي د دوى ټولي كارخانې په افغانانو چليږي نو ښكاره خبره ده چي افغانستان د دوى لپاره يو ماركېټ دئ او دلته موږ خپل توليد هيڅ نه لرو كه چيري علم ولرو نو هر څه به مو له خپله كوره وي دا اوس چي نيم پاكستان را روان دئ په هغه صورت كي به بيا دا نه وي او افغانستان به د دوى لپاره ماركېټ نه وي نو زه وايم چي د دوى لاس په كښي دئ او غواړي چي خپلي ګټي خوندي كړي او افغانستان د ماركېټ په ډول وكاروي .
راغلو د سوال دوهمي برخي ته كه وګورو په نړۍ كي ټول پرمختګونه د علم له لاري سويدي ، زموږ د ټولني د وروسته پاته والي يو دليل همدا دئ چي موږ په علمي ډګر كي پرمختګ نه دئ كړى په راتلونكي كي به هم همداسي يو ياني موږ به په هيڅ ډګر كي پرمختګ نه سو كولاى كه هغه اقتصادي ډګر وي يا سياسي ډګر وي همداسي به وروسته پاته يو .
عبدالاحد محمد يار : د بېنوا فرهنګي ټولني مشر
كه ووايم چي ښوونځى د يوې ټولني د پرمختګ ، تمدن ، سرلوړۍ او وياړونو تر ټولو اساسي ترين ركن دئ نو ښايي ډېرى درانه لوستونكي ووايي چي دا خو تر لمر روښانه حقيقت او ټولمنلى اصل دئ .
خو په دې كي هم شك نه سته چي زموږ ټولنيز او كلتوري حالت ته په پام سره بيا سړى داسي فكر كوي چي دغه ځلانده ، سپينه او رښتيا خبره د هيڅ چا هم زړه ته نه ده لوېدلې ځكه د ښوونځي د بېساري اهميت د منلو سره –سره بيا هم په درنه سترګه نه ور ته كتل كيږي ، هم د دولت او هم د ملت په كچه له ښوونځي سره هغسي مينه نه ښوول كيږي لكه څومره چي د هري ټولني په تېره بيا زموږ لپاره تر هر چا ډېر حياتي ارزښت لري .
د نوري نړۍ لپاره په افغانستان كي د ښوونځيو سوځولو ، ښوونكي وژلو او زدكوونكو بېرولو خبرونه ډېر هېښوونكي دي ، هغوى حيران پاتيږي چي څنګه كېداى سي چي په يوويشتمه پېړۍ كي لا هم د ځمكي د كرې پر مخ داسي تور ذهنونه ، وحشي زړونه او بشر ضد فكرونه شته چي هغوى د جهالت په حكم كتاب ته اور اچوي ، د قلم ملا ماتوي و ښوونځي په ايرو بدلوي ، ښوونكي د ژوند له نعمت څخه بې برخي كوي ، د زدكوونكو نازكه او معصومه روحيه وژني او بلاخره انساني ټولنه د ذلت ، خواريو ، دربدريو او وحشت د بلا په غېږ ور ولي .
د يوه رښتيني مسلمان ، عالم ، متمدن او انسانيت مين انسان لپاره دغسي خبرونه د باور وړ نه دي ، خو زموږ ټولنه او زموږ خلګ هره ورځ د ښوونځي سوځولو وحشت په خپلو سترګو ويني او دنيا هم دغسي د غيري اسلامي او انساني ضد كړنو خبرونه اوري ، خو له بده مرغه چي لا تر اوسه د دغه وحشت د مخنيوي لپاره نه كومه اساسي طرحه جوړه سوې او نه هم كوم ګام اخيستل شوى دئ .
زموږ په ټولنه كي پرون هم ښوونځي ته د كفر د ځالګۍ په سترګه كتل كېدل ( نعوذ بالله ) او نن هم دا دئ خپل خلګ مو د خپل ځان ، ټولني ، وطن ، اسلام او بشر ضد تنده د علم د كور په ورانولو ماتوي .
دولت دغه پړه د وطن د دښمنانو پر غاړه ور اچوي .
خو د دولت مخالفين چي نوري ټولي كړني يې روښانه او مني يې ، يوازي د ښوونځي له سوځولو څخه انكار كوي ، بلكي دغسي كړني په ځينو وختو كي غندي هم ، دلته نو سړى په ډاډ سره ويلاى سي چي بېله شكه دغسي كارونه نه يوازي زموږ د وطن بلكي د ټول انسانيت او اسلاميت د دښمنانو دي .
داسي شكونه سته چي د ښوونځيو په سوځولو كي زياتره مهال د دولتي چارواكو لاس وي ، هغه په دې دليل چي دوى هغه مرستي ور سره وړي چي هغه د ښوونكو او زدكوونكو لپاره راځي ، داسي هم ويل كيږي چي كله ، كله د قبيلوي ناندريو له مخي يوه قبيله د بلي قبيلې پر نامه جوړ سوى ښوونځى سوځوي او نور …
زه خپله داسي فكر كوم چي اصلاً هغه دنيا چي زموږ سره د مرستي په نوم يې خپل لاسونه را اوږده كړي هغه نه غواړي چي د افغاني ټولني انسانان دي له پوهي ، ارام او عزت څخه ډك ژوند ولري ، دوى داسي فكر كوي كه چيري موږ ښوونځى ولرو بيا خو پر خپلو پښو دريږو او د دنيا له احتياجه خلاصيږو ، نو دنيا غواړي چي افغانان د تل لپاره محتاچي او دوى ته كچكول نيولي پاته سي ، ځكه خو نو نه دنيا او نه هم د دنيا له ملاتړ څخه برخمن افغان دولت د ښوونځيو د سوځولو په مخنيوي كي په اخلاص او رښتيا جدي ګامونه نه اخلي ، تر اوسه په دغه تور هيڅ څوك هم نه دي نيول سوي .
په هر صورت دغه ناوړه كار چي د هر چا له خوا كيږي ، كيږي به ، خو دا هم بايد سل په سل كي ومنو چي ډيري ناوړي اغيزي به يې نه يوازي زموږ پر اوسني نسل بلكي راتلونكو نسلونو هم پاته وي .
او زما په نظر زموږ لپاره تر دې لوى د غم ، اندېښنې او تراجيدۍ خبر بل نه سته ، كه زموږ خلګ په دې پوه نه سي چي ښوونځى وساتي او خپل اولادونه په علم روښانه كړي نو د دنيا او اخيرت لوى مسووليت به يې نه وي ادا كړى او د دنيا او اخيرت لويو عذابونو ته دي انتظار ولري .
قاري يوسف احمدي : د وسله والو طالبانو وياند
لومړى كه موږ او تاسي د طالب نامه ته ځير سو طالب معنٰى طلبوونكى د علم يا غوښتونكى د علم نو كله چي يو څوك د علم غوښتونكى وي د علم طلب كوي څرنګه كېدلاى سي چي هغه دي ښوونځى وسوځي يا دي ښوونكى ووژني نو زه دومره در ته ويلاى سم چي طالبان د علم دښمنان نه دي .
موږ نه تر اوسه كوم ښوونځى سوځلى دئ او نه به يې هم وسوځو ، دغه طالبان دي چي دا 1400 كاله يې علم پاللى او تر دې دمه يې را رسولى دئ .
كله چي ښوونځى وسوځل سي نو دولت وايي چي دا د دولت د مخالفينو كار دئ . پوښتنه دا ده چي ايا د دولت مخالفين يوازي او يوازي طالبان دي؟ او كنه په دولت كي دننه هم د دولت مخالفين شتون لري زه په دې اند يم چي په دولت كي دننه ځيني كړۍ د سياسي مخالفتونو پر بنياد د خپلو شخصي ګټو لپاره ښوونځى ته اور اچوي او وروسته وايي چي دا د دولت د مخالفينو كار وو ، تاسو به تر اوسه نه وي اورېدلي چي طالبانو دي د يوې ښوونځى د ورانولو مسووليت په غاړه اخيستى وي .
دا ډول ناوړه كړني په دولت كي دننه كړۍ كوي او د خپلو شخصي ګټو لپاره يې كوي هغوى مشكوك سړى وژني او وروسته يې پړه د طالبانو په غاړه اچوي حال دا چي هغه كار دوى د خپلو سياسي ګټو لپاره كړى وي .
نو زه دا وايم چي طالبانو نه ښوونځى سوځلى او نه به يې هم وسوځي هغوى په علم مين څوك دي .
او دا چي د ټولني پر راتلونكي به څه ډول ناوړه اغيزي وكړي دا زه اوس نه سم در ته ويلاى ځكه چي ما ته د ښوونځيو د تدريس نوعيت نه دئ معلوم .
استاد حيات الله رفيقي : د كندهار پوهنتون پخوانى ريس
موږ او تاسي بايد فكر وكړو چي اول د ښوونځى سوځل يا هغه ته ضرر رسول دا زه ګمان كوم چي په هر رژيم ، په هر ځاى ، په هر هيواد كي خصوصاً په اسلامي هيوادونو كي ښوونځى ،مسجد، او داسي نور تعليمي ټول ځايونه ډېر اهم دي او دا ډېر بد كار دئ علاوه پردې باندي چي بد كار دئ د اسلام له نظره ګناه هم لري . دا چي په افغانستان كي متاسفانه داسي موضوعات له اوس څخه نه دي پېښ سوي پخوا هم وو.كه موږ او تاسي فكر وكړو د تيرو رژيمونوپه وخت كي هم د ښوونځى سوځل يا تخريبول يا هغه ته مينونه ايښودل يا هغه له منځه وړل دا پخوا هم موجود وو. دلته زه فكر كوم چي د ښوونځى په ارتباط باندي چي څوك دغه ناوړه حركات كوي هغه يې سياست ته كشوي ، حال دا چي تعليم او تربيه په سياست پوري اړه نه لري تعليم او تربيه يو غيري طبقاطي پروسه ده چي د هيواد د سوكالۍ د ارتقا او د ځوانانو د علم د عرفان لپاره كار كوي خو متاسفانه چي په دغه رژيمونو كي چي دا راغلي دي هغو تعليم او تر بيه همېشه د خپل سياست اله ګرځولې ده .
هغوى غوښتي دي چي خپل سياسي موضوعات په تعليم او تر بيه كي ور داخل كړي او له دغي لاري څخه د دوى سياسي طرفداران په مكاتيبو ياپه پوهنتونونو كي ډير سي يا را جذب يې كړي . نو بل اړخ يې هغه ته متوجه كيږي هغه د دې پر ځاى باندي چي د هغه معنوي ارزښت يا د ټولني د بيهبود ارزښت ته متوجه سي متاسفانه هغه سوځي يا هغه تخريبوي . دغه كار چي دئ دا د دې معنٰى نه وركوي چي په دې كي به د ده مقابل طرف چي دى د هغه سره مبارزه لري ، د هغه سره سياسي لانجه لري يا د قدرت پر سر باندي لانجه ور سره لري زه ګمان كوم هغو ته به دومره تاوان و نه رسوي لكه اينده زموږ ټولني ته چي زموږ دغه ځوانان يا دغه د دې هيواد بچيان چي بايد په مكاتيبو كي په ښوونځيوكي په پوهنتونونوكي او داسي نورو ځايونو كي دي دا بايد موږ تربيه كړو او راتلونكي ته اوسنۍ بدبختي چي اوس يې موږ لرو هغه له افغانستان څخه لري كړو.خو متاسفانه هر څوك چي دا كار كوي هغه نه يوازي چي په اينده كي دا خلګو ته مسووليت لري د پوښتني بلكي دالله ج په وړاندي دقيامت په ورځ پوښتني ور څخه كيږي .
دا اوسنۍ بد بختۍ چي موږ او تاسي يې وينو دغه پخپله د تعليم او تربيې د نيمګړتيا او يا په پخوا كي كه موږ او تاسي وګورو د امير شيرعلي خان په دوره كي تعليم او تربيه افغانستان ته راغلې ده دمخه په افغانستان كي دغه عصري تعليم او تربيه لكه اوس چي موږ د ښوونځيو يا مكتبونو يا پوهنتونو په نامه پخوا نه وو موجود . په مساجيدو كي وه د مدرسو شكل يې هم په تاريخ كي نيولى دئ خو دغه شكل نه وركوي .
كوم وخت چي افغانستان ته تعليم او تربيه راغله افغانستان هم ځوانان پيداكړه بلاخره اماني دورې ته كه موږ او تاسي وګورو دغه حركات د تعليم او تربيې ښه جوت دي معلوم دي خو متاسفانه بيا هغه خلګ چي هغه د افغانستان د افتخار نظريې د دوى په نظر كي ښه نه ښكاره كېدې.متاسفانه د امان الله خان د دورې د سقوط باسبب سو له هغه راهيسي كه موږ او تاسي وګورو بيا تر ننه پوري څومختلف رژيمونه راغلي دي خو څرنګه چي ښايي متاسفانه په هغه اندازه د اوس په شمول ښووني او روزني ته فكر نه دئ سوي ځكه چي كه تعليم او تربيه په يو مملكت كي مخته ولاړه سي نو هغه مملكت حتماً پرمختګ كوي كه موږ او تاسي شاوخوا وګورو زموږ او ستاسي نژدې ګاونډي هيوادونو تر موږ ډېر وروسته آزادي اخيستې ده مګر زموږ او د دوى په تمدون كي زموږ او د دوى په صنعت كي زموږ او د دوى په پېشرفت كي تقريباً ډېر فرق راغلى دئ هغه په دې معنٰى چي هلته تعليم او تر بيه وهڅول سوه تعليم او تربيه مخته ولاړه نو كه په يو مملكت كي تعليم او تربيه مخته ولاړه سي طبعي خبره ده چي هغه مملكت به پرمختګ كوي .
4 Responses to “ستاسو په فكر ښوونځى څوك سوځي؟ او د ټولني پر راتلونكي څه ډول ناوړه اغېز كوي ؟”
طالبان خلكوته معلوم دي هغوي اوس ديني طالبان اودعلم تلاشكونكي نه بلكه دافغانانو دخوشحاليو دشمن او دشمالي انسان دشمنو غوندي دافغان ملت وزونكي دي
By gul bat on Nov 29, 2008
احمدي صيب دي واضحه كري جه قاديانيان ولي دده غوندي زانته احمديان وائي gul bat new delly
By gul bat on Nov 29, 2008
احمدي صيب دي واضحه كري جه قاديانيان ولي دده غوندي زانته احمديان وائي
By gul bat new delly on Nov 29, 2008
زما په فكر شوونحي هغه خوك ورانوي او سوحوي يي چي هغه ددي هيوادراتلونكي نه غواري او نه هم د خپل پچي روزل په دي هيواد كي كوي كه حوك شوونجي ورانوي لكه خپل كور ته چي اوراچوي دا معن نه ده چي زه سپق په دي شونحي كي نه وايم نو سوحوم يي اصلا ته حوك اودا خلك حوك دي ؟ كه چيري هرهغه انسان او مسلمان دشوونحيو په ترلو او يا سووحولو خوشحاله وي نو دي دي پيا داكتر اوانجينر ته هم ضرورت نه لري دي دي كالي او له پمونو او توپكو خخه دي كار نه اخلي دي دي په توره له نورو هيوادونو سره وه جنكيزي د وسلوالو طالپانو وياند له ماسره په يوه مركه كي ويلي وو چي زه او زما ملكري د علم دشمنان نه دي هغه وايي چي هغه يي دوستان دي خوديري خلګ د سوونحو سوحول زموز او ستاسي ددشمنانو كارپولي خو هيله او د قران په روي سره هغه ته وايم چي نوره دشمني مه راسره كوي موز اوس له علمه اقتصاد پيارغوني او هر خه خخه خلاص يو
ستاسو نه د لوي ومهرپانه خداي توفيق غوارم ترخو په سيمه كي د خپلو شوونحيو اهميت او علميت ته حيرشي
مننه
By صفت الله ذاهدي on Dec 30, 2008