Touch game
October 3, 2008 – 11:49 amليكنه : استاد نوراحمد قرانمل
د تدريسي روشونو او اهدافو د ترسره كېدو لپاره له نړيوالو تعليمي پروسو څخه د ښوونځيو،پوهنتونو،ديني مدارسو او نورو تعليمي موسيساتو ښوونكي بېلابېل فعاليتونه تر سره كوي استاد محوري ، شاګرد محوري روشونه دواړه پر خپلو ځايونو ټاكلي پايلي لري د دې روشونو تر څنګ ځيني نور تدريسي فعاليتونه هم سته چي بايدګټه ور څخه پورته سي البته چي ځيني فعاليتونه لكه لكچر (نوټ)وړاندي كول ، كتاب له مخي لوست،لوستيز تكرار په ماضي او فعلي شرايطو كي د يادوني وړ دي
يا تعليمي پروسه كي نژدې ۱۸ ډوله تدريسي فعاليتونه موجود Education په معاصر
دي چي د سالمي زده كړي د تر لاسه كولو او د سالم تدريس د پلي كولو لپاره په كار وړل كېږي
)Touch gameد پورته يادو سوو درسي فعاليتونو يا تدريسي مېتودونو څخه يو هم د(
Direct communicationاصطلاح ده چي په كار وړل كېږي دا لوبه چي د مستقيمو تفاهماتويا
Touch game له لاري تر سره كېږي يو استراليايي ميتود دى چي د
نوم يې ورته غوره كړيدى سره تر دې چي دې ته ورته ځيني تدريسي موثر افغاني مېتودونه موږ لرو چي لا يې تر اوسه نړيوال توب نه دى اخيستى .
په مېتودونو كي د استاد او زده كوونكو تر منځ نېغ په نېغه اړيكه قايميږي په دې مېتود كي د پيغام څلور اړخونه په پاخه ډول تر سره كيږي زده كوونكي د ساينسي علومو په پرتله په اجتماعي زده كړه كي ښه لاسته راوړنه درلوداى سي ځكه چي په دې مېتود كي هر زده كوونكي ته بېل د درس مفهوم په خلصه توګه رسيږي په مستقيم ډول هر زده كوونكى اړ كېږي چي په دقيق ډول د خپل متكلم خبره واوري او هغه بيا په كټ مټ بل standard زده كوونكي ته نقل كړي دا فعاليت چي كله تر سره كېږي كه په ټولګۍ كي۴۰ تنه ناست وي او يوه منځنۍ جمله چي ده يوي ليكني په امتداد پر كار ولوېږي د ترسره كېدو لپاره د تدريسي ساعت ۲۳% وخت لګيږي د دې تدريسي فعاليت اجرا په لاندي ډول ده
استاد د درس خلص مطلب په دوو جملو كي د ټولګى اول نمره زده كوونكي ته پټ په غوږ كي وايي اول نمره زده كوونكى يې دوهم نمره هغه يې دريم نمره داغسي تر پايه يې ټول زده كوونكي په لين سره پټ په غوږ كي يوه او بل ته وايي تر څو د ټولګۍ وروستني زده كوونكي ته نوبت رسيږي وروستني زده كوونكي چي كوم پيغام د خپل اړخ له زده كوونكي څخه اخيستي وي پر توره تخته يي د ټولګۍ په مخ كي ليكي
وروسته استاد خپل پيغام چي په لمړي سر كي يې لمړي زده كوونكي ته وركړي وي هم پر توره تخته ليكي كه د درانه استاد د مطلب جمله او د وروستني زده كوونكي جمله په مفهوم سره يو شانته وه نو استاد په برياليتوب سره خپل ساعتيز تدريس پلي كړي او زده كوونكو په پوره ډول ګټه ځيني پورته كړېده او كه داسي نه وه استاد كولاي سي چي د پلان تدريس موضوع له سره پلي كړي