د زړه فرياد

October 3, 2008 – 11:51 am

چلوونكې : سليمه (قيام)

 

 د  ښوونځى مجلې ګرانو او محترمو لوستونكو سلامونه او نيكي هيلي مو ومنى دا دى تر يو نوي عنوان

لاندي چي د زړه فرياد نوميږي ستاسو محترمو لوستونكو په چوپړ كي يو د دې ګڼي د زړه فرياد مو يوه داسي چا ته ځانګړى كړى چي پر ځوانو هيلو او اميدونو يې داسي خزان راغلى چي د سپرلي دروازه يې تل تر تله د دې بڼ پر مخ وتړله ستاسي پام را ګرځوو د دې كړيدلي او  ځورېدلي زړه فرياد ته دا خور بي بي امينه ده چي اوس د كندهار ولايت په يوه ښوونځي كي د يو خدمتګاري په حيث دنده سر ته رسوي د بي بي امينې د ژوند رښتينې كيسه يا د ژوند پيل په دې توګه دى :

بي بي امينه په كندهار ښار كي ۳۵ كاله وړاندي د ډنډ په ولسوالۍ كي زېږېدلې ده كورنۍ يې د يو شمېر ستونزو  له امله كابل ته كډه وكړه امينې هلته زده كړي پيل كړې امينې له كوچنيوالي څخه يوه هيله درلودل هغه دا چي ډاكټره كيږي به دې به هميشه ويل چي غواړم ډاكټره سم امينه په ښوونځى كي د لايقو انجونو څخه وه او په ټولګى كي هم د ښو اخلاقو سره سره د لمړي صنف څخه شروع بيا تر پنځم ټولګى پوري عمومي اول نومره وه د امينې كورنۍ يوه غريبه كورنۍ وه پلار يې د كابل په ښاروالي كي مامور وو او نور كوم څوك يې نه درلودل امينې به ټوله شپه درس وايه خو د ښوونځى لپاره يې قرطاسيه نه درلودل امينې به پلار ته ويل پلاره ماته ولي كتابچه او قلم نه رانيسې؟ پلار به يې د ښاروالۍ زړې ورقي سره يو ځاى كولې او د دې لپاره به يې كتابچه جوړول امينه وايي د مكتب تر پنځم ټولګى پوري مي داسي ورځ نه په ياديږي چي ما دي په قلم ليك كړى وي پنسل مي تر هغه مهاله استعمالاوه چي ټوله به خلاص سو د كرايې په كور كي اوسېدلو هره ورځ به مو د يوه ځايه څخه بل ځاى ته كډه كوله امينې د زده كړي سره بې كچي مينه وه خو افسوس چي د كابل ښار د ورانۍ پر مهال د زياتو مېرمنو په څېر د امينې هيلي هم له خاورو سره خاوري سوې ښوونځي وتړل سوه دا هغه مهال په شپږم صنف كي وه حالت ورځ په ورځ خرابېدى د دوى ژوند ډير تريخ سو پلار يې له دندي لاس په سر سو دوى مجبور سول چي ګاوندي هيواد پاكستان ته كډه وكړي امينې له خپل وطن څخه د تللو پر مهال په لپو لپو اوښكي تويولې ، دوى پاكستان ته كډه وكړل هلته له يوې خوا مهاجرت له بلي خوا پردى هيواد، لويه ستونزه دا وه چي پلار يې بېكاره وو او دوى د كرايې په كور كي ژوند كاوه د امينې مور مجبوره سوه چي كار وكړي د امينې مور به د خلګو په كور كي كار كاوه لكه كالي پرېولل د اوړيو شنل او داسي نور….

امينې چي به انجوني او هلكان ليدل چي ښوونځى ته ځي ډېره په ځوريدل او ډېر به يې ژړل خو هيڅ لاس ته نه ور تلل امينې له خپلي كورنۍ سره پوره دوه كاله په پاكستان كي تېر كړل هغه وخت امينه د ځواني مرحلې ته رسېدلې وه مور يې هم ناروغه وه د دوى ګذاره  ډيره سخته سوله  دوى مجبوره سوله چي بيرته افغانستان ته ولاړ سي او دوى له پاكستان څخه د افغانستان په لور را روان سول او د كندهار ولايت ته راغله په كندهار كي هم حالت ښه نه وو پلار يي بيكاره وو.

د خلګو دې خبرو چي ګواكي پېغله لور دي په كور كي ناسته ده ولي يې نه ور كوي په زيات ولور يې وركړه كاروبار په شروع كړه لور خو د همدې ورځي لپاره پيداسوې ده پېغله لوردي په كور كي زړه كړه د هغې پر پلار زياته اغېزه كړې وه له كورني مشكلاتو او د خلګو له خبرو څخه تر پزي راغلى وو هغه وو چي امينه يې د زياتو پيسو په بدل كي يوه جنګ سالار او نالوستي چا ته وركړه .

له يوې خوا خو يې خاوند ډېر ظالم او ستمكاره انسان وو او له بلي خوا يې ډيري ناوړه كړني كولې .

امينه واده سول هغې  خپلي كومي ارزوګاني چي په زړه كي يې درلودې په خپل زړه كي يې دفن كړې او د هيلو پسرلى يې د هميش لپاره خزان سو نور به لمر خپلي زريني وړانګې هيڅكله هم د هغې لور ته و نه غوړوي . په زړه كي يې نور د غم ساحل څپې وهلې دا خو د دې غم او د واده نه وروسته يې كه د كور په كارونو كي ستونزه درلوده خواښي به يې مخ پر راواړه او تل به يې په پيغور كي ور ته ويل د څه لپاره مو را وستلې يې ته خو د كار هم نه يې پلار دي پرموږ خرڅه كړي يې كار خو سم وكړه كنه په خاوند به دي غبرګ غاښونه در وباسم دا خو د كور ستونزي وې چي امينه ور سره لاس او ګرېوان وه. له بلي خوا يې خاوند ډيرظالم وو او كله چي به كور ته راغلى ناحقه به يې بهانې كولې دومره به يې ووهله چي پرلاري به نه سواى تلاى خاوند به يې تل ور ته ويل ته خو كابلۍ انجلۍ يې په كابل كي دي خداى خبر څه كول . دامينې خواري ژوند همداسي تېرېده.

وختونه همداسي تېرېدل د امينې، درې څلور اولادونه پيداسول خاوند يې بيكاره بې روزګاره انسان وو هغه اوس هيروين څكوي اوس خو هغه له خپله ځانه هم نه دى خبر او.

د امينې ارزوګاني او اميدونه د غمونو په سيند كي لاهو سول ، د امينې خاوند كار نه كاوه دوى د فيقرانو په څېر ژوند كاوه. د خپلو اولادونو د ژوندي ساتلو لپاره څه وخت امينې د خلګو په كور كي كار وكړى خو د ژوند د مشكلاتو سره مخامخ سول چي ګذاره يې نه كيدل بلاخره مجبوره سوه چي يو ځاى كار.

دكار په لټه كي وه چي يوه ورځ يې خپله همصنفي نجيبه وليده چي اوسمهال د كندهار په يو ښځينه ښوونځى كي د ښوونكې په توګه دنده سر ته رسوي د خپلي ملګري په ليدو سره ډېره خوشحاله سول او ډېر يې ور ته وژړل خپل د تېر ژوند ټوله كيسه يې ور ته وكړل .

نجيبې د امينې سره د مرستي په خاطر هغه د ځان سره ښوونځى ته بوتله چي هلته د يوې كارګري په صفت دنده اجرا كړي اوس امينه په همهغه ښوونځى كي كار كوي او تل افسوس كوي او وايي : كه مي قسمت نه واى خراب او پلار مي راسره جفا نه واى كړې اوس به زه هم يوه ښوونكې واى ، خپلو ارزوګانواو هيلو ته به رسېدلې واى هغه وايي چي خپل اولادونه به حتماً ښوونځى ته داخلوي ، زده كړه به په كوي او دومره جفا چي له دې سره سوې ده هيڅكله به يې له خپلو اولادونو سره و نه كړي د اولادونو ژوند به نه بربادوي.

دا وه زموږ د دې خور د ژوند حقيقي كيسه د ټولو كورنيو څخه هيله لروچي خپل د اولادونو ژوند په خپل لاس برباد نه كړي د هغوى د راتلونكي ژوند په هكله لږ څه فكر.

د ښوونځى مجلې خوږو لوستونكو تر بلي ګڼي پوري چي بيا يوه خوركۍ د خپل ژوند رښتېنې كيسه را ته كوي او د هغې خور د زړه فرياد اورو تاسي پر لايزال خداى ج سپارو.

 

 

Post a Comment