دمشرقي ليسې زده كوونكي اوښوونكي د ټولګيو او كتابونو د نه شتون او ګڼ شمېر نورو ستونزو څخه سر ټكوي!!
October 16, 2008 – 11:53 amګذارش : ارغند
مشرقي ليسه چي د كندهار ښارد ښكار پر دروازې د څلور لاري ختيځ پلو ته موقيعت لري كلونه،كلونه يې كيږي چي دې كړېدلي او جګړه ځپلي ولس او هيواد ته يې په زرګونو تنه فارغين وركړي دي .اوسمهال په كښي په زرګونه تنه زده كوونكي زده كړه كوي. د دې ليسې يو تن زده كوونكي عصمت الله بهير د درس پر مهال د ګڼو ستونزو په اړه را ته وويل: لومړۍ ستونزه مو د جوړو او د درس ويلو لپاره د اماده ټولګيو نه شتون دى ځكه په ژمي را باندي ټول يخ تيريږي چه په صورت كي يې ډير زده كوونكي د درس ويلو ته زړه نه ښه كوي او بله لويه ستونزه مو د يو شمېر كتابونو نشتوالى دى ټول تعليمي كال تير سي خو موږ ته د اړوندي ټولګى كتاب و نه رسيږي .دغه راز يو بل تن زده كوونكي محمدالدين را ته وويل:
زموږ ښونځۍ له ډيرو كړاوونو سره لاس او ګرېوان ده لكه د ټولګيو نه شتون ،د كتابونو نه شتون او د مسلكي ښوونكو نشتوالى. نوموړي زياته كړه چي كله په ژمي كي باران اوري او د ښار په ځينو چټلو چريوكي د باران اوبه راسي نو هغه د ښوونځى په منځ كي ودريږي دا چي زموږ په مكتب كي درسي اوطاقونه كم دي د پوهني رياست را ته څو داني خېمې را كړي دي. دغه اوبه خېمو ته پورته سي چي په صورت كي يې زده كوونكي درې يا څلور ورځي د زده كړي څخه پاته سي.محمدالدين په ټينګار سره وويل چي دغه مشكلات د ليسې مدير په سترګو ويني بيا يې هم څه نه دي كړي.او بل موږ په مكتب كي لابراتوار لروخو ښوونكو تر دا مهاله موږ نه يو وروستلي.يو بل تن صبور احمد چي د همدې ليسې زده كوونكى دى له مدير څخه په دې خوښ ووچي د ده په وينا نظم يې را وستلى دى او تل را باندي پوښتنه كوي ترقي تعليم امضاء كوي .خو نورو ستونزو ته يې بيا هيڅ پام نه دى كړى،اول زموږ ټولګى دروازې نه لري، چوكۍ يې ماتي دي ،كلكينان يې مات دي او توره تخته خو بيخي له لويه سره نه لرو. مدير صاحب يې بايد غم وخوري ځكه دا د ده دنده ده.
كله چي مي دا ستونزي د همدې ليسې له مديرحسام الدين آغا سره شريكي كړې هغه وويل: موږ څو،څو ځله د پوهني رياست ته مراجعه كړې ده او په وار وارومو د دوى ستونزي ور ته بيان كړي دي.خوتر دا مهاله يې څه خبر نه سته .
يو تن ښوونكي عبدالكبير هم ورته ستونزي په ګوته كړې او له مدير څخه يې په دې سرټكوئ چي ډېرى وختونه په ښوونځى كي نه وي ځكه په موسيسو او نورو ځايونو كي شخصي كار كوي ، همدارنګه يو بل تن ښوونكي هم د مدير له دي كاره سر ټكاوه او هغه يې ګرم باله چه پر مديريت سربېره په موسيسوكي كار هم كوي.
د دوى په اند كه مدير صاحب يوازي په ښوونځى كي بوخت واى ښايي چي مشرقي ليسه به دې حال ته نه واى رسېدلې .كله چي مي دا ستونزه د يادي سوي ليسې د مدير مخي ته كښيښودل.هغه په دې اړه له خبروكولوڅخه ډډه وكړه او خبرو كولو ته حاضرنه سو.
د دې ليسه د A.E.F په څانګه كي هم په زرګونه تنه هلكان او نجوني زده كړي كوي چي تر دا مهاله يې په سلګونه تنه زده كوونكي له بېلابيلو انګليسي،كمپيوټر،تجويد،او قرائت په برخو كي وخت ناوخته فارغه كړي دي .د دې كورس مسوول رحمت الله را ته وويل چي : موږ په خپلو چارو كي تر دا مهاله بريالي يو ځكه مدير را سره مرسته كوي . نوموړي زياته كړه :چه په دې ښوونځى كي شاوخوا(۳۰۰۰) تنه هلكان او۵۰۰ تنه نجوني زده كړي كوي چي له هغوى څخه يې زيات شمېر په دې كورس كي برخه اخلي او په ډېره لېوالتيا سره يې تعقيبوي .
يوه بله ستونزه چي د دې ښوونځى ښوونكو درلوده هغه د معاش لږوالى وو چي د دوى له انده په دې سره ورځنۍ چاري نه تر سره كيږي. كله چي مي په دې اړه هم له مدير سره خبره شريكه كړه.ده وويل: دا ستونزه يوازي په مشرقي ليسه يا كندهار كښي نه ده بلكي ټول افغانستان ور سره لاس او ګرېوان دى.ده وويل چي ما د پوهني رياست ته د دې تر څنګ د ښوونځى د بيارغوني پيشنهاد څو ځله كړى دى د پوهني اړوند استازي راسي ښوونځى وګوري او بيرته ولاړ سي څنګه چه ته نه يې په خبر موږ هم نه يو په خبرچي څه سي . حسام الدين آغا زياته كړه چي زه هر وخت د دې زده كوونكو غم خورم او اواز يې تر اړونده مسوولينو وړم خو هغوى پرې هيڅ سر نه ګرځوي او يا ښايي امكانات و نه لري چه مكتب را ته له سره ودان كړي .ده وويل كله چي باران شروع سي له بامه د اوبو څاڅكي د ټولګيو په منځ كي نښلي. بخارۍ به ور ته څه ګټه ورسوي كه چيري بخارۍ ولګوو د سوځېدو مواد هم په پراخه كچه نه وي .
د يادوني وړ ده چي د كندهار په ښار كي يو شمېر داسي نوري ښوونځى هم تر سترګو كيږي چه پر زده كوونكو يې د ژمي يخ او د دوبي سخته ګرمى تيريږي. ددې پر ځاى چي هلك څه زده كړي د ناروغيو يا له مرګ سره مخ كيږي.
د كندهار په ځينو ولسواليو كي خو ګردسره رسمي ښوونځى شتون نه لري .
په دې هيله سره چي اړونده چارواكي د دوى غم وخوري تر څو يو پرمختللى افغانستان ولرو.
One Response to “دمشرقي ليسې زده كوونكي اوښوونكي د ټولګيو او كتابونو د نه شتون او ګڼ شمېر نورو ستونزو څخه سر ټكوي!!”
محتر مو دو ستا نو سلا م، که و کو لا ی سی چه د د مشر قی لیسی د د غه پو ر تنی مشکلا تو عکسو نه و ا خلی ،د لا ر ا و بر ا و یا د بینو ا و یپپا نی ته ئ و ر کر ی،ممکین د و طن په د رد درد من سو ک پید ا سی او کو مک یا یو ه د حل بله کو مه لا ره و لتو ل شی ، پد ر نا و ی .ا حمد شاه جر منی،
By Ahmad Schah on Oct 27, 2008