د هيواد په بيا ابادولو كي د ښځو ونډه

February 14, 2009 – 11:36 am

ليكنه : عبدالتواب هلمند

ښځه د يوې ټولني د وګړو نيمايي برخه جوړوي څرنګه چي د ټولني د ارزښتونو د پرمخ بېولو لپاره د نارينه وو كار او  هڅو ته اړتيا د ه په همدې توګه د ښځي هلي ځلي  او كوښښ هم د نوموړي كار هغه تكميلي پړاو دى چي پرته د هغه څخه د بشپړي نېكمرغۍ  پوړيو ته د تولني د وګړو رسيدل ممكن نه دي څرنګه چي قرانكريم ښځه د نارينه لباس او پسولل بللي دي په همدي توګه يي نارينه د ښځي لباس اود تن جامه بللي ده البته په  دي معني چي د ژوند په تولو چارو كي د يو بل ملګري او بهترين همكار دي د ګډ ژوند د سمسور بڼ د پالولو او بڼوالى چاري پرمخ وړي چي د بڼ غولى په رنګار نګ ګلونو ښايسته وني او څانګي يې په داسي ښكلو او خوږو ميوو كي پټي سي چي هريو بيل رنګ او خوند ولري نن سبا سره له دي چي  لا تر اوسه مو د ستونزوو او ناخوالو ځيني توري بلاوي د ملي ارزښتونو د پيمال كولو په لټه كي دي خو داسي ډيري ځواني او نوي هيلي په غوړيدو دي

چي دلوى خداى ج په مرسته او مدد به نور نو د غمونو دردونو او اهونو ځاى خوښي ښكلا او دابادۍ رڼا ګاني نىسي

او زموږ هيواد به هم دپرمختًګ  پرلاره قدم ږدي البته د نوموړي كار لپاره د افغانستان هر وګړي كه نروي او كه ښځه بايد د همت او كار قوي مټي راونغاړي او د خپل هاند او استعداد په دايره كي خپلو هڅو ته د عمل جامه ورواغوندي  افغاني قهرماني ښځي  دهيواد په بيا ابادولو كي لاندي مسوليتونه او دندي سرته رسولى سي

لمړى : د ماشوم ښه روزنه او پالنه :- ماشوم د ټولني هغه قيمتي توليد دي چي روزنه او پالنه يي  د ښي تولني روزل او پالل ګڼل كيږې همدغه ماشوم دى چي ټولنه پري ښه ښكاري او د هغي په تهذيب اخلاقو دودونواو كلچر كي ښكاره ونډه لري بلكي همدا ماشوم دي چي د سبا ورځي ټول مسوليت ده ته سپارل كيږي نو د ماشو م نيكه روزنه او ښه تربيه د ټولني ښكلا او هغه اساسي بنسټ دى چي انساني تولنه د نيك مرغه ژوند د لمړي پړاو په پوړيو كي ورسره مخ كيږي

دوهم : د كور ښكلا او پاكوالى ښځه د كور د ښايستونو رڼا او د نوموړي رڼا هغه وړانګه ده چي په خپل خداى پاك وركړي كمال سره نورو ته د ژوند لاره ښايسته او روښانه ساتي  ښكلي منظم پاك او سپيڅلى كور او د هغه ښايسته ماحول د يوې ښي ټولني په جوړولو كي د دويم ګام  په توګه  يادولى سو كه كور پاك منظم او ښايسته وي په هغه كي  موجود افراد د همداسي ښو صفتونو درلودونكي روزل كيږي  نو هغه به هم هيڅكله د ژوند تر پايه ناپاكه او ګډ وډ كار او ژوند خوښ نه كړي  او دټولني د ښيرازى او جوړولو لپاره به د منظمو او اساسي بنسټونو څخه كار اخلي

دريم : دپوهني او روزني په ډګر كي :- مبالغه به نه وي كه وويل سي چي دپوهني او روزني په ډګر كي ښځي تر نارينه وو زيات مسوليت لري ځكه چي نارينه اكثره په كورنه وي او ښځه د خپلو ماشومانو سره زيات وخت په كور كي تيروي نو د خپلو اولادونو ښه توجه كول او هغوى خپل ،مسوليتونو او كورنۍ وظيفي ته رابلل  او توجه كول د ميندو كار دى همدارنګه د ښو ښځينه ښوونكو شتوالي د كوچينيانو او ښځينه زده كوونكو لپاره تر نارينه وو ډېر اغيز من د ي او هغوى كولاى سي چي زده كړي د ټولګي په ماحول كي كوچني او ښحينه زده كوونكي د پوهي په ښكلا تر نارينه وو ښه سمبال كړي .

څلرم :- د جګړي څخه د كركي څرګندول :- په اوس مهال كي چي زموږ د هيواد او وګړي د جګړو او ورانيو څخه د وتلو په يوه نوي پړاو كي دي او زياتي هيلي يې سترګو ته كيږي چي نور به كه خداى كول د ورانيو دا ټغر ټوليږي او ځاى به يې روغي او بيا ابادولو ته خوشي كوي خو بيا هم تراوسه پوري لوى او وړي جګړه ماري ډلي سته دي او د هيواد په لويو لويو سياسي پوځي او ټولنيزو ستراتيژيكو موفقيتونو كي منګولي لګوي چي البته د هغوى له لاسونو څخه د نوموړو موفقيتونو لاس ته راوړل به ستونزي  او وخت وغواړي خو ددي لپاره چي د افغانستان د ځوريدلي اولس ښځو د بيا ابادى په لاره كي خپله ونډه ترسره كړي وي .اړينه بريښي چي هغوى خپل خاوندان او زامن د جګړي ،جبهي او ګروپونو ته د تګ او شموليت څخه منع كړي او د هغوى په ذهن كي د هيواد د سالمي ټولني د جوړولو پرلور د ګڼو افكاروردننه كړي .

پنځم :-د روغتيا په ډګر كي :- ښځه كولاى سي چي د افغاني سالمي ټولني د سمونتيا په لاره كي د خپلو اولادونو  په مادي  او معنوي روغتيا سره لويه ونډه ولري هغه ښځي چي روغتيايي زده كړي نلري خو دخپلو اولادونو د پاك ساتلو او پاملرني له كبله په دي لاره كي ګتور دي مرستي كولاي سي

او هغه ښځي چي روغتيايي زد كړي يي پاي ته رسولي دي  د افغاني كلتور د اصلي روښانه ماهيت په عملي كولو سره دخپلو هڅو ته تر هرڅه لمړى د هيواد او د وګړو د روغتيا په هكله پاملرنه بايد وكړي او ټولنه له ناروغتيا څخه وژغوري  او پخپله د ښځود روغتيا  مسوليت پخپل لاس كي واخلي

Post a Comment