د هلمند دمعارف له ريس شير اقا (صافي) سره د ښوونځى مجلې مركه
February 14, 2009 – 11:42 amكه چيري په هلمند كي درې عمده ستونزي حل سي نود معارف وضعه به ښه سي .
د هلمند دمعارف له ريس شير اقا (صافي) سره د ښوونځى مجلې مركه
ده تر څو پوري موږ خبر سوچي په هلمند ولايت كي د زده كوونكو او معارف وضعه معلومه سي چي څه حال دى
۱سوال : ريس صاحب كه راته وواياست په هلمند كي دا مهال څومره ښوونځى فعاله دي او څومره يي تړل سوي دي ؟
جواب :په هلمند كي له ۲۳۹ ښوونځيو څخه دا مهال په هلمند ولايت كي ۵۹ ښوونځى فعاله دي او د ۱۳۸۴ كال څخه بيا تر ۱۳۸۷ كال پوري خپله په لښكرګاه ښار كي هم يوولس ښوونځى تړل سوي دي چي دا دځينو امنيتي ستونزو له امله تړل سوي دي چي د هغوى له جملې څخه يې دا مهال څو ښوونځى فعاله سوي دي په تېرو نيژدي راتلونكي وختونو كي به نوري ښوونځى هم فعاله سي موږد قومي مشرانواوسپين ږيرو په هكله غواړو د ځيني ولسواليو تړل سوي ښوونځى هم بيرته د زده كوونكو پر مخ خلاصي كړو
۲سوال : په ګرمسېر او موسى قلعه ولسواليو كي ايا ښوونځى فعاله دي او كه يا؟
جواب : هو په ګرمسېر ولسوالۍ كي د ا مهال درې ښوونځى فعاله دي چي د هلمند والي محمد ګلاب منګل هم خپله د هغو ښوونځيو څخه ليدنه كړي ده او په موسى قلعه ولسوالۍ كي هم يوه ليسه او څو ښوونځى فعاله دي چي ډېرى زده كوونكي ورته راځي شمېر يې نسته راڅخه
۳سوال : پخوا د هلمند معارف څومره زده كوونكي درلودله او اوس څومره زده كوونكي سته كه يې دقيقه شمېره راته وواياست ؟
جواب : په نوروكلونو كي د هلمند ولايت چي ښوونځى فعاله وي ټول زده كوونكي (۱۱۰۰۰۰) تنه وه چي دا مهال په هلمند كي اوس (۵۴۱۰۴ ) تنه زده كوونكي لرو او نور زده كوونكي دا مهال له تعليم څخه بې برخي سوي دي خو د هغوى لپاره هم كوښښونه روان دي
۴سوال : په هلمند كي د نا امنيو سربېره خو استادان او ښوونكي هم وژل سوي دي ددې شمېره څو ته رسېدلى دى ؟
جواب : په هلمند كي ۲۱ تنه شهيدان موږ لرو چي د هغوى له جملې څخه يې استادان مديران ملازمين او د معارف درياست كاركونكي هم شامل دي
۵سوال : په هلمند كي څومره ښوونځى جوړي سوي دي څو يى په خامه ډول او څو يې په پاخه ډول دي ؟
جواب : په هلمند كي دا مهال چي كومي ښوونځى سته د هغو له جملې څخه يې ۶۶ ښوونځىاني په پاخه او اساسي ډول جوړي سوي دي چي دامريكا دمتحده ايلاتو او ډينمارك هيواد له خوا څخه هم دلته ځيني ښوونځىاني جوړي سوي دي او ۱۴ ښوونځياني چي دي هغه په خامه ډول دي چي ددوى له پاره تر اوسه پوري كوم ډول پلان نه دى نيول سوى خو هغه هم زه اميد لرم چي په نيژدې راتلونكي وختونو كي به جوړي سي دغه ښوونځىاني به هم په پاخه ډول سره جوړي كړو او له دې څخه يې ۱۶۴ ښوونځىاني تعمير نه لري چي زده كوونكي يې دا مهال په خيمو كي درس وايي زه هم هيله لرم چي دافغانستان اسلامي دولت به ددوى لپاره هم ښوونځياني جوړي كړي
۶سوال : څومره استاداني لرى ښځينه او څومره نارينه ښوونكي لرى ؟
جواب : موږپه هلمند ولايت كي بيا هم ډيري ښځينه ښوونكي لرو ډير خوشحاله يو د۲۶۸تنه ښځينه ښوونكي لرو په هلمند كي او نارينه ښوونكي چي دي دهغو شمېره هم ۱۳۰۰ تنو ته رسيږي
۷سوال: تاسي د نورو هغه ماشومانو لپاره چي بې سرپرسته او يا يې عمرډير وي د هغوى لپاره څه تدابير لرى ؟
جواب : په هلمند كي موږ د ټولو هغه ماشومانو او يا نورو زده كوونكو او يا چي غواړي زده كړه وكړي نو د هغوى لپاره موږ د سواد زده كړي كورسونه داير كړي دي چي ښځينه او نارينه زده كوونكي كولاى سي چي زده كړه وكړي په هلمند كي يوازي ۲۷۶ د سواد يا حياتي زده كړو كورسونه لرو چي ډيرى ماشومان او ښځينه زده كوونكي هلته زده كړه كوي دوى سره څه مرسته د نړيوال خوراكي سازمان له خوا كيږي چي دوى ۲۷۶ نارينه او ښځينه استاداني هم لري
۸سوال : په هلمند كي دځينو ښوونځيو بنسټ خراب سوي دى او ځيني سوځېدلي دي ولي؟او تاسي به په دغو ښوونځيوكي دبيا لپاره څه وكړى ؟
جواب : رشتيا هم په هلمند كي لكه په نادعلي او مرجې ولسواليو كي وسلوالويوڅو ښوونځى نړولي او په ناوه او نورو ولسواليو كي د ځينو ښوونځيو ځيني برخي سوځولي دي موږ كوښښ كوو چي په هلمندكي به بيرته دغه ښوونځى فعاله او چي كومي برخي يې سوځيدلي دي هغه به جوړي او سمي كړو تر څو هلمندي ځوانان بيرته د معارف لوري ته موخه وكړي او هلمند د تركى په لوري ولاړسي
۱۰سوال : دهلمند د معارف وضعه ولي خرابه سوي ده او دا چا خرابه كړي ده اصلي لامل يي په څه كي دى ؟
جواب : په هلمند كي لكه څرنګه چي تاسي خبر هم ياست د هلمند معارف وضعه دا څو مهمو شيانو د معارف وضعه ټيټه رايستلې ده چي هغه دهلمند والي ګلاب منګل هم ورسره په مبارزه كي دى چي هغه په هلمند كي د هلمند لوي او پراخ سرحد خلاص دى چي دغه سرحد د هلمند امنيت او دهلمند دمعارف وضعه او دبيا رغوني كارونو ته يې زيان رسولى دى زه هيله لرم كه چيري دغه دپاكستان او افغانستان سرحد وه تړل سي او په دغه سرحد باندي ملي پوليس او اردو واچول سي نو په هلمند كي به د معارف وضعه ښه سي او همدارنګه كوكنار هم د هلمندد معارف وضعه خرابه كړې ده
كه چيري لو ى او پراخ سرحد وه تړل سي نو زه مطمين يم چي په هلمند كي به د معارف وضعه د هيواد په سطحه دلته ډيره ښه وي او تكړه زده كوونكي به هم دلته وي څو عمر وړاندي تاسي خبرياست چي د هلمند يوه تن زده كوونكي د كانكور په ازمويني كي لمړى درجه بريالى سوي وو چي هغه د هلمند ولايت د كجكي ولسوالي اوسيدونكي وو
۱۱سوال : كه داخيرنى پوښتني په جواب كي راته وواياست چي تاسي څه احساس كوى چي د معارف دريس په توګه دلته كاركوى ځوانانو او خلګو ته مو څه پيغام دى چي تر هغو پوري ور ورسيږي ؟
جواب : زه ډير خوشحاله يم چي په هلمند ولايت كي دنده ترسره كوم او هيله لرم چي دهلمند ټول ځوانان به د معارف رياست په برخه كي ښه كارونه وكړي ښه زده كړي به و لري او په ټولو هغو كرونده ګرو او سپين ږيرو او قومي مشرانو باندي ږغ كوم چي د هلمند په ولايت كي د كوكنارو پر ځاى غنم وكري ا و هم دي د هلمند ولايت د معارف له رياست سره تل همكار و اوسي قومي سپين ږيري او مشران دي خپل دسيمي ټولي تړل سوي ښوونځى د زده كوونكو پر مخ پرانيزي زه هيله او غوښتنه كوم چي موږ له دوى سره هرراز همكارۍ ته حاضر يو او له دوى سره مرسته كوو كه چيري ښوونځى ددوى په سيمه كي خلا صي وي نو ددوى بچيان به دسبا ورځي ښوونكي او ددې جامعې همكاره وي هيله يو ځل بيا ځيني كوم چي دوى دي تړل سوي ښوونځى پخپل سيمي كي خلاصي كړي تر څو زده كوونكي پكښي زده كړه و كړي
ښاغلى دمعارف ريس شيراقا صافى ستاسوڅخه مننه چي دښوونځى مجلې دپاره مو راسره مركه وكړه