د مطالعې لپاره څونه وخت وټاكو؟
February 14, 2009 – 11:47 amليكواله : ډېوه همت
مطالعه رښتيا هم چي د روح غذا ده نن مهال ټولي نړۍ ته څركنده ده چي پرته له مطالعې څخه هيڅ علم نه بشپړيږي . د علم د تر لاسه كولو تر څنګ مطالعه ډېره اړينه ده ، ځكه پرته له مطالعې څخه علم نيمګړى پاته كيږي . موږ او تاسي بايد په دې و پوهيږو چي د مطالعي لپاره څونه وخت و ټاكو . ځيني كسان د مطالعې لپاره ډېر وخت ټاكي ، خو ځني نور داسي كسان هم سته چي د مطالعې لپاره هيڅ وخت هم نه باسي او پرته له مطالعي زده كړي كوي مطالعه كول د هر انسان لپاره اړينه ده ، خو په ځانګړي توګه د متعليمينو ، محصلينو او ښوونكو لپاره بيا بيخي ډيره اړينه ده .
اوس موږ راځو دي خبري ته چي د مطالعې لپاره څونه وخت ټاكلو ته اړتيا سته ؟ ددې سوال د جواب لپاره بايد د پخوانيو عالمانو ، پوهانو ، اواستادانو ژوند ليكونه وڅيړو او ځيني معلومه كړو چي هغوى د څنګه او څونه مطالعې كولو په پايله كي دي سترو سترو مقامونو ته رسيدلي دي .
د امام محمد رح په هكله د هغه شاګرد محمدبن سماعه رح وايې :- (( دى به په مطالعه كي داسي غرق وو چي كله به چا ده ته د مطالعې په دوران كي سلام اچاوه نو د دې پر ځاى چي د سلام جواب وركړي هغه ته به يې دعا كول )).
دده لمسي فرمايلي دي :- (( د ده تر وفات وروسته ما د خپلي مور څخه پوښتنه وكړه چي كله به نيكه په كور كي وو څه به يې كول؟ زما مور په اشاره كولو سره راته وويل : هغه به هلته ناست وو او كتابونه به يې شاوخوا ته پراته وه او د مطالعې په وخت كي به يي هيڅ خبري نه كولي .
ويل كيږي چي ده به د ډېري مطالعې له كبله خپلو كالو ته پام نه وو . د كور چرګان يې ځكه حلال كړه چي د هغو د اذان له امله به د ده په مطالعه كي خلل راتللى .
د امام يوسف رح د مطالعې داحال وو چي ده ته د زده كړي په وخت كي د كور څخه پيغام راغى چي ميرمن دي ناروغه ده . ده ورته وويل: دايې ورته راولى زه بوخت يم بيا خبر ورته راغلى چي كوچنى دي سخت ناروغه دى . ده ورته وويل: طبيب ورته راولى . بيا خبر ورته راغلى چي كوچنى دي مړ سو ده ورته وويل چي ښخ يى كړى .
علامه انور شاه رح وايې :
ما صحيح البخاري ، جامع الترمذي ، سنن ابي داود او صحيح مسلم د حضرت شيخ الهند مولانا محمود حسن د يو بندي رح څخه زده كړه او ددې تر څنګ مي د حافظ ابن حجر رح د فتح الباري مطالعه هم پيل كړه ما به د درس سره يو ځاى مطالعه كول . دى وايې ما به دونه مطالعه كول چي د درس څخه به هم مخ ته تللى وم . يو وخت زه اوولس ورځي ناروغه سوم خو كله چي روغ سوم او درس ته حاضر سوم نو ومي ليدل چي دوى تر هغه ځايه پوري نه وه رسيدلي تركومه ځايه پوري چي ما مطالعه كړې وه .
داود طايې رح د امام ابو حنيفه رح د خاصو شاګردانو څخه دى د ده په هكله وايې چي ده به ډوډۍ ښه نه ژوول بلكي د اوبو په واسطه به يې تيرول ده به فرمايل :
د ډوډۍ په ژوولو كي چي كوم وخت تيريږي په دونه وخت كي زه قرانكريم پنځوس اياتونه لوستلاى سم نو بايد خپل وخت ضايع نه كړم .
د حضرت شيخ مولانا ذكريا رح په هكله ويل سوي دي چي ده به يوا زي د سهار له خوا ډوډۍ خوړل او د شپي ډوډۍ به يې له د ي امله نه خوړل چي مطالعه به ځني پاته كيدل.
امام شافعي رح فرمايلي دي :
زه يوه شپه د امام محمد رح سره پاته سوم . د ده ټوله شپه داسي تيره سوه چي لږ وخت به يې مطالعه كول او بيا به لږ وخت پريوتى بيا به راكښينستي مطالعه به يي پيل كړه كله چي سهار سو نو له نوي اودس پرته يې د سهار لمونځ وكړ له دې څخه څركنده سوه چي ده ټوله شپه په اوداسه تيره كړي وه او مطالعه يې كول .
دا وو د ځينو عالمانو د مطالعي حال لوى څښتن تعالى ج دي موږ او تاسي ته هم د داسي مطالعي كولو توان را په برخه كړي چي موږ هم ځانونه د هغوى په شان د اسلام چوپړ ته وقف كړو.
ډيوه همت