غربت دې ته اړه كړم چي …
February 14, 2009 – 12:04 pmمركه كوونكې : ولوله
ايا كله مو اوريدلي او يامو هم ليدلي دي چي يوه مېرمن دي په خپل ځان باندي تيزاب واچوي . كه مونه وي اورېدلي او يا مو نه وي ليدلي نو راځى نن مو د روغتون په يوه واټ كي يوه مېرمن بستر ده ، دغه مېرمن چي ۴۶ كاله عمر لري وايي چي د سخت غر بت له امله يې څه موده وړاندي په خپل ځان باندي تېزاب وشندل ، داچي دغه مېرمن څه نوميږي او ولي يي په خپل ځان باندي تيزاب اچولي دغه او دې ته ورته نوري پوښتني مو د يوې مركې په ترڅ كي ورڅخه پوښتلي دي . پوښتنه :- كه لومړى خپل ځان راوپيژنى ؟ نرګس:- نوم مي نرګس دى د كندهار د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونكې او دا مهال د اتو اولادونو مور يم چي له دوى څخه مي پنځه لوڼي او درې زامن دي . پوښتنه:- كه راته وواياست ولي مو په خپل ځان باندي تيزاب وشيندل ؟ نرګس:- وى خوري څه به درته ووايم له كومه ځايه يې در ته را پيل كړم ، زه له هري خوا بد بخته يم ، له يوې خوا مي بدمرغي دا ده چي نالوستې يم او له بلي خوا مي د خپل خاوند بېروزګاري ژړوي ، دا لاڅه خاوند مي په نشه يي توكو هم اخته دى ، زه دغه څه دې ته اړه كړم چي پرخپل ځان تيزاب واچوم . له دې سخت ژوند څخه د خلاصون بله هيڅ لاره نه وه ، څه مي كړي واى هره ورځ مي خاوند ته ويل ته مزدوري او يا هم خواري وكړه ، تر څو له دې لاري څخه مو ژوند ښه سي . خاوند مي ټوله ورځ بې كاره په كور كي ناست وو . هره خبره چي به مي ورته كول هغه به ماته له ګام سره وهل ټكول راكول ، داسي وهل هغه د چا خبره ده چي وايي نه مرم او نه رغېږم ، ټوله ورځ به د يوې ګولې ډوډۍ د پيداكولو په موخه ليرو او نيژدې كورنو ته د مزدورۍ لپاره ورتلم ، او د هغوى كالي به مي مينځل او ډوډۍ به مي په مزدوري ورپخول ، څه مي كړي واى آخر خو اته او لادونه را پسې وه ډوډۍ يې راڅخه غوښتل . پوښتنه:- مخكي تر دې چي پر خپل ځان تېزاب وشندى آيا دا فكر مو كړى وو چي د اولادونو راتلونكى به دي څنګه وي ؟ نرګس:- ولي نه ما به هر وخت له ځان سره دا پوښتنه كول چي كه زه خپل ځان ته اور واچوم او يا هم پر خپل ځان تيزاب وشيندم نو دا زما واړه اولادونه به چاته پاته كيږي آيا هغه پلار ته به پاته كيږي چي د خپلي نشې كولو لپاره له ما څخه پيسې غواړي ، خو له بلي خوا به مي ويل چي څو ترڅو به مي دا ژوند وي . هغه په پښتو كي يو متل دي چي وايي غمه زما له عمره سره سمه تر ټولو زيات به مي د هغه زوى په اړه فكر كوى چي زما شيدې يې رودلې او يو كلن وو خو آخر مي دا ژوند داسي سو چي هيڅ بدلون نه پكښي راتلى او ما هم له ځان سره دا پرېكړه وكړه چي راسه دا د ژوند اوږدې شېبې د تل لپاره پر خپل ځان را لنډي كړه او ځان له دې فاني دنيا څخه د تل لپاره بې غمه كړه او بلاخره مي له دې سره خپل يو زړه دوه كړله د تيزابو ګيلن مي پر ځان باندي واړاوه له دې سره مي خپل ځان وليدى چي د لاسونو پوټكي مي له بدن څخه را بيليږي زه هم له دې سره بي هوښه سوم چي كله پر هوښ را غلم نو خپل ځان مي په ډېر خراب حالت كي وليدى هغه وخت پوه نه سوم چي دا كوم ځاى د ى، خو يوازي مي د خپل بدن درد احساس كړ ، خو زخمونه يې ماته نه ښكارېدل ، او خپل بدن مي په ژوندوني په سپين كفن كي وليدى يوازي مي دوې ګناه كاري سترګي روغي پاته وې چي ما ور باندي يوځلي بيا دافاني دنيا وليدل. پوښتنه:- آيا فكر كوى چي له دې حالت څخه به ژوندۍ پاته سې ؟ نرګس :- په لومړيو وختونو كي چي به مي خپل ځان ته فكر سو نو ويل به مي چي نور به په دې زحمتونو كي خپل ژوند له لاسه وركوم خو اوس چي څه وخت تېر سوى نو هيله لرم چي روغه به سم او بيرته خپل د غريبى كورګي ته ولاړه سم او خپل كوچني او لادونه به پرځان باندي راټول كړم . پوښتنه :- ايا ويلاى سى چي ښځي ولي په دغسي كارونو لاس پوري كوي ؟ نرګس :- كورني تاوتريخوالي او غربت د دي لامل كيږي چي ميرمني دې ته اړي كړي چي خپل ځان ته اورواچوي او يا هم پر خپل ځان باندي تيزاب وشيندي او بل لامل يي دا دى چي زموږ زيات شمېر ميرمني نالوستي دي . پوښتنه :- څنګه كېداى سي چي د دا ډول پيښو مخه ونيول سي؟ نرګس :- كه چيري دولت د غريبو او اړو كورنيو لپاره د كار كولو زمينه برابره كړي او زموږ ښځي له زده كړي څخه برخمني واوسي خپل او د پردي حق وپيژني نو بيا امكان لري چي د دغه ډول پيښو مخه ونيول سي . پوښتنه :- كه په پاى كي خپل پيغام خپلو خوندو ته وواياست ؟ نرګس :- نورو ښځو ته دا وايم چي كه هر څومره مو په خپله كورنۍ كي ژوند تريخ سي نو داسي پرېكړه مه كوى چي ژوند مو د ناخوالو سره مخ سي او د هغې دنيا خوارۍ مو هم په برخه سي زه دا وايم چي مېرمني دي هيڅ وخت د ځانوژني كوشش نه كوي ځكه چي د هر مشكل لپاره حتماً د حل لاره سته كه چيري ما لږ څه فكر هم كړى واى نو ما به داسي نه واى كړي او نه به هم اوس دومره په تكليف واى زه اوس ډېر ارمان كوم . ولوله :- مننه موږ هم په دې هيله يو چي ستا سوله ژوند څخه به نور د نا خوالو ټغر ټول او دژوند هره ستونزه به مو په اساني هواره سي د ژوند هره شيبه مو دخوښيو څخه ډكه .