اخيري ارزو
February 14, 2009 – 12:15 pmجان محمد شېرزاد –لښكرګاه
راسه زما سره ميلمه سه دا يوه شپه مي ده
د خپل وفا په ننداره سه دا يوه شپه مي ده
درته به وكړمه فرياد د پخوانيو وختو
زړته مي راسه شكوفه سه دا يوه شپه مي ده
بيا به ونه كړمه ديدن ستا دښايستو سترګو نه
لږ مي ديدن سره تازه سه دايوه شپه مي ده
هره ورځ تاچي راكولي خپلي وعدې په هر ځاى
د خپلو ژمنو په وعده سه دا يوه شپه مي ده
نور د( شېرزاد) ارمان به نه سي په دنيا كي پوره
زما د ارمان يوه شغله سه دايوه شپه مي ده