ازادي

February 14, 2009 – 12:20 pm

ويناوال فريد احمد فرهنګلشكرګاه

 

هيربه يې نكړو دازموږ د ازادۍ وطن دى

غواړو يوالى دا زموږ د ورورلۍ وطن دى

چي تير تاريخ داتلانو او غازيانو ګورم

داده باتورو مېړنو د خپلواكۍ وطن دى

په پاك ايمان او اتحاد يي غليمان شړلي

دا ده غازي محمد ايوب او ملالۍ وطن دى

خدايه ډيوه د نفاق مړه كړې زموږپه ګران مسكن كي

دامو جنت دامو غيرت دنيكمرغۍ وطن دى

(فرهنګه) نور به ددي خاوري وخدمت ته دانګم

د افغانانو مېړنو د قربانۍ وطن دى

 

Post a Comment