غزل

February 14, 2009 – 12:21 pm

محمد يار (يار)

 

په يار پسي وتلى ليونى نه دى راغلى

وكورته د سينې مي لا زړګى نه دى راغلى

پر هار مي دسينې دى غوړيدلي ګل ګلاب

پر ګل مينو ولاړسى پسرلى ندى راغلى

تر اوسه په دي ښار كي سړيتوب ته لاره نسته

تر اوسه ودې ښار ته لاسړى نه دى راغلى

پرون ښادي ديار وه په خبر نه سومه زه

او نن چي زه قتلېږمه نو دى نه دى راغلى

پوهيږي چي شراب نه دي د سرو اوښكو كاسې دي

نشې ته نن خومار خومار زلمى نه دى راغلى

 

Post a Comment