آخري سوغات

February 14, 2009 – 6:19 pm

رالېږنه احمد نسيم نبي زاده د حاجي ميرويس خان نيكه عالي لېسې څخه                     

 

زه چي وړه غوندي ماشومه وم شهيده وروره

تابه له ما سره كوله څومره مينه مدام

تابه زما د پاره داسي سوغاتونه راوړل

چي مي وړه غوندي دنيا وه په رنګينه مدام

 

تا به كولې همېشه ماته خوږې خبري

تابه ويل راته مدام چي زه وعده دركوم

رنګين سپرلى چي د ځوانۍ كله راخورسي پر تا

هله به تا ته آخري يوه تحفه دركوم

 

يوه شهزاده غوندي ځلمى يووفادار ملګرى

ځي به له تا سره په ژوند كي لاس ترغاړه همېش

وي تعلق به مو دژبي او تالو په محفل

د ژوند شكري به په كړس ځبېښي دواړه همېش

 

زه چي وړه غوندي ماشومه وم شهيده وروره

خبره نه وم چي ژوند څه د ژوند ملګرى څه وي

په دي خوشحاله وم چي ستا آخرنى سوغات به

ارومرو ستا تر همه وو سوغاتو نو ښه وي

 

نودي احساس په وخت نا وخته بيقراره كړم زه

مابه ويل د پېغلتوب سپرلي دي زغره راسي

د انتظار ترخې شېبې دي پاى ته ورسېږي

تر قندو خوږ تر ستورو سپين ځلمى دي زغرده راسي

 

 

 

Post a Comment