د لوى كندهار د زده كوونكو ټولنه

د لوى كندهار د زدكوونكو ټولنه يوه ازاده او خپلواكه ټولنه ده چي د كندهار ولايت د ښووني او روزني د رياست په موافقه سره په كندهار كي د زدكوونكو لپاره فعاليت كوي ، نوموړې ټولنه د ۱۳۸۶\۶\۱۳ د ميرويس نيكه د ليسې په تالار كي په رسمي ډول د معارف د منصوبينو ، مديرانو ، معلمانو او شاګردانو په ګډون سره پرانيستل سوه .
ښوونځى
( ښوونځى) د لوى كندهار د زدكوونكو د ټولني يوه مياشتنۍ مجله ده چي هره مياشت د همدې ټولني د پنځلس كسيز ګروپ له خوا د درو زرو ګڼو په تعداد د لوى كندهار پر زدكوونكو په وړيا ډول وېشل كيږي .
نوموړې مجله ښوونيز ، روزنيز ، علمي او كلتوري مطالب خپروي .
د زدكوونكو مطالب خپروي او تنكيو استعدادونو ته وده وركوي .
زدكوونكي د ساينس او تكنالوژى په برخه كي له نويو معلوماتو څخه خبروي
ښوونځى يواځنۍ مجله ده چي په خپله غېږه كي يې د هغو ښځينه زدكوونكو ليكنو ته ځاى وركړى چي د ډېره وخته ور سره په كور كي د چاپ په ارمان پرتې وې .
پته : مدد چوك _ كندهار كافي شاف لاندي پوړ _ د لوى كندهار د زدكوونكو ټولنه
مبايل شمېرې : 0700304111_0772211337
پرېښناليك : showanzai_afg@yahoo.com