Archive for the ‘شعرونه’ Category
Saturday, February 14th, 2009
رالېږنه احمد نسيم نبي زاده د حاجي ميرويس خان نيكه عالي لېسې څخه
زه چي وړه غوندي ماشومه وم شهيده وروره
تابه له ما سره كوله څومره مينه مدام
تابه زما د پاره داسي سوغاتونه راوړل
چي مي وړه غوندي دنيا وه په رنګينه مدام
تا به كولې همېشه ماته خوږې خبري
تابه ويل راته ...
Posted in شعرونه | No Comments »
Saturday, February 14th, 2009
سيدآغا وطن يا ر
موږ د تورتم شپو كي اوسيږوزموږ سحر ونړېد
زموږ سپوږمۍ ده رالويدلي زموږ لمر ونړېد
زموږ په كلي كي نن وير دي او ژړا خپره ده
نن په سرو وينو كي چينار دي نن ګودر ونړېد
اه خدايه هر كاڼى قاتل سو سو يتېم ورپاتي
څنګه پښتو سوه ، څه پښتون سو ...
Posted in شعرونه | No Comments »
Saturday, February 14th, 2009
نقيب احمد قريشي
واوره دغره په سركي
باد سره وښورول
د پنج شنبې ماځيګر
څخه چي څه پيښ سوله
زه خو په پوه نه سومه
خو باد چي كله سور سوري سوګرانه
نو بس
دغره له سره
څخه د ځمكي په لور
واوره راوبهېدل
څو چي و ځمكي ته راورسيږي
نو ...
Posted in شعرونه | No Comments »
Saturday, February 14th, 2009
عبدالباري جهاني
ځوان شاعر عبدالله ستوري ته، د هغه د رالېږلي شعر په جواب کي
څوک یې چي زما د پردېسۍ پر وطن
هېري کوڅې ته رالېږې شعرونه
چا مي د زړه لاره در وښودله
چي پر کوگل مي اوروې نظمونه
د دې بې دردو په مالت کي اشنا
څنگه دي زه په زړه کي وگرځېدم
ژوند دي ...
Posted in شعرونه | No Comments »
Saturday, February 14th, 2009
محمد يار (يار)
په يار پسي وتلى ليونى نه دى راغلى
وكورته د سينې مي لا زړګى نه دى راغلى
پر هار مي دسينې دى غوړيدلي ګل ګلاب
پر ګل مينو ولاړسى پسرلى ندى راغلى
تر اوسه په دي ښار كي سړيتوب ته لاره نسته
تر اوسه ودې ښار ته لاسړى ...
Posted in شعرونه | No Comments »
Saturday, February 14th, 2009
ويناوال فريد احمد فرهنګ—لشكرګاه
هيربه يې نكړو دازموږ د ازادۍ وطن دى
غواړو يوالى دا زموږ د ورورلۍ وطن دى
چي تير تاريخ داتلانو او غازيانو ګورم
داده باتورو مېړنو د خپلواكۍ وطن دى
په پاك ايمان او اتحاد يي غليمان شړلي
دا ده غازي محمد ايوب او ملالۍ وطن دى ...
Posted in شعرونه | No Comments »
Saturday, February 14th, 2009
جان محمد صالح
نور سړوه د قهر اور اسمانه
دلته دي نه چليږي زور اسمانه
ته كه دتندر غوندي ټكي لري
موږ هم ساتلى زړه د مور اسمانه
Posted in شعرونه | No Comments »
Saturday, February 14th, 2009
نثاراحمد احمدي
كړنلاره مو صحي ده معتبر په پښتنو دى
ځلانده مو تاريخ دميرويس خان او دنازو دى
وياړمندي توري هسكي كړي اوچت سي پښتنو
كلتور مو په غور ځنګ دى ياد ګار مو دزمرودى
ادب مو وړاندوينه ده وينا مو ريښتني ده
خيالونه مو سپيڅلي دي اظهار مو دنيكودى
كه چاراته ...
Posted in شعرونه | 1 Comment »
Saturday, February 14th, 2009
جان محمد شېرزاد –لښكرګاه
راسه زما سره ميلمه سه دا يوه شپه مي ده
د خپل وفا په ننداره سه دا يوه شپه مي ده
درته به وكړمه فرياد د پخوانيو وختو
زړته مي راسه شكوفه سه دا يوه شپه مي ده
بيا به ونه كړمه ديدن ستا دښايستو سترګو نه ...
Posted in شعرونه | No Comments »
Saturday, July 19th, 2008
مور جاني بيا يې را ته وسو ښوونځى
مور جاني هر څه لولپه راته وو
نه مي قلم ، نه سېپاره او نه څوكۍ ښكارېده
تشې لمبې وې هر څه هره خوا ايره پراته وو
زما همزولي غريو نيولي وې ادكې مورې
د ښوونځى مخې ته راغلې وې ادكي موري
هغه تخته چې يې ...
Posted in شعرونه | No Comments »