ښوونځی

ستاسو په فكر ښوونځى څوك سوځي؟ او د ټولني پر راتلونكي څه ډول ناوړه اغېز كوي ؟
موږ ښوونځي نه سوځو : قاري يوسف احمدي

چمتو كوونكى : عبيدالله تسل

محمد هاشم وسيم : د كندهار ښار اوسېدونكئ

زما په فكر كه چيري يو څوك ځان ته افغان وايي ځان د دې خاوري بچى بولي خداى دي وكړي هغه د بدخشان وي يا د كندهار هيڅ كله داسي نه كوي چي هغه دي ښوونځى وسوځي ، دا هغه خلګ دي چي هغه نه افغانان دي ، نه مسلمانان دي او نه انسانيت او بشريت پيژني . كه چيري څوك مسلمانيت او انسانيت وپېژني هغه هيڅ وخت ښوونځى نه سوځوي ، دا د افغانانو دښمنان دي .

او د دوهمي پوښتني په جواب كي به در ته ووايم چي اول خو كه د ښوونځى و نامه ته موږ او تاسي ځير سو له نامه څخه يې داسي ښكاري چي د ښووني ځاى نو كه چيري زموږ د ښووني او روزني ځايونو وسوځول سي نو راتلونكئ به مو توره تياره وي .

كه چيري تيرو ديرشو كلونو ته وګورو جنګ ، جګړو او د ښوونځيو نه شتون ډيري بدي اغيزي كړي خصوصاً په كليوالو سيمو كي زه په دې يقين يم كه ښوونځي وسوځول سي نو د افغانستان وګړي كه نن سل كاله شاته دي نو زر كاله به شا ته كيږي او هغه استعدادونه چي موږ يې لرو هغه به وځپل سي توري تيارې به مو په برخه وي او زموږ زړونو ته به لار پيدا كوي لكه اوس چي زموږ ډېر شمېر هيوادوال دا فكر كوي چي ښوونه يا ښوونځى ته تګ هيڅ معني نه لري او يا هم د ښوونځى ته تلونكي ځوان څخه كركه كوي وايي مكتبي دئ .

دا ښوونځي زموږ د اولادونو ، ورېرونو يا د ټولني د هر ماشوم او ځوان لپاره د روزني ځاى دئ د روښاني لاري د پېژندلو يو ځاى دئ كه هر يې مخنيوى و نه سي نو يوه تياره به را باندي خوره سي او دا تياره به بيا د هر افغان تر كوره رسيږي .

ښوونځى بايد هيڅ څوك و نه سوځوي ځكه چي دا نه د طالب ده او نه هم د دولت ده دا د خلګو يو عام المنفعه شى دئ چي بايد ټول يې په ګډه ساتنه وكړو.

كه يې و نه ساتو راتلونكئ به مو بيا په نشت حساب وي ، زموږ سر نويشت به بيا د نورو په لاس كي وي ، بيا به د پرديو غلامان يو او هر څوك به مو په يوه او بل نامه د خپلو شخصي ګټو لپاره استعمالوي .

بشير احمد نادم : په سويلي حوزه كي د پژواك خبريال او د پانګي مجلې مسوول مدير

د پوښتني د لومړۍ برخي په اړه بايد ووايم چي يو لامل خو يې هغه دئ چي دولت هم وايي چي دا د وطن د دښمنانو له خواسوځول كيږي خو زه فكر كوم چي زموږ او ستاسي خلګو پوره درې لسيزي په جنګ جګړو كي ژوند كړى دئ نو ځكه د ښووني په اهميت او ارزښت هم نه پوهيږي هغوى فكر كوي چي كه خپل ماشومان ښوونځى ته واستوي نو دا ښوونځى به د دوى ماشومان خراب كړي په داسي حال كي چي دا صحي خبره نه ده او بل د ښوونځيو د سوځولو اساسي علت د ځيني بهرنيو هيوادونو لاسوهنه هم ده ځكه هغوى نه غواړي چي په دې هيواد كي پرمختګ وسي او زموږ او ستاسي تنكي ماشومان او زلميان د علم په ګاڼه سمبال سي .

د افغانستان دښمنان هيوادونه داسي فكر كوي چي كه چيري په دې هيواد كي خلګ زدكړه وكړي نو دا چي افغان په هر اړخ كي ډېر پياوړي دي او پرمختګ يې كړى دئ نو بيريږي چي په دې برخه كي به هم ډېر پرمختګ وكړي او بيا به د دوى لپاره د يو خطر په شكل سره له دوى سره مخامخ سي . په دې خاطر دوى په يوه او بله لار د ښوونځيو په سوځولو ، تړلو يا ښوونكو او زدكوونكو ته په ګواښ كولو سره كوښښ كوي چي افغانان د علم له نعمت څخه بې برخي كړي .

او بل دا خو څرګنده او واضح خبره ده چي د ښوونځيو سوځول تر ټولو زيات اغېز پر ماشومانو كوي دوى له زدكړي څخه بې برخي پاتي كيږي دا چي دى له زدكړي څخه بې برخي پاته سي نو په هغه سيمه كي چي دى اوسيږي هغه سيمه ټوله ده ته تياره وي . ده ته د ده د فكر او ذهن جوړولو مناسب شرايط نه وي اماده د كار او روزګار شرايط ور ته اماده نه وي نو هلته دى د خپلو كليوالو څخه هغه څه ويني يا هغه څه اوري چي هغه په دې هيواد كي د سولي له راتلو سره ډېر په ټكر كي دي هغوى يوازي جنګ زدكوي ، د جنګ خبري زدكوي ، مرګ ويني ، درد ويني ، ټپونه ويني ، چاودنه او بمباري ويني نو زه د ټوله هغو كسانو څخه چي ښوونځي سوځي دا هيله ځني لرم چي د دې تنكيو افغانانو دښمني په سر وا نه خلي پرې يې ږدي چي زدكړه وكړي او د زدكړي په ترلاسه كولو سره خپل ځان وپيژني ، خداى وپيژني او يو ښه ژوند كول زدكړي .

غوث الدين پروتن : د هنداري مطبوعاتي او فرهنګي بنسټ مسوول

كه د افغانستان تاريخ ته وګورو نو هر كله په افغانستان كي چي د افغانانو كوم روشن فكران دي يا نور داسي علمي څيري دي چي هغه د خلګو د ښېګڼي لپار كوم رول لوبولى دئ نو د نورو خلګو له خوا له منځه وړل سويدي يا د هغوى په وړاندي داسي فعاليتونه سوي دي چي هغه يې له فعاليته غورځولي دي ، اوس هم په دې كښي د داسي خلګو لاس دئ چي هغه د افغانستان يا افغانانو پرمختګ نه غواړي او غواړي چي هر وخت افغانان په تيارو كي همداسي وروسته پاته سي او د دوى لپاره افغانستان يو ماركېټ وګرځي . تر ډېره په دې كي ګاونډي هيوادونه لاس لري ځكه چي دوى پر موږ باندي يوه كوچنۍ لېړۍ خرڅوي په لوړه بيه كله چي دا دوه كاله دلته وچليږي نو بيرته يې پر دوى خرڅوو په ډېره ټيټه بيه دوى بيا لېړۍ ځني جوړوي نو دلته كه چيري موږ خپل انجينر ولرو څه ضرورت به وي چي له دوى څخه يې رانيسو ، ناروغان مو هم دوى ته ور ځغلي ، اوړه مو هم له دوى څخه را روان دي ، خوراكي توكي مو هم له دوى څخه را روان دي د دوى ټولي كارخانې په افغانانو چليږي نو ښكاره خبره ده چي افغانستان د دوى لپاره يو ماركېټ دئ او دلته موږ خپل توليد هيڅ نه لرو كه چيري علم ولرو نو هر څه به مو له خپله كوره وي دا اوس چي نيم پاكستان را روان دئ په هغه صورت كي به بيا دا نه وي او افغانستان به د دوى لپاره ماركېټ نه وي نو زه وايم چي د دوى لاس په كښي دئ او غواړي چي خپلي ګټي خوندي كړي او افغانستان د ماركېټ په ډول وكاروي .

راغلو د سوال دوهمي برخي ته كه وګورو په نړۍ كي ټول پرمختګونه د علم له لاري سويدي ، زموږ د ټولني د وروسته پاته والي يو دليل همدا دئ چي موږ په علمي ډګر كي پرمختګ نه دئ كړى  په راتلونكي كي به هم همداسي يو ياني موږ به په هيڅ ډګر كي پرمختګ نه سو كولاى كه هغه اقتصادي ډګر وي يا سياسي ډګر وي همداسي به وروسته پاته يو .

عبدالاحد محمد يار : د بېنوا فرهنګي ټولني مشر

كه ووايم چي ښوونځى د يوې ټولني د پرمختګ ، تمدن ، سرلوړۍ او وياړونو تر ټولو اساسي ترين ركن دئ نو ښايي ډېرى درانه لوستونكي ووايي چي دا خو تر لمر روښانه حقيقت او ټولمنلى اصل دئ .

خو په دې كي هم شك نه سته چي زموږ ټولنيز او كلتوري حالت ته په پام سره بيا سړى داسي فكر كوي چي دغه ځلانده ، سپينه او رښتيا خبره د هيڅ چا هم زړه ته نه ده لوېدلې ځكه د ښوونځي د بېساري اهميت د منلو سره –سره بيا هم په درنه سترګه نه ور ته كتل كيږي ، هم د دولت او هم د ملت په كچه له ښوونځي سره هغسي مينه نه ښوول كيږي لكه څومره چي د هري ټولني په تېره بيا زموږ لپاره تر هر چا ډېر حياتي ارزښت لري .

د نوري نړۍ لپاره په افغانستان كي د ښوونځيو سوځولو ، ښوونكي وژلو او زدكوونكو بېرولو خبرونه ډېر هېښوونكي دي ، هغوى حيران پاتيږي چي څنګه كېداى سي چي په يوويشتمه پېړۍ كي لا هم د ځمكي د كرې پر مخ داسي تور ذهنونه ، وحشي زړونه او بشر ضد فكرونه شته چي هغوى د جهالت په حكم كتاب ته اور اچوي ، د قلم ملا ماتوي و ښوونځي په ايرو بدلوي ، ښوونكي د ژوند له نعمت څخه بې برخي كوي ، د زدكوونكو نازكه او معصومه روحيه وژني او بلاخره انساني ټولنه د ذلت ، خواريو ، دربدريو او وحشت د بلا په غېږ ور ولي .

د يوه رښتيني مسلمان ، عالم ، متمدن او انسانيت مين انسان لپاره دغسي خبرونه د باور وړ نه دي ، خو زموږ ټولنه او زموږ خلګ هره ورځ د ښوونځي سوځولو وحشت په خپلو سترګو ويني او دنيا هم دغسي د غيري اسلامي او انساني ضد كړنو خبرونه اوري ، خو له بده مرغه چي لا تر اوسه د دغه وحشت د مخنيوي لپاره نه كومه اساسي طرحه جوړه سوې او نه هم كوم ګام اخيستل شوى دئ .

زموږ په ټولنه كي پرون هم ښوونځي ته د كفر د ځالګۍ په سترګه كتل كېدل ( نعوذ بالله ) او نن هم دا دئ خپل خلګ مو د خپل ځان ، ټولني ، وطن ، اسلام او بشر ضد تنده د علم د كور په ورانولو ماتوي .

دولت دغه پړه د وطن د دښمنانو پر غاړه ور اچوي .

خو د دولت مخالفين چي نوري ټولي كړني يې روښانه او مني يې ، يوازي د ښوونځي له سوځولو څخه انكار كوي ، بلكي دغسي كړني په ځينو وختو كي غندي هم ، دلته نو سړى په ډاډ سره ويلاى سي چي بېله شكه دغسي كارونه نه يوازي زموږ د وطن بلكي د ټول انسانيت او اسلاميت د دښمنانو دي .

داسي شكونه سته چي د ښوونځيو په سوځولو كي زياتره مهال د دولتي چارواكو لاس وي ، هغه په دې دليل چي دوى هغه مرستي ور سره وړي چي هغه د ښوونكو او زدكوونكو لپاره راځي ، داسي هم ويل كيږي چي كله ، كله د قبيلوي ناندريو له مخي يوه قبيله د بلي قبيلې پر نامه جوړ سوى ښوونځى سوځوي او نور …

زه خپله داسي فكر كوم چي اصلاً هغه دنيا چي زموږ سره د مرستي په نوم يې خپل لاسونه را اوږده كړي هغه نه غواړي چي د افغاني ټولني انسانان دي له پوهي ، ارام او عزت څخه ډك ژوند ولري ، دوى داسي فكر كوي كه چيري موږ ښوونځى ولرو بيا خو پر خپلو پښو دريږو او د دنيا له احتياجه خلاصيږو ، نو دنيا غواړي چي افغانان د تل لپاره محتاچي او دوى ته كچكول نيولي پاته سي ، ځكه خو نو نه دنيا او نه هم د دنيا له ملاتړ څخه برخمن افغان دولت د ښوونځيو د سوځولو په مخنيوي كي په اخلاص او رښتيا جدي ګامونه نه اخلي ، تر اوسه په دغه تور هيڅ څوك هم نه دي نيول سوي .

په هر صورت دغه ناوړه كار چي د هر چا له خوا كيږي ، كيږي به ، خو دا هم بايد سل په سل كي ومنو چي ډيري ناوړي اغيزي به يې نه يوازي زموږ پر اوسني نسل بلكي راتلونكو نسلونو هم پاته وي .

او زما په نظر زموږ لپاره تر دې لوى د غم ، اندېښنې او تراجيدۍ خبر بل نه سته ، كه زموږ خلګ په دې پوه نه سي چي ښوونځى وساتي او خپل اولادونه په علم روښانه كړي نو د دنيا او اخيرت لوى مسووليت به يې نه وي ادا كړى او د دنيا او اخيرت لويو عذابونو ته دي انتظار ولري .

قاري يوسف احمدي : د وسله والو طالبانو وياند

لومړى كه موږ او تاسي د طالب نامه ته ځير سو طالب معنٰى طلبوونكى د علم يا غوښتونكى د علم نو كله چي يو څوك د علم غوښتونكى وي د علم طلب كوي څرنګه كېدلاى سي چي هغه دي ښوونځى وسوځي يا دي ښوونكى ووژني نو زه دومره در ته ويلاى سم چي طالبان د علم دښمنان نه دي .

موږ نه تر اوسه كوم ښوونځى سوځلى دئ او نه به يې هم وسوځو ، دغه طالبان دي چي دا 1400 كاله يې علم پاللى او تر دې دمه يې را رسولى دئ .

كله چي ښوونځى وسوځل سي نو دولت وايي چي دا د دولت د مخالفينو كار دئ . پوښتنه دا ده چي ايا د دولت مخالفين يوازي او يوازي طالبان دي؟ او كنه په دولت كي دننه هم د دولت مخالفين شتون لري زه په دې اند يم چي په دولت كي دننه ځيني كړۍ د سياسي مخالفتونو پر بنياد د خپلو شخصي ګټو لپاره ښوونځى ته اور اچوي او وروسته وايي چي دا د دولت د مخالفينو كار وو ، تاسو به تر اوسه نه وي اورېدلي چي طالبانو دي د يوې ښوونځى د ورانولو مسووليت په غاړه اخيستى وي .

دا ډول ناوړه كړني په دولت كي دننه كړۍ كوي او د خپلو شخصي ګټو لپاره يې كوي هغوى مشكوك سړى وژني او وروسته يې پړه د طالبانو په غاړه اچوي حال دا چي هغه كار دوى د خپلو سياسي ګټو لپاره كړى وي .

نو زه دا وايم چي طالبانو نه ښوونځى سوځلى او نه به يې هم وسوځي هغوى په علم مين څوك دي .

او دا چي د ټولني پر راتلونكي به څه ډول ناوړه اغيزي وكړي دا زه اوس نه سم در ته ويلاى ځكه چي ما ته د ښوونځيو د تدريس نوعيت نه دئ معلوم .

استاد حيات الله رفيقي : د كندهار پوهنتون پخوانى ريس

موږ او تاسي بايد فكر وكړو چي اول د ښوونځى سوځل يا هغه ته ضرر رسول دا زه ګمان كوم چي په هر رژيم ، په هر ځاى ، په هر هيواد كي خصوصاً په اسلامي هيوادونو كي ښوونځى ،مسجد، او داسي نور تعليمي ټول ځايونه ډېر اهم دي او دا ډېر بد كار دئ علاوه پردې باندي چي بد كار دئ د اسلام له نظره ګناه هم لري . دا چي په افغانستان كي  متاسفانه  داسي موضوعات له  اوس څخه نه دي پېښ سوي پخوا هم وو.كه موږ او تاسي فكر وكړو د تيرو رژيمونوپه وخت كي هم د ښوونځى سوځل يا تخريبول يا هغه ته مينونه ايښودل يا هغه له منځه وړل دا پخوا هم موجود وو. دلته زه فكر كوم چي د ښوونځى په ارتباط باندي چي څوك دغه ناوړه حركات كوي هغه يې سياست ته كشوي ، حال دا چي تعليم او تربيه په سياست پوري اړه نه لري تعليم او تربيه يو غيري طبقاطي پروسه ده چي د هيواد د سوكالۍ د ارتقا او د ځوانانو د علم د عرفان لپاره كار كوي خو متاسفانه چي په دغه رژيمونو كي چي دا راغلي دي هغو تعليم او تر بيه همېشه د خپل سياست اله ګرځولې ده .

هغوى غوښتي دي چي خپل سياسي موضوعات په تعليم او تر بيه كي ور داخل كړي او له دغي لاري څخه د دوى سياسي طرفداران په مكاتيبو ياپه پوهنتونونو كي ډير سي يا را جذب يې كړي . نو بل اړخ يې هغه ته متوجه كيږي هغه د دې پر ځاى باندي چي د هغه معنوي ارزښت يا د ټولني د بيهبود ارزښت ته متوجه سي متاسفانه هغه سوځي يا هغه تخريبوي . دغه كار چي دئ دا د دې معنٰى نه وركوي چي په دې كي به د ده مقابل طرف چي دى د هغه سره مبارزه لري ، د هغه سره سياسي لانجه لري يا د قدرت پر سر باندي لانجه ور سره لري  زه ګمان كوم هغو ته به دومره تاوان و نه رسوي لكه اينده زموږ ټولني ته چي زموږ دغه ځوانان يا دغه د دې هيواد بچيان چي بايد په مكاتيبو كي په ښوونځيوكي په پوهنتونونوكي او داسي نورو ځايونو كي دي دا بايد موږ تربيه كړو او راتلونكي ته اوسنۍ بدبختي چي اوس يې  موږ لرو هغه له افغانستان څخه لري كړو.خو متاسفانه هر څوك چي دا كار كوي هغه نه يوازي چي په اينده كي دا خلګو ته مسووليت لري د پوښتني بلكي دالله ج په وړاندي دقيامت په ورځ پوښتني ور څخه كيږي .

دا اوسنۍ بد بختۍ چي موږ او تاسي يې وينو دغه پخپله د تعليم او تربيې د نيمګړتيا او يا په پخوا كي كه موږ او تاسي  وګورو د امير شيرعلي خان په دوره كي تعليم او تربيه افغانستان ته راغلې ده دمخه په افغانستان كي دغه عصري تعليم او تربيه لكه اوس چي موږ د ښوونځيو يا مكتبونو يا پوهنتونو په نامه پخوا نه وو موجود . په مساجيدو كي وه د مدرسو شكل يې هم په تاريخ كي نيولى دئ خو دغه شكل نه وركوي .

كوم وخت چي افغانستان ته تعليم او تربيه راغله افغانستان هم ځوانان پيداكړه بلاخره اماني دورې ته كه موږ او تاسي وګورو دغه حركات د تعليم او تربيې ښه جوت دي معلوم دي خو متاسفانه بيا هغه خلګ چي هغه د افغانستان د افتخار نظريې د دوى په نظر كي ښه نه ښكاره كېدې.متاسفانه د امان الله خان د دورې د سقوط باسبب سو له هغه راهيسي كه موږ او تاسي وګورو بيا تر ننه پوري څومختلف رژيمونه راغلي دي خو څرنګه چي ښايي متاسفانه په هغه اندازه د اوس په شمول ښووني او روزني ته فكر نه دئ سوي ځكه چي كه تعليم او تربيه په يو مملكت كي مخته ولاړه سي نو هغه مملكت حتماً پرمختګ كوي كه موږ او تاسي شاوخوا وګورو زموږ او ستاسي نژدې ګاونډي هيوادونو تر موږ ډېر وروسته آزادي اخيستې ده مګر زموږ او د دوى په تمدون كي زموږ او د دوى په صنعت كي زموږ او د دوى په پېشرفت كي تقريباً ډېر فرق راغلى دئ هغه په دې معنٰى چي هلته تعليم او تر بيه وهڅول سوه تعليم او تربيه مخته ولاړه نو كه په يو مملكت كي تعليم او تربيه مخته ولاړه سي طبعي خبره ده چي  هغه مملكت به پرمختګ كوي .

د كندهار ولايت د پوهني له ريس سره د ښوونځى ځانګړې مركه
مركه كوونكى : عبيدالله تسل

د ښوونځى مجلې خوږو لوستونكو دا دى ستاسي د غوښتني پر بنسټ مو د كندهار ولايت د ښووني او روزني له ريس سره ځانګړې مركه كړې په دې هيله سره چي و يې لولى او د كندهار د ښوونيز بهير له حالته ځان خبر كړى .

سوال : په كندهار ولايت كي څومره  ښوونځي سته او د هغو له جملې څخه يې څو ښوونځي تړل سوي دي ؟

جواب : په كندهار ولايت كي دا مهال 385 ښوونځي سته ، نهه څلوېښت 49 يې ليسي او نوري متوسطه او لومړنۍ ښوونځي دي ،په ښار كي نهه ويشت 29 ليسې دي موږ دوې ليسې په پام كي لرو چي له هغو څخه يوه هم د تجارت ليسه ده ، په دې شمېر كي اوو 7 ليسې د انجونو دي او نوري د هلكانو دي لس 10 متوسطه ښوونځي دي چي يوه 1 د نجونو اته 8 د هلكانو او يوه تر اوسه فعاله نه ده ځكه د تعمير لپاره يې مځكه نه لرو او شپږ 6 ابتدايه دي .

دا مهال په ولسواليو كي د امنيت د خرابوالي له كبله 181 ښوونځي تړل سويدي .

سوال : په دې ښوونځيو كي په كوم شمېر زدكوونكي زدكړه كوي او څومره كوچنيان د زدكړي له نعمت څخه بې برخي سوي دي ؟

جواب :په كندهار ولايت كي تېر كال 111822 زده كونكي موجود وه خو اوس غواړو چي تر 20000 شل زره پوري نور زده كوونكي جذب كړو كه چيري د خلګو ، قومي مشرانو ، عالمانو او چارواكو مرسته را سره وي انشاءالله تر 20000 شل زره به اضافه زده كوونكي هلكان او نجوني را جذب كړو .

اوس په كندهار ښار كي 34230 نجوني زده كوونكي لرو او 77592 هلكان زده كوونكي لرو .

د زده كړي څخه د محرومو كوچنيانو دقيقه شمېره نه ده راته معلومه خو د يو لك 100000 په شاوخوا كي انجوني او هلكان د زده كړي له نعمت څخه بې برخي دي چي زيات يې په ولسواليو كي دي چي موږ هلته لاس رسى نه لرو .

سوال : اوس مهال د ښووني او روزني بهير څنګه ارزوى ؟

جواب : اوس مهال په هره اداره كي ستونزي سته موږ د خپل كار ارزيابي ولس ته پرېږدو ، خو زه په خاص ډول له ښوونكو څخه ډېره مننه كوم چي په ناچيزه تنخوا باندي او په سختو شرايطو كي د خپل هيواد بچيانو ته درس وركوي دوى زه ستايم او زه په دوى باندي افتخار كوم چي داسي همكاران لرمه خو د ولس غوښتنه دا ده چي موږ بايد تر حد ډېر كار وكړو .

سوال : تېر كال د ښووني او روزني رياست كومي لاسته راوړني درلودې ؟

جواب : په تېر كال كي له ستونزو سره سره موږ هغه كارونه وكړه چي د زده كوونكو د علمي سطحي د لوړولو دپاره په كار وه لكه په ژمي كي د زده كوونكو لپاره سالم محيط ، د ځينو مكاتبو د تعميرونو بيا رغونه د ځينو ادارو مديران مو تغير او تبديل يا د كاره ليري كړل او بعضي مو را پورته كړه خپلي اداري او تدريسي چاري مو په سمبال كړې .

سوال : په ولسواليو كي د زدكړي بهير څنګه ارزوى ؟

جواب :په څو ولسواليو كي موږ لاسته راوړني لرو لكه د بولدك ولسوالي ، د دامان ولسوالي د ارغنداب ولسوالي ، د ډنډ ولسوالي او د ژړى ولسوالي كي فعاله مكاتب لرو .

سوال : ويل كيږي چي په ځينو ولسواليو كي د زدكړي بهير ورو او يا هم بېخي له نشت سره مخ دى په دې اړه مو څه كړي او د هغه سيمو د زدكوونكو لپاره چي ښوونځي يې تړل سوي څه په پام كي لرى ؟

جواب : اوس زموږ د معروف په ولسوالى ، ميانشين ولسوالى ، د غورك ولسوالى ، ميوند ولسوالى او … كي ښوونيز بهير په ټپه ولاړ دى هلته امنيتي ستونزي دي هلته مشكلات دي حتٰى موسسات لا هم نه حاضريږي چي د هغوى سره مرسته وكړي . كه چيري امنيتي ستونزي نه واى شخصاً ما او زما مرستيالانو به د هغو ښوونځيو څخه ليدنه كړې واى او د زده كوونكو غوښتنو ته به مو مثبت جواب ويلى واى .

سوال : د هغه كوچنيانو لپاره چي د ښار په بېلا بيلو واټونو كي سپيلني دودوي او يا هم بوټونه رنګوي هغوى د تعليم له نعمت څخه بې برخي دي د هغو لپاره مو څه كړي ؟

جواب : زموږ وظيفه د ټول هيواد كوچنيانو ته د زده كړي زمينه په عادلانه ډول برابرول دي كه كوچنيان د اقتصادي ستونزو له كبله نه سي كولاى چي مكتب ته ولاړ سي نو موږ خو دا صلاحيت نه لرو چي د خلګو اولادونه په زور مكتبو ته ولېږو مكتبونه لرو ، استادان لرو او د مكتب دروازې د ټولو پر مخ خلاصي دي كه هلكان دي كه انجوني .

سوال : د معيوبو كوچنيانو لپاره مو څه كړي ؟

جواب : موږ په ښوونځيو كي لكه څنګه چي ښايي هغسي امكانات د معيوبو كوچنيانو برابروو او برابر كړي مو دي .

سوال : له دوولسم ټولګيو څخه فارغه زدكوونكي ادعا كوي چي ګواكي د دوى سره د كانكور په ازموينه كي بې غوري كيږي دا خبره تر كومه ځايه ريښتيا ده ؟

جواب : دا ډېره بېځايه ادعا ده زه د داسي ځوانانو سره مخالف يم چي هغوى د كانكور په ازموينه كي پاته سوي دي ، په دې خاطر كه يو څوك د شل كيلو وزن دپورته كولو توان لري او مخته يې پنځوس كيلو وزن پروت وي نو ايا دى به دا وزن پورته كړاى سي .

زموږ ځوانان چي په كانكور كي ګډون كوي اول خو په كافي اندازه څومره تنه چي فارغ سويدي متاسفانه هغومره ګډون نه كوي په تېر كال كي شپږ سوه دېرش تنه فارغ سوي وه خو په كانكور ازموينه كي څلور سوو تنو ګډون كړى وو ، دوى داسي انتخاب كوي چي د دوى تر استعداد پورته وي هر يو غواړي چي ډاكټر سي د طب پوهنځى په كندهار ، ننګرهار او داسي نورو ولايتونو كي نه ويل كيږي يوازي او يوازي په كابل كي ويل كيږي دوى د خپل استعداد مطابق انتخاب نه كوي نو په دې خاطر بې نتيجې پاتيږي كه چيري دغه كسان ادعا كوي چي زموږ سره بې غوري سوېده دوى دي د خپلو ازموينو نتايج وګوري چي څومره نومرې يې وړي دي هيڅوك له دوى سره دښمني نه لري .

سوال : داسي ليدل سويدي چي په وزارت كي هغه كمپيوټر كار دغه نومونه او پوهنځي خرڅ كړي وه ؟

جواب : دا نه د معارف نه د والي او نه په كندهار كي د بل كوم چا وظيفه ده بلكي دا ده وزارت كار دى هر څوك چي غواړي دا ثبوت كړي موږ منتخب ريس جمهور لرو ، نظارت خانې لرو مهرباني دي وكړي دا موضوع دي هغوى ته وړاندي كړي تر څو هغوى واقعيت معلوم كړي او دا به د قانون سره د دوى يو كومك وي او زه د داسي ځوانانو سره مخالف يم چي د دوولسم څخه فارغه وي مګر چي په پښتو كي پوښتنه ځيني وكړې نه يې سي حلولاى مګر په انګليسي كي پاس وي د دې بر ځاى چي په نورو مسايلو ځان مصروف كړي خپلي زده كړي دي وكړي موږ اوس دوه ځايه د كانكور د امادګى كورسونه لرو يو د احمدشابابا په ليسه كي چي د يونسيف د ادارې له خوا جوړ سوى او بل پروګرام مو د معارف په رياست كي داير كړى خو دا چي ځوانان علاقه نه ښيي ، فايده نه ځني اخلي مګر دى د كابل طب انتخابوي دا خو نو زموږ ګنا نه ده .

سوال : تېر كال تاسو د فارغو زدكوونكو لپاره د كانكور د امادګۍ يو كورس جوړ كړى وو كه دا را ته وواياست چي دا كورس څومره ګټور تمام سو ؟

جواب : بلې په هغه كال كي نسبت نورو كلونو ته د كندهار ډېر ځوانان د كانكور په ازموينه كي كاميابه سوه .

سوال : ويل كيږي چي د زدكوونكو سره مرسته سوي توكي لكه غوړي بيسكيټ د زدكوونكو لپاره قرطاسيه په ځينو ښوونځيو كي سم نه وېشل كيږي او يا هم په ناقانونه توګه پلورل سوي دي ؟

جواب : د دې خبري سره زه بلكل موفق نه يم موږ تر وسه وسه كوښښ كړى دى چي زده كوونكو ته روزمره بيسكوټ وركړو په هره مياشت كي د زده كوونكو په شمېره چي د W.F.P له خوا استازي راځي او سر شمېرنه كوي كله چي سر شمېرنه وسي او د هغه مطابق د شاګرد لپاره د نوي مياشتي بيسكوټ راوړل كيږي ، دا بيسكوټ بايد هره ورځ زده كوونكو ته تقسيم سي او كه په يو مكتب كي يو سرمعلم غفلت كړى وي دا زه د هغه ټنبلي بولم او د انجونو په تعداد غوړي د W.F.P د استازي په حضور كي وېشل كيږي نو څه وخت چي د دوى په حضور كي وېشل كيږي نو بيا به دوى موږ ته دونه غوړي را كړي چي زموږ امرين او سرمعلمين دي هغه په بازار كي خرڅ كړي ، هو دغسي غوړي به په بازار كي ليدل كيږي سته خو په لږ تغير سره د رنګ دغه غوړي چي دوى يې زده كوونكو ته وركوي د سواد اموزى زده كوونكو او مسوولينو ته يې هم وركوي او يا يې هم W.F.P د كار په بدل كي خلګو ته ور كوي ، و كوچيانو ته يې وركوي او يا د نورو خيريه موسسو څخه عين غوړي ور كول كيږي نو هر څوك چي غوړي په بازار كي وويني دا فكر كوي چي دا د معارف غوړي دي متاسفانه دغه اشتبا او خبره زموږ په حق كي د ښاريانو تېرى دى .

سوال : له تيرو څو كلونو راهيسي له ښوونكو سره د مځكو د وركولو وعدې سوي خو د ښوونكو په وينا چي هيڅ نه دي سوي مسووليت د چا دى او  تاسو په دې اړه څه كړى؟

جواب : مسووليت نه زموږ ، نه د كندهار د ولايت د رهبري ډلي ، نه د ولايت د مقام او نه هم د ولايتي شورا مسووليت دى څه چي د دغه ولايت په مشرانو پوري اړه لري هغه تر سره سوي دي ، د ښووني او روزني وزارت هم په دې هكله هڅي كړيدي كار يې خلاص كړيدى اوس ټوله موضوع د ښاري پراختيا په وزارت پوري اړه لري څه وخت يې نومره كوي او څه وخت دغه نومرې توزيع ته اماده كوي موږ د پوهني وزارت په زياته اندازه باندي پيسې د ښاري پراختيا وزارت ته د نومرو د سروې لپاره ور كړي دي چي دوى بايد د سروې ډلي هر ولايت ته ولېږي او مځكي نقشه بندي كړي موږ د كندهار په ولايت كي پنځه نقطې مشخصي كړي دي د كرهڼي د وزارت څخه موږ ملكيت د معارف وزارت ته را واړاوه په دې پروسه كي زموږ د ښوونكو د اتحاديې يو نفر او د يوې بلي ليسې مرستيال موږ د يوې مياشتي څخه دلته په كار باندي موظف كړي وه چي ټول مراحل يې دلته خلاص كړيدي .

سوال : اوس مهال د كندهار په ولايت كي څومره ديني مدرسې او دارالعلومه فعال دي ؟

جواب : د كندهار په ولايت كي پنځه ديني مدرسې او يو دارالعلوم فعال دى چي انشاءالله په نژدې وختو كي به د دارالعلوم نوى تعمير جوړ سي او هلته به زده كوونكو ته د ليليې اسانتيا هم برابره سي د ليليې دپاره يې موږ ټوله شرايط اماده كړيدي په نژدې وختو كي به زموږ د دارالعلوم زده كوونكي او استادان خپل نوي تعمير ته انتقال سي .

د ديني زدكړي د پراختيا لپاره نور څه په پام كي لرى ؟

جواب : د ديني زده كړي د پراختيا لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د پوهني وزارت پاليسي داسي ده چي په هره ولسوالي كي يوه ديني مدرسه جوړه كړي او د امكان په صورت كي يې د هري ديني مدرسې لپاره او يا د څو مدرسو لپاره د ليليې اسانتيا هم برابره كړي چي خوشبختانه موږ تر ډېره حده په دې باندي توانېدلي چي په دا نژدې وختو كي د يوې ديني مدرسې د تهداب ډبره په ژړۍ ولسوالى كښي كښېښودل سي همدارنګه پلان لرو چي د ارغنداب په ولسوالي كي لنډه دا چي د كندهار په ټولو ولسواليو كي يوه يوه ديني مدرسه جوړه كړو چي د هغه اكثره كارونه به د خلګو لخوا څخه تر سره سي كه امكانات نه وه هغه به بيا ساختماني شركتونو ته په قرارداد ور كول سي .

سوال : دا چي تاسو خپله يو مسلكي ښوونكى ياست او د فزيك په رشته كي مو ماسټري اخيستې ده كه دا را ته وواياست چي د كندهار د زده كوونكو علاقه د زده كړي سره څونه ده ؟

جواب : دا مشكله خبره ده چي سړى خاصه ارزونه وكړي يو شى چي زه يې په كندهار كښي حس كوم د كندهار هر ځوان غواړي چي د عالي تحصيلاتو خاوند سي او هر ځوان يې د نورو ولايتونو د ځوانانو په پرتله د هغو اسنادو له مخي چي موږ يې په لاس كي لرو ډېر بااستعداده ځوانان دي علاقمند ځوانان دي، زه په دې افتخار كوم ولي بدبختي په دې ځاى كي راغلې ده چي زموږ يو تعداد ځوانان د دې پرځاى چي خپلي اصلي وظيفې مسووليت او رسالت ته متوجه سي د پيسو پيدا كولو لپاره نور مصروفيتونه پيدا كوي هغه اساسي وظيفه چي د دوى په مخ كي پرته ده چي سبا ته به دوى د ټولني رهبران واوسي ، د افغانستان رهبران به اوسي، هغه يې تر پښـو لاندي كړې ده او پقط د پيسو د پيدا كولو سيالي يې مخته اچولې ده چي د تعليم څخه د لوړو زدكړو د حاصلولو څخه يې مخه بلي خوا ته ګرځولې ده نو زه هيله لرم ارزو مي دا ده د ټولو ځوانانو څخه خصوصاً د كندهار د ځوانانو څخه چي د خپلو مشرانو پر زخمونو باندي د مرحم ايښودلو لاري چاري زده كړي  او دا لاري چاري د دوى په ښه زده كړه  پوري اړه لري دغه ناخوالي چي موږ ور سره مخامخ يو دغه د ځوانانو په ښې زده كړي پوري اړه لري زموږ د ځوانانو وظيفه ده چي د دغو ناخوالو په مقابل كي له حد نه زياتي هلي ځلي وكړي ښه كوټلي ګامونه پورته كړي ښې زده كړي تر لاسه كړي . ددې ځوانانو وظيفه زده كړه ده هر ځوان بايد ځان د ټولني رهبر وبولي .

سوال : د كند هارو لايت د ښوونيز بهير پر تله د ګران افغانستان د نو رو ولايتونو سر ه څنګه كوى ؟

ځواب : زه په دې افتخار كوم چي زموږ د ځوانانو د زده كړي سويه د دغو كمو امكاناتو په لرلو سره چي موږ يې په لاس كي لرو ډېره ښه ده حتا تر ډيرو ډيرو ولايتونو هم زموږ د ځوانانو د بريالىتوبونو اندازه زياته ده چي ډېر ښه مثال يې د هندوستان بورسونه دي چي زموږ ځوانانو امتحان ور ته وركړى چي تقريباً د افغانستان په سلو كي لوړه فيصدي سره يې برياليتوب ترلاسه كړى يوازي د كندهار ولايت څخه په عمومي او ملي ازموينه كي ۲۸ تنه د هند بورسونو ته كاميابه سوي دي چي دا زموږ لپاره افتخار دى زموږ د كندهار ځوانان بايد په دې باندي ووياړي او هر يو بايد ځان سرلوړى وبولي چي ځوانان دغه ډول لاسته راوړنه په لاس راوړلاى سي .

سوال : د كندهار د ښوونيز بهير څخه به څه ليري ولاړ سو كه دا را ته وواياست چي ښوونځي څوك سوځي .

زه په جرات سره دا ويلاى سم چي هر هغه څوك چي زموږ د دين ، وطن ، او خلګو دښمني په غاړه اخيستي وي هغه د ښوونځى په سوځولو لاس پوري كوي ،د معلم په وژلو لاس پوري كوي ،د ملازيم او د ټول معارف د پرسونل په تهديدولو لاس پوري كوي هر هغه څوك چي هر نوم پر ځان باندي ږدي هغه زموږ د دين وطن او ملك دښمنان دي .

سوال : ريس صاحب دا په داسي حال كي ده چي د دولت مخالفين دا نه مني چي ګواكي دوى دي ښوونځي سوځي . هغه خو لا دا هم وايي چي په دې كي د دولتي چارواكو لاس دى .

جواب: بلكل هغه څه چي تاسو په تېره ګڼه كي ليكلي وه هغه ما په ډېر ځير سره مطالعه كړه هغه وينا او هغه ادعا چي هغه نفر كړې وه ( د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ) چي موږ دا كار نه دى كړى زه په ډاګه دا نه سم ويلاى چي دا به حقيقت ولري يا به يې و نه لري خو زه دا په ډاګه سره ويلاى سم هر هغه څوك چي دغه د مكتب د سوځولو پلان جوړوي يا يې عملي كوي هغه زموږ د دين وطن او خلګو دښمنان دي .

پوښتنه: رواني ناامنۍ پر ښوونيز بهير څومره ناوړه اغېزه كړې ؟

جواب : واقعي خبره ده چي ډېر منفي تاثير لري خو يوازي پر ښوونيز بهير نه بلكي د ژوند پر ټولو چارو باندي تاثير كوي خصوصاً د بيارغوني پر كارونو باندي ډېر منفي تاثير كوي د انسان جوړوني پر كار باندي ډېر منفي تاثير كوي كه انسان جوړ وي ټولنه جوړيږي په ښوونځىو او ديني مدرسو كي په انسان جوړونه باندي كار روان دى هلته سالم انسان تربيه كيږي په ښـووځىو كي ځان پيژندنه ور ته كيږي په ديني مدرسو كي الهي احكام او ديني احكام ټولو ته تدريس كيږي دا هر څه د انسان د فكر او زحمت محصول دى نو واضح خبره ده چي نا امني د ژوند پر ټولو اړخونو باندي منفي تاثيراچوي د امن په راتلو سره انسان د خپل ځان لپاره يو سالم كار پيداكوي يو سالم مصروفيت پيدا كولاى سي ، ډوډۍ پيدا كولاى سي ژوند سمولاى سي اولاد تر بيه كولاى سي د بيا رغوني كارونه مخ ته تلاى سي  نو زما د ټولو څخه هيله ده خصوصاً د قومي مشرانو ديني عالمانو څخه چي د دولتي مشرانو سره د دولتي واكدارانو سره د سولي په خاطر شپه او ورځ همكاري وكړي .

سوال : لكه څنګه چي په افغانستان كي د نړۍ په سطحه د اداري فساد خبره منل سوېده او په دې ترڅ كي د كندهار ولايت د ښووني او روزني پر رياست باندي هم يو شمېر تورونه لګېدلي دي په دي اړه تاسي څه واياست ؟

جواب: د دې لپاره چي اداري فساد له منځه ولاړ سي د هر افغان د هر مسلمان ځوان او زوړ وظيفه ده چي د ادارې په جوړولو كي كومك  او همكاري وكړي كه د ښووني او روزني د رياست پر كسانو څوك دا خبره كو ي چي اداري فساد پكښي سته زه په ورين تندي سره د خلګو و هر ډول انتقاد او سوال ته مثبت ځواب ويلاى سم قناعت وركولاى سم زه نه سم ويلاى چي د پوهني د رياست په اړوندو ادارو كي فساد نسته ولي نه ! حتماً به وي دا خلګ په اوسني شرايطو كي زېږېدلي دي او دلته اوسيږي هر هغه غيري قانوني كړني چي دلته تر سره كيږي دا خلګ هم داغسي نه پاته كيږي طبعاً واضح خبره ده چي د خلګو په ژوند باندي هم تاثير كوي كه قانون تطبيق سي قانون تطبيق كېدلاى خلګو به اوس د اداري فساد هيڅ خبره نه كولاى ، موږ بايد خپل وخت په دغسي خبرو نه واى مصروف كړى موږ بايد خپل وخت د بيارغوني په كارونو باندي مصرف كړى واى او د بيا رغوني په هكله مو خبري كړي واى دا به مو ويلاى چي زموږ د ځوانانو لپاره څه كولاى سواى موږ د كومي لاري څخه ځوانان تربيه كولاى سو خو نا امني ده بيا هم نا امني .

سوال: تاسو په خپله اداره كي د داسي يوې پيښي شايد ياست او كه نه ؟

جواب : زه خوشبختانه د يوې داسي پيښي سره خاص خاص مخامخ سوى نه يم ستونزي سته وي به زه تر ډېره حده په دغه كار كي د چا سره توافق نه كوم چي زموږ په اداره كي دي داسي فساد وي چي هغه د اصلاح وړ نه خو بيا هم موږ د ولس څخه دا غوښتنه كوو چي موږ ته دي خپلي نظريې راكړي زموږ خرابي دي را په ګوته كړي موږ د دوى د اولادونو په خدمت كي يو .

سوال : په كندهار كي د لوى كندهار د زده كوونكو ټولنه او ښوونځى مجله څنګه ارزوى  ؟

جواب: ما د ښوونځى مجلې مطالب په ډېر غور سره كتلي دي حتٰى د نور ولايتونو د ريسانو سره مي په دې هكله خبري كړي دي چي زموږ د ځوانانو استعدادونه دومره قوي او پياوړي دي هغه مجله ما له ځان سره مابعضي ريسانو ته وړې ده او د نمونې په ډول مي ور ته ښكاره كړې ده او زه د خپلو ځوانانو په استعداد باندي افتخار كوم زه په دې خوشحاله يم چي زموږ ځوانان و روزنيزو كارونو ته د زده كړي و كارو ته متوجه دي هر هغه څه چي د دې ځوانانو د ښووني او روزني لپاره  ګټور تماميږي هغه مصروفيت ځوان د ځان لپاره پيداكوي ستايم يې او ملاتړى يې يم هيله مي دا ده چي زموږ ځوانان تر ډېره حده پوري په غيري ضروري مسايلو باندي ځان مصروف و نه ساتي چي اوس د دوى وظيفه نه ده د ځوانانو وظيفه اوس په ښه ډول تربيه اخيستل دي د ځوانانو وظيفه د نوي  ټولني جوړول دي خصوصاً خصوصاً هغه ځوانان چي په زده كړه بوخت وي بايد زده كړه وكړي ټول قومي ، سمتي ، ژبنيز او مذهبي تعصوبونه له ځانه څخه ليري كړي د يو اصيل مسلمان پښتانه په ډول د يو اصيل افغان مسلمان په حيث باندي د خپلو هيوادوالو د خدمت كولو لپاره شپه اوروځ پر ځان خواري وكاږي تكليف و باسي تر څو د ژوند و لوړو پړاونو ته هغه پړاونه چي ده هدف ګرځولي دي هغه ته ځان ورسوي .

موږ بايد دا كلمه د ذهن څخه ونه باسو چي موږ په كندهار كي اوسيږو د لوى كندهار جلا اصول دي جلا ژوند يې دى نظر و نورو هيوادونو ته و نورو ولايتونو ته نورو خلګو ته پاك اصيل اوسپېڅلى كلتور لري موږ بايد د خپل كلتور د ساتلو او خوندي كولو لپاره هلي ځلي وكړو موږ بايد د هر هغه منفي بريد څخه ځان وژغورو چي زموږ د ژوند پر اړخونو باندي منفي تاثير اچوي موږ ډېره وياړلې ژبه لرو ډېره غني ژبه لرو چي پښتو ده زموږ ځوانان زموږ خلګ بايد د خپلي پښتو ژبي لپاره خدمت وكړي اوس ډېر ځوانان دي چي انګليسي او كمپيوټر ته يې مخه كړېده د دې لپاره چي څه پيسې وګټي پلار يې هم تل دا وايي چي داسي تكړه زوى مي دى انګليسي يې خلاصه كړې ده زه دا نه وايم چي انګليسي دي نه زده كوي خو خپله ژبه دي نه هېروي لكه رحمان بابا چي وايي (( د بل ژبه زده كول كه لوى كمال دى ، خپله ژبه هېرول بې كمالي ده )) نو هر ځوان بايد د خپلي خوږې ژبي د غني كولو لپاره شپه او ورځ هلي ځلي وكړي .

سوال: د كندهار د پوهني د ريس په توګه قدرمنو ښوونكو ، د معارف منصوبينو او د افغانستان ګران ولس ته مو پيغام څه دى ؟

جواب : له هرڅه نه مخكي ګرانو ښوونكو ته مي دا پيغام دى ، دا مي هيله او ارزو ده چي د كندهار د غم ځپلي ، مجاهد مسلمان ولس د اولادو په ښوونه او روزنه كي شپه او ورځ هلي ځلي وكړي په پوره ايمانداري ،اخلاص ،صداقت سره د هغوي په زده كړه كي د هغوى په روزنه كي تر وسه زيات كار وكړي هغوى ښه وروزي .

د هيوادوالو څخه خصوصاً د كندهار د ديني عالمانواو قومي مشرانو څخه مي هيله او ارزو دا ده چي زموږ د كندهار ولايت د اولس د اولادو لپاره د علم زمينه مساعده كړي سوله راولي د سولي په ټينګښت او ساتلوكي كومك وكړي ، كار وكړي تر څو زموږ دغه نوى نسل ځوان نسل د يو ښه سالم مسلمان او پښتانه په ډول باندي په دې ټولنه كي د خپل راتلونكي لپاره كار وكړي خدمت وكړي ښه انسان په دې ټولنه كي پيداسي ښه انسانان د كندهار ولس له منځ څخه بيا پيدا سي چي د افغانستان خلګ په هغه باندي افتخار وكړي لكه څرنګه چي اوس موږ منتخب ريس جمهور لرو كندهارى دى نو يوازي كندهاريان بلكي هر پښتون هر افغان په هغه باندي افتخار كوي نو په آينده كي بايد نور نور د دغي سيمي څخه د دې خاوري له لمني څخه د دې ټاټوبي څخه سر راپورته كړي او د افغانستان مشرتوب وكړاى سي نو زما هيله او ارزو د ښوونكو ، زده كوونكو ، قومي مشرانو، ديني عالمانو، او نورو دوستانو څخه دا ده چي موږ پښتانه يو موږ خپله ژبه لرو خپل كلتور لرو موږ جنګيالي نه يو موږ ازلي جنګياليان نه يو پيدا سوي او موږ ترو ريستان نه يو موږ بايد نورو افغانانو او نړۍ والو ته دا ثابته كړو چي موږ تر هر څه زيات پرعلم مين يو .

پای

دمشرقي ليسې زده كوونكي اوښوونكي د ټولګيو او كتابونو د نه شتون او ګڼ شمېر نورو ستونزو څخه سر ټكوي!!
ګذارش : ارغند

مشرقي ليسه چي د كندهار ښارد ښكار پر دروازې د څلور لاري ختيځ پلو ته موقيعت لري كلونه،كلونه يې كيږي چي دې كړېدلي او جګړه ځپلي ولس او هيواد ته يې په زرګونو تنه فارغين وركړي دي .اوسمهال په كښي په زرګونه تنه زده كوونكي زده كړه كوي. د دې ليسې يو تن زده كوونكي عصمت الله بهير د درس پر مهال د ګڼو ستونزو په اړه را ته وويل: لومړۍ ستونزه مو د جوړو او د درس ويلو لپاره د اماده ټولګيو نه شتون دى ځكه په ژمي را باندي ټول يخ تيريږي چه په صورت كي يې ډير زده كوونكي د درس ويلو ته زړه نه ښه كوي او بله لويه ستونزه مو د يو شمېر كتابونو نشتوالى دى ټول تعليمي كال تير سي خو موږ ته د اړوندي ټولګى كتاب و نه رسيږي .دغه راز يو بل تن زده كوونكي محمدالدين را ته وويل:

زموږ ښونځۍ له ډيرو كړاوونو سره لاس او ګرېوان ده لكه د ټولګيو نه شتون ،د كتابونو نه شتون او د مسلكي ښوونكو نشتوالى. نوموړي زياته كړه چي كله په ژمي كي باران اوري او د ښار په ځينو چټلو چريوكي د باران اوبه راسي نو هغه د ښوونځى په منځ كي ودريږي دا چي زموږ په مكتب كي درسي اوطاقونه كم دي د پوهني رياست را ته څو داني خېمې را كړي دي. دغه اوبه خېمو ته پورته سي چي په صورت كي يې زده كوونكي درې يا څلور ورځي د زده كړي څخه پاته سي.محمدالدين په ټينګار سره وويل چي دغه مشكلات د ليسې مدير په سترګو ويني بيا يې هم څه نه دي كړي.او بل موږ په مكتب كي لابراتوار لروخو ښوونكو تر دا مهاله موږ نه يو وروستلي.يو بل تن صبور احمد چي د همدې ليسې زده كوونكى دى له مدير څخه په دې خوښ ووچي د ده په وينا نظم يې را وستلى دى او تل را باندي پوښتنه كوي ترقي تعليم امضاء كوي .خو نورو ستونزو ته يې بيا هيڅ پام نه دى كړى،اول زموږ ټولګى دروازې نه لري، چوكۍ يې ماتي دي ،كلكينان يې مات دي او توره تخته خو بيخي له لويه سره نه لرو. مدير صاحب يې بايد غم وخوري ځكه دا د ده دنده ده.

كله چي مي دا ستونزي د همدې ليسې له مديرحسام الدين آغا سره شريكي كړې هغه وويل: موږ څو،څو ځله د پوهني رياست ته مراجعه كړې ده او په وار وارومو د دوى ستونزي ور ته بيان كړي دي.خوتر دا مهاله يې څه خبر نه سته .

يو تن ښوونكي عبدالكبير هم ورته ستونزي په ګوته كړې او له مدير څخه يې په دې سرټكوئ چي ډېرى وختونه په ښوونځى كي نه وي ځكه په موسيسو او نورو ځايونو كي شخصي كار كوي ، همدارنګه يو بل تن ښوونكي هم د مدير له دي كاره سر ټكاوه او هغه يې ګرم باله چه پر مديريت سربېره په موسيسوكي كار هم كوي.

د دوى په اند كه مدير صاحب يوازي په ښوونځى كي بوخت واى ښايي چي مشرقي ليسه به دې حال ته نه واى رسېدلې .كله چي مي دا ستونزه د يادي سوي ليسې د مدير مخي ته كښيښودل.هغه په دې اړه له خبروكولوڅخه ډډه وكړه او خبرو كولو ته حاضرنه سو.

د دې ليسه د A.E.F په څانګه كي هم په زرګونه تنه هلكان او نجوني زده كړي كوي چي تر دا مهاله يې په سلګونه تنه زده كوونكي له بېلابيلو انګليسي،كمپيوټر،تجويد،او قرائت په برخو كي وخت ناوخته فارغه كړي دي .د دې كورس مسوول رحمت الله را ته وويل چي : موږ په خپلو چارو كي تر دا مهاله بريالي يو ځكه مدير را سره مرسته كوي . نوموړي زياته كړه :چه په دې ښوونځى كي شاوخوا(۳۰۰۰) تنه هلكان او۵۰۰ تنه نجوني زده كړي كوي چي له هغوى څخه يې زيات شمېر په دې كورس كي برخه اخلي او په ډېره لېوالتيا سره يې تعقيبوي .

يوه بله ستونزه چي د دې ښوونځى ښوونكو درلوده هغه د معاش لږوالى وو چي د دوى له انده په دې سره ورځنۍ چاري نه تر سره كيږي. كله چي مي په دې اړه هم له مدير سره خبره شريكه كړه.ده وويل: دا ستونزه يوازي په مشرقي ليسه يا كندهار كښي نه ده بلكي ټول افغانستان ور سره لاس او ګرېوان دى.ده وويل چي ما د پوهني رياست ته د دې تر څنګ د ښوونځى د بيارغوني پيشنهاد څو ځله كړى دى د پوهني اړوند استازي راسي ښوونځى وګوري او بيرته ولاړ سي څنګه چه ته نه يې په خبر موږ هم نه يو په خبرچي څه سي . حسام الدين آغا زياته كړه چي زه هر وخت د دې زده كوونكو غم خورم او اواز يې تر اړونده مسوولينو وړم خو هغوى پرې هيڅ سر نه ګرځوي او يا ښايي امكانات و نه لري چه مكتب را ته له سره ودان كړي .ده وويل كله چي باران شروع سي له بامه د اوبو څاڅكي د ټولګيو په منځ كي نښلي. بخارۍ به ور ته څه ګټه ورسوي كه چيري بخارۍ ولګوو د سوځېدو مواد هم په پراخه كچه نه وي .

د يادوني وړ ده چي د كندهار په ښار كي يو شمېر داسي نوري ښوونځى هم تر سترګو كيږي چه پر زده كوونكو يې د ژمي يخ او د دوبي سخته ګرمى تيريږي. ددې پر ځاى چي هلك څه زده كړي د ناروغيو يا له مرګ سره مخ كيږي.

د كندهار په ځينو ولسواليو كي خو ګردسره رسمي ښوونځى شتون نه لري .

په دې هيله سره چي اړونده چارواكي د دوى غم وخوري تر څو يو پرمختللى افغانستان ولرو.

د زړه فرياد
چلوونكې : سليمه (قيام)

د  ښوونځى مجلې ګرانو او محترمو لوستونكو سلامونه او نيكي هيلي مو ومنى دا دى تر يو نوي عنوان

لاندي چي د زړه فرياد نوميږي ستاسو محترمو لوستونكو په چوپړ كي يو د دې ګڼي د زړه فرياد مو يوه داسي چا ته ځانګړى كړى چي پر ځوانو هيلو او اميدونو يې داسي خزان راغلى چي د سپرلي دروازه يې تل تر تله د دې بڼ پر مخ وتړله ستاسي پام را ګرځوو د دې كړيدلي او  ځورېدلي زړه فرياد ته دا خور بي بي امينه ده چي اوس د كندهار ولايت په يوه ښوونځي كي د يو خدمتګاري په حيث دنده سر ته رسوي د بي بي امينې د ژوند رښتينې كيسه يا د ژوند پيل په دې توګه دى :

بي بي امينه په كندهار ښار كي ۳۵ كاله وړاندي د ډنډ په ولسوالۍ كي زېږېدلې ده كورنۍ يې د يو شمېر ستونزو  له امله كابل ته كډه وكړه امينې هلته زده كړي پيل كړې امينې له كوچنيوالي څخه يوه هيله درلودل هغه دا چي ډاكټره كيږي به دې به هميشه ويل چي غواړم ډاكټره سم امينه په ښوونځى كي د لايقو انجونو څخه وه او په ټولګى كي هم د ښو اخلاقو سره سره د لمړي صنف څخه شروع بيا تر پنځم ټولګى پوري عمومي اول نومره وه د امينې كورنۍ يوه غريبه كورنۍ وه پلار يې د كابل په ښاروالي كي مامور وو او نور كوم څوك يې نه درلودل امينې به ټوله شپه درس وايه خو د ښوونځى لپاره يې قرطاسيه نه درلودل امينې به پلار ته ويل پلاره ماته ولي كتابچه او قلم نه رانيسې؟ پلار به يې د ښاروالۍ زړې ورقي سره يو ځاى كولې او د دې لپاره به يې كتابچه جوړول امينه وايي د مكتب تر پنځم ټولګى پوري مي داسي ورځ نه په ياديږي چي ما دي په قلم ليك كړى وي پنسل مي تر هغه مهاله استعمالاوه چي ټوله به خلاص سو د كرايې په كور كي اوسېدلو هره ورځ به مو د يوه ځايه څخه بل ځاى ته كډه كوله امينې د زده كړي سره بې كچي مينه وه خو افسوس چي د كابل ښار د ورانۍ پر مهال د زياتو مېرمنو په څېر د امينې هيلي هم له خاورو سره خاوري سوې ښوونځي وتړل سوه دا هغه مهال په شپږم صنف كي وه حالت ورځ په ورځ خرابېدى د دوى ژوند ډير تريخ سو پلار يې له دندي لاس په سر سو دوى مجبور سول چي ګاوندي هيواد پاكستان ته كډه وكړي امينې له خپل وطن څخه د تللو پر مهال په لپو لپو اوښكي تويولې ، دوى پاكستان ته كډه وكړل هلته له يوې خوا مهاجرت له بلي خوا پردى هيواد، لويه ستونزه دا وه چي پلار يې بېكاره وو او دوى د كرايې په كور كي ژوند كاوه د امينې مور مجبوره سوه چي كار وكړي د امينې مور به د خلګو په كور كي كار كاوه لكه كالي پرېولل د اوړيو شنل او داسي نور….

امينې چي به انجوني او هلكان ليدل چي ښوونځى ته ځي ډېره په ځوريدل او ډېر به يې ژړل خو هيڅ لاس ته نه ور تلل امينې له خپلي كورنۍ سره پوره دوه كاله په پاكستان كي تېر كړل هغه وخت امينه د ځواني مرحلې ته رسېدلې وه مور يې هم ناروغه وه د دوى ګذاره  ډيره سخته سوله  دوى مجبوره سوله چي بيرته افغانستان ته ولاړ سي او دوى له پاكستان څخه د افغانستان په لور را روان سول او د كندهار ولايت ته راغله په كندهار كي هم حالت ښه نه وو پلار يي بيكاره وو.

د خلګو دې خبرو چي ګواكي پېغله لور دي په كور كي ناسته ده ولي يې نه ور كوي په زيات ولور يې وركړه كاروبار په شروع كړه لور خو د همدې ورځي لپاره پيداسوې ده پېغله لوردي په كور كي زړه كړه د هغې پر پلار زياته اغېزه كړې وه له كورني مشكلاتو او د خلګو له خبرو څخه تر پزي راغلى وو هغه وو چي امينه يې د زياتو پيسو په بدل كي يوه جنګ سالار او نالوستي چا ته وركړه .

له يوې خوا خو يې خاوند ډېر ظالم او ستمكاره انسان وو او له بلي خوا يې ډيري ناوړه كړني كولې .

امينه واده سول هغې  خپلي كومي ارزوګاني چي په زړه كي يې درلودې په خپل زړه كي يې دفن كړې او د هيلو پسرلى يې د هميش لپاره خزان سو نور به لمر خپلي زريني وړانګې هيڅكله هم د هغې لور ته و نه غوړوي . په زړه كي يې نور د غم ساحل څپې وهلې دا خو د دې غم او د واده نه وروسته يې كه د كور په كارونو كي ستونزه درلوده خواښي به يې مخ پر راواړه او تل به يې په پيغور كي ور ته ويل د څه لپاره مو را وستلې يې ته خو د كار هم نه يې پلار دي پرموږ خرڅه كړي يې كار خو سم وكړه كنه په خاوند به دي غبرګ غاښونه در وباسم دا خو د كور ستونزي وې چي امينه ور سره لاس او ګرېوان وه. له بلي خوا يې خاوند ډيرظالم وو او كله چي به كور ته راغلى ناحقه به يې بهانې كولې دومره به يې ووهله چي پرلاري به نه سواى تلاى خاوند به يې تل ور ته ويل ته خو كابلۍ انجلۍ يې په كابل كي دي خداى خبر څه كول . دامينې خواري ژوند همداسي تېرېده.

وختونه همداسي تېرېدل د امينې، درې څلور اولادونه پيداسول خاوند يې بيكاره بې روزګاره انسان وو هغه اوس هيروين څكوي اوس خو هغه له خپله ځانه هم نه دى خبر او.

د امينې ارزوګاني او اميدونه د غمونو په سيند كي لاهو سول ، د امينې خاوند كار نه كاوه دوى د فيقرانو په څېر ژوند كاوه. د خپلو اولادونو د ژوندي ساتلو لپاره څه وخت امينې د خلګو په كور كي كار وكړى خو د ژوند د مشكلاتو سره مخامخ سول چي ګذاره يې نه كيدل بلاخره مجبوره سوه چي يو ځاى كار.

دكار په لټه كي وه چي يوه ورځ يې خپله همصنفي نجيبه وليده چي اوسمهال د كندهار په يو ښځينه ښوونځى كي د ښوونكې په توګه دنده سر ته رسوي د خپلي ملګري په ليدو سره ډېره خوشحاله سول او ډېر يې ور ته وژړل خپل د تېر ژوند ټوله كيسه يې ور ته وكړل .

نجيبې د امينې سره د مرستي په خاطر هغه د ځان سره ښوونځى ته بوتله چي هلته د يوې كارګري په صفت دنده اجرا كړي اوس امينه په همهغه ښوونځى كي كار كوي او تل افسوس كوي او وايي : كه مي قسمت نه واى خراب او پلار مي راسره جفا نه واى كړې اوس به زه هم يوه ښوونكې واى ، خپلو ارزوګانواو هيلو ته به رسېدلې واى هغه وايي چي خپل اولادونه به حتماً ښوونځى ته داخلوي ، زده كړه به په كوي او دومره جفا چي له دې سره سوې ده هيڅكله به يې له خپلو اولادونو سره و نه كړي د اولادونو ژوند به نه بربادوي.

دا وه زموږ د دې خور د ژوند حقيقي كيسه د ټولو كورنيو څخه هيله لروچي خپل د اولادونو ژوند په خپل لاس برباد نه كړي د هغوى د راتلونكي ژوند په هكله لږ څه فكر.

د ښوونځى مجلې خوږو لوستونكو تر بلي ګڼي پوري چي بيا يوه خوركۍ د خپل ژوند رښتېنې كيسه را ته كوي او د هغې خور د زړه فرياد اورو تاسي پر لايزال خداى ج سپارو.

Touch game
ليكنه : استاد نوراحمد قرانمل

د تدريسي روشونو او اهدافو د ترسره كېدو لپاره له نړيوالو تعليمي پروسو څخه د ښوونځيو،پوهنتونو،ديني مدارسو او نورو تعليمي موسيساتو ښوونكي بېلابېل فعاليتونه تر سره كوي استاد محوري ، شاګرد محوري روشونه دواړه پر خپلو ځايونو ټاكلي پايلي لري د دې روشونو تر څنګ ځيني نور تدريسي فعاليتونه هم سته چي بايدګټه ور څخه پورته سي البته  چي ځيني فعاليتونه لكه لكچر (نوټ)وړاندي كول ، كتاب له مخي لوست،لوستيز تكرار په ماضي او فعلي شرايطو كي د يادوني وړ دي

يا تعليمي پروسه كي نژدې ۱۸ ډوله تدريسي فعاليتونه موجود Education په معاصر

دي چي د سالمي زده كړي د تر لاسه كولو او د سالم تدريس د پلي كولو لپاره په كار وړل  كېږي

)Touch gameد پورته يادو سوو درسي فعاليتونو يا تدريسي مېتودونو څخه يو هم د(

Direct communicationاصطلاح ده چي په كار وړل كېږي دا لوبه چي د مستقيمو تفاهماتويا

Touch game له لاري تر سره كېږي يو استراليايي ميتود دى چي د

نوم يې ورته غوره كړيدى سره تر دې چي دې ته ورته ځيني تدريسي موثر افغاني مېتودونه موږ لرو چي لا يې تر اوسه نړيوال توب نه دى اخيستى .

په مېتودونو كي د استاد او زده كوونكو تر منځ نېغ په نېغه اړيكه قايميږي په دې مېتود كي د پيغام څلور اړخونه په پاخه ډول تر سره كيږي زده كوونكي د ساينسي علومو په پرتله په اجتماعي زده كړه كي ښه لاسته راوړنه درلوداى سي  ځكه چي په دې مېتود كي هر زده كوونكي ته بېل د درس مفهوم په خلصه توګه رسيږي په مستقيم ډول هر زده كوونكى اړ كېږي چي په دقيق ډول د خپل متكلم خبره واوري او هغه بيا په كټ مټ بل standard  زده كوونكي ته نقل كړي دا فعاليت چي كله تر سره كېږي كه په ټولګۍ  كي۴۰ تنه ناست  وي او يوه منځنۍ جمله چي ده يوي ليكني په امتداد پر كار ولوېږي د ترسره كېدو لپاره د تدريسي ساعت ۲۳% وخت لګيږي د دې تدريسي فعاليت اجرا په لاندي ډول ده

استاد د درس خلص مطلب په دوو جملو كي د ټولګى اول نمره زده كوونكي ته پټ په غوږ كي وايي اول نمره زده كوونكى يې دوهم نمره هغه يې دريم نمره داغسي تر پايه يې ټول زده كوونكي په لين سره پټ په غوږ كي يوه او بل ته وايي تر څو د ټولګۍ وروستني زده كوونكي ته نوبت رسيږي وروستني زده كوونكي چي كوم پيغام د خپل اړخ له زده كوونكي څخه اخيستي وي پر توره تخته يي د ټولګۍ په مخ كي ليكي

وروسته استاد خپل پيغام چي په لمړي سر كي يې لمړي زده كوونكي ته وركړي وي هم پر توره تخته ليكي كه د درانه استاد د مطلب جمله او د وروستني زده كوونكي جمله په مفهوم سره يو شانته وه نو استاد په برياليتوب سره خپل ساعتيز تدريس پلي كړي او زده كوونكو په پوره ډول ګټه ځيني پورته كړېده او كه داسي نه وه استاد كولاي سي چي د پلان تدريس موضوع له سره پلي كړي

په اسلام كي د ښځوزده كړه او ښوونه
ډېوه همت/ كندهار

د اسلام سپېڅلي دين هر انسان  نر وي كه ښځه د علم د زده كړي لارښوونه كوي د اسلام مقدس دين د ښځو د زده كړي سره هيڅ ضديت نه لري په اسلام كي د زده كړي او ښووني حق نارينه او ښځو دواړو ته وركړه سوى دى د دې اثبات لپاره موږ لاندي ايت مطالعه كوو.

ژباړه : ولوله اى پيغمبره د خپل رب په نوم هغه د كلكي سوي ويني له يوې ټوټې څخه انسان هست كړ او ستا رب ډېر مهربانه دئ چي هغه د قلم په مرسته علم وښود انسان ته يې علم وركړ چي هغه نه په پوهېدئ .

د پورتني ايت په نظر كي نيولو سره دا څرګنديږي چي لوى څښتن چي د لومړي ځل لپاره پر رسول الله ص كوم ايت نازل كړى دئ په هغه كي يې د علم د زده كړي يادونه كړېده او د خپلو بندګانو پام يې ور ته اړولى دئ البته دا يادونه يې يوازي د نارينه لپاره نه بلكي د ښځي لپاره هم كړې ده بل ځاى كه چيري وګورو لوى څښتن ج په قرانكريم كي د التوبې په سوره كي فرمايلي دي :

ژباړه: او دا ضروري نه ده چي مومنان ټوله له مخي وتلي واي خو داسي ولي ونه سوه چي دهغو نفوسو له هري برخي څو كسان وتلي واى او د ديني پوهي او تحصيل څخه وروسته بيرته را ستانه سوي او د خپلي سيمي او سيدونكي يي خبرداره كړي واى تر څو غير له غير اسلامي چال چلند څخه ډډه كړې واى .

په پورتني ايت كي لوى څښتن ج د زده كړي  امر كړى دئ او په دې ايت مبارك كي هم دا امر يوازي نارينه ته نه دئ سوى بلكي ټولو انسانانو ته سوى دئ او دلته موخه د انسان څخه يوازي نارينه نه دئ بلكي ښځه هم ده .

د زده كړي د فرضيت په هكله رسول الله ص داسي فرمايلي دي : د علم زده كړه پر ټولو مسلمانانو فرض ده

د اسلام مقدس دين هر انسان ته د زده كړي ازادي وركړې ده او د زده كړي لپاره يې جنس شرط نه دئ ګڼلى كه چيري موږ د اسلام تاريخ مطالعه كړو نو موږ به ووينو چي په اسلام كي ډيري ستري پوهاني ،عالماني ،استاداني او د حكمت څښتناني تيري سوي دي چي ښه مثال يې دلته موږ ام المومنين بي بي عايشه رض راوړلاى سو بي بي عايشه د خپل وخت يوه ستره اديبه تېره سوې ده او دې تقريباً اته اتيا علما روزلي دي د دې په هكله د دې ممتاز زده كوونكئ عروه بن زبير رض وايي : ما د قرانكريم په تفسير،فرايضو،حلال او حرام ، ادب ، شعر او د عربو په تاريخ كي تر عايشې بله ښه عالمه نه وه ليدلې

حضرت ابو موسٰى اشعري رض چي يو ستر عالم صحابي دئ د بي بي عايشې په هكله وايي : كله به چي صحابه كرامو رض د كوم علم په هكله معلومات نه درلود نو موږ به د هغه په هكله د عايشې څخه پوښتنه كوله او هغې به موږ ته لارښوونه كوله

بي بي عايشه رض سربيره پر دي چي يوه ستره عالمه وه د هغه تر څنګ يوه ښه شاعره هم وه حضرت امام بخاري رض په الادب امفرد كتاب كي له عروه رض څخه روايت كړى دئ چي د عايشې بي بي رض د عربو د نامتو شاعر كعب بن مالك ټوله قصيده چي څلوېښت شعرونه وه په ياد وه

د عايشې بي بي د شاګرد موسٰى بن طلحه څخه روايت سوى دئ چي وايي : ما تر بي بي عايشې فصيح اللسانه نه ده ليدلې همدارنګه له ام المومنين بي بي عايشې رض څخه تقريباً دوه زره دوه سوه لس احاديث روايت سوي دي .

د دې تر څنګ ام المو منين ام سلمه رض هم د پوهي څښتنه وه د دې په هكله حافظ ابن حجر رض وايي چي : ام سلمه رض  د ډېر ښايست تر څنګ د ډېر پاخه عقل او پياوړي نظر او رايي څښتنه ګڼل كېده د ام سلمه څخه يو زرو درې سوه اوه اتيا احاديث روايت سوي دي ام سلمه رض ته د ډېر علم تر څنګ د فتواى د وركولو نعمت هم ورپه برخه سوى وو علامه ابن قيم رض د دې د فتواوو په هكله ليكي چي : كه چيري د ام سلمه فتواوي راټولي سي نو يو كتاب ځيني جوړيږي ويل كيږي چي له ام سلمه څخه يوې ستري ډلي علم تر لاسه كړى دئ او ډېر علما يې روزلي دي .

دغه راز د حضرت اسما بنت مخرمه په هكله ويل سوي دي چي دا يوه ډېره ستره استاده وه اكثرو ښځو به د دې څخه ديني او شرعي مسايل پوښتل او دې به صحيح جواب ور كاوه حضرت اسماء د خپل تجارت په وخت كي مسلمانانو ته تبليغ كاوه او دا چي به هر ځاى د تجارت لپاره تلله هلته به يې د هغه ځاى خلګو ته د دين احكام ور وښودل د حضرت حسن د لمسۍ سعيده نفسيه په هكله ويل كيږي چي امام شافعي رح له دې څخه زده كړه كړې ده د يادوني وړ ده چي په اسلام كي داسي ښځي هم تيري سوي دي چي ستر مسلمان واكمنان يې روزلي دي چي د هغو څخه يوه هم حضرت بريره ده د حضرت بريره څخه ډير حديثونه روايت سوي دي دې بي بي ډېر زده كوونكي روزلي دي چي د هغو څخه يو هم عبدالمالك بن مروان وو چي په اسلام كي يو ستر مسلمان واكمن تېر سوى دئ څنګه چي دلته په زيات تفصيل سره د ټولو يادونه ډېر ځاى نيسي نو موږ پر دغو څو سترو ښځو باندي بسنه كوو .

د پورتني ښځو د يادولو څخه زموږ موخه دا ده چي داسلام په مقدس دين كي يوه مسلمانه ښځه په حجاب كي هم كولاى سي چي علمي ، مذهبي ، ټولنيز او سياسي علم تر لاسه كړي .

د ښوونځى مجلې څلورمه ګڼه له چاپه راووته
ښوونځى په كندهار كي د لوى كندهار د زده كوونكو د ټولني دوه مياشتنۍ خپرونه ده چي د لومړي كال څلورمه ګڼه يې د ښكلو او رنګه پوښتيو په لرلو سره تازه له چاپه راوتلې ده .

د ښوونځى دا ګڼه اته شپېته 68 مخونه لري چي تر څلور دېرش سرليكونو لاندي بېلابېل علمي ، معلوماتي ، ښوونيز او روزنيز مطالب په كښي خپاره سوي دي .

د ښوونځى مجلې موسس او مشر عبيدالله تسل او مسوول مدير يې احمد جاويد تنوير دى .

ښوونځى د سوېل لوېديځي حوزې په كچه لومړنۍ مجله ده چي د زده كوونكو لپاره ځانګړې سوې ده او د هغوى ليكنو ، ستونزو  او غوښتنو ته يې په خپله غېږ كي ځاى وركړى .

د يادوني وړ ده چي د لوى كندهار د زدكوونكو ټولنه لومړنۍ خپلواكه ټولنه ده چي په سوېل لوېديځه حوزه كي د زدكوونكو لپاره فعاليت كوي .

اړيكي : 0700304111-0772211337

showanzai_afg@yahoo.com برېښناليك :

www.larawbar.com/showanzai ويبپاڼه :

رواني نا امنۍ پر ښوونيز بهير څومره ناوړه اغېزه كړې ؟
محمد رسول : د پنجوايي ولسوالى ښوونكى

زما نوم محمد رسول د پنجوايي ولسوالۍ ښوونكى يم . والله رواني نا امنۍ پر ښوونيز بهير باندي ډېره اغېزه كړې ده او اوس هغه د ولسواليو زده كوونكي ښوونځي ته زړه نه ښه كوي چي د زده كړي لپاره ولاړسي او بله خبره د ځينو وسله والو ډلو له خوا د ښوونكو او زدكوونكو تهديدول دي چي زده كوونكي يې ښوونځي ته له تګ څخه محروم كړي دي ، او پر روان ښوونيز بهير يې ډېره ناوړه اغېزه كړې ده زه خپل كله چي په كلي كي روان يم نو ځني كسان د ځانه سره ګډ وي چي : دى خو نو هم معلم دى په مكتب كي درس وركوي او كله چي د شپې په كور كي بيده يم د يو شي كړپ سي زه دا فكر كوم چي يو څوك په تا پسي راغله . د حل لاري يې دا دي چي تر هرڅه دمخه بايد دولت امنيت راولي او په ليرو پرتو سيمو كي ښوونځيو ته ډېره پاملرنه وكړي . او عام ولس هم دا ونډه لري او په خاص ډول مور او پلار چي بايد خپل لوڼي او زامن ښوونځيو ته واستوي .

نجيب الله / د ارغنداب ولسوالۍ د باباولي ښوونځى زده كوونكى :

زما نوم نجيب الله دارغنداب ولسوالۍ په باباولي ښوونځى كي درس وايم .

زه چي كله مكتب ته راځم نو د ډير مشكلاتو سره مخ يم په كلي كي نور هلكان وايى چي دا مكتبي دى ، دى  خو د كافرانو كتابونه وايي او په كور كي هم ماته هر وخت مور او پلار وايي چي مكتب ته مه ځه حالات ډېر خراب دي  زما د حكومت او نورو چارواكو څخه دا هيله ده چي تر هر څه دمخه بايد موږ ته امنيت راولي او د عامو خلګو څخه مي هيله دا ده چي خپل ماشومان ښوونځي ته واستوي او د علم او پوهي په ګاڼه يې سمبال كړي او د عام ولس څخه مي هيله دا ده چي تر دولت د ښوونځي په ساتلو كي دوى مهم رول لري بايد دوى هم د ښوونځيو په ساتلو او د معارف په پرمختګ كي كومك وكړي .

عبدالحبيب/ د ظاهر شاهي عالي ليسې سرمعلم

زما نوم عبدالحبيب د ظاهر شاهي عالي ليسې سرمعلم يم  زما په فكر اوسنۍ وضي پر ښوونيز بهير باندي ډېره ناوړه اغېزه كړې ده او په خاص ډول پر كوچنيانو او د ښوونځي پر زده كوونكو باندي نا امنۍ نه يوازي پر زده كوونكو بلكي د كورنيو پرغړو باندي ډېر بد تاثير كوي .تر هغه وخته چي امنيت سم نه سي تر هغه وخته تعليم د تطبيق وړ نه دى . په دې برخه كي عام ولس دا ونډه لري چي بايد دوى د دولت سره يو ځاى سي او همكاري  ور سره وكړي او په محل كي هغه خلګو ته دا ووايي چي د تعليم مخه و نه نيسي  .

او دا ور ته ووايي چي كوچنيان ايله په كوڅوكي مردكي او بجلي وكړي او يا په نشه يي توكو اخته سي دا ښه دى او كه دغه د خداى ج او رسول ص لاره تعقيب كړي او تعليم او تربيه لازم او ملزم دي په كوڅه كي دوى نه تربيه زده كولاى سي او نه هم تعليم نو تر هغه چټي كارونو دغه ښه دى چي مكتب ته ولاړسي مدرسې ته ولاړ سي د علم او پوهي په ګاڼه ځان سمبال كړي او د دولت څخه مي غوښتنه داده چي امنيت راولي ، ښوونځي جوړ كړي تر څو دغه ملي شتمني له لاسه ور نه كړي او دغه شاګردان د سبا ورځي ځوانان دي د دې وطن د ملا تير وي .

رازيمه سهيل/ د كندهار ښار د زرغونې انا د ليسې زده كوونكى

زما نوم رازيمه سهيل ده د كندهار ښار د زرغونې انا په عالي ليسه كي زده كړي كوم . كه د يوه طرفه د اوسنۍ يوويشتمي پيړۍ پرمختګونو ته وګورو او له بلي خوا زموږ په ګران هيواد كي اوسنۍ نا امنۍ ته وګورو نو دا به څرګنده سي چي ډېر پاته يو او كه موږ وغواړو چي د هغه هيوادونو سره ځانونه سم كړو يوازي د تعليم دلاري كولاى سو چي ځان د هغوى سره سيالۍ ته ور وباسو خو له بده مرغه زموږ په هيواد كي ښوونيز بهير له ډيرو ستونزو سره مخ دى د زده كوونكو كتابونه سوځل كيږي ، ښوونځى يې سوځل كيږي هغوى نه سي كولاى چي ښوونځي ته ولاړ سي او په خاص ډول ښځينه زده كوونكي له ګواښونو او ستونزو سره مخ دي . زه خپله كله چي ښوونځي ته ځم بېرېږم چي اوس مي څوك ترور نه كړي يا مي يو څوك و نه وژني هره ورځ يې اورو چي نن يې معلم مړ كړى نن يې زده كوونكې مړه كړه خو بيا هم موږ د خپل هيواد په خاطر ښوونځي ته ځو او تر څو چي مو وس وي خپلي زده كړي به كوو . زما د ټولو هيوادوالو څخه او په خاص ډول د هغو وروڼو څخه چي هغه د دولت سره په مخالفت كي ولاړ دي هيله مي داده چي كه ښوونځى بل څوك سوځي دوى يې بايد مخه ونيسي چي زموږ ګران هيواد پر خپلو پښو ودريږي .

مريم / د كندهار ښار اوسېدونكې

زما نوم مريم د كندهار ښار د لويي ويالې د سيمي اوسېدونكې يم .

د دغه حكومت په اولو شپو كي امنيت ښه وو ، كراري وه دا جنګونه او دا كيسې نه وې نو زه هم را ولاړه سوم خپلي دوې لوڼي او يو زوى مي مكتب ته ور واچول ، ښه ډېر سبق يې ووايه هر كتاب يې د مخه ويلاى سواى ، قران شريف يې زده كړى ، خط يې ويلاى سواى وروسته كرار دا ټك و ټوك شروع سو نن دلته ځانمرګى وسو ، هلته يې بم پټاو كړى ، هلته يې انجلۍ وتښتوله هلته يې هلك وتښتوى بل ځاى يې بيا معلم مړ كړى او بل ځاى يې بيا مكتب وسوځى نو زه هم مجبوره سوم خپلي دواړي لوڼي او يو زوى مي د مكتب څخه را وايستل .

دوى يتيمان دي پلار نه لري اوس هم ډېر ارمان كوي او هره ورځ را ته وايي چي مور موږ به بيرته خپل مكتب شروع كړو زه ور ته وايم چي يا نه به ځى . د دولت څخه مي دا غوښتنه ده چي امنيت دي راولي موږ به بيرته خپل اولادونه مكتب ته واستوو .

نوى ښوونيز كال او نوي هيلي
د ګران هيواد په ګرمو سيمو كي د وږي يا سنبلې د مياشتي پر شپاړسمه نېټه د زنګ په وهلو سره نوى ښوونيز كال پيل سو .

نوى ښوونيز كال په داسي حال كي پيليږي چي لا هم په سيمه كي په لوړه كچه كوچنيان د زده كړي له ستر نعمت څخه بې برخي دي .

د افغانستان د اساسي قانون د دروڅلوېښتمي مادې له مخي زده كړه د افغانستان د ټولو اتباعو حق ګڼل سويدى او په ټول افغانستان كي د متوازن معارف عامول او د منځنيو اجباري زده كړو د تامين لپاره د اغېزمنو پروګرامونو په وضع كولو او تطبيقولو سره دولت مكلف سويدى ، خو د سوېل لوېديځي حوزې د اوسېدونكو په وينا چي د دوى د اولادونو په ژوند كي كوم د پام وړ بدلون نه دى راغلى او دولت هم لكه څنګه چي ښايي خپل مكلفيت سر ته نه دى رسولى  .

اوس هم په سوېل لوېديځه حوزه كي زيات شمېر كوچنيان ښوونځيو ته د تګ په هيله شپې او ورځي سبا كوي او د يوې روښانه راتلونكي په هيله ناست دي ، خو رواني نا امنۍ او ګڼ شمېر نورو ستونزو يې ستري هيلي له خاورو سره خاوري كړيدي .يو شمېر ښاري كوچنيان بيا د واټونو پر سر په سپلنيو دودولو ، بوټ ګنډلو ، موټرونو پرېوللو او يا هم د فلزي دبليو په ټولولو ځكه بوخت دي چي اړ دي د كورنۍ لپاره كار وكړي او د خورك لپاره څه برابر كړي  .

د كندهار ولايت د پوهني د ريس محمد انور په وينا چي د تېر ښوونيز كال لاسته راوړني يې د نورو كلونو په پرتله خورا زياتي وې ، هغه مني چي د نا امنيو له كبله د كندهار ولايت په ولسواليو او ليري پرتو سيمو كي نژدې (137) ښوونځي تړل سويدي او له سلو زرو 10000 څخه زيات كوچنيان له ښووني او روزني څخه بې برخي سويدي همدا راز د كندهار په ګاونډي ولايت زابل كي نوي په سلو كي %90 كوچنيان له زده كړو څخه محروم دي ، د هلمند ولايت چي د مساحت له نظره د افغانستان له لويو ولايتونو څخه شمېرل كيږي خو د زده كوونكو شمېر يې 25000 پنځه ويشت زره تنه دى چي د پوهني د وزير په وينا د شمالي ولايتونو د يوې ولسوالۍ د زده كوونكو شمېر د دې څو چنده دى .

دا په داسي حال كي ده چي د پوهني وزير محمد حنيف اتمر كندهار ولايت ته د خپل سفر په ترڅ كي د ٣،٧ ميليونو ډالرو په ارزښت د ٤٨ نويو ښوونځيو د جوړولو تړونونه د قومي شوراګانو له استازيو سره لاسليک کړل.

نوموړي ژمنه كړې وه چي ٩٠ نوي ښوونځي په اروزګان ولايت کي، ٨٠ ښوونځي په هلمند ولايت کي او ٢٠ نور په زابل ولايت کي جوړيږي.

هغه د سوېل لوېديځي حوزې په هر ولايت كي د يوه دارالعلوم ، د هر ولايت په ولسواليو كي د يوې ديني مدرسې د جوړولو ، په ولسواليو كي د ښوونكو د روزنيز پروګرام د پلي كولو ، په ولسواليو كي د تړل سوي ښوونځيو د بيرته پرانيستلو ، د ښوونكو د مياشتني معاشونو د لوړولو ، ښوونكو ته د مځكو وېشلو او ګڼ شمېر نوري وعدې وكړې خو عملي كولو ته يې د دې حوزې د هر اوسېدونكي سترګي څلور سوي ، د دې حوزې ښوونكي خو د ژوند هره شېبه په خورا سختي سره د كرايي په كورونو كي تېروي ځكه چي د څو كلونو را په دېخوا د دولت له خوا ور سره د مځكو ور كولو درواغجني وعدې كيږي .

لكه څنګه چي د يوې ټولني بنسټ سالمه ښوونه او روزنه جوړوي او بېله سالمي ښووني او روزني څخه د يوې سالمي ټولني جوړول ناممكنه دي نو راځى چي په ګډه د ښووني او روزني د پياوړي كېدو لپاره كار وكړو .

په دې هيله چي مسوول چارواكي ، ميندي او پلرونه ، قومي مشران او ديني ملا صاحبان  د سوېل لوېديځي حوزې د كوچنيانو غم وخوري او پرېنږدي چي سبا ورځ د همدې كوچنيانو د نيوكي ګوته د دوى په لور كږه سي .

په ټول افغانستان كي د معارف د پياوړتيا په هيله