د کورتۍ بند

April 30, 2008 – 12:49 pm

عبدالله الهام جمالزی

اکبر د ګوتو ټکونه وايستل، شونډې يې په غاښونو کې ښخې کړې، لاسونه يې سر ته ونيول او شاوخوا يې وکتل، له ځان سره يې وويل: اخر ولې؟ …. سر يې پر ونه تکيه کړ، تندي ته يې لاس ونيو کښته يې جامو او بوټونو ته وکتل، پښه يې وخوځوله لکه چې لا تر اوسه هم درد کوي ويې څنډله، بېرته يې کښېښوده.د ونې شا ته يې په اوبو کې د باران څاڅکو ته کتل چې يو_يو لګېده او له ځانه يې دايرې جوړولې او تيتېدلې. د اسمان د تنېدلو ږغ هم راته، خو د هغه په سر کې لا د هماغه وختي شور ږغ و، مه کوه … خدای ته وګوره ….هغه د زړه له اخلاصه چيغې … هغه غريبې او بېوسه چيغې چې خپله اکبر هم باور نه کاوه، چا به اورېدلې وي. هغه يې زندۍ کړ، ډېره شېبه يې پر ستوني ناست و، چې دمه يې وخته ترې راپورته شو، سر ته يې ولاړ و، زړه يې نه غوښت چې ترې روان شي، لږ ځای راغی خو بېرته وروګرځېد، له ځان سره يې څه وويل، بيا يې په ګرېوان کې لاس بند کړ خدايه ته خو وکړې چې ژوندی وي … ورغی سر ته يې ودرېد، د هغه سترګې اسمان ته ختلې وې، ساه پکې نه چلېده، هغه پخوانۍ چيغې يې ورپه ياد شوې. څومره لويې_لويې چيغې يې وهلې … اخر … ما ته به … نه، پرېږده يې.په باران کې هماغه راز ولاړ و، تېرې صحنې يې يوه_يوه له سترګو تېرېدې، هغه وخت ورته ياد شو چې ورسره بريد يې شو، هغه پر سر وواهه._ځه اوس وايه چې زه درته وښيم. ته له چا سره مخ يې؟ … له چا سره دې سرو کار دی؟…بيا يې په سوک پر سر وواهه، په هغه شېبه کې يې پر سترګو توره تياره خپره شوه، هغه شېبه ورته ياده شوه، اوس يې بيا سر ته لاس وروړ، دومره ډېر نه و خوږ شوی، وينې هم نه وې، يوازې پړسېدلی و.له ونې سره جوخت شو، مخ يې ويالې ته کړ او پر ځمکه کښېناست، په همدې فکرونو کې و، چې څنګه هغه په داسې تنها ځای کې ورسره يوازې مخ کېده، که په هغه لوی خوړ کې ورسره يوازې نه وای مخ شوی نو څه په بلا يې واهه، څه پلار خو يې نه و وژلی…له پاس کلي څخه څو کسان راووتل، اکبر ورته ځير شو، دا پسې څه کوي؟… په اوبو کې يې لاس واهه، پر خپله پزه يې وينې وليدې._دا له کومه شوې؟هغه وخت ورته ياد شو چې رحيم ته يې زندۍ وراچوله، هغه ورسره لاس پښې کولې، ده پر مخ په سوک وواهه، د هغه پزه وينې شوه. اکبر پزه پاکه کړه، په سترګو کې يې اوښکې راورګرځېدې._عجيبه غوسه راغلې وه، ټول ملامت په خپله وم، هغه خوار، لکه چې رښتيا مړ شوی دی… نه_نه خدای دې نه کړي … ما خو نه غوښتل چې مړ شي … لکه چې په خپله يې ځان….سر يې وخوځاوه په اوبو کې يې خپلې څېرې ته وکتل، لاړې يې تو کړې. شاوخوا يې وکتل، په شنو ونو کې له هغې خوا يو څوک راروان و، لوی_لوی ګامونه يې اخيستل، لکه چې اوبه يې په وار وې. بېلچه يې پر اوږه وه، او له ځان سره يې سندرې ويلې._اې لېونۍ! وۍ کاشکې مرګی نه وایاکبر مخ ترې راوګرځاوه لاس يې په يخو اوبو کې ننه ايست._دا لېونی ګوره، دا وخت ګوره د ده سندرې ګوره … پرېږده يې … نه نو اوس به څه کېږي … اخ دا خو هم خير که څوک وپوهېږي … نه که چا لېدلی … نه چا نه يم ليدلی … خو خدای ته به … اخ …لاس يې له اوبو راوايست، پر مخ يې راتېر کړ، آه يې وکړ، له ځايه پورته شو، جامې يې نورې لمدې شوې وې، باران اورېده او ځمکه هم کراره_کراره لنده شوې وه. د لارې خوا ته راووت، اوس نو باران پرې سم واورېده، پور ته يې باران ته خوله ونيوله او آه يې وکړ. پر لارې روان شو، اوس به ورځم کور ته، اوی که رحيم مړ شي، نو د هغوی ډېوه به څه کوي؟ لکه زموږ لښته هغه خو هم نوې ناوې ده، خواره … نه ملامت رحيم دی چې زما سره يې زور واهه، ولې يې ما ته ويل چې زورور يم، خو بيا مې له زوره نه و، که هغه غوره نه وای کړې ما څه په بلا واهه، خو سهار به يې بيا په جومات کې سره پخلا کړي وای … نه اصلاً ټول فساد خپله په رحيم کې و، دا يې اول وار نه و. هغه بله ورځ يې هم قاسم دوی ته ويلي وو چې اکبر زما له زوره نه دی … ودرېږه چې زور درته معلوم شي … نه ….سر يې په دواړو لاسو کې ونيو شاوخوا يې وکتل، وړاندې پر لاره يو ځوان او يوه نجلۍ روان وو، دواړه په خپلو کې کرار_کرار سره ږغېدل. اکبر ته په رارسېدو سره يې له اکبره وپوښتل._څو بجې دي، وبخښۍ؟._زه نو څه خبر يم. څو بجې دي!بد يې ورته وکتل ترې روان شو، ځئ ورک شئ، زما څخه پوښتنه کوي څو بجې دي! په خپله ساعت رانيسه، خوار شې، ډمه خو دې ښه درسره روانه کړې ده.په جېبونو کې يې لاسونه ننه ايستل، سترګې يې تتې کړې._اوس به کور ته ځم؟ … ورک کړه، بلا دې په دغه کور پسې شي … نه … وړاندې روان و، شونډې يې په غاښونو کې نيولې وې. يو چا له شا پسې ږغ کړ._اکبره!اکبر ږغ و نه کړ، کرار_کرار روان و، خپل سوچونه يې وهل … که اوس کور ته لاړ نه شم، خو ټول به پوه شي که رحيم مړ شو نو ما وژلی. بيا پسې ږغ شو._اکبره!_مرګ اکبره، درد اکبره، بلا اکبره._څه چل دی؟_ما ويل ساعت څو دی؟اکبر څه و نه ويل روان شو، خو تر لږ ځنډ وروسته يې فکر شو، دا خو کريم و، د رحيم ورور، دا خو به پرې خبر نه وي، هغه به لا پروت که به څو ک ور رسېدلي وي؟ نه ياره تر اوسه به څوک نه وي ور رسېدلي. که ور رسېدلي وي نو بيا يې داسې وبوله چې اوس به يې کلي ته رارسولی وې؟.پر لارې کرارې_کرارې چيکړې جوړې شوې او د هغه بوټونه هم درانه شول، يو خو يې پښو هم لږ درد کاوه، رحيم په لرګي وهلی و، خو چيکړې هم زياتې شوې وې. لاسونه يې وموښل بېرته يې په جېبونو کې کښته کړل. وړاندې يې کلي ته وکتل چې په خړه هوا کې د باران تر شنه چتر لاندې شين او تازه معلومېده. د جومات مخه هم له ګڼې ګوڼې ډکه معلومېده. اکبر سترګې تتې کړې، تندی يې تريو کړ او له ځان سره يې وويل:_په دې باران کې دومره خلک دباندې څه کوي؟ … شايد رحيم به يې موندلی وي. که ژوندی وي خو اوس به يې ورته ويلي وي چې دا د اکبر کار دی. که مړ وي خو … نه نو چې مړ وي ښه دی … نه بابا خير دی، زه دې وهل وخورم، خو چې هغه مړ نه وي …شاوخوا يې وکتل زړه يې غوښتل چې کښېني. خو ټوله ځمکه باران لمده کړې وه، د کښېناستلو ځای نه و، بل دا چې لاره وه، هر څوک تېرېدل، بيا به نو هر چا پوښتنه کوله، ولې ناست يې؟ له لارې يو څه چپ او په فصلونو کې وړاندې روان شو، زړه يې نه و چې کلي ته لاړ شي. له ځان سره يې ويل: کاشکې يو ښه ځای ته تللی وای.خو مخ پر کلي روان و، د سړک په منځ کې د کلي پر لوري د عسکرو جيپ روان و، ږغ يې کرار لګېده، يا به د باران ږغ زيات و خو اکبر چې هر څومره متوجه شو سم ږغ يې نه اورېده. يوازې جيپ يې ليده چې د باران تر شين چتر لاندې د کلي پر لوري روان و، له ځانه سره وبنګېده. دا خو هم لکه چې پکې راپيدا شول. دا د سپي زامن پکې چا راغوښتي دي، خو خپله به حل شي نو ته دا ګوره چې ځان يې پکې لکه د تروو مچ راوغورځاوه … اوس لکه چې ګرانه … نه له کلي به لاړ شم … نه کله کېږي ….پر مخ يې دواړه لاسونه راتېر کړل، خولې شوی هم و، ځکه ډېر څيزونه يې اغوستي وو، له بلې خوا يخه هوا پرې لګېده، او يخ باران پرې اورېده، لارې ته يې وکتل له ځان سره يې وويل: پر دې لار خو چې سړی ځي نو بې کاره به وي ….په سوچ کې روان و، چې ناڅاپې پرې ږغ وشو._تا ته وايم مرسته راسره وکړه.اکبر شاوخوا وکتل، د پوليسو موټر يې وليد، خو ليرې و، سم نه معلومېده، خو نښتی و، يو کس ترې دې خوا ته راغلی و او اکبر ته يې ور ږغ کړ._راځې که نه؟!اکبر څه و نه ويل، هماغه راز يې سر کښته اچولی و، په خپلو سوچونو کې ډوب و، خو بيا پرې ږغ وشو._کوڼه! کوڼ يې که څه بلا؟ لږ مرسته راسره وکړه._پلار ته دې ووايه چې مرستې ته درشي، د سپي زويه!نور يې هماغه راز ځمکې ته کتل، کله_کله به په کلي کې ګڼې ګوڼې ته متوجه شو، له ځان سره به يې وويل: هغه به اوس ضعيف وي، اوس به زما په اړه خبرې کوي … نه هغه به اوس مړ وي، خلک به يې د کفن غم خوري، ډېوه به پرې خبره وي. که ډېوه پرې خبره شي؟.شا ته يې تېز څپ_څوپ ته پام شو، يو کس بېل پر اوږه را اخيستی و، د هماغه پوليس پر لوري يې منډې وهلې. اکبر ورته وکتل، سر يې وخوځاوه، عجيب احساس يې کاوه، بد زړه خوړينی، غمجن، هېڅ نه پوهېده اوس څه وکړي؟ پر کومه لاړ شي؟ کور ته ورشي؟ د جومات مخې ته ورشي، رحيم وويني؟ …د لاوډ سپيکر ږغ شو، ملا اذان پيل کړ، اکبر له ځان سره وويل: دا لا څه نخره ده، خو څو بجې دي؟ښايي زه به په وخت نه وم پوهـ شوی. ډېر وخت به تېر وي؟.کلي ته رانږدې شو، مخامخ جومات ته ور روان شو، پښې يې نه تلې خو پر ځان يې فشار راووست مخ پر جومات ور روان شو، له ځان سره يې وويل چې که بل قسم نه شي داسې ځان خلاصولای شم.مخ پر لوړه د جومات مخې ته ور روان و. خلک ټول بوخت ښکارېدل، په کلي کې هم شور و، چا ژړل چا سترګو ته څادرونه نيولي وو، د جومات په مخ کې ټول خلک راټول ولاړ وو. اکبر له ځان سره وويل: نه رحيم نه دی، ځکه په دومره وخت کې يې هغه راورساوه؟ مړی او ژوندی يې معلوم شو؟ او اوس يې بيا په چپرکټ کې اچولی دی. شايد بل څوک به وي. بېرته يې شا ته پوليسو ته وکتل، بيا نو خير که راشي. خو بيا هم شر جوړوي پوليس خو داسې کار نه کوي … نه خو همداسې کار کوي.د جومات په مخ کې راټول خلک د پوليسو موټر ته متوجه و، د اکبر په ور رسېدو سره ټولو اکبر ته وکتل، اکبر له ځان سره وويل: لکه چې لاړې؟ دا ټول ولې ما ته داسې ګوري؟ په چپرکټ کې څوک دی؟اکبر سترګې تتې کړې، لال اکا ته ورنږدې شو، په حيرانۍ او لېوالتيا يې ترې پوښتنه وکړه._خيريت دی؟هغه روان شو، وړاندې چپرکټ ته ودرېده څادر يې ترې پورته کړ، رحيم و، خندانه څېره يې په چپرکټ کې ايښې وه اوس له چيغو لوېدلې وه، خالي جسد و، اکبر له ځان سره په چرت کې ګډ شو: دا نو څه کولای شي؟ هېڅ دومره هم نه شي کولای چې ووايي زه اکبر ووژلم ….په غاړه کې رشمې ته يې فکر شو چې يوازې چا پرېکړې وه، خو لا يې په غاړه کې پرته وه، اکبر سترګې تتې کړې، خپله کورتۍ ورته ياده شوه، دا بند يې له خپلې کورتۍ ايستلی و، د هغه په غاړه کې يې ور اچولی و، خپلې کورتۍ ته يې وکتل، بېرته يې د رحيم پر مخ څادر ورکش کړ، په شاوخوا خلکو کې يې وکتل، ټول غمجن وو، شاوخوا يې کتل، کښته يې پوليسو ته وکتل رارسيدلي وو، نور ډېر نږدې وو.اکبر حيران شو، کاشکې تللی وای، دا کورتۍ مې ايستلې وای. بيا به ژر راغلی وای … نه خو اوس هغه دې دلته راورسېدل بيا به يې وروسته ګورم … نه اوس کښېنه چې هر څه پېښېدل بيا يې ګورو … نه….پوليس راورسېدل، يو چاغ مشر پوليس چې وړاندې دغه قوماندان دلته کار کاوه، هم راغلی و، اکبر ته يې دوه سترګې ونيولې._وختي ته وې؟_چېرته؟_هلته چې هغه د موټر لپاره چا درڅخه مرسته وغوښته._هو.څه يې و نه ويل، سر تر پايه يې اکبر ته وکتل، د کلي د خلکو د خبرو باران و، قوماندان صېب! قوماندان صېب!لږ وروسته قوماندان دومره وخت پيدا کړ چې د رحيم مخ لوڅ کړي. ډېره شېبه د رحيم په غاړه کې رشمې ته ځير و، بيا يې په ګرد چاپېر ولاړ و، په ټولو کليوالو کې يې وکتل، بيا به رشمې ته ځير و، بيا به يې په کليوالو کې وکتل. څو ځله يې اکبر ته نېغې سترګې ونيولې … اکبر له ځان سره ويل: ولا فساد يې جوړ کړ.قوماندان وويل:_خدای دې وبخښي … زه خپله ټوله هڅه کوم، تاسې به هم راسره مرسته کوئ.اکبر يې تر لاس ونيو. ټولو کليوالو حيران_حيران ورته وکتل._چېرې يې بيايې؟_بس خير دی، لږ کار ورسره لرم. تاسې خپل کار کوئ.اکبر ټول رېږدېده، عسکرو د موټر خوا ته راووست، قوماندان پسې راغی، د موټر يوې خوا ته ودرېد. پر موټر يې لاس کښېښود، اکبر ټول رپېده، قوماندان په ډېره نرمه لهجه ورته وويل: _نه پوهېدې چې نښه يوازې کورتۍ نه ده؟د اکبر په سترګو کې اوښکې راوګرځېدې. لاندې يې وکتل. غوښتل يې چې ووايي، نه قوماندانه دروغ وايې … قوماندانه ما ولې بيايې؟ څه ما خو نه دی وژلی، خپل اخښی مې دی، خو هېڅ خبره يې خولې ته نه ورتله، خولو يې پر مخ د ويالو په څېر لارې جوړې کړې. په چرت کې يې ويل کاشکې اوس زه هم دلته چا وژلی وای، له دې بدنامۍ خو به خلاص وای. خو بيا قوماندان ته ځير شو چې لا يې نېغې سترګې ورته نيولې وې. له ځان سره يې وويل: بايد په ځان يې پوه نه کړم، بايد چې هر څومره ژر وي، يو څه ورته ووايم.خوله يې خبرې ته جوړه کړه، د جومات په مخ کې خلکو ته يې وکتل، ټولو اکبر او قوماندان ته کتل، اکبر له ځان سره وويل: بايد يو څوک راشي قوماندان ته وايي چې دا بې ګناه د هغه هم اخښی دی.خو هېڅوک هم نه راتلل.قوماندان ته يې سترګې ونيولې، غوښتل يې ښې ډېرې خبرې ورته په جرئت سره ووايي، خو قوماندان ورته وويل:_ځه_ځه خبرو ته ډېر وخت لرې.

Sorry, comments for this entry are closed at this time.