ته د مينې کرښه کش کړه، زه به پاڼه د کتاب شم
April 30, 2008 – 12:58 pmحسيب الله شينواری
همزولو به مې هره ورځ راته د خپلې مينې او محبت کيسې کولې، خو زما پر زړه يې هېڅ اغېز نه کاوه. دا هر څه به راته جعلي او لباسي ښکارېدل.
ډېرو به راته ويل چې ته په دې ځواني کې يوه معشوقه نه لرې، د پوهنتون محصل او معشوقه نه لرل، د نه منلو خبره ده.
خو زما د زړه د مينې دروازه دې يوې خبرې لا هم خلاصه نه کړای شوه.
دا نه چې زه په مينه باور نه لرم، خو زه د اوسنۍ زمانې پر مينانو باوري نه يم.
په خوا به خلکو ويل چې مينه کېږي نه، بلکې پيدا کېږي، خو اوس مينه کېږي، پيدا کېږي نه.
البته دا هم نه وايم چې زه ډېر بې مينې او د نفرت ګوډی يم، خو کېدای شي زما پر زړه لا د مينې هغه باد نه وي راالوتی کوم چې زما د زړه د مينې د دروازې ځنځيرونه وشلوي.
د مينې په ورځ مې يوه ملګري، چې په هندوستان کې زدکړې کوي، په چېټ کې راته وويل: هلکه پوهېږې چې نن د مينې ورځ ده؟
ځواب مې ورکړ، زما يې له خيره، زه خو څه مين نه يم.
د پيغام په لېږدولو سره مې ملګري څو پيغامونه ډېر په بيړه سر پر سر راواستول:
_اوهو! ولې ته معشوقه نه لرې؟
_نن خو هغه ورځ ده چې يو معشوق خپلې معشوقې ته سوغات ورکوي.
_نن ورځ معشوق خپلې معشوقې ته د زړه اظهار کوي.
_نن په هندوستان کې ټول پوهنتونونه رخصت دي.
_ښه دوسته زه ځم پر ما ناوخته دی.
_نن زموږ په پوهنتون کې د مينې د ورځې په مناسبت جشن جوړ شوی دی.
_د خدای په امان.
سمدستي راسره يو بل د زړګي سر ملګری (ر_س) په چېټ کې راسره مخامخ شو، ما هم چې معشوقه نه درلوده، همدا ملګري ته مې د مينې د ورځې مبارکي وويله.
ده په خندا راته ځواب راکړ، ولې انډيواله زه خو دې معشوقه نه يم. دا مبارکي خلک خپلې معشوقې ته ورکوي.
په خندا سره مو څو شېبې خبرې تېرې_راتېرې کړې.
لږ وروسته مې د ده د خبرې په اړوند فکر وکړ.
خو نه، د ده خبره زما زړه و نه منله، مينه يوازې له معشوق يا معشوقې سره نه وي بلکې مينه له هر چا سره کېدای شي. مينه له مور او پلار سره، مينه له دوست سره، مينه له ورور_خور سره ……
ځينې خلک مين يوازې هغه چا ته وايي چې معشوقه يا معشوق ولري، خو نه، داسې نه ده هر انسان مين دی، بېله مينې انسان ژوند نه شي کولای، همدا مينه ده چې انسان يې ټولنيز مخلوق ګرځولی، همدا مينه ده چې انسان يې پرمختګ ته هڅولی، همدا مينه ده چې انسان ته يې تل پاتې ژوند ورکړی…..
د نړۍ هېڅ داسې قانون لا نه دی جوړ شوی چې پکې پر مينه بنديز وي او همدا مينه ده چې لا تر اوسه کوم ټاکلی او ځانګړی تعريف نه لري، ځکه هر څوک ورته له بېلې_بېلې زاويې ګوري.
نو د مينې په ورځ يوازې معشوق يا معشوقې ته سوغات او اظهار نه بلکې له هر چا سره چې مينه کوئ، مبارکي ورکول په کار دي.
Sorry, comments for this entry are closed at this time.