دا پښتونستان زموږ
April 30, 2008 – 1:00 pmمحمدآصف خواتي/ هالېنډ
زموږ د هيواد پاخه عمرو وطنوالو به د (دا پښتونستان زموږ) په نامه ترانه لا له ياده نه وي وتلې چې د پخواني پاچا د واکمنۍ په زمانه کې هره شپه د افغانستان د راډيو په څپو کې خپرېده چې بېله شکه پر زړونو ښه لګېده، دا ځکه چې د دې ترانې په اورېدو سره هغوی دا خوبونه ليدل چې هيواد به يې په جنوب کې خپلو طبيعي پولو ته ورسېږي، د هند سمندر ته به لاره پيدا کړي او د بريټانيايي ښکېلاکګرو د افغاني ضد سياستونو له امله جلا شوي پښتانه او بلوڅ وروڼه به د پنجابيانو له ظلمه خلاص او د خپل واک خاوندان شي، خو وليدل شول چې چارواکو دا ترانه او د پښتونستان د داعيې نارې_سورې د خلکو د غولولو لپاره کولې دا ځکه چې درې ځله چارواکو طلايي فرصتونه له لاسه ورکړل چې کولای يې شول خپلې جلا شوې سيمې بېرته تر لاسه کړي. يا دا چې د ډيورنډ د تحميلې کرښې هاخوا پښتانه او بلوڅ خپل برخليک په خپله وټاکي. دا هغه فرصتونه وو چې پاکستان له هند سره په جګړو بوخت وو او يا هغه مهال چې بنګاليانو (شرقي پاکستان) د خپلواکۍ لپاره پاڅون وکړ او خپله خپلواکي يې تر لاسه کړه، خو هغه مهال د افغانستان حکومت هېڅ و نه کړل.د پخواني پاچا له دا ډول چلند څخه ښکاري چې د (دا پښتونستان زموږ) ترانه او له پښتنو او بلوڅو سره د خواخوږۍ نارې_سورې هغه غولوونکې هڅې او شعارونه وو چې د ځانګړو موخو په خاطر تر سره کېدې. دا يوازې پاچا نه و بلکې تر هغه وروسته چارواکو هم په زړه پورې شعارونه، ژمنې او وعدې ورکولې او په خپل رژيم او ګوندونو يې داسې نومونه ايښودل چې له عمل او چلند سره يې هېڅ سر نه خوړ. هغوی چې خپل ګوند، حکومت او دولت يې ډموکراټيک باله، هلته د ډموکراسۍ هېڅ پته نه لګېده. هغوی چې کله له خپلو ګوندونو او دولتونو سره د اسلام سپېڅلې کليمه اضافه کړې وه، داسې کارنامې يې پرېښودلې او لا يې تر سره کوي چې د اسلامي اصولو او شريعت مخالف اعمال او کړنې دي.نن چې پر اسلامي اصولو سربېره د ډموکراسۍ او بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو بازار خورا تود دی، وينو چې د ډموکراسۍ په نامه د دې پر ځای چې له مخالفينو سره د خبرو اترو لپاره هڅې وشي او د هغوی غوښتنې په نظر کې ونيول شي، هغه په پوره بې رحمۍ سره د ړندو بمباريو په واسطه وژل کېږي. بېګناه خلک له القاعدې او يا طالبانو سره د تړاو درلودلو په پلمه زندانونو ته اچول کېږي او له هغوی سره ناروا چلند يوه عادي خبره ګرځېدلې ده. د پوځي عملياتو او په تېره بيا د بمباريو قربانيان اکثره بېګناه ملکي وګړي، ماشومان او ښځې دي.په دې وژنو او تلفاتو کې تر هر څه زياته سپېڅلې، خو بدبخته افغانه ښځه زيانمنه کېږي. د زوی او يا لور د وژلو په وير کې تر هر چا زياته ځورېږي او دا چې د هغې خاوند يا په بله اصطلاح د هغې د نفقې مسوول مړ شي، نو د هغې لپاره په دې نړۍ کې محشر جوړ شي. د افغانستان واکمن ځوروونکی وضعيت دروند پېټی د ښځو پر اوږو پروت دی. له همدې امله وينو چې دا مظلومه ځانوژنې ته اړه کېږي. دا ځانوژنې د دې ترخه واقعيت څرګندويې دي چې افغانه ښځه له کومو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ ده او حقوق يې څرنګه تر پښو لاندې کېږي.بل دا چې اوسمهال د بيان د آزادۍ او سياسي فعاليتونو لپاره د ښو او مساعدو شرايطو د واکمنېدو خبرې د دولتي سرچينو او د هغوی د نړيوالو حاميانو له خولې ډېرې اورېدل کېږي. زياتې په اصطلاح آزادې خپرونې (راډيو، ټلوېزيون، ورځپاڼې، اوونيزې، مجلې، ويبپاڼې) او ګوندونه چې يا يې په سر او يا پای کې د اسلامي او ملي کليمې ليکلې چې پر زړه ښې لګېږي، موجودې دي، خو هغه څه چې په دې ډله ييزو رسنيو کې تر سترګو کېږي او هغه څه چې دا لسګونه ملي او اسلامي ګوندونه خپروي په هغه کې له اسلامي موازينو، ملي احساس او ملي ګټو څخه دفاع او ملاتړ نښې نښانې ډېرې لږ دي او که کومه ليکنه او خبر چې د هيواد د ملي ګټو د ساتنې، د افغانانو پر ضد د بې پايه توطيو او خاينانه پلانونو د افشا او د خلکو د روانو بدمرغيو د اصلي لاملونو خبره مطرح شوې وي، نو هغه نه خپروي او هغه له خپلې نشراتي پاليسۍ سره په ټکر کې ګڼي، غواړم په دې اړوند لږ شان بحث وکړم. څو ورځې مخکې مې يوې ويبپاڼې ته يو مطلب د نشر لپاره ولېږه خو د هغې چلوونکې را ته ليکلي وو (ليکنه مو خورا په زړه پورې وه، خو زموږ له نشراتي پاليسۍ سره سر نه خوري).تاسې وګورئ چې که ليکنه په زړه پورې ده، نو ولې يې نه خپروئ او هغه څه چې د نوموړې رسنۍ له نشراتې پاليسۍ سره سر نه خوري، هغه هم نه په ګوته کوي. زما ليکنه هغو اسنادو ته ځانګړې شوې وه چې ګواکې د امريکا سفارتونو په افغانستان او پاکستان کې افشا او د رسنيو په اختيار کې کښېښودل او ځينو رسنيو په پوره شور او شوق سره خپاره کړل او پر هغې يې خپلې تبصرې وکړې، البته چې دا اسناد د افغانستان د نيمې پېړۍ مخکې پېښو او وضعيت په هکله وو. د هغوی خپرول اوسمهال بېځايه خو لمسوونکی عمل و. هغه څه چې په نوموړو اسنادو کې ډېرو ته د منلو وړ نه وو او پر دې څرخېدل چې ګواکې پښتانه قومپال دي او د ځينو هغو پښتنو سياسي شخصيتونو په اړوند چې د ملي احساس خاوندان وو له غرضه ډکې څرګندونې ليدل کېدې، چې منطقاً اسنادو د نورو ميشتو وروڼو قومونو حساسيتونه راپارول چې دا په خپله د دې ولس تر منځ د واټن زياتېدو او دښمنيو ته لمن وهل وو.خو نوموړې ويبپاڼه چې د ډيورنډ د کرغېړنې کرښې د دې او هغې خوا اوسېدونکو د ارادې، غوښتنو، هيلو او ګټو د بيانولو او څرګندولو په موخه خپرونې کوي، هر افغان او په تېره بيا پښتانه هغه غواړي، خو زما هغه ليکنه يې خپره نه کړه چې د دغو اسنادو او د هغو پښتون دښمنو ډلو غلطو او لمسوونکو تبصرو او د هغوی ناسموالي ته ګوته نيول شوې وه.
د دې پاڼې نوم او د سنبالوونکو دا ډول چلند ما ته د (دا پښتونستان زموږ) ترانه را په ياد کړه چې څه ډول يې هره شپه دا ترانه د خلکو د غولولو لپاره خپروله، خو په هغو مناسبو وختونو کې چې بايد د پښتنو او بلوڅو وروڼو د حقونو د تر لاسه کولو لپاره عملي ګام پورته شي، هېڅ و نه کړل شول. د دې پاڼې چلوونکې ډله يا مسوول هم هغه څه نه خپروي چې د ډيورنډ د کرغېړنې تحميلې کرښې د جلا شوو ولسونو او مېړنيو پښتنو چې دا مهال د يوه ستر ازمويښت لاندې شپې ورځې تېروي، کړاوونه ګالي، قربانۍ ورکوي، هيله او ارزو ده. د هغوی پر ضد د نړيوالو د شيطاني مرکزونو له افغاني ضد هڅو څخه پرده ليرې کوي او دا ولس دې ته رابولي چې بيدار اوسي، سره يو شی که نه نو له منځه ځي، تاريخ ته يې سپکاوی کېږي او خپل هويت له لاسه ورکوي.
Sorry, comments for this entry are closed at this time.