زيار
April 30, 2008 – 1:02 pmايمل هدايي/ کوټه
زيار يو د پرمختګ او ترقۍ له غوره لاملونو څخه دی، زيار هغه وسيله ده، چې د ده په واسطه موږ خپل برخليک ته تغير ورکولای شو. زيار د علميت، عزت، شهرت، راحت، شعور او بډايۍ اساسي منبع او سرچينه ده.د ژوند او حيات هرې غوټې ته که غور وکړو نو بېله زحمته به هېڅکله خلاصه نه شي. هر اتل چې په کومه ژوبله او جګړه کې بری مومي زحمت، که عقلي او که فزيکي وي، ورسره شرط دی. که څوک زحمت و نه ګالي هېڅکله به په دې و نه توانېږي چې ځان ته يوه ګوله نفقه هم پيدا کړي، او په دې برخه کې رحمان بابا هم داسې ويلي دي:بې زحمته راحت نشته زما وروره
که راحت غواړې، زحمت درلره بويه
تر نن ورځې پورې چې هر چا رښتينی زحمت کښلی، ثمره يې ضرور لږ وي او که ډېره ليدلې ده، چې د اکثرو ژوندي مثالونه موږ په خپلو سترګو وينو او حتا د اکثرو د زيار ثمرې تر دې حده خوږې دي چې ځانونو ته يې زموږ د لومړنيو احتياجاتو تر څنګ قرار ورکړی چې له دې جملې څخه بايد د ځينو نوراني څېرو يادونه وشي:که چېرې اېډيسن زيار نه وای ايستلی نو نن ورځ به موږ د برېښنا له سهولت څخه بې برخي وای.که ګراهم بل زيار نه وای ايستلی، نن ورځ به خلک په ټليفون کې له خبرې کولو محروم وای.که رايټ ورڼو زحمتونه او رنځونه نه وای ګاللي، نن ورځ به خلک د الوتکې له سفره بې برخي وای.که مهاتما ګاندي زحمتونه او رنځونه نه وای ګاللي، اوسمهال به هند د خپل واک څښتن نه وای.او که اميرامان الله خان زيار نه وای ايستلی، نن ورځ به موږ د پرنګيانو چوپړ ته مړوندونه رانغښتلای.نو بنا پر دې دلايلو بايد وپوهيږو چې له زحمت پرته هېڅ نه موندل کېږي.زيار بايد د ژوندانه له بنسټيزو اصولو څخه وګڼل شي او په تېره بيا موږ پښتانه چې نن ورځ د نړۍ له وروسته پاتې او ځپلو ملتونو څخه ګڼل کيږو او زموږ زيات پښتانه وروڼه په دښتو، غرونو او بانډو کې له ښوونې او روزنې څخه بې برخي پاتې دي او په دې اړوند واکمنو او مسوولو کسانو پاملرنه نه ده کړې، نو له دې کړکېچن ناورين څخه د پتمنو پښتنو وروڼو ايستل په ډېره غټه پېمانه زحمتونو او کوښښونو ته اړتيا لري، په تېره بيا دا زحمتونه د زدکوونکو او محصلينو ټولۍ ته متوجه دي، ځکه زدکوونکي هغه نيالګي دي چې ملت د راتلونکي لپاره د ميوه لرونکو ونو هيلې لري.پر دې اساس موږ بايد د وطنپالنې په خاطر پر خپلو ځانونو له خپل وس سره سم ربړونه او زحمتونه ومنو او خپل پښتانه وروڼه پر پښو ودروو، د پوهې او علم په توره يې سنبال کړو تر څو ځانونه له نړيوالو سره د سيالۍ په کتار کې ودروو.
Sorry, comments for this entry are closed at this time.