د نبي کريم ص له خوا يوه ځوان ته د بدلمني نه کولو په اړه نصيحت
April 30, 2008 – 1:03 pmژباړه: عبدالرؤف حقيار/ کوټه
حضرت امام احمد بن حنبل رح په خپل مسند کې يو روايت چې له حضرت ابوامامة رض څخه روايت شوی، رانقل کړی دی، دی مبارک فرمايي: يو وخت يو ځوان جناب رسول الله ص ته راغی او عرض يې وکړ: يا رسول الله! زه د زنا کولو ډېر شوق لرم، ما ته د زنا کولو اجازت راکړه.صحابه کرام رض د دغه ځوان پر دا ډول بېځايه غوښتنې ډېر په قهر شول، خو رسول الله ص په ډېرې مهربانۍ هغه ته وفرمايل: ګرانه ملګرې! دلته نږدې راشه، زه لومړی ستا څخه يو څو پوښتنې کوم، بيا به ستا د خبرې ځواب درکړم.ده مبارک خپلې پوښتنې داسې پيل کړې:اې ځوانه! ته مور لرې؟ ځوان ورته وويل: بلې هو، زه مور لرم، رسول الله ص بيا ترې وپوښتل: ته د خپلې مور لپاره هم دا خوښوې چې يو څوک بدلمني ورسره وکړي؟ ځوان په ځواب کې ورته وويل: نه، يا رسول الله! د خپلې مور لپاره به څنګه بدلمني خوښه کړم؟!.رسول الله ص ورته وفرمايل: زما ګران وروره! نور خلک هم ستا په شان دي، هغوی هم د خپلې مور لپاره بدلمني نه خوښوي. تر دې وروسته ده مبارک بيا ترې وپوښتل: اې ځوانه! د خپلو خويندو لپاره خو به زنا خوښوې؟ هغه ورته وويل: نه، هېڅکله هم نه، يا رسول الله!ده مبارک ورته وويل: ايا دا تحمل او برداشت لرې چې دغه کار ستا لوڼې وکړي؟ ځوان ورته وويل: نه، يا رسول الله! د دې تحمل هېڅوک هم نه لري. وروسته ده مبارک عمه او خاله هم ور وښودلې، خو د هغه له خوا بس همدا يو ځواب و چې د هغوی لپاره زنا او بدلمني نه خوښوم.په پای کې رسول الله ص ورته وفرمايل: چې داسې ده، نو نور خلک هم ستا په چېر دي، هغوی هم دا ډول کار نه خوښوي. اې ځوانه! ايا ته کولای شې داسې يوه ښځه پيدا کړې او بدلمني ورسره وکړې چې نه دې د چا خور، نه د چا مور، نه د چا لور، نه د چا عمه او خاله وي؟ تر دې خبرې وروسته ده مبارک خپل لاس د دغه ځوان پر شا ورکښېښاوه او داسې دعا يې وکړه: اَللّهُمَّ اغْفِرْ ذَنْبَهُ وَطَهِّرْ قَلْبَهُ وَ اَحْصِنْ فَرْجَهُ. (تفسير ابن کثير ٣ ټوک ٣٩ مخ) ژباړه: اې الله! د دغـــه ځوان ګناهونه وروبخښه، د ده زړه (له هر ډول بدو خيالاتو او غلطو فکرونو څخه) ورپاک کړه او (له بدو او ناوړو کارونو څخه) د ده د شرمګاه حفاظت وکړه.
د حديث راوي ابوامامه فرمايي: د الله تعالی کارونو ته ګوره د جناب رسول الله ص د دعا په برکت سره دغه کس مکمل اصلاح شو، تر دې وروسته يې بيا هېڅکله هم دغسې غلط او ناوړه فکر ونه واهه.
Sorry, comments for this entry are closed at this time.