په خوست کې له ښځو سره زور زياتی ډېر شوی
April 30, 2008 – 1:07 pmخبريال: ودان خوستی/ خوست
په دې وروستيو كې په خوست ولايت كې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي خورا زور اخيستى، څو ورځې وړاندې د دې ولايت د مركز اړوند سيمه كې له يوې ښځې څخه د كورنيو شخړو له امله سر غوڅ شوی و.
پوليس وايي، د دې پېښې په تور يې درې تنه نيولي چې ګمان كېږي د پيښې اصلي عاملين وي.نوموړې پېښه تېره ورځ خوست ښار ته څېرمه په توپچي نومې سيمه كې رامنځته شوې.د دې ولايت د ښځو چارو رئيسه روګل ځدراڼ وايي، نوموړې مېرمن په ډېره بې رحمانه توګه وژل شوې او وروسته يې مړی د پوليسو له خوا په يوه كور كې ومندل شو.دې زياته كړه، د تېرې يوې اوونۍ را په دې خوا دا درېيم ځل دى چې په خوست ولايت كې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ليدل كېږي.بل خوا د خوست ولايت له جنايي جرمنو سره د مبارزې مديروايي، د پېښې په تور يې د مېرمنې د خاوند په ګډون درې تنه نيولي چې ډېر ژر به اصلي مجرم پيدا کړي.له جنايي جرمنو سره د مبارزې د مدير د معلوماتو له مخې نوموړې مېرمن اوولس كلنه وه او دوه كاله وړاندې يې واده كړى و، خو تر دې مهاله يې اولادونه نه درلودل.د وژل شوې مېرمنې پلار پوليسو ته ويلي چې له لور سره يې وړاندې هم د خسر په کور کې بد سلوک کېده او څو ځله يې تر منځ پرېکړې هم شوې چې وروسته خبره تر دې ځايه راورسېده.د وژل شوې مېرمنې مړى د پوليسو له خوا د پلار كورنۍ ته سپارل شوى دی.په خوست ولايت كې كه څه هم كله ناكله د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ليدل كېږي خو دا لومړى ځل دى چې په ياد شوي ولايت كې له يوې مېرمنې څخه سر غوڅېږي.
Sorry, comments for this entry are closed at this time.