له مور سره خواله

April 30, 2008 – 1:09 pm

نازو پسرلی/ ايران

وايي د مور تر پښو لاندې جنت وي، منم لکه زه چې پر دغې خبرې عقيده لرم همداسې به د هرې مور تر پښو لاندې جنت وي. خوږې مورې خدای خبر چې زه ولې وروسته پوهه شوم چې مور ډېر حق لري، ته به راته ډېره ځورېدې تا به پر ما د دنيا ټولې ښېګڼې لورولې، تا به راته ډېر ښه خوبونه ليدل، تا به راته ويل چې د ځيګر ټوټه مې يې، ستا څخه بېلېدل راته ګران کار دی، زما زړه به تکيه و چې تر شا مې څوک شته، زه ولې څه پروا او اندېښنه وکړم او نه مې کوله. ستا په دې خوږه غېږه کې ډېره اسودګي وه، زه څومره له نړۍ بې خبره وم، زما د ښو جامو، ښو خبرو او د هر څه اندېښنې ستا سره وې، منم چې وړه او ماشومه وم او په څه نه پوهېدم، خو خدای درکړې وم، غېږه يې در ډکه کړې وه، څه به دې کول ستا په غاړه کې درلوېدلې وم، خو ته راته خوشاله وې، زه ستا د غاړې د سرو زرو اوږۍ وم، تا زما لپاره خپل مور او پلار پرې ايښي وو، د زړه يوه وړه نه يوه غټه ټوټه دې وم، اُف رښتيا څومره مينه دې راسره کوله ځکه چې وينه دې وم، پر ډېرو زحمتو سربېره دې په ګېډه کې نهه مياشتې ګرځولم او دا خيال دې هم لاره چې ډېره ژر مور کېږم، خدای پاک چې څنګه درته خوږ اولاد درکاوه ورسره يې لوی دښمن درکړ، تا به راته کتل چې و نه لوېږم، ته ګوره ژوبله نه شې، پام کوه پوړۍ دي …… د خولې ګوله دې راباندې لوروله په لوږې مې وږې وې، په بې خوبۍ کې راسره بې خوبه وې، د دنيا له کارونو دې لاس اخيستی ټول پام او نظر دې زما پر لور و، ډېره به ناجوړه وې خو په ځګېروي کې به دې ويل، خدايه تا راکړې او پر تا مې سپارلې، ته خو مې داسې ژر ترې بېله نه کړې. وړه او ماشومه ده، بله مور د خپلې مور ځای نه نيسي، په دومره درد کې به ستا راته پام و او له خدايه به دې زما لپاره ځانته دعا کوله، خو هغه ورځ هم راغله چې زه او ته يې سره بېل کړو، زما سترګې له اوښکې ډکې شوې او ستا زړه راته ډېر لوی معلوم شو، پر سر دې ښکل کړم او په مينه دې راته وکتل، زما زړه او سترګو د ګيلې په څېر درته وکتل چې اوس خو دې له ځانه ليرې کړم اوس به ما ته څوک دعا کوي، اوس به څوک زما له زړه خبر وي، څوک به مې هر هوس راپوره کړي، پر چا باندې به غاړې او نخرې کوم، ولې مورکۍ ستا خو د زړه ټوټه وم؟!.خو ستا د شونډو پر سر نرۍ موسکا ما ته ويل:لېونۍ زه خوشاله يم چې د بخت کور ته ځې، د مور په ژوند کې د هغې دا ارمان وي چې د لور د نکاح شپه وګوري.ما په خوله څه و نه ويل، خو ته راباندې پوهه شوې، له ځان سره دې وويل ته لا د مور له زړه خبره نه يې خدای به دې خبره کړي، زما به دا ارمان هم پوره شي چې هډ او ماغذه ووينم.زه په چورت کې لاړم: ته څومره عجيبه ښځه يې اوس مې نو د اولاد په غم کې هم يې او له ځان سره وايې چې لور مې د پردي کور وه، خو خدای دې غېږه ورته تشه نه کړي.ما ته خندا راغله، ته پرېږده اوس لا په څه غم کې يې، دا دنيا دوه ورځې وي بې اولاده هم ژوند کېږي، خو تا پر ما د دنيا ټولې ښېرازۍ په خپل وخت او زمان کې لورولې.اوس نو ګرانې مورکۍ! ستا د لمانځه په دعا کې يو بل کس هم زيات شو، لکه تا چې ويل اولاد هډ او لمسی ماغذه وي. خدای خبر د لمسي مينه مې نه ده ليدلې، خو رښتيا مورکۍ ستا له زړه خبره شوم اوس زه هم د دنيا ډېره لويه خوږه او زړه ته رانږدې ټوټه لرم، ستا خبره به مې د مرګ تر ساعته هېره نه شي چې ويل به دې زما به هغه وخت د اولاد اندېښنه کمه شي چې د لحد پر تيږه مې سر ولګېږي.ګرانې مورې خدای خبر چې زه، ته او د دنيا ټولې مېندې به هلته هم ارامې يو، چې وايي دغه ځای د مور تر پښو لاندې دی.

 

Sorry, comments for this entry are closed at this time.