د هوتکو د يو دېرش کلن قيادت په دوره کې شاعرانې ښځې

April 30, 2008 – 1:17 pm

دويمه برخه

پروين ملال

احمدعلي کهزاد د استاد عبدالرؤف بېنوا د ٰهوتکي هاٰ اثر په سريزه کې تر يو لړ نورو څرګندونو وروسته ليکي ٰنهضت هوتکی ها در تاريخ افغانستان جديد فصلی از ازادی خواهی، استقلال طلبی، حفظ خاک وطن وحريت پسندی فطری افغانی استٰ.

هو! په افغانستان کې تر دوه نيمې پېړۍ سياسي تجزيې وروسته د هوتکي دورې له راتلو سره يو ځل بيا يو خپلواک حکومت جوړ شو او افغانانو وکولای شوای د ميرويس په شان مدبر مشر د قيادت په رڼا کې د خپل تاريخ يو زرين باب پرانيزي. ميرويس خان چې په اتم پښت کې د هوتکو د سرسلسلې باني ٰهوتکٰ چې وروسته خلکو د هغه د علمي او روحاني منزلت پر اساس ورته د ٰباباٰ لقب ورکړ او ټوله اولاده يې د هوتکو په نامه ونومول شوه، رسېږي. هوتک بابا سربېره پر دې چې يو روحاني شخصيت و، دا ټغر او سيوری د افغانانو ملي رياست يې پر غاړه لاره. د ازادۍ له لارې لوی مبارز او له مغلو سره د ٰسورغرٰ په تاريخي جګړه کې مخامخ جګړه کوونکو په پټه خزانه کې د ثبت مشهورې حماسي ترانې:

 په سورغر بل راته نن اور دی

وګړو جوړ راته پېغور دی

 خالق دې موږ د دغه لوی مبارز پر خپلواکي مين روحاني، علمي، شخصيت د ټبر په زرينه او له وياړونو ډکه دوره کې د پښتو ژبې په ښځينه شاعرانو پسې څرک را اخيستی، تر څو زما وس کار کاوه د بېلابېلو کتابونو پاڼې مې واړولې خو د هوتکو په دوره کې له نازو انا، بي بي زينبې، بي بي مسرۍ، څخه اضافه نورې شاعرانې په دغه دوره کې و نه موندل شوې. په تېرو برخو کې ما يادونه وکړه چې په کتابونو کې د ثبتو ښځينه شاعرانو شمېره ولې لږ ده. دا به سره ومنو چې شعر د يوه خاص حالت مولود دی خو دغه حالتونه يو له بله سره توپير لري او کوم ډول حالت چې موجود وي، شعر به هم د هماغه په څېر وي.په افغانستان کې د هوتکو دوره له هغو دورو څخه ده چې د سوونو په شمېر کلونو په تېرېدو سره اوس هم د افغان تاريخ له وياړه ډک باب جوړوي د هوتکو د دورې سوبې او فتحې که له يوې خوا حماسي زېږوي، نو له بلې خوا د نارنج ماڼۍ په پرتمين حصار کې د اعليحضرت شاه حسين هوتک په کلتور او ادب پروري باندې د محمد هوتک پټې خزانې ليکنه د دربار د کاتبانو په قلم د پښتو ادبياتو د حماسو د تاريخ ښکلې او له وياړه ډکه پېښه ده. مرحوم استاد بېنوا په خپل اثر ٰهوتکي هاٰ کې ليکي: ٰکتاب ګرانبهایٰ (پټه خزانه) بامروی تاليف ګرديدو هم بامروی کاتب ها درپشاور فرستاده شدندتا از ديوان رحمان بابا نسخی های معتددی رانقل بردارندو بقندهار بيا ورند که از اين ناحيه احساني رابر تاريخ ادبيات پښتو نهاده استٰ.ٰخود نيز در پشتو و فارسی شعر ميګفت ٰ او بيا تر يو لړ نورو خبرو وروسته وايي: ٰشاه حسين به اين شخصيت شاعرانه و عالمانه از مهارت حربی وعسکری نيز بی بهره نبودٰ. د پټې خزانې مولف محمد هوتک چې د شاه حسين له نوم سره د افضل المعاصرين ظلل الله فی العالمين لقب يادوي د پټې خزانې په (111) پاڼه کې د دغه ادب پرور شاه په هکله داسې څرګندونې لري …. پادشاه عالم پناه په ارګ کې د کندهار، هغه قصر چې نارنج بلل کېږي (55) هلته په نفته يوه ورځ دربار کا په کتب خانه کې، او په مجلس کې (5) علما جمع کېږي او شعر او فضلا ټولوي. زه محمد هوتک د دې کتاب کاتب هم په دې مجلس کې يم او د پادشاه ظلل الله اشعار او ادبيات په قلم کاږم.هو! که د ميرويس نيکه د قيادت د دورې پيل په افغانستان کې د يوه ملي حکومت اساس ږدي او خپل قوم ته له اسرات څخه نجات ورکوي، که سلطان حسين صفوي تر ماتې وروسته په خپلو لاسونو د وياړلي افغان شاه محمود پر سر باندې د شهنشاهي تاج ږدي او د افغانستان شهنشاهي د ايران په پرتمين دربار کې پيل کېږي. شاه محمود، د فاتحينو په دبدبه او جلال پر شاهي تخت کښېني. که د شاه حسين دوره په کندهار کې د ٰنارنج ماڼۍٰ په ښکلي ماحول کې د رزم او بزم تاريخ جوړوي نو دا هم يو حقيقت دی چې ميرويس نيکه د نازو انا له غېږې راپاڅېدلی او شاه حسين او شاه محمود د ٰخانزاديٰ په شان پروره غېږه کې روزل شوي دي. زموږ د هيواد سپېڅلو مېرمنو د تاريخ په اوږدو کې د ملت پرستي حريت پسندي، علم، عرفان او ادب زدکړه په اوچته روحيه د اولادونو له روزنې سره د کور تر څلورو دېوالونو شا ته په سپېڅلو ارادو سر ته رسولې. د دغه ډول مېرمنو شمېره خورا ډېره ده خو دا چې څو نومونه په کتابونو کې د ثبت په سبب تر موږ رارسېدلي خپل دليلونه لري. د هوتکو د دورې لومړنۍ شاعره چې په پټه خزانه کې ثبت شوې، هغه نازو انا ده. محمد هوتک په پټه خزانه کې د دغې نوميالۍ پښتنې شاعرې په باب داسې وايي: هسې نقل کا: چې نازو د سلطان ملخي توخي لور وه، تولد يې په (1061) سنه هجري هغه ځای ته نږدې و، چې (تازی) نومېږي. سلطان ملخي په هغه وخت کې د غزني تر جلد که د اقوامو مشر و او پر استقلال يې حکومت کاوه، معارض او ساری يې نه درلود.محمد هوتک وروسته د هغې د مېړانې، سرښندنې او سخا ذکر کوي او د نازو د پلار له سلطان ملخي سره غره ته نږدې د جګړې پر وخت د شهادت او د نازو د ورور حاجي عادل جګړې ته تلل. د پلار د شهادت انتقام په هڅه له کوره وتل او د بي بي نازو د شهامت کيسې کوي. د دې فاضلې او عابدې پښتنې شاعرې په هکله افغانستان کې د ښځو د ښوونې او روزنې تاريخي بهير اثر د استاد بېنوا د ميرويس نيکه اثر د 28 پاڼې په حواله ليکي: د نازو په علمي روزنه کې د دې پلار ډېره توجه درلوده او هغې له فاضلو مېرمنو او سپين ږيرو پوهانو څخه ليکل او لوستل زده کړل.د مرحوم استاد بېنوا په هوتکي ها، اثر کې داسې لولو ….ٰنازو نيز باثر ذوق فطری و استعداد ذاتی خود، در فراګرفتن علم کوشيد، از علماء متبحر تحصيل کرد، خواندان و نوشتن رابقدر کافی آموخت خصوصا در ادب پښتو مطالعات عميق بعمل آوردتا اينکه خودش نيزيکی از شاعره هايی خوب عصر خود ګرديدٰ…

د دغې اديبې او عارفي مېرمنې له دوو وزرو بيتونو څخه تر موږ پورې يوازې يوه څلوريځه رارسېدلې، خو په پوره جرئت او باور دا ويلای شو چې د دغې وياړلې مېرمنې دغه يوه څلوريځه د ځينو نارينه وو شاعرانو له پوره شاعرۍ سره د کيفيت پر اساس انډول توب کولای شي. نازو انا دغه د نازک خيالۍ د تخت ملکه د تخيل پر لوړو څوکو ناسته وايي:

 سحرګاه وه د نرګس لېمه لاندهڅاڅکي_څاڅکي يې له سترګو بهېدهما ويل څه دي ښکلي ګله ولې ژاړې

ده ويل ژوند مې دی يوه خوله خندېده

 په سحر کې د نرګس د سترګو لوندوالی د ژوند او مرګ له فلسفې سره يو ډول منطقي تړون لري. سحر د ورځې او ژوند د پيل زېری دی او د نرګس ژړا د دې لپاره چې ژوند دومره لنډ وي چې له يوې خولې خندېدو سره پيل او پای ته رسي. راځئ چې په دغه فلسفه کې له بلې خوا هم ورننوځو. موږ خوښي هغه وخت احساسولای شو چې غم وپېژنو. ٰويل دورانتٰ په خپل اثر ٰلذات فلسفهٰ کې د ٰميکانيسمٰ تر سرليک لاندې بحث کې وايي:ٰاګر به کينه و غرور و ترس طعنه می زينمو اګر برای ګريه آفيريده شده ايمپس سرور وشادی تورا چګوند در خواهيم يافتٰ.د نازک خيالۍ ملکه نازو انا د دغه څلوريځې په بديعي صنعت کې د ښکلي او لوړ تخيل، استعارو، اشارو او رمزونو په ډکه نړۍ کې د جمال لوړې ماڼۍ ته خېژي او هغه ښکلا ته چې د طبيعت له اساساتو څخه ده، ورننوځي.هو! نړۍ ښکلې پيدا شوې او طبيعت تل ښکلی و يا دی. سحرګاه يا سباوون، نرګس، د پرخې څاڅکي، ژړا د ژوند په مفهوم ټوله ښکلا_ښکلا ده. د نازو انا په دغه څلوريځه کې ښکلا پر څو اړخونو بيانوي.1-     ښکلا په خپل مفهوم.2-     ښکلا د ژوند له فلسفې سره.3-     ښکلا د تراژيدۍ پر پولو.الف: د ٰالله ښکلی دی او ښکلا خوښويٰ مبارک حديث په رڼا کې د افلاطون نظريه د ښکلا په برخه کې داسې راڅرګندېږي: ٰښکلا په خپلو لوړو پوړو کې له نېکۍ او خير څخه عبارت دهٰ د نازو انا د څلوريځې په لومړي فرد کې ښکلا د نرګس په موجوديت يا شته والي کې خپل اظهار کوي. په کلاسيکو ادبياتو کې نرګس تل د محبوب له سترګو سره په تشبه کې راغلی، محبوب هر وخت مين ته ښکلی دی او د هغه روح ته خوښي وربخښي. هر هغه شی چې د بدۍ او بدرنګۍ اړخ و نه لري او د فايدې اثرات پکې موجود وي، هغه ښکلی دی او د نرګس ښکلا هم دلته د ګټې اغېزې له ځان سره لري. که څه هم موږ په خپلو سترګو دلته د نرګس ښکلا ليدلای نه شو خو د هغه ذکر موږ ته د خيال په دنيا کې د هغه انځور راژوندی کوي او زموږ روحونو ته خوښي بخښي.ب: ښکلا د ژوند له فلسفې سره:اناتول فرانس وايي: ٰزما په عقيده، موږ به هېڅکله په تمامه معنا په دې پوه نه شو چې يو شی ولې ښکلی ويٰ خو دا هم څرګنده ده چې ښايست ژوند دی او ژوند ښايست. دغه نړۍ په ژوند ښکلې ده، ژوند دی چې مينه زېږوي او مينه ده چې ښايست ترې ږېږي. زموږ سره مينه موجوده وي چې يو شی راته ښکلی کوي، او دا نظريه هم موجوده ده چې ښايست يوازې په شي کې نه بلکې د ليدونکي په سترګو کې هم وي، چې دا بېل بحث غواړي.ده ويل ژوند مې دی يوه خوله خندېده.دلته ښکلا د زوال په حالت څرګندېږي او د ژوند زوال مړينه، يعنې د ژوند او ښکلا فلسفه د مړينې له فلسفې سره يو ځای کېږي. داسې ښکلاوې هم شته چې زوال نه لري خو هغه افاقي ښکلاوې دي. د الله ښکلا لايزاله ده. په کايناتو کې هم همداسې ښکلاوې موجودې دي چې زيات وخت زوال نه لري: اسمان، ستوري، سپوږمۍ، لمر او نور اسماني اجرام. د اسلامي فلسفې د نظريې پر اساس نه خو تکامل ته اړتيا لري او نه زوال لري. تر څو چې د نړۍ پر مخ ژوند وي نو دوی به له همدې ښکلا سره موجودې وي، خو که پر نړۍ ژوند نه وي نو بيا؟ ……که ښه ژور لاړ شو نو د خدای(ج) د بنده انسان جوړونې او تخليقات هم کله_کله ابدي کېږي. ٰويل دورانتٰ په ٰلذات فلسفهٰ اثر کې د افاقي ښايست د بحث په وروستيو کرښو کې د (ګويته) نقل قول داسې را اخلي.ٰهر څه تېرېږي. يوازې هنر دی چې د ابديت په راز پوه دی. له مرمرونه جوړې شوې تنې پاتې کېږي خو دولتونه ځي. يوازې هغه انځور چې پر سخته سکه پروت او لرغون پېژندونکی کارګر يې په خوارۍ او کوښښ د خاورو له تله راباسي د پاچهانو او شهنشاهانو د شوکت ساتونکی دی.ج: ښکلا د تراژيدۍ پر پولولکه څنګه چې ځينې ښکلاوې زوال لري نو له همدې زوال څخه تراژيدي زېږي.ما ويل څه دي ښکلې ګله ولې ژاړې.د ښکلي ګل ژړا د دې لپاره ده چې هغه که نن او که سبا وي پاڼې_پاڼې کېږي او له منځه ځي دغه نه بودن د هغه لپاره تراژيدي ده. د ده په رګونو کې د بل سبا په راتلو سره د پايښت د وينو بهير درېږي او د روح چوپ خلې نغمه يې د تل لپاره د اظهار له دايرې څخه وځي. تراژيدي له ژوند سره يو ځای زېږېدلې. کله چې موږ يوې هيلې ته نه رسيږو دا هم تراژيدي ده. نازو انا دلته د ګل له موجوديت سره لکه انسان چې مخامخ کېږي ګل ته د ژړا احساس ورکوي. کله چې ګلونو ته اوبه نه رسي، هوا ورته نه رسي، له سړو او تودو څخه تاثير اخلي (پېزي) او زملولی کېږي. همدا حالت ګل ته د تراژيدۍ حالت دی. خو انسان تر ډېره حده هر څه په خپل دننه کې تېروي. اناتول فرانس وايي: که مو زما د روح د درک توان درلودای نو دې ته به حيران شوي وای چې په نړۍ کې تر ما بل بدمرغه او غمجن څوک نشته. راځئ چې د دې لپاره د څلوريځې تخنيکي اړخ ته هم لږ تم شو.سحرګاه وه د نرګس لېمه لانده.تر څو چې لوستونکی د څلوريځې وروستي فرد ته نه وي رسېدلی، په دې نه پوهېږي چې د نرګس سترګې ولې لندې دي. دلته غوټه لوېږي او لوستونکی دې ته اړباسي چې څلوريځه تر پايه ولولي تر څو په دې وپوهېږي چې د نرګس سترګې ولې لندې دي؟ بله موضوع دلته د پېژندنې او تشخيص ده. تشخيص په لغوي معنا نورو شيانو ته انساني شخصيت ورکول دي د (شفيعي کدکنی) د صور خيال در شعر فارسي، په يوه برخه کې لولو. ٰتشخيص يعنې د انساني صفاتو په خاص ډول انساني احساس ورکول نورو ژونديو موجوداتو تهٰ.څاڅکي_څاڅکي يې له سترګو څڅېده.دلته هم د لومړي فرد په ډول موضوع په ابهام کې پرته ده. د شعري صنعت پر اساس دلته د تاکيد مسئله ده. شاعري پر يوه موضوع تاکيد کړی، له بلې خوا هغې په دغه تاکيد سره خپل تخليق تر يو ډول انډولتوب چې يو سندريز حالت ته ورته دی، ورکړی دی.ما ويل څه دي ښکلې ګله ولې ژاړې؟دلته بيا شاعري ګل ته انساني صفت ورکړی او له هغه څخه يې پوښتنه کړې. بله خبره، هغې د ايجاز څخه کار اخيستی، موضوع يې رالنډه کړې او بلې خوا ته نه ده تللې. کېدای شي شاعري موضوع اوږده کړې وای.ده ويل ژوند مې دی يوه خوله خندېده.دلته موضوع پای ته رسي او غوټه خلاصېږي. په عمومي ډول په دغه څلوريځه کې نازو انا په کنايي کې د ټولو ژوندي موجوداتو دغې تراژيدۍ ته اشاره کوي. خو ښايست او هنريت يې په دې کې دی چې هغه دغه موضوع د ګل په ژبه بيانوي، په څلوريځه کې سر تر پايه په شعر کې د تشخيص له صنعت څخه کار اخيستل شوی دی.لوی استاد علامه حبيبي د دغه څلوريځې په باب د پام وړ څرګندونې لري. ٰد انسان د ژوند بنسټ وير دی که ښادي؟ دا د بشر د دوو فکري مکتبونو د څېړنې موضوع ده. د بدبينۍ او تشاوم مدرسه خپل اساس پر وير او الم ږدي. خو د خوشبنيانو ډله وايي چې ښادي او مسرت اصل دی او وير يو فرعي او عارضي حادثه دهٰ.تر يو لړ نورو څرګندونو وروسته وايي: ٰداسې ښکاري چې نازو انا د پښتنو په يوه پاخه فکري چاپېريال کې روزل شوې وه، او دې د ژوندانه په فلسفه کې هسې فکر کاوه، لکه د پښتونوالي په دنيا کې چې عامو پښتنو ژوندانه ته په کوم نظر کتلٰ. مرحوم علامه پوهاند حبيبي د پښتنو نظر د وير او خوښۍ په برخه کې د خوښۍ په حق کې ګڼلی او څرګندوي چې ٰياس او قنوطيت او تشاوم او د بدبيني اساس د پښتانه په ژوندانه کې نشته او کله چې دوی د جګړې ميدان ته د مرګ لپاره دانګې، هم په اتڼ او سندرو او خوښۍ ورځي. نازو انا د پښتنو دغه اجتماعي روحيه په لوړه رباعي کې څرګنده کړې ده.بي بي زينبد هوتکو د زرينې او له وياړه ډکې دورې بله ښځينه شاعره بي بي زنيب ده چې د ملي قايد حاجي ميرويس لور او د هوتکي کورنۍ د علم او پوهې د اسمان له ستورو څخه شمېرل کېږي. پټه خزانه د دې عالمې او اديبې مېرمنې په باب داسې څرګندونې لري: بي بي زينب ډېره هوښياره او د امورو په مهماتو عالمه ښځه وه. د پادشاه جمجاه شاه حسين په امورو کې تدبير کا، په افغانستان کې د ښځو د ښوونې او روزنې تاريخي بهير اثر د پاينده محمد زهير او سيد محمد يوسف علمي د افغانستان د معارف تاريخ په حواله ليکي:بي بي زينب له کوچنيوالي څخه ليک لوست وکړ او قران کريم، اسلامي احکام او د فقې کتابونه يې ولوستل او د فارسي مشهور کتابونه يې ضبط کړل. ملا نورمحمد خلجی د هغه وخت مشهور عالم د دې استاد و او په حرم کې يې درس ورکاوه. زينب وروسته بيا په خپله د حرم نجونو ته درس ورکاوه. دغه راز يې خپل ورور شاه حسين ته په حکومتي او اداري چارو کې مشوره ورکوله او هغه هم عمل پرې کاوه.لوی استاد علامه حبيبي په پښتو ادب کې د مېرمنې برخه مقاله کې د زينب او د دې او د دې د ويرنې په باب وايي:بي بي زينبو په کندهار کې په تدبير او عقل او کياست شهرت درلود. په داسې حال کې چې سلطان محمد کندهاري مورخ هم د دې مېرمنې د هوښيارۍ او پخې رايې ستاينه کړې ده. د لوی ملي قايد حاجي ميرويس خان دغه پوهه لور په پښتو ادب کې غټه برخه لري او د محمد هوتک په قول، دې مېرمنې ډېر ښه شعرونه ويلي چې د حاجي ميرويس خان په اولاده کې موږ درې تنه شاه محمود او شاه حسين او مېرمن زينبه پېژنو. تر نورو څرګندونو وروسته د دې بي بي د ويرنې په باب داسې وايي:په پښتو ادب کې د مرثيې لپاره يو خاص وزن هم شته چې د شاه محمود د دغه مرثيې پر هغه وزن برابره ويل شوې ده.دا مرثيه د يوې پښتنې مېرمنې له خوا د خپل فاتح او بريالي ورور پر مړينې د خوږمنو احساساتو اظهار دی، خو د تغني يو خاص اهنګ هم لري.د زينبو بي بي دغه شعر يوازې د خپل ورور پر مرګ ساندې نه دي، بلکې د يوه ملي ماتم افسانه او د قومي ټولنې د احساس ترجماني ده. زينبو يوازې پر دې خبره نه ژاړي چې د دې ځوان او بريالي شهنشاه ورور تر دنيا تېر شوی، بلکې دا مېرمن په ملي عظمت او قومي شوکت پسې ژاړي. د پښتنو په بايللي برياليتوب پسې ژاړي، په هغه لوی مملکت پسې ژاړي چې د اېشيا په زړه کې يې ځای درلود.هو! هر کله چې سړی د دې بي بي ويرنه لولي نو دې نتيجې ته رسېږي چې نوموړې په شاعرۍ کې د کوم مقام خاونده وه. دا ويلای شو چې د دې ويرنه د پښتو د ادبياتوپه تاريخ کې ثبت دويمه ويرنه ده. لومړۍ ويرنه د شيخ اسعد سوري ده چې د محمد سوري په وير کې يې ويلې ده. دا د شاعرانه طبيعت درلودونکې يوه سياستمداره او مدبره مېرمن هم وه.مرحوم استاد بېنوا د ٰميرويس نيکهٰ اثر په 98-99 پاڼو کې د دې مېرمنې په باب داسې څرګندونې لري.وايي: د کندهار د محاصرې په وخت کې کله چې د نادر افشار له خوا محاصره شوی و، د حکومت ټوله کاروايي د بي بي زينب په لاس کې وه او د محاصرې په پای کې له ښاره راووتله او له نادر سره يې په متار کې مذاکره پيل کړه.د خپلواکۍ لمرڅرک اثر دې پېښې ته داسې اشارې لري:د کندهار ښاريانو د پښتنو سترې ډيپلوماټې او سياستمدارې بي بي زينبې ته مراجعه وکړه او له هغې څخه يې مرسته وغوښته. هغې هم د ښار د سپين ږيرو رايه ومنله او د مرکې له خلکو سره ملګرې شوه او شاه حسين ته يې وويل چې نور جنګ فايده نه کوي. بېځايه قوم مه باندې وژنه دا چې ته لا د خلجو د لښکر تمه لرې، درې مياشتې د ښار په منځ کې جګړه وشوه که راتلای اوس خو به راغلې وای. دا ناره ده چې وايي:که بده شاه حسينه وروره بده.په يو کال نادر مات نه شو، ولې وژنې باندې قوم تر ابده.هغه و چې دا توريالی بادشاه د ولس رايې دې ته اړ کړ چې د سولې پېشنهاد ومني او يوه جرګه يې د بي بي زينبې تر مشرۍ لاندې د خبرو_اترو لپاره نادر ته ولېږدوله …..؟دا څرګنده ده، کله چې د تاريخ په کوم حساس پړاو کې پښتنو مېرمنو ته موقع ورکړل شوې، د وخت چارواکو غوښتي چې هغې ته په سياسي او نورو ټولنيزو چارو کې د ګډون حق ورکړي، نو هغوی د خپل فطري استعداد او اوچتې روزنې په رڼا کې داسې کارنامې سر ته رسولې چې په دغه ډګر کې که تر نارينه وو وړاندې شوې نه دې نو پاتې هم نه دي راغلې. بي بي زينبه هم د دغو نومياليو له ډلې يوه مېرمن ده چې الله پاک قلم، عفت، غيرت او د خپل هيواد له وياړونو سره مينه د هغې په رګ_رګ کې ځای کړې او دا دی تر اوسه او لا به تر ابده د دې نوم د تاريخ په پاڼو کې ځلېږي. همدا ډول د هوتکو په دوره کې د جګړو او بريو په ميدانونو کې نورې مېرمنې هم شته چې ذکر به يې وروسته راشي. عجيبه خو لا دا ده چې د ستر مبارز خوشال خان خټک د ټبر دا پېغلې او مېرمنې له ادب او تورې سره پوره پېژندنه لري، چې بي بي زينبه يې سرلارې يا سرخېله ده. وګورئ د دې ويرنې څو کړيو ته چې هغه پکې د خپل ملت د يووالي د مرکز د هوتکو يا په اصل کې د ټولو پښتنو د مرکز د ورانېدو په غم ژاړي. هغه يوازې د خپل ورور غم ساندو ته نه ده اړه کړې، بلکې د ټول ملت په خوارېدو ساندې وايي.پادشاهي پاتې تاج نسکور عالمهچې شاه محمود شو نن په ګور عالمهد پښتون لمر شو، تياره تور عالمهراته دښمن برا پېغور عالمهچې پاچا ولاړ پښتون ګدا شو ناکندهار واړه په ژړا شو ناد دې مرثيې ټولو اړخونو ته چې وګورو نو د يوې خور له غم سره_سره چې په زړه يې د ځوان ورور د مړينې عشي خوړلې د يوه فاتح شهنشاه د ماتم سيوری زيات خپور دی. له ادبي پلوه د پښتو ادبياتو په تاريخ کې په لوړه کچه د ويرنې يا مرثيې د لومړنيو پړاوونو ښه اساس دی. وزن يې زيات غميزه سندريز دی. کله چې يې سړی لولي نو په نااګاهانه ډول انسان د ويرژنو احساساتو پېچلو لارو ته ورنووځي او هغه څه پکې موندي چې خپله په ده کې وي. راځئ چې د دې ويرنې يوه برخه سره ولولو.ږغ شو چې ورور تېر له دنيا شو ناکندهار واړه په ژړا شونازړه مې په وير کې مبتلا شوناکندهار واړه په ژړا شونادا روڼ جهان راته تور تم دی نازړه د بېلتون په تېغ کړم دی ناپښتون غمجن په دې ماتم دی ناد پاچهي تاج مو برهم دی ناچې شاه محمود تېر له دنيا شو ناکندهار واړه په ژړا شو نا پاتې په بله ګڼه کې

Sorry, comments for this entry are closed at this time.