ښځينه اجر او ثواب
April 30, 2008 – 1:19 pmاسلام او ټولنه
دا چې خدای پاک د خپل خلقت په لويه هسته (نړۍ) کې يو داسې نعمت او قشر پر وجود راوړی چې مقام پېژندنې ته يې يوې بېسارې مطالعې او توجه ته اړتيا ليدل کېږي، ځکه حق تعالی خپل د حکمت، جابريت، جلاليت ټول صفات او دلايل په روښان ډول واضح کړي دي، هغه په دې معنا چې لوی پروردګار په دغه فاني دنيا کې دوه ستر موجودات چې عبارت له نر او ښځې څخه دي پيدا کړي او د نورو ټولو مخلوقاتو په پرتله يې اشرف بللي دي او هغه څه يې ورته ورکړي چې نورو مخلوقاتو ته يې کم او يا خو بالکل نه دي ورکړي.راځئ نن د هغه لوی ذات پر هغه موجود او لطيف مخلوق (ښځې) باندې څه ناڅه وږغيږو کوم چې د هغې په واسطه زموږ لوی رب حضرت محمد (ص) دې فاني نړۍ ته اظهار کړی او پيدا کړی دی، خو څنګه چې د ښځې کليمه د وخت په تېرېدو سره د (مور) په يوې مقدسې کليمې سره اوړي او بيا وروسته دا ټول ستر_ستر شخصيتونه چې دنيا ته راغلي او يا راځي همدې ښځې محصول او د همدې مور اولادونه بلل کېږي او له همدغه قدرمن مخلوق څخه الله عزوجل انبياء، انجنېران، ډاکټران، ليکوالان، مورخين او نور د نبوغ درلودونکي مخلوق او شخصيتونه پر وجود راوړي چې يو هم زموږ د اسلام ستر پېشوا حضرت محمد (ص) دی چې د خپل ژوندانه په اوږدو کې يې پر دغې عاجزې طبقې مخلوق ډېر ترحم درلودلی دی، دويم يې خپلو ازواجو مطهرمينو ته ډېر څه په ميراث ورپرې ايښي او پر خپل ټول امت يې د ښه سلوک امر کړی دی.دا چې زموږ د نن موضوع د ښځې د اجر او ثواب تر عنوان لاندې ده، په دغه اړه حضرت محمد (ص) خپلې مېرمنې ام مسلمې ته داسې خطاب کړی دی:ترجمه: کوم وخت چې ښځه حامله شي اجر او ثواب د هغه چا د عمل کولو لري کوم چې د لوی خدای (ج) د رضا لپاره په سر او مال سره جهاد کوي او کوم وخت چې کوچنی ماشوم وزېږوي هغې ته وويل شي چې ستا مخکنۍ ټولې ګناوې درته وبخښل شوې او ټولې کړنې دې له سره پيل کړه، او کوم وخت چې خپل ماشوم ته شيدې ورکوي د هر ځل شيدو ورکولو په بدل کې الله عزوجل دومره اجر او ثواب ورکوي لکه يو مريی چې د حضرت اسماعيل د اولادې له جمې څخه ازاد کړي. (بخاري ص 252)ښه درنو لوستونکو! لکه څنګه چې زموږ د اسلام د ستر پېشوا حضرت محمد (ص) ارشادات بېله کوم دليله د پوره منلو وړ دي، راځم د يوه بل حديث پر لور:
ترجمه: زما ورور جبراييل چې به هر ځل ما ته د ښځو د حقونو د ساتنې په اړه څه ويل، ما ګمان وکړ چې هېڅ نارينه دې د خپلې ښځې له مخې خپلې ښځې ته حتا اُف لا هم نه وايي، ځکه ښځه د خدای (ج) امانت دی چې تاسو ته يې درکړی دی. (مشکوة ج 2 ص 551)
Sorry, comments for this entry are closed at this time.