يوازې طالبان د پرديو لښکرو مخالفت کوي؟
April 30, 2008 – 1:21 pmخواتي/ هالېنډ
وړاندې تر دې چې د پورتنۍ پوښتنې په هکله خپل نظر څرګند کړم اړينه ګڼم د يوې پېښې يادونه وکړم چې کولای شي لوستونکی د پورتنۍ پوښتنې ځواب پکې پيدا کړي.دا پېښه د څو کالو پخوا ده، کله چې ما د هيواد په عالي پوځي تعليمي موسسه (حربي پوهنتون) کې دنده لرله ترخه يادونه او خاطرې تازه کوي او دا هغه وخت دی چې شوروی سرې اردو د انټرناسيوناليسټي دندې د ترسره کولو په پلمه زموږ په ګران ټاټوبي کې له افغان ولس سره په جګړه بوخت و، او د هيواد په ګوټ_ګوټ کې د جنګ او جګړو، وژنو، سوځولو، ربړولو غم لړلې لړۍ روانه وه. کيسه خو دا ده چې يوه ورځ يې د دې موسسې د ټولنيزو علومو استادان او سياسي کارکوونکي په يوه لوستخونه کې راغونډ کړي وو تر څو د سياسي امريت شوروي سلاکار خپل لېکچر واوري. دې ږيره ور سلاکار چې (کيم سګولوف) نومېده په خټه اسيټين او د فلسفې علومو دوکتوره يې لرله. د ښه قلم خاوندا و، يو تکړه وياند هم و. له دې خبرو سره_سره دی يو ځان غوښتونکی او خودخوا سړی و. ده هغه مهال يو کتاب د ثور انقلاب په هکله ليکلی چې په دري ژبه ژباړل شوی هم و، او څه موده وروسته کله چې د مسکو سياست د افغانستان په اړوند تغير وموند او کرملن په افغاني جهادي ډلو کې نوي ياران او متحدين پيدا کړي وو، او غوښتل يې هغوی د افغانستان په مشرتابه کې وويني نو دې فيلسوف چې د جنرالۍ رتبې ته رسېدلی و، بل کتاب وليکه چې په هغه کې د خپل پخواني اثر خلاف د ثور پرتمين انقلاب ته پوځي کودتا وايي.زما هدف د دې ټکو له ليکلو څخه دا نه دی چې ولې شوروي فيلسوف، پوځي سلاکار، عالم او د افغانستان د چارو څېړونکي د ثور د اوومې نېټې بدلون ته انقلاب ويلی او بيا يې هغه پوځي کودتا ګڼلې ده. خبره په دې کې ده چې نوموړی شوروی افسر څومره د خپل هيواد ملي ګټو ته ژمن دی او د زمانې په مختلفو پړاوونو کې هغه څه وايي، ليکي او کوي يې چې د خپل هيواد د مشرتابه پاليسي او د خپل هيواد ګټې منعکسې کړي او د هغې د پلي کولو په خاطر نه ستړې کېدونکې هلې_ځلې وکړي او حتا د خپلو پخوانيو څرګندونو او تخليقي اثارو خلاف نور څه ووايي چې د نوموړي شوروي افسر په دې ډول دريځ کې د يوه رښتيني شوروي او وطنپال انسان ځانګړتيا وينو.کاشکې موږ هم د کېم سګولوف په شان چارواکي، جنرالان، پوهان او د لوړو زدکړو خاوندان درلودای چې يوازې او يوازې يې د خپل ولس د سوکالۍ او هيواد د ګټو په خاطر فکر او عمل کړی وای، نه دا چې د ايډيالوژيکي باورونو، ګوندي او ګروپي اړيکو او مصلحتونو پر بنسټ او د نړيوالو سترو او ځواکمنو هيوادونو د پاليسيو په چوکاټ کې د هيواد روانو چارو او بهير ته کوم چې زموږ د ميليونو مسلمانو خلکو له باورونو او اعتقاداتو سره په ټکر کې دي، قضاوت او عمل وکړي. د دې لپاره چې اصلي موضوع ته راشم راځم د لېکچر محتوي ته. لېکچر د شوروي اتحاد د دښمنانو تبليغاتو ته ځانګړی شوی و چې د (ثورانقلاب) کورنيو او بهرنيو دښمنانو او مخالفينو د افغان_شوروي دوستۍ او په تېره بيا د شوروي لښکرو په هکله پر مخ بېول او موخه يې څه وه؟ کله به چې نوموړي سلاکار د مخالفينو د مختلفو ډلو د تبليغاتو په هکله څه ويل، نو د هرې برخې په پای کې به يې دا خبره زياتوله چې (د افغان پوځ د استادانو، سياسي کارکوونکو او د ا، خ، د، ګ د غړو په ليکو کې هم داسې کسان شته چې د ثور انقلاب د کورنيو دښمنانو لکه بنسټپال تنظيمونو، مايويستانو، افغان ملتيانو، سلطنت غوښتونکو او په يوه کليمه کې د ثور د انقلاب د دښمنانو) خبرې کوي او د شوروي د انټرناسيوناليسټو پوځيانو د وتلو او د شوروي سلاکارانو د رول د کمښت غوښتنه کوي. کله چې لېکچر دوام درلود، متوجه شوم يو استاد چې پخوانی افسر او د ګوند له حاکمې ډلې سره يې تړاو درلود، يو متعهد او ژمن ګوندی و، له لوړو حاکمو کړيو او مقاماتو سره يې اړيکي او پيژندګلوي لرله. تل به يې خورا ښکلی يونيفورم اغوست، خپل کمربند چې پر کرتۍ به يې تړلی و، ليرې کړ. څو شېبې وروسته يې خپله نېکټايي وايستله، وروسته يې کرتۍ او بيا قميص هم يو په بل پسې وايستل خو مغرور شوروی سلاکار چې په لوستخونه کې د ناستو اوريدونکو حرکات څارل او له حاضرينو سره يې د سترګو ژوندی تماس درلود، خپل لېکچر ته د پخوا په څېر ادامه ورکوله او د هرې موضوع په اخر کې به يې د (افغان استاد او سياسي کارکوونکي) نوم اخيست چې په اصطلاح د (اشرارو) او د هغه د نړيوالو حاميانو (امپرياليسټانو، چينايي عظمت غوښتونکو، ايراني اخندانو، پاکستاني پوځيانو، عربی شيخانو) په څېر تبليغ کوي چې په دې توګه د انقلاب د دښمنانو ژرندې ته اوبه ورخوشي کوي.کله چې نوموړي استاد خپل قميص وايست نو ټول ورته متوجه شول چې هغه څه کوي؟ ځکه هغه د سپينې زيرپيرانۍ په لرلو سره په خړو درېشيو کې د پوځيانو په خبره يو نيرنګی ټکی (نقطه نيرنګې) ښکارې ده، خو بيا هم لېکچر ورکوونکي خپل لېکچر ته ادامه ورکوله. په دې وخت کې نور نو د نوموړي استاد د زغم کاسه پر تويېدو شوه. له ځايه پاڅېد او ويې ويل: زه اشرار او انټيسويټسټ يم يا سياسي امر، سياسي امر ته يې سپکې سپورې او ښکنځل پيل کړل، کوټه شورماشور واخيسته. نوموړی قهرېدلی استاد نورو استادانو له کوټې وايست، تر څو بله کومه ناوړه پېښه رامنځته نه شي او په دې توګه د (ثور انقلاب د دښمنانو د تبليغاتو) لېکچر هم پای ته ورسېد او ټول ګډون کوونکي د خپلو شعبو پر لوري له لوستخونې څخه ووتل.څوورځې وروسته ما له نوموړي استاد څخه د پېښې پوښتنه وکړه چې ولې ته داسې په غوصه شوې او خبره څه وه؟ هغه وويل: زه له حربي پوهنتون څخه تبديل شوی يم او د اردو د سياسي چارو لوی رئيس ورغوښتی وم چې ما ته يې د تبديلېدو خبره وکړه، ما هم ورسره ومنله. له فرصت څخه مې په استفادې سره په حربي پوهنتون کې چې همالته د پوځ بنسټ ايښودل کېږي، څه مشورې ورکړې، په هغه کې دا مسئله هم وه چې سياسي امر په پوهنتون کې خپله اتوريته له لاسه ورکړې او ټولې چارې د سياسي امريت سلاکار په خپل لاس کې نيولې دي خو دا ډول وضعيت د محصلينو پر روحيو ناوړه اغېز اچوي او په کار ده چې سياسي امر خپل چلند ته تغير ورکړي او نوښت او ابتکار تر لاسه کړي، مستقلانه عمل وکړي، نه دا چې په ټولو تدبيرونو کې سلاکار دمخه او دی تر هغه شا ته روان وي (د يادولو وړ ده چې سياسي امر په ونه خورا ټيټ، او شوروی مشاور جګ سړی و چې کله به دوی پر لاره روان وو د چا خبره که مشاور به يو ګام اخيست، سياسي امر بايد دوه ګامونه پورته کړې وای نو له همدې امله به تل سلاکار مخکې او سياسی امر شا ته روان وو).هغه وويل: ممکن دا موضوع د سياسي چارو لوی رئيس له سياسي امر سره شريکه کړې وي چې بايد خپلو نيمګړتياوو او نواقصو ته متوجه شي. سياسي امر دا خبره ځانته توهين او سپکاوی ګڼلی دی او خبره يې داسې مشاور ته کړې ده چې ګواکې زما په خبره په پوهنتون کې ټول کارونه، د چارو لارښوونه او اداره شوروي مشاورين کوي، هغه څه چې مخالفين يې وايي.کله چې مې د هغې څرګندونې واورېدې، پوه شوم چې خبره څه وه. تر دې پېښې وروسته د استادانو په منځ کې چې هغوی پر دوو برخو وېشل شوي وو، يوه برخه چې غوڅ اکثريت يې جوړاوه د شوروي لښکرو د شتون مخالف وو او بله کوچنۍ ډله چې ځانونه يې انټرناسيوناليسټان او سويټسټان ګڼل دا پوځونه يې د نظام د ټينګښت او ساتلو ضمانت کوونکي شمېرل او د هغوی شتون يې يو ضرورت ګاڼه. کله به، هغو استادانو چې د شوروي لښکرو د شتون مخالفين وو، په دې هکله سره بحث کاوه، نو د ټوکو ټکالو په ترڅ کې به يې په خپلو منځونو کې ويل چې که د شورويانو ضد څه وايي نو له يونيفورم او درېشۍ پرته به له دې موسسې او کافدرا(ډيپارټمينټ) څخه وځې، ښه دا ده چې په دې اړوند چوپ پاتې شو، خو بل پلو ته انټرناسيوناليسټانو او سويټسټانو به بيا ويل چې که څوک د شورويانو پر دوستۍ باور نه لري، هغوی ته د شک او ترديد په سترګه ګوري او د هغوی پر ضد تبليغ کوي. لوڅ لغړ به له دې عالې موسسې څخه ايستل کېږي. که له نوموړې کيسې تېر شو او دا خبره مطرح کړو، هغه مهال چې شوروي لښکرې په افغانستان کې پرتې وې ايا يوازې اووه ګونو او اته ګونو تنظيمونو، مايويسټانو، افغان ملتيانو او سلطنت غوښتونکو دا غوښتل چې بايد شوروی اشغالګرې لښکرې له افغانستان څخه ووځي، يا دا چې ولس هم دا هيله لرله؟ ايا نوموړې ډلې د اشغال پر ضد جنګېدلې يا داچې د ولس په مټ يې مقاومت ته ادامه ورکوله؟ ايا دې ولس خپل سرونه په لاس کې نه وو نيولي، تر څو خپل وطن ازاد کړي؟ که چېرې افغان ولس مقاومت ته ملا نه وای تړلې او وسله يې نه وای اخيستې، ايا دغو تنظيمونو دا توان درلود چې له شوروي لښکرو سره مقابله وکړي او په کليو کې شپې او ورځې تېرې کړي؟ ايا دې ولس خپله يوه ګوله ډوډۍ د تنظيمونو له جنګياليو وروڼو سره نيمه کړې نه وه او د هغوی پالنه يې نه کوله؟ ايا افغان روڼ اندي که بهرته تللي وو، او يا په هيواد کې اوسېدل د اشغال ضد نه وو؟ فکر کوم چې دغو تنظيمونو د خلکو د قربانيو او اتلوليو په مټ وکولای شول شورويان دې ته اړباسي چې له هيواد څخه ووځي.ايا د وخت په دولتي ادارو، پوځي ليکو او د واکمن ګوند(ا، خ، د، ګ) په غړو کې داسې کسان نه وو چې د شوروي لښکرو شتون يې په هيواد کې نه مانه او د هغوی د وتلو غوښتنه يې کوله او په دې هيله يې شپې او ورځې سبا کولې چې د نوموړي شوروي سلاکار څرګندونې چې (د افغان پوځ د استادانو، سياسي کارکوونکو او د ګوندي غړو په ليکو کې هم داسې کسان شته چې د انقلاب د دښمنانو خبرې کوي)، ډېر ښه ثبوت کېدای شي.دا چې د روسانو په مټ واک ته رسېدلو چارواکو، د هغوی پلويانو او په اصطلاح (روڼ اندو) چې د څوکۍ، مقامونو او قدرت په نشه کې ډوب وو او ټولو ټولنيزو پديدو او پېښو ته به يې د خپلو ايډيالوژيکي اعتقاداتو له دريځه کتل او د قضاوت يوازينی معيار يې ايډيالوژي او د شوروي اتحاد پاليسي وه. هغه څوک به چې د شوروي لښکرو د شتون مخالف وو هغوی ته اشرار، انټيسويټسټ، تنګ نظره ناسيوناليسټ، منفي باف او له سياسته بې خبره کسان شمېرل، هغه يې محکومول، زندانونو ته يې استول او داسې نور….ايا هغه واقعاً اشرار او د پرديو ګوډاګيان وو؟ ايا هغوی ګوندي غړي، دولتي مامور، افسر او سرتېري چې د شوروي انټرناسيوناليسي لښکرو او سلاکارانو شتون او دندو ته يې د شک او ترديد په سترګه کتل او هغه ورته د منلو وړنه و، هغه تنګ نظره ناسيوناليسټ و؟ يا څوک چې سويټسټ نه و، هغه مجرم و چې بايد وټکول شي، وځورول شي؟ ايا زموږ ازادخياله او پر وطن مين ولس چې د سرې اردو شتون يې په خپل ټاټوبي کې ځانته سپکاوی ګاڼه او د هغې پر ضد يې مقاومت کاوه، هغه د وطن دښمن او ترهګر و؟ فکر کېږي چې پورتنيو او د هغوی په شان لسهاوو نورو پوښتنو ته به ځواب منفي وي.هغه وطنوال چې د شوروي يرغلګرو لښکرو مخالف وو، که په دولت کې وو يا د دولته بهر، په حاکم ګوند کې وو يا په نورو سياسي ډلو کې، که د شورويانو پر ضد يې وسله واله مبارزه کوله، يا د هغوی پر ضد يې تبليغ کاوه، د خپلو اولادونو د نفقې د پيدا کولو په موخه کار او فعاليت کاوه، خو شوروي نيواکګر يې نه غوښتل او د هغوی څخه يې کرکه لرله. هرڅوک چې وو او هره دنده چې يې لرله د هيواد رښتيني بچي وو. له خپل هيواد او خلکو سره يې مينه لرله او د هيواد سرلوړي او خپلواکي يې غوښته. پر هغوی د دښمن او اشرار ټاپې وهل له واقعيتونو څخه سترګې پټول، له خپلو خلکو سره دښمني کول او د اشغالګرانو په چوپړ کې درېدل وو. که اوسني افغانستان ته او هغه څه چې نن زموږ په هيواد کې تېرېږي، چې هغه يو ناامنه افغانستان او په هيواد کې د پخوا په شان د جهاد په نامه جګړه روانه ده او دا جګړه د دغه دولت مخالفين په دې نامه ترسره کوي چې هيواد يې اشغال شوی دی. د هيواد برخليک نور ټاکي نو دوی پتيېلې چې هيواد به ازادوي، خپل برخليک به په خپله ټاکي او تر هغو به خپل سپېڅلي مقاومت ته ادامه ورکوي تر څو پردي لښکرې له افغانستان څخه وتلي نه وي.که نن ورځ يو روڼ اندی، د روڼ اندي په اصلي مفهوم دا پوښتنه مطرح کوي چې پردۍ لښکرې دې د خپلو وتلو مهالوېش وټاکي، افغان ملي پوځ دې پر پښو ودروي، له مخالفينو سره دې بېله قيد او شرطه خبرې پيل کړي تر څو افغانوژنه د تل لپاره ختمه شي، ايا د دې ډول طرحې وړاندې کول د طالب له دريځ او چلند څخه ملاتړ دی؟. ايا يوازې طالب د پرديو لښکرو د وتلو غوښتنه کوي، يا خلک هم دا لښکرې نه غواړي؟ فکر کوم چې که څوک د دې نظر د خاوندانو په پته د طالب، بنسټپال، ډموکراسي ضد او داسې نورې ټاپې او نومونه ږدي د شوروي د اشغال د مهال چارواکو او د هغوی د پلويانو له چلند سره هېڅ توپير نه لري.موږ وينو چې په پرمختللو محفلونو او رسنيو کې کله چې څوک له مخالفينو سره د خبرو او مذاکرو مسئله طرح کوي، د ناټويي ځواکونو له عملياتو او کړو_وړو څخه انتقاد کوي او د دغو ځواکونو د وتلو د مهالوېش خبره راپورته کوي، هغه ته طالب او يا نېکټايي لرونکی طالب ويل کېږي چې کټ_مټ د شوروي د اشغال د دوران تبليغاتو ته ورته دی.په دې بايد د ټولو سر خلاص شي چې زموږ د هيواد ناورين او اوسني ناتار ته د پای ټکی ايښودل يوازې او يوازې هغه مهال شونی او عملي دی چې په هيواد کې د پرديو لاسوهنې ختمې او لاسوهنو ته پلمې نه وي. په هيواد کې د تلپاتې سولې د راوستلو او ټينګولو لپاره له مخالفينو سره د خبرو او مذاکرو ته مخه شتي. که څوک له خپل هيواد او خلکو سره مينه لري، د خپل هيواد پرمختګ او د هغه د اوسېدونکو نېکمرغي غواړي، هغه ته رسېدل په يوه سوله ييز او خوندي افغانستان کې ممکن دي. که موږ د هيواد د يو شمېر روڼ اندو څرګندونو ته چې په ډله ييزو رسنيو يا مشاجرو کې انعکاس مومي، ځير شو. دا خبره ډېره تر سترګو کېږي چې طالبان بنسټپال دي، ښه سابقه نه لري، اوسمهال سولې او پرمختګ ته لوی خنډ دی، له دې امله له هغوی سره د خبرو او تفاهم اړتيا نشته، هک_پک پاتې کېږم چې دوی ولې د خپل هيواد واقعيتونو ته نه متوجه کېږي او د پرمختللو غربي ټولنو د معيارونو او سليقو پر اساس خپل هيواد او خلکو ته ګوري، د خپلو خلکو، پلرونو او ميندو اعتقادات، باورونه او غوښتنې په پام کې نه نيسي، هغه نه شي درک کولای او يا نه غواړي هغه درک او د افغاني ټولنې واقعيتونه څرنګه چې دي، ومني.ايا دوی په دې نه دې پوهېدلي چې شورويانو و نه شوای کولای، په افغانستان کې په زور سره سوسياليسټي ټولنه جوړه کړي، ايا نن دا ولس چمتو دی چې په زور سره غربي ډموکراسي ته غاړه کښېږدي. ايا دوی هغه راپور چې څه موده مخکې د سنلس شورا خپور کړ چې د هغه له مخې طالبان د هيواد له سلو څخه پر څلور پينځوسمه برخه واکمن دي، ټکان نه دي ورکړي، چې ولې رانسکور شوي طالبان دومره ځواکمن شول او ځواک يې په څه کې دی؟ زما له نظره د طالبانو ځواک او د پياوړتيا لامل يې په دې کې دی، چې هغوی هغه شعارونه ورکوي او د هغه لپاره جنګېږي چې پر خلکو ښه لګېږي. هغوی هغه څه وايي چې کړېدلی افغان ولس د هغو پلي کېدل غواړي او سربېره پر دې د طالبانو بيا راڅرګندېدل او په يوه د سترګو وړ ځواک د تبديلېدو علت په خپله اوسني بې کفايته او په فساد اخته دولت او اداره او د ناټويي ځواکونو ناوړه چلند او کړه وړه دي چې د وخت په تېرېدو سره خلک له هغه څخه فاصله نيسي او له مخالفينو سره خواخوږي پيدا کوي.
له پورتنيو څرګندونو څخه دا نتيجه تر لاسه کېږي چې افغان سياستوالو او په تېره بيا روڼ اندو ته چې په ټولنه کې ستر رسالت او مسووليتونه لري، ښايي د هيواد روانو پېښو او د افغاني ټولنې واقعيتونو ته د خپلو ايډيالوژيکي باورونو له دريځه او د غربي نړۍ له عينکو و نه ګوري. د افغاني ټولنې واقعيتونو ته که د هغوی خوښېږي، يا نه، هغوی ته غاړه کښېږدي او د پرديو نسخو د تطبيق لپاره که خورا په زړه پورې هم وي، زړه خوښ نه کړي د هغه څه لپاره فکر او عمل وکړي چې د افغانستان مسلمان ولس يې غواړي او د هغه د هضمولو قابليت لري، که نه نو له خپلو خلکو سره به يې ستره جفا کړې وي. او داسې وخت به راشي چې له خپل ننني دريځ څخه به پښېمان وي، او پښېماني به بيا هېڅ ګټه نه لري.
Sorry, comments for this entry are closed at this time.