ولي نه راځې مورکي !؟

September 30, 2008 – 1:32 pm

 پروين ملال/ کراچي

د غمونو او حسرتونو په جال کې بندي امينې دروازې ته په داسې ډول سترګې واړولې لکه د يو چا لاره چې څاري، يا لکه غواړي چې د دغو څلورو دېوالونو له حصاره ځان وباسي. د کوچنۍ ماشومې په شان کوڅې ته ووځي، د هلکانو او نجونو سره لوبې وکړي او ماښام ستړې ستومانه کور ته له راتلو سره سم ويده شي … څه خواږه وختونه وو … امينې دغه ټکي له ځان سره وويل، او بيا د تېرو وختونو په يادولو نوره هم وړاندې لاړه، د کوچنيوالي يادونه يې نور هم تر زړه راچاپېر شول. د تصوراتو دغه رنګينې شېبې يې د احساس په دوام کې را ايسارولې چې د دېوال له سر څخه د کوترې د وزرونو سرپی چې د الوتلو په حال کې وه، او والوتله او د شنه اسمان په وسعت کې دومره وړاندې لاړه چې له نظره ورکه شوه.

د امينې د ذهن پر پردو د ماشومتوب ښکلې او د دې د خيالونو د نړۍ زړه وړونکې سندره راژوندۍ شوه.کاشکې زه کوتره وایناسته پر ډبره وایسر مې غوړولی وایزرکې را اودلی وایکاشکې زه کوتره وای …کاشکې …. د امينې زړه، حواسونو او ذهن دا وخت د غمونو په دلدل او ګرداب کې د بېوسۍ لاس او پښې وهلې د ځور د يوه داسې حالت پر لاره روانه وه چې سر او پای يې نه معلومېدل، چې چېرې به وي؟کلونه تېر وو چې امينه د ګلونو په هارونو کې له پټ موټر څخه په زرغونه بنارسۍ کې د بهادر د کور مخې ته په يوه ښايسته او روڼه شپه کې کښته شوه، چې کله يې د هغې له مخه د بنارسۍ پړونی پورته کړ، نو د کوټې رڼاګانو يې سترګې وبرېښولې، د دريو او سندرو له شور سره يې د سپلنيو خوږ وږم احساس وتخناوه، او بيا چې يې د خپلو خوبونو د شهزاده شته والی په خپل څنګ کې احساس کړ، نو خدای شته چې له يو څه غرور سره نغښتې خوښي يې زړه د نابلدو احساساتو په ټالو کې وزنګاوه. هغې ته ځان پر همدې شېبې يو څه ښکاره شو، خو د خوښۍ شېبې ډېر ژر او لکه د خوب د څپو په شانې تېرې شوې او د دې د خوبونو شهزاده بهادر د خوارۍ او مزدورۍ لپاره د اوسپنو ماشيني ښار ته روان شو. د امينې په سترګو کې څو_څو ځله اوښکې ډنډ او وچې شوې. د درد او دوک رنځ يې په زړه پورې شو. کله چې به د ټليفون د زنګ ږغ په کور کې خپور شو، نو هغه به ژر له خپلې کوټې څخه دباندې راووته، دې ته به غوږ_غوږ شوه چې که څوک زېری ورباندې وکړي چې د بهادر ټليفون دی. بهادر سر او کال په مسافرۍ کې و، کله_کله به د دوو يا درېيو مياشتو لپاره راتله، امينه به له بهادر سره په خوږو_خوږو شېبو کې هم په دې فکرونو کې ډوبه وه چې که نن او سبا وي، بهادر به بېرته ځي بيا به د يوازيتوب لښکر او څه اوږدې شپې_ورځې به وي او انتظار …. د انتظار او يوازيتوب لښکرو هغه ورځ نوره په مخه کړه چې خواښې يې يو نوی رنځمن احساس ورته ورکړ._امينې ته خو لکه چې بيا لمونځ نه کوي؟_امينې له شرم سره په نغښتو جملو کې ځواب ورکړ.

_هو د پرون راهيسې ….خواښې يې خبره پرې کړه._که دا ځل بهادر راغی ورته وايم چې ښې ډاکټرې ته دې بوځي که نه نو …..خواښې يې نوره خبره خدای خبر، ولې پرې کړه، خو د امينې زړه د دا ډول کړنې څخه په خنجر سوری_سوری شو.د بهادر دا ځل راتګ هغه د پخوا په شان خوشال نه کړ، ځکه له دې سره دا ځل دا احساس مل شوی و چې په بهادر کې څه تبديلي راغلې او مور يې حتماً پر ټليفون د دې خبرې ذکر ورسره کړی و.که يې مور څه ورته ويلي وو، که نه؟ چې په هغه کې په رښتيا تبديلي راغلې وه، که نه؟

خو دغه نامرد احساس اوس د امينې په وجود اور پورې کړی و، او هغه يې سر تر پښو سوځله، کله چې دغه احساس پر هغې ښه زورور شو نو بهادر ته يې خپله خواست وکړ چې هغه يې ډاکټر ته بوځي او بيا چې څو ورځې وروسته بهادر د معايناتو له کاغذونو او دوا سره په کور، رادننه شو، امينه يې مخې ته ورغله له هغه څخه يې وپوښتل؟_بهادره! ډاکټر څه ويل؟_څه يې نه دي ويلي. ستا سره يې ما ته هم دوا راکړه …. تر لږ چوپتيا وروسته يې د خبرو لړۍ بېرته روانه کړه، که چېرې په دې چاره و نه شوه چې بل ځل راغلم، له ځان سره دې بيايم.د بهادر شپې او ورځې د باد په شان ژر تېرې شوې او هغه بيا د امينې د اوښکو او اسوېليو په سلسلو کې په سفر لاړ. امينه پاتې شوه او د هغې په برخه ليکل شوی يوازيتوب …. وختونو په چټکۍ مزل واهه او پر مخه تلل، خو امينه اوس هم پر هغه مقام ولاړه وه چې د واده په لومړۍ شپه ورته رارسېدلې وه، نه يې په کوټه کې زانګو درېده او نه خو د ماشوم د ژړا تنکی ږغ د هغې ماحول سندريز کړ. يوې اوږدې چوپتيا خوله خلاصه کړې وه او امينه يې خوړله او بيا هغه ورځ هم راغله چې د امينې زړه تر غرونو_غرونو غمونو لاندې شو. پر اننګو يې د اوښکو داسې سېلاب راروان شو چې د وچېدو يا پر بله لار يې د تلو لاره نه وه. د امينې تر واده وروسته د هغې مور او پلار دواړه يو په بل پسې په ابدي سفر تللي وو، خو دا غم تر ټولو غمونو دروند او لوی و.

 امينې احساسوله چې د دې غم اور د هغې د وجود په رګ_رګ کې لکه د اور د ويالو په شان خپرېږي او د دې د رګونو شنې څانګې سوځوي، هغې اوس له دغه لوی غم څخه د تېښتې په بدل کې مرګ هم منلی و او د هغه ارمان يې کړی و. د تنهايۍ او بېوسۍ غمونو هم په مخه کړې وه. يو څوک يې غوښته چې د خپل غم لاره ورسره شريکه کړي، يو څه ورته ووايي، د خپلې تنهايۍ، بېوسۍ، بې کسۍ د اوښکو او سېليو او آهونو کيسه ورته بيان کړي، خو هېڅوک هم نه و. مور يې يادېدله چې په ابدي خوب ويده وه. خويندې، وروڼه چې له دې څخه ډېر ليرې وو، زړه يې غوښت چې مرغۍ شوې وای. د وزرونو پر څوکو يې د هوا څپې لمس کړې وای. اسمانونو ته تللې وای، ښه ليرې، دومره ليرې چې د غمونو يو نور لا هم دې ته نه شوای رسېدای. د هوا د سپکو وزرونو ښاپېرۍ غېږه ورکړې وای او دا يې له ځان سره بېولې وای …. ليرې …. ښه ليرې …. د غم له بندونو ازاده شوې وای …. د تل لپاره …..د بهادر زړه له کوره تور شوی و.

اوس هغه بهادر نه و چې کور ته په راتلو به يې د عمرونو_عمرونو ستړياوې وتلې، هغه اوس د ماضي په دواړو ګردونو کې د تېر شوي وخت په خوښۍ پسې د ذهن په لارو کې سترګې څلور و، ځکه د حال خوښۍ ټولې له امينې سره د ماضي پر لارو تللې وې. له دويم واده څخه يې کلونه_کلونه تېر وو، خو د پلار ږغ ته يې اوس هم زړه په ټوپو شوی نه و، کله چې يې مور د درېيم واده خبره ورسره کوله نو هغه پر ځان باندې د شک پر لاره د يقين خوا ته روان شوی و._نه مورې بل واده نه کوم، دا ځل جميله هم له ځان سره بيايم هلته لوی_لوی ډاکټران شته …._هغه دا ځل جميله هم له ځان سره د اوسپنو ماشيني ښار ته بوتله، پر لويو_لويو ډاکټرانو يې وګرځوله او خپل وس يې پر تمام کړ، خو د اولاد اميد ځان داسې ترې ورک کړ چې د پتې څرک يې له هېچا سره هم نه و. نور يې زړه ستړی شو او له ماشيني ښار څخه يې د تل لپاره کډه راټوله کړه او خپل د وطن پر لوري راوخوځېد. کور ته په رارسېدو سره په هماغه ورځ ماځيګر هديرې ته لاړ او د امينې پر قبر يې د پښېمانۍ دومره اوښکې تويې کړې چې په ږيره کې يې سپين وېښته د اوښکو په سېلاب کې د اسمان د ستورو په شان وځلېد.

Sorry, comments for this entry are closed at this time.