د ښځې حقوق څه دي؟
April 30, 2008 – 1:37 pmسرليکنه
تقريباً ټول نړيوال په دې اند دي چې ګوا په افغانستان کې ښځو ته څومره چې ښايي، هغومره حقوق نه ورکول کېږي، له دوی سره ظلم او تېری کېږي، ښځې ان له حيوانانو سره پرتله کېږي، او دوی په دې اند دي چې په افغانستان کې زيات شمېر ښځې د څارويو په څېر خرڅېږي. کله چې غواړي يو چاته يې ورپه نکاح کړي د هغوی له خوښۍ او غوښتنې پرته يې نکاح تر سره کوي او په بدل کې يې يوازې مالي ارزښت ته زياته پاملرنه کېږي.
دا خبره تر ډېره بريده سمه او پر ځای ده، په افغانستان کې د ښځو حقونو ته پاملرنه لکه څومره چې ښايي هغومره نه ده شوې. په افغانستان کې د ښځو په اړه تر يوې نړيوالې پلټنې وروسته څرګنده شوه چې د هرې ورځې په اوږدو کې يو شمېر ښځې د سخت ژوند او کړاوونو له کبله په بېلابېلو ډولونو ځانوژنې تر سره کوي.خو مخکنۍ خبرې ته په پام سره که چېرې اروپايي ټولنې ته ځير شو، دا به د يوه څرګند حقيقت په توګه راته جوته شي چې په اروپايي ټولنه کې د افغانۍ ټولنې په پرتله له ښځو سره څو برابر ظلم او تېری کېږي. ځينې خلک په دې فکر دي، هغه خلک چې په نړۍ کې د ښځو د حقونو او له هغوی سره د ښه چلند نارې وهي دوی فکر کوي چې دا خلک به د ښځو حقونو ته څومره په احترام قايل وي، خو که وڅېړل شي دا هر څه برعکس دي. اروپايان که په دې اند دي چې ښځې بې حجابي، بې ستري، هغوی خپل سر ته خوشي کېدل، په ښوونځي او پوهنتونونو کې ګډه زدکړه د هغوی حقوق دي، دا نه يوازې د اسلام له نظره د ښځو حقوق نه دي، بلکې د نړۍ په هېڅ مذهب کې د داسې څه يادونه نشته چې ښځې بې حجابه کېدل، هغوی په عامو بازارونو او کلبونو کې نڅېدل د هغوی حقوق دي.اسلام نه يوازې ښځو بلکې نرانو ته هم په ځانګړي ډول حقوق ورکړي. ښځې يې پر دې امر کړي چې له اصولو سره سم اسلامي حجاب وکړي، او سړيو ته يې هم امر کړی چې کله د بل چا يوه نامحرمه ښځه ووينئ نو خپلې سترګې کښته کړئ.اوسمهال په نړۍ کې ستر عالم ډاکټر ذاکر نايک د ښځو په اړه يوه ډېره ښه بېلګه وړاندې کوي، نوموړی وايي: کله چې په کوم ځای کې د خلکو پر وړاندې دوې ښځې چې يوې اسلامي حجاب او بله په غربي بربنډو جامو کې وي، تېرېږي، نو تاسې فکر وکړئ چې د خلکو نظر به کومې ته ور واوړي او کومه ښځه به خپل ځان او خلک د فساد ښکار کړي؟ښکاره خبره ده چې بربنډې جامې لرونکې ښځه به نه يوازې خپله د فساد ښکار شي، بلکې نور خلک به هم په فساد ککړ کړي.له بده مرغه ويلای شو چې اوس په افغاني ټولنه کې هم دا دود راپيل شوی، څومره چې يوه ښځه بربنډې جامې اغوندې، هغومره ورته د عصري او پرمختللې لقب ورکول کېږي او خلک يې په اړه فکر کوي چې نوموړې ښځه له خپلو حقونو برخمنه ده. په داسې حال کې چې دا ښځه خپله له خپل ځان څخه د يوه نمايشي څيز جوړولو په هڅه وي.ښځې ته په اسلام کې ډېره په درنه سترګه کتل شوي. هغې ته د مور، خور او مېرمنې ستر وياړونه ورپه برخه دي. خلکو ته امر شوی چې که غواړئ جنت تر لاسه کړئ نو د خپلې مور درناوی وکړی او له امر څخه يې سرغړونه مه کوئ، خو اروپايان بيا د ښځې په اړه بېخي په بېل نظر دي، هغوی د ښځې هر څه حقوق د هغې په بربنډېدو، په رسټورانټونو کې د هغوی په نڅېدو او پر ښځې باندې د خپل شهوت په پوره کېدو کې ګڼي.خو که افغانان د اسلام له نظره د ښځو حقوق راوسپړي او ورته ژوره پاملرنه وکړي، يو خو به پر اسلامي لاره تلونکي وي او بل به يې ښځو ته خپل حقوق ورکړي او ورپېژندلي وي. که چېرې په ژوره توګه د ښځو په اړه اسلامي قوانين او حقوق مطالعه شي، نو په ټينګار سره ويل کېدای شي چې د نړۍ هېڅ دين او قانون به ورته دومره دقيق او له اصولو سره سم حقوق نه وي ټاکلي.
Sorry, comments for this entry are closed at this time.