کمپيوټر څه شي دی ، څه کار کوي او پښتو څنګه ليکي ؟

February 5, 2008 – 6:03 am

 ** عبدالحليم يوسفزی – جلال اباد **

کمپيوټر يو برېښنايي (الکټرونيکي) وسيله ده چې معلومات څېړي او ساتي يې او کمپيوټر لاندې برخې لري:کيبورډ (کليدړه) او ماوس (موږک) سره د کمپيوټر کاروونکی خپل معلومات کمپيوټر ته ورکوي.کمپيوټر کې ډېره مهمه برخه CPU (Central Processing Unit) ده چې د کمپيوټر ټولې عملې کنټرولوې او لارښوونه ورته کوي.بله برخه يې ټلوېزيون ته ورته پرده (مانيټور) ده چې موږ پکې د خپلو معلوماتو پايلې ګورو، کمپيوټر نورې برخې هم لري لکه: پرينټر (چاپګر) چې په کمپيوټر کې ليکل شوي متنونه چاپوي، سکېنر (انځورګر) دا چاپ شوي متنونه او يا هغه څه چې پر کاغذ ليکل شوي وي کمپيوټر ته انځوروي او داسې نور….کمپيوټر زموږ په ورکړل شوو معلوماتو څه کوي؟هغه معلومات چې موږ کمپيوټر ته د کليډړې يا موږک په واسطه ورکوو هغه کمپيوټر CPU ته د تحليل لپاره ورکوي او تر تحليل وروسته يې پايله راښايي چې تر هغه وروسته بيا دغه معلومات په کمپيوټر کې ساتلای شو.کمپيوټر په خپله څنګه کار کوي او يا څنګه دا معلومات پېژني؟کمپيوټر په بينري (Binary) سيسټم کار کوي، بينري دوه ييز ته ويل کېږي، دا دوه ييز O او 1 دي چې د ماشين د ژبې (Machine Language) په نوم هم يادېږي.ټول هغه معلومات چې موږ يې کمپيوټر ته ورکوو، کمپيوټر يې بينري سيسټم ته اړوي دا په دې معنا چې موږ په يوه ژبه خبرې کوو او کمپيوټر يې د ځان لپاره په بله ژبه (د ماشين په ژبه) اړوي.که موږ د لاتين (A) ليکو دا کمپيوټر 0000000001000001 په بينري شکل پېژني، مهمه لا دا ده چې 0 د مړ (off) او 1 د لګېدلي (on) په معنا دي لکه: بريښنايي څراغ که و لګول شي 1 به وي او که مړ شي نو 0 به وي.موږ په خپل ژوند کې کوم حسابي رقم په کاروو؟ څرګنده ده چې دسمل (0-9). زمونږ ټول حسابي رقمونه د همدې 0, 1, 2, 3, 4, 5, 6, 7, 8, 9 څخه جوړېږي.اوس غواړو پوه شو کمپيوټر پښتو څنګه ليکي؟په همدې دوه ييز (بينري) 0 او 1  سيسټم يې ليکي، ښايې تاسو وخاندئ او و به واياست چې دا خو موږ پورته ولوستل چې کمپيوټر ټول معلومات 0 او1 ته اړوي، دا هم سم ځواب دی خو بشپړ ځواب نه دی نو بشپړ ځواب به څه وي؟د نړۍ ډېرې ژبې په کمپيوټر کې ليکلای شو د هغې لپاره همدا هګذادسمل رقمونه دي او ورته يوني کوډ (Unicode) وايي.که موږ د لاتين A په نظر کې ونيسو دا توری دوه بڼې لري، يو لوی A او بل کوچنۍ a وي، نو تاسو به وواياست چې زموږ ژبه پښتو خو ډېره اسانه ده ځکه يوه بڼه لري.خو داسې نه ده، راځئ موږ د (ب) توری وګورو چې څو بڼې لري؟ دا ځانيز (ب)، سريز (با)، منځيز (ببا) او پاييز (بب) بڼې لري.ښايې تاسو اوس دا وپوښتئ چې د (ب) لپاره به يوني کوډ يا هګذادسمل رقم څه وي؟د (ب) لپاره يوني کوډ 067E دي او په بينري  1110000001100111 دی خو د دې توري ډول_ډول بڼو لپاره ډول_ډول رقمونه په کارېږي چې دا رقمونه په بله هېڅ ژبه کې نه په کارول کېږي دا يوازې د همدې (ب) لپاره ورکړل شوی دی.اوس دا (ب) خو په عربي، فارسي او نورو ژبو کې هم شته، دا خبره هم سمه ده چې زموږ د ژبې پښتو ليک ډول (Script) هم عربي دی نو د پښتو ځانګړي توري  ټ، څ، ځ، ډ، ړ،ږ،  ګ، ښ،ې، ۍ دي.مايکرو سافټ د نړۍ ډېری ژبې په وينډوز کې ځای کړې خو له بده مرغه پښتو پکې نشته، موږ د خپلې ژبې، خلکو او هيواد د خدمت لپاره دا کار کړی او کوو يې.

  1. One Response to “کمپيوټر څه شي دی ، څه کار کوي او پښتو څنګه ليکي ؟”

  2. thinks for you beter information for afghans it is a very good service

    By Jan Mohammad on Feb 11, 2009

Post a Comment