سپوږمۍ

ولي نه راځې مورکي !؟
پروين ملال/ کراچي

د غمونو او حسرتونو په جال کې بندي امينې دروازې ته په داسې ډول سترګې واړولې لکه د يو چا لاره چې څاري، يا لکه غواړي چې د دغو څلورو دېوالونو له حصاره ځان وباسي. د کوچنۍ ماشومې په شان کوڅې ته ووځي، د هلکانو او نجونو سره لوبې وکړي او ماښام ستړې ستومانه کور ته له راتلو سره سم ويده شي … څه خواږه وختونه وو … امينې دغه ټکي له ځان سره وويل، او بيا د تېرو وختونو په يادولو نوره هم وړاندې لاړه، د کوچنيوالي يادونه يې نور هم تر زړه راچاپېر شول. د تصوراتو دغه رنګينې شېبې يې د احساس په دوام کې را ايسارولې چې د دېوال له سر څخه د کوترې د وزرونو سرپی چې د الوتلو په حال کې وه، او والوتله او د شنه اسمان په وسعت کې دومره وړاندې لاړه چې له نظره ورکه شوه.

د امينې د ذهن پر پردو د ماشومتوب ښکلې او د دې د خيالونو د نړۍ زړه وړونکې سندره راژوندۍ شوه.کاشکې زه کوتره وایناسته پر ډبره وایسر مې غوړولی وایزرکې را اودلی وایکاشکې زه کوتره وای …کاشکې …. د امينې زړه، حواسونو او ذهن دا وخت د غمونو په دلدل او ګرداب کې د بېوسۍ لاس او پښې وهلې د ځور د يوه داسې حالت پر لاره روانه وه چې سر او پای يې نه معلومېدل، چې چېرې به وي؟کلونه تېر وو چې امينه د ګلونو په هارونو کې له پټ موټر څخه په زرغونه بنارسۍ کې د بهادر د کور مخې ته په يوه ښايسته او روڼه شپه کې کښته شوه، چې کله يې د هغې له مخه د بنارسۍ پړونی پورته کړ، نو د کوټې رڼاګانو يې سترګې وبرېښولې، د دريو او سندرو له شور سره يې د سپلنيو خوږ وږم احساس وتخناوه، او بيا چې يې د خپلو خوبونو د شهزاده شته والی په خپل څنګ کې احساس کړ، نو خدای شته چې له يو څه غرور سره نغښتې خوښي يې زړه د نابلدو احساساتو په ټالو کې وزنګاوه. هغې ته ځان پر همدې شېبې يو څه ښکاره شو، خو د خوښۍ شېبې ډېر ژر او لکه د خوب د څپو په شانې تېرې شوې او د دې د خوبونو شهزاده بهادر د خوارۍ او مزدورۍ لپاره د اوسپنو ماشيني ښار ته روان شو. د امينې په سترګو کې څو_څو ځله اوښکې ډنډ او وچې شوې. د درد او دوک رنځ يې په زړه پورې شو. کله چې به د ټليفون د زنګ ږغ په کور کې خپور شو، نو هغه به ژر له خپلې کوټې څخه دباندې راووته، دې ته به غوږ_غوږ شوه چې که څوک زېری ورباندې وکړي چې د بهادر ټليفون دی. بهادر سر او کال په مسافرۍ کې و، کله_کله به د دوو يا درېيو مياشتو لپاره راتله، امينه به له بهادر سره په خوږو_خوږو شېبو کې هم په دې فکرونو کې ډوبه وه چې که نن او سبا وي، بهادر به بېرته ځي بيا به د يوازيتوب لښکر او څه اوږدې شپې_ورځې به وي او انتظار …. د انتظار او يوازيتوب لښکرو هغه ورځ نوره په مخه کړه چې خواښې يې يو نوی رنځمن احساس ورته ورکړ._امينې ته خو لکه چې بيا لمونځ نه کوي؟_امينې له شرم سره په نغښتو جملو کې ځواب ورکړ.

_هو د پرون راهيسې ….خواښې يې خبره پرې کړه._که دا ځل بهادر راغی ورته وايم چې ښې ډاکټرې ته دې بوځي که نه نو …..خواښې يې نوره خبره خدای خبر، ولې پرې کړه، خو د امينې زړه د دا ډول کړنې څخه په خنجر سوری_سوری شو.د بهادر دا ځل راتګ هغه د پخوا په شان خوشال نه کړ، ځکه له دې سره دا ځل دا احساس مل شوی و چې په بهادر کې څه تبديلي راغلې او مور يې حتماً پر ټليفون د دې خبرې ذکر ورسره کړی و.که يې مور څه ورته ويلي وو، که نه؟ چې په هغه کې په رښتيا تبديلي راغلې وه، که نه؟

خو دغه نامرد احساس اوس د امينې په وجود اور پورې کړی و، او هغه يې سر تر پښو سوځله، کله چې دغه احساس پر هغې ښه زورور شو نو بهادر ته يې خپله خواست وکړ چې هغه يې ډاکټر ته بوځي او بيا چې څو ورځې وروسته بهادر د معايناتو له کاغذونو او دوا سره په کور، رادننه شو، امينه يې مخې ته ورغله له هغه څخه يې وپوښتل؟_بهادره! ډاکټر څه ويل؟_څه يې نه دي ويلي. ستا سره يې ما ته هم دوا راکړه …. تر لږ چوپتيا وروسته يې د خبرو لړۍ بېرته روانه کړه، که چېرې په دې چاره و نه شوه چې بل ځل راغلم، له ځان سره دې بيايم.د بهادر شپې او ورځې د باد په شان ژر تېرې شوې او هغه بيا د امينې د اوښکو او اسوېليو په سلسلو کې په سفر لاړ. امينه پاتې شوه او د هغې په برخه ليکل شوی يوازيتوب …. وختونو په چټکۍ مزل واهه او پر مخه تلل، خو امينه اوس هم پر هغه مقام ولاړه وه چې د واده په لومړۍ شپه ورته رارسېدلې وه، نه يې په کوټه کې زانګو درېده او نه خو د ماشوم د ژړا تنکی ږغ د هغې ماحول سندريز کړ. يوې اوږدې چوپتيا خوله خلاصه کړې وه او امينه يې خوړله او بيا هغه ورځ هم راغله چې د امينې زړه تر غرونو_غرونو غمونو لاندې شو. پر اننګو يې د اوښکو داسې سېلاب راروان شو چې د وچېدو يا پر بله لار يې د تلو لاره نه وه. د امينې تر واده وروسته د هغې مور او پلار دواړه يو په بل پسې په ابدي سفر تللي وو، خو دا غم تر ټولو غمونو دروند او لوی و.

امينې احساسوله چې د دې غم اور د هغې د وجود په رګ_رګ کې لکه د اور د ويالو په شان خپرېږي او د دې د رګونو شنې څانګې سوځوي، هغې اوس له دغه لوی غم څخه د تېښتې په بدل کې مرګ هم منلی و او د هغه ارمان يې کړی و. د تنهايۍ او بېوسۍ غمونو هم په مخه کړې وه. يو څوک يې غوښته چې د خپل غم لاره ورسره شريکه کړي، يو څه ورته ووايي، د خپلې تنهايۍ، بېوسۍ، بې کسۍ د اوښکو او سېليو او آهونو کيسه ورته بيان کړي، خو هېڅوک هم نه و. مور يې يادېدله چې په ابدي خوب ويده وه. خويندې، وروڼه چې له دې څخه ډېر ليرې وو، زړه يې غوښت چې مرغۍ شوې وای. د وزرونو پر څوکو يې د هوا څپې لمس کړې وای. اسمانونو ته تللې وای، ښه ليرې، دومره ليرې چې د غمونو يو نور لا هم دې ته نه شوای رسېدای. د هوا د سپکو وزرونو ښاپېرۍ غېږه ورکړې وای او دا يې له ځان سره بېولې وای …. ليرې …. ښه ليرې …. د غم له بندونو ازاده شوې وای …. د تل لپاره …..د بهادر زړه له کوره تور شوی و.

اوس هغه بهادر نه و چې کور ته په راتلو به يې د عمرونو_عمرونو ستړياوې وتلې، هغه اوس د ماضي په دواړو ګردونو کې د تېر شوي وخت په خوښۍ پسې د ذهن په لارو کې سترګې څلور و، ځکه د حال خوښۍ ټولې له امينې سره د ماضي پر لارو تللې وې. له دويم واده څخه يې کلونه_کلونه تېر وو، خو د پلار ږغ ته يې اوس هم زړه په ټوپو شوی نه و، کله چې يې مور د درېيم واده خبره ورسره کوله نو هغه پر ځان باندې د شک پر لاره د يقين خوا ته روان شوی و._نه مورې بل واده نه کوم، دا ځل جميله هم له ځان سره بيايم هلته لوی_لوی ډاکټران شته …._هغه دا ځل جميله هم له ځان سره د اوسپنو ماشيني ښار ته بوتله، پر لويو_لويو ډاکټرانو يې وګرځوله او خپل وس يې پر تمام کړ، خو د اولاد اميد ځان داسې ترې ورک کړ چې د پتې څرک يې له هېچا سره هم نه و. نور يې زړه ستړی شو او له ماشيني ښار څخه يې د تل لپاره کډه راټوله کړه او خپل د وطن پر لوري راوخوځېد. کور ته په رارسېدو سره په هماغه ورځ ماځيګر هديرې ته لاړ او د امينې پر قبر يې د پښېمانۍ دومره اوښکې تويې کړې چې په ږيره کې يې سپين وېښته د اوښکو په سېلاب کې د اسمان د ستورو په شان وځلېد.

د ښځې حقوق څه دي؟
سرليکنه

تقريباً ټول نړيوال په دې اند دي چې ګوا په افغانستان کې ښځو ته څومره چې ښايي، هغومره حقوق نه ورکول کېږي، له دوی سره ظلم او تېری کېږي، ښځې ان له حيوانانو سره پرتله کېږي، او دوی په دې اند دي چې په افغانستان کې زيات شمېر ښځې د څارويو په څېر خرڅېږي. کله چې غواړي يو چاته يې ورپه نکاح کړي د هغوی له خوښۍ او غوښتنې پرته يې نکاح تر سره کوي او په بدل کې يې يوازې مالي ارزښت ته زياته پاملرنه کېږي.

دا خبره تر ډېره بريده سمه او پر ځای ده، په افغانستان کې د ښځو حقونو ته پاملرنه لکه څومره چې ښايي هغومره نه ده شوې. په افغانستان کې د ښځو په اړه تر يوې نړيوالې پلټنې وروسته څرګنده شوه چې د هرې ورځې په اوږدو کې يو شمېر ښځې د سخت ژوند او کړاوونو له کبله په بېلابېلو ډولونو ځانوژنې تر سره کوي.خو مخکنۍ خبرې ته په پام سره که چېرې اروپايي ټولنې ته ځير شو، دا به د يوه څرګند حقيقت په توګه راته جوته شي چې په اروپايي ټولنه کې د افغانۍ ټولنې په پرتله له ښځو سره څو برابر ظلم او تېری کېږي. ځينې خلک په دې فکر دي، هغه خلک چې په نړۍ کې د ښځو د حقونو او له هغوی سره د ښه چلند نارې وهي دوی فکر کوي چې دا خلک به د ښځو حقونو ته څومره په احترام قايل وي، خو که وڅېړل شي دا هر څه برعکس دي. اروپايان که په دې اند دي چې ښځې بې حجابي، بې ستري، هغوی خپل سر ته خوشي کېدل، په ښوونځي او پوهنتونونو کې ګډه زدکړه د هغوی حقوق دي، دا نه يوازې د اسلام له نظره د ښځو حقوق نه دي، بلکې د نړۍ په هېڅ مذهب کې د داسې څه يادونه نشته چې ښځې بې حجابه کېدل، هغوی په عامو بازارونو او کلبونو کې نڅېدل د هغوی حقوق دي.اسلام نه يوازې ښځو بلکې نرانو ته هم په ځانګړي ډول حقوق ورکړي. ښځې يې پر دې امر کړي چې له اصولو سره سم اسلامي حجاب وکړي، او سړيو ته يې هم امر کړی چې کله د بل چا يوه نامحرمه ښځه ووينئ نو خپلې سترګې کښته کړئ.اوسمهال په نړۍ کې ستر عالم ډاکټر ذاکر نايک د ښځو په اړه يوه ډېره ښه بېلګه وړاندې کوي، نوموړی وايي: کله چې په کوم ځای کې د خلکو پر وړاندې دوې ښځې چې يوې اسلامي حجاب او بله په غربي بربنډو جامو کې وي، تېرېږي، نو تاسې فکر وکړئ چې د خلکو نظر به کومې ته ور واوړي او کومه ښځه به خپل ځان او خلک د فساد ښکار کړي؟ښکاره خبره ده چې بربنډې جامې لرونکې ښځه به نه يوازې خپله د فساد ښکار شي، بلکې نور خلک به هم په فساد ککړ کړي.له بده مرغه ويلای شو چې اوس په افغاني ټولنه کې هم دا دود راپيل شوی، څومره چې يوه ښځه بربنډې جامې اغوندې، هغومره ورته د عصري او پرمختللې لقب ورکول کېږي او خلک يې په اړه فکر کوي چې نوموړې ښځه له خپلو حقونو برخمنه ده. په داسې حال کې چې دا ښځه خپله له خپل ځان څخه د يوه نمايشي څيز جوړولو په هڅه وي.ښځې ته په اسلام کې ډېره په درنه سترګه کتل شوي. هغې ته د مور، خور او مېرمنې ستر وياړونه ورپه برخه دي. خلکو ته امر شوی چې که غواړئ جنت تر لاسه کړئ نو د خپلې مور درناوی وکړی او له امر څخه يې سرغړونه مه کوئ، خو اروپايان بيا د ښځې په اړه بېخي په بېل نظر دي، هغوی د ښځې هر څه حقوق د هغې په بربنډېدو، په رسټورانټونو کې د هغوی په نڅېدو او پر ښځې باندې د خپل شهوت په پوره کېدو کې ګڼي.خو که افغانان د اسلام له نظره د ښځو حقوق راوسپړي او ورته ژوره پاملرنه وکړي، يو خو به پر اسلامي لاره تلونکي وي او بل به يې ښځو ته خپل حقوق ورکړي او ورپېژندلي وي. که چېرې په ژوره توګه د ښځو په اړه اسلامي قوانين او حقوق مطالعه شي، نو په ټينګار سره ويل کېدای شي چې د نړۍ هېڅ دين او قانون به ورته دومره دقيق او له اصولو سره سم حقوق نه وي ټاکلي.

ښځو ته دې د انسان په سترګه وکتل شي
فريبا احمدي کاکړ/ له کندهاره د ولسي جرګې استازې

کله چې موږ د حقونو نوم اخلو، نو بايد د قانون نوم هم له ياده و نه باسو، ځکه قانون د يوې ټولنې د عيني او ذهني شرايطو په پام کې نيولو سره د هيواد د ټولو اتباعو او ټولو اقشارو حقونه په خپله لمن کې رانغاړي.زه فکر کوم چې د افغانستان په نوي اساسي قانون او نورو مدني قوانينو کې د ښځو حقونو ته پوره پاملرنه شوې ده، خو مشکل يوازې د قانون په عملي کولو کې دی.زه دا نه وايم چې تر اوسه د ښځو د حقونو لپاره هېڅ نه دي شوي، بلکې ډېر څه شوي دي خو له بده مرغه له يوې خوا کافي نه دي او له بله پلوه دغه لاسته راوړنې په سلو کې نيوي په ښارونو پورې اړه لري.که ښځو ته کار پيدا شوی دی، نو په ښارونو کې دی، که د ښځو لپاره د تعليم زمينه مساعده شوې نو هغه هم په ښارونو کې ده او که ښځې په سياست کې برخه اخلي نو هغه هم ښاري ښځو ته دغه چانس په لاس ورغلی دی.دا چې د افغانستان په سلو کې پينځه اويا خلک په کليو کې ژوند کوي، نو زه ويلای شم چې موږ د افغاني ښځو يوه لويه برخه له ياده ايستلې ده. موږ غواړو چې ښځو ته دې تر ټولو مخكې يو ځل د انسان په سترګه وکتل شي او بيا وروسته دې يې د اساسي حقونو غم وخوړل شي.اوس خو ښځو ته تر ډېره بريده په تېره بيا په کليو کې د انسان په سترګه نه کتل کېږي، د مال په ډول خرڅېږي، په باغ، ځمکه، موټر او نورو باندې بدلېږي چې دا د اسلامي، افغاني او نړيوالو موازينو خلاف  کار دی. مشکل يوازې دا نه دی چې ښځې يوازې د کور په څلورو دېوالونو کې بندې دي، بلکې په کور کې دننه هم چندانې د انسان په سترګه نه ورته کتل کېږي. نجونې په کوچنيوالي کې واده کېږي، په زوره واده ته اړ ايستلې کېږي، نشه يانو، سپين ږيرو او نورو داسې کسانو ته په زوره په نکاح کېږي چې د دوی وړ نه وي. دغه ډول په ډېره کوچنۍ خبره وهل_ټکول خو د دوی د ژوند يوه برخه ده. دا چې د افغانستان نهه نيوي خلک مسلمانان دي، او د اسلام مبارک دين ښځو ته پوره حقونه ورکړي دي، نو ښه به دا وي چې لومړى د يو څه وخت لپاره په کليو کې يوازې په همدغو حقونو اکتفا وکړو.بايد د افغانستان دولت په تېره بيا د ښځو چارو وزارت د کليوالو ښځو لپاره خاص پروګرامونه جوړ کړي. سږ کال هم په افغانستان کې د ښځو نړيواله ورځ خورا په جوش او خروش ولمانځل شوه او ټولو رسنيو ښه په خوند راپورونه پرې وچلول، کور يې ودان چې د دې دربدره ولس يوې لويې برخې ته يې پاملرنه وکړه، خو زه بيا هم هغه خبره کوم چې هر څه تر ښارونو پورې محدود ښکارېدل او په ټوليز ډول د ښځو نهه نيوي په سلو کې د ښارونو اوسېدونکو د حقونو غوښتنه لرله. زه له رسنيو څخه دا ګيله کوم چې ايا د کومې ليرې پرتې سيمې د يوې بېوزلې ښځې ږغ يې په نړيوالې ټولنې او افغان حکومت واورېدی؟همداراز نړيوالې ټولنې او افغان حکومت په کومه ليرې پرته سيمه کې داسې يوه کارنامه وکړه چې په هغې دې د يوې کليوالې ښځې په ژوند کې د بدلون څرک وليدل شي؟هو! له بده مرغه د نړيوالې ټولنې او افغان حکومت ټولې هغه هڅې چې د ښځو د ژوند د سمون او د هغوى د حقوقو د دفاع لپاره کېږي، يوازې او يوازې تر ښارونو پورې محدودې دي چې دا کار ښايي د دغه هيواد په ډېره برخه مېرمنو کې يوازې د څو فيصده مېرمنو د حقوقو د دفاع سبب وګرځي.درنو لوستونکو!زه ليکواله نه يم، خو دغه څو کرښې مې ستاسو پر وړاندې وليکلې، البته غوښتنه مې دا ده چې افغان حکومت په ځانګړې توګه د افغانستان د ښځو چارو وزارت او د نړيوالې ټولنې هغه برخه چې په افغانستان کې د ښځو له حقوقو څخه د فاع کوي، بايد د کليوالو ښځو ژوند ته پاملرنه وکړي او هغوى ته دم ګړى يوازې بشپړ اسلامي حقوق وروګټي. ځکه د افغانستان اساسي قانون ښځو ته ښه حقوق ورکړي خو له بده مرغه دا قانون تر ډېره حده په بېلابېلو برخو کې نه عملي کېږي. راشئ ټول افغانان د خپل اساسي قانون د پلي کولو لپاره لېڅې راونغاړو او په يوه افغاني مېړانه اول پر ځان او بيا پر خپل ملت د قانون د پلي کولو هوډ وکړو.

د اسلامي ټولنې په جوړښت کې د ښځې ونډه
نظام الدين شايق/ پېښور

دا يو تاريخي حقيقت دی چې مسلمانانو خويندو د تاريخ په اوږدو کې د اسلام د سپېڅلي او ژوند بخښوونکي دين لپاره خورا غټې_غټې قربانۍ ورکړې چې د اسلام تاريخ پرې وياړي.له دې کبله هغوی د دين په خاطر له خپلو خپلوانو سره د خپلوۍ نږدې اړيکي غوڅ او ورڅخه تېرې شولې، د اسلام په خاطر د پرګنو او کورنيو سره په جګړو بوختې شوې، غمونه او اندېښنې لوړې او ژورې يې وګاللې او خپل کورونه يې پرېښودل، اسلام ته د ګټې رسولو په خاطر له خپلو شخصي ګټو څخه تېرې شوې، بالاخره د ژوند تر وروستيو سلګيو پورې له خپل خدای تعالی سره په خپل عهد او پيمان ثابتې پاتې شوې.د مکې په لومړنۍ دوره کې چې کومو افرادو د اسلام غېږې ته ور ودانګل په هغوی کې د عمار بن ياسر (رض) د کورنۍ غړو د اسلام د ځلاند ستورو حيثيت درلود، د هغه مور د ابوحذيفه بن مغيره مينځه وه چې له مقدس دين څخه د جاروتنې په خاطر يې وربړوله.او بالاخره د حق د منلو په جرم ملعون ابوجهل په نېزه ووهله او شهيده يې کړه، په داسې حال کې چې د هغې په سپېڅلې عقيده او قوي ايمان کې کوم توپير را نه غی دا لومړنی شهادت و چې د اسلام د ستر پېغمبر حضرت محمد (ص) پيغام ته د لبيک ويلو په نتيجه کې يوې پاکې مېرمنې نوش کړ.د حضرت عمر (رض) خور فاطمه (رض) بنت خطاب چې کله د ايمان او عقيدې په منصب مشرفه شوه نو حضرت عمر (رض) هغه دومره ووهله چې بې هوښه شوه، خو د دې تر څنګ هغه پر خپله ژمنه دومره وفاداره وه چې په هغې کې کومه ناتواني رامنځته نه شوه او حضرت عمر (رض) ته يې په تونده لهجه وويل:يا ابن الخطاب ما کنت صانعا فاصنعه فإني قد أسلمت.اې د خطاب زويه! څه چې غواړې هغه وکړه، بېله شکه زه مسلمانه يم.حضرت عمر (رض) غوښتل تر څو د قران عظيم الشان هغه پاڼې چې د هغې په لاس کې وې ورڅخه واخلي خو هغې ورته وويل چې:اې د خطاب زويه! ته ناولی او ناپاک يې او دا د هغه سپېڅلي کتاب پاڼې دي چې سپېڅلي خلک يې په لاس کې اخيستلای شي.ابوسفيان (رض) تر ميان راوړلو وړاند يوه ورځ مدينې ته لاړ او د پېغمبر (ص) په خدمت کې حاضر شو، غوښتل يې له خپلې لور ام المومنين ام حبيه (رض) سره هم ليدنه کتنه وکړي، کور ته ننوت هلته د رسول الله (ص) بستره غوړېدلې وه، پر هغې کښېناست، نو لور يې بېله ځنډه هغه ورڅخه کش کړه، پلار يې په حيرانتيا او تعجب ورته وکتل او ويې ويل:ايا زه پر دې بستره باندې د ناستې لپاره وړ نه يم، او که څنګه؟لور يې ځواب ورکړ: نه!دا د خدای (ج) د استازي بستره ده او ته مشرک او نجس يې، نه غواړم دغه مقدسه بستره ستا په ناستې ناولې کړم.د عظيم الشان قران دغه پرېکړه ده چې مومنان سړي او ښځې بايد د خدای (ج) د دښمنانو او محاربينو سره په هېڅ ډول دوستانه اړيکي و نه لري.يو ځل د حضرت اسماء مشرکه مور قتيله بنت عبدالعزی له يو لړ ډاليو سره له مکې څخه مدينې ته راغله خو اسماء تر مخه په دې برخه کې له رسول الله (ص) څخه پوښتنه وکړه او ورته يې وويل: زما مور له يو څه ډاليو سره راغلې او غواړي زما مرسته وکړي نو ايا هغې ته کور ته د راتلو اجازه ورکړم؟ او ښه سلوک ورسره وکړم او که څنګه؟ رسول الله (ص) ځواب ورکړ چې هو!دا دواړه کاره بايد ته وکړې.رقيه بنت ابي صيفي (رض) د مکې په هغه زښته نازکو شرايطو کې د حق ږغ ته په داسې حال کې لبيک وويل چې قريشو د اسلام د ستر پېغمبر د وژنې پلان او منصوبه جوړوله نو همدغه پاک لمنې بي بي وه چې د اسلام پېغمبر يې د قريشو له شومو عزايمو څخه خبر کړ او حضرت محمد (ص) د هجرت لاره په مخکې ونيوه. په دې توګه د اسلام له مقدس دين څخه د دفاع په خاطر د دين د دښمنانو د ناکامۍ په برخه کې چې پر اسلام مينو او مبارزو خويندو کوم رول او نقش لوبولی د اسلام تاريخ تل پرې وياړي.ربيع بنت معوذ (رضی الله عنها) فرمايي:کنا نغزو مع رسول الله (ص) فنسقی القوم ونخدمهم و نرد القتلٰی والجرحیٰ إلی المدينة.ژباړه: موږ له پېغمبر (ص) سره يو ځای غزاګانې کولې نو مجاهدينو ته به مو اوبه ورکولې، شهيدان او ټپيان به مو مدينې ته راوړل.ام عطيع (رضی الله عنها) فرمايي:غزوت مع رسول الله سبع غزوات اخلفهم فی رحالهم فاصنع لهم الطعام واداوی الجرحی واُقوم علی المرضی.ما له رسول الله (ص) سره په اوو غزاګانو کې برخه اخيستې، هلته به ما د مجاهدينو جنګي سامان الاتو ساتنه کوله هغوی ته به مې ډوډۍ برابروله، ټپيانو او ناروغانو ته به مو دارو درمل برابرول.طبراني روايت کوي چې:لما کان يوم أحد إنصرف المشرکون خرج النساء إلی الصحابة يعينونهم فکانت فاطمة في من خرج.هر کله چې د احد په جګړه کې مشرکان بېرته وګرځېدل نو ښځې د صحابه وو د مرستې لپاره راووتلې نو فاطمه (رض) هم په هغو ښځو کې وه.حضرت انس (رض) فرمايي: لقد رايت عايشه بنت ابي بکر و ام سليم (رض) و أنهما لمشمرتان أری خدم سوقهما تنقلان القرب علی متونهما ثم تفرغانه فی أفواه القوم ثم ترجعان فتملانهما ثم تجيئان فتفرغانه فی أفواه القوم.ما حضرت عايشه (رض) او ام سليم (رض) وليدلې چې ملاوې يې تړلې وې او دومره ځغلنده تلې چې ما يې د پنډو پړکی او پايزېبونه هم وليدل له اوبو څخه ډک مشکونه به يې پر اوږو را اړولې وه او د وګړو په خولو کې به يې اوبه اچولې، په دې ترتيب دغه عمل به يې تکراراوه.د ام سليم په باب حضرت عمر (رض) فرمايي:أنها کانت تزفر لنا القرب يوم أحد.د احد د جګړې په ورځ ما وليدله چې هغې موږ ته له اوبو ډکه مشکونه راوړله.د حمنه بنت جحش په باب ابن سعد ليکي:وقد کانت حضرت أحدا تسقی العطش وتداوي الجرحیٰ.په احد کې هغه حاضره وه او تګيو ته يې اوبه ورکولې او د ټپيانو درمل به يې کاوه.د ام ايمن په باب هم دغه ډول روايت نقل شوی.وقد حضرت أم أيمن أحدا وکانت تسقی الماء وتداوی الجرحیٰ وشهدت خيبر مع رسول الله.ام ايمن د احد په جګړه کې برخه واله وه، هغې وګړو ته اوبه ورکولې، د ټپيانو تداوي يې کوله او هغه د خيبر په غزا کې هم له رسول الله (ص) سره برخه واله وه.د أم عمارة (رض) په برخه کې فرمايي:خرجت معهم بشن لها فی أول النهار تريد أن تسقی الجرحیٰ وقال وابنه و معها عصائب فی حقوبها قد أعدتها للجرحیٰ فربطت جرحي.هغه له خپل زوی مشک سره د ټپيانو د مرستې او هغوی ته د اوبو ورکولوپ ه خاطر له مجاهدينو سره سهار وختي د جګړې ډګر ته روانه شوه، د هغې زوی وايي، له هغې سره زخم پټۍ هم وې چې د ټپونو لپاره يې په کڅوړه کې ساتلې وې او زما ټپ يې پرې وتاړه.ښځې او ټولنيزې دندېپه اسلامي ټولنه کې چې له ښځې څخه کومه استفاده او ګټه تر لاسه کېږي د هغې په پام کې نيولو سره دا پوښتنه پيدا کېږي چې ايا پر دغو څو متعينو او ځانګړو مسووليتونو ښځه ماموره کېدای شي او که نه، او که د دې تر څنګ څه نور اجتماعي فرايض او له ښځې څخه نورې غوښتنې هم شته؟دې پوښتنې ته د ځواب ويلو په صورت کې ګورو چې مقدس اسلام دښ ځې د فکر او ذهني ارزښتونو په اړه څه فکر لري او تر کومې اندازې پورې پر هغې اعتماد او باور کوي، وروسته بيا دا پرېکړه کېدای شي چې ښځه د څه ډول کارونو اهليت له ځان سره لري او په اسلامي ټولنه کې د کومو ندو بار د هغې پر اوږو اچول کېږي او د کومو نه شي اچول کېدای؟په نړۍ کې ټول کارونه په يو ډول او په يوه اندازه نه وي، غټ او واړه سخت او اسان، مهم او غير مهم هم وي او د هر کار لپاره د مخصوص او ځانګړي صلاحيت لرونکي کارکوونکي په کار وي، او دا يو حقيقت دی چې په هر چا کې د هر کار صلاحيت نه وي، وقد شهد خيبر مع رسول الله (صلی الله عليه وسلم) نساء المسلمين.د خيبر په غزوه کې له رسول الله (ص) سره ډېرو مسلمانانو ښځو هم برخه اخيستې وه.تر ټولو مهمه خبره دا ده چې په غزواتو کې د مسلمانو ښځو برخه اخيستنه د کوم خارجي فشار له کبله نه وه، بلکې د دين د ساتونکو او علمبردارانو ملګرتيا او مرسته يې د خپل ځان لپاره د عزت او درناوی وشي له ګڼ له نو په خپ له به يې غوښتنه کوله.د خيبر جګړې ته چې کله رسول الله (ص) روانېده نو د بنو غفار قبيلې ښځو په يوه ږغ سره وويل:أنا نريد أن نخرج معک أو إلی وجهک هذإ فنداوی الجرحی ونعين المسلمين بما استطعنا.موږ غواړو ستاسو سره د جګړې ډګر ته ووځو، د ټپيانو تداوي او له خپل توان سره د مسلمانانو مرسته وکړو.

څوک د يو کار لپاره وړ وي څوک د بل کار لپاره، څوک د ساينسي څېړنو لپاره اهل وي او څوک د عسکري تنظيم لپاره، په چا کې د ليکوالۍ صلاحيت وي او په چا کې د خطابت، د چا بدني جوړښت او ځواک د زيار او زحمت ګاللو وړ وي او د چا بالکل نه وي، د صلاحيتونو دغه اختلاف په دواړو بشري اصنافو کې ليدل کېږي، لېکن دلته که دغه دوه بشري اصناف له يو بل سره مقايسه کړو، نو دغه اختلاف تر لمر هم زيات روښان دی.

د ښځو اړوند فقهي مسايل
عبداروف حقيار/كوټه

له ورېندارې سره په زور_زياتي واده کولپه ځينو پښتني سيمو کې ښځه د مېړه تر وفات وروسته اړ ايستل کېږي چې د لوېر يعنې مړه شوي کس له ورور سره نکاح وکړي، ځکه د دوی په فکر  ښځه هم مال غوندې يو ميراث دی، چې بايد له دغه کوره په هېڅ صورت تر مرګه و نه وځي، او که بالفرض اجازه ورکړي چې د دوی له کوره وتلای شي نو هغه ټول زېورات او سامان ترې راګرځوي کوم چې مېړه په مهر کې ورکړي وو، شرعاً دا ډېر لوی ظلم دی او په هېڅ ډول جايز نه دی.الله تعالی په خپل لوی کتاب قرآن شريف کې، پورتنۍ دواړه خبرې ذکر کړې او مسلمانان يې په سختۍ سره له دغه کاره منع کړي دي:يَآاَيُّهَاالَّذِيْنَ امَنُوْا لاَيَحِلُّ لَکُمْ اَنْ تَرِثُوا النِّسَاءَ کَرْهًا وَلاَ تَعْضُلُوْهُنَّ لِتَذْهَبُوْا بِبَعْضِ مَا اتَيْتُمُوْهُنَّ. (سورة النسآء آيت ١٩)ژباړه: اې مومنانو! نه دی حلال تاسو لره دا کار چې په ميراث واخلئ ښځې په زور او جبر سره او مه منع کوئ تاسې دا ښځې د دې لپاره چې تاسې ترې واخلئ ځنې له هغه مال څخه چې تاسې دوی ته (په مهر کې) ورکړي وه.بالغه نجلۍ په زور_زياتي واده کولد مقدس شريعت له نظره هېڅوک نه پر بالغ هلک او نه هم پر بالغې نجلۍ دا زور اچولای شي چې له فلاني سره به ضرور نکاح کوې او يا به يې له فلاني سره نه کوې، د دوی خپله خوښه ده له هر چا سره چې يې زړه غواړي نکاح کولای شي. که پلار، ورور يا کوم بل څوک پر خپل سر د لور او خور له خوښې پرته له يو هلک سره د دې نکاح وکړي، نو شرعاً تر هغه مهاله دغې نکاح لره هېڅ اهميت نشته، تر څو نجلۍ يې په خپله خوښه بېله کوم فشاره قبوله نه کړي. جناب رسول الله (ص) به هره داسې نکاح چې په هغې کې به د نجلۍ خوښې ته پام نه و شوی، باطله اعلانوله.د صحيح بخاري د دويم جلد په (٧٧٢) صفحه کې راغلي چې حضرت بي بي خنساء چې خپل پلار له يو چا سره د دې نکاح کړې وه، خو د دې هغه ځای خوښ نه و، نو له دې کبله راغله او جناب رسول الله (ص) ته يې د خپل پلار شکايت وکړ، رسول الله (ص) د دې نکاح باطله او مردوده اعلان کړه، همدا راز په سنن ابن ماجه کې دا مبارک حديث راغلی:اَنَّ عَبْدَالرَّحْمٰنِ بْنِ يَزِيْدَ وَمُجَمِّعَ بْنَ يَزِيْدَ الْاَنْصَارِيَّيْنِ اَخْبَراهُ اَنَّ رَجُلاً مِّنْهُمْ يُدْعٰی خِذَامًا اَنْکَحَ بْنَتَ لَهُ فَکَرِهَتْ نِکَاحَ اَبِيْهَا فَاَتَتْ رَسُوْلَ اللهِ ÷ فَذَکَرْتُ لَهُ فَرَدَّ عَلَيْهَا نِکَاحَ اَبِيْهَا فَنَکَحَتْ اَبَالُبَابَةَ ابْنَ عَبْدِالْمُنْذِرِ. (سنن ابن ماجه صفحه ١٣٤)  ژباړه: له حضرت عبدالرحمان بن يزيد او مجمع بن يزيد رضی الله عنهما څخه چې دواړه انصاريان دي، روايت دی دوی وايي يو سړی چې خدام نومېده، د خپلې لور نکاح يې له يو چا سره کړې وه، خو هغه نجلۍ په دغه نکاح راضي نه وه، نو هغه راغله جناب رسول الله (ص) ته يې دا کيسه وکړه. ده مبارک هغه نکاح مردوده او باطله اعلان کړه، وروسته دغې نجلۍ په خپله خوښه له ابولبابه بن عبدالمنذر سره واده وکړ.له پورتنيو او نورو ګڼ شمېر احاديثو څخه دا خبره څرګنده شوه، که يوه بالغه نجلۍ په زور او جبر د يو چا په نکاح کې راغله، نو هغه عقد صحت نه لري، ګويا له لويه سره نکاح نه ده شوې، د هدايې مصنف ليکي: وَلاَيَجُوْزُ لِلْوَلِیِّ اِجْبَارُ الْبِکْرِالْبَالِغَةِ عَلَی النِّکَاحِ … اَنَّهَاحُرَّةٌ فَلاَيَکُوْنُ لِلْغَيْرِعَلَيْهَا وِلاَيَةُ الْاِجْبَارِ. (هدايه، کتاب النکاح)ژباړه: د نکاح په مسئله کې پر يوې بالغې نجلۍ د ولي له خوا (که پلار او که بل څوک وي) هېڅ زور نه شي اچولای، دا ځکه چې بالغه نجلۍ ازاده ده (له چا سره چې يې زړه غواړي نکاح کولای شي) نو هېچا لره پر دې باندې ولايت اجبار نشته.د مور او پلار د بېلتون په وخت کې د کوچنيو اولادونو د پالنې حقدارکه يو کس خپلې ښځې ته طلاق ورکړي او د دوی دوو تر منځ بېلتون رامنځته شي، په دې صورت کې به نابالغه کوچني اولادونه له چا سره پاتېږي، له مور او که له پلار سره؟ په دې هکله د شريعت دا حکم دی چې د هلکانو د پرورش او پالنې موده اووه کاله او د نجونو دا نهه کاله ده، په دغه موده کې د اولادونو د پرورش نګراني د مور ذمه واري ده، خو مصارف يې د پلار پر غاړه دي، په هدايه کې راغلي: (واذا وقعت الفرقة بين الزوجين فالام احق بالولد) البته که د مېړه او ماينې تر بېلتون وروسته ښځې په خپله خوښه غوښتل چې اولادونه پلار ته ورحواله کړي کولای شي او يا ښځه غواړي له يوه بېګانه چا سره واده وکړي، په دې صورت کې به مېړه د اولادونو پالنه پر خپله غاړه اخلي، طلاقه شوې ښځه نه شي مجبوره کولای چې د اولادونو پالنه وکړي.په هدايه کې راغلي: (ولاتجبر الام عليه لانها عست تعجز عن الحضانة) يعنې مور د اولاد پر پالنه نه شي مجبوره کېدای، ځکه ډېر ځله مور له پالنې څخه عاجزه کېږي.د سنن ابي داؤد په (٣١٧) صفحه کې راغلي چې يوه ښځه رسول الله (ص) ته راغله، ويل ما ته مېړه طلاق راکړ، خو اوس دی غواړي چې زما څخه زما د زړه ټوټه جلا کړي. جناب رسول الله (ص) ورته وفرمايل: (انت احق به مالم تنکحی) يعنې تر هغو پورې چې تا بل واده نه وي کړی، ته د اولاد د ساتلو زياته حقداره يې.البته که طلاقه شوې ښځه له يو داسې صالح او مهربان چا سره نکاح وکړي چي د دې د اولادونو پر پالنه منفي اثر نه لوېږي او هغوی د چا د اوږو بار نه جوړېږي، نو په دې صورت کې هم د دې حق باقي پاتېږي. (فقه اسلامي ندوي جلد ٢ صفحه ١٤٨)د هغې ښځې د دويم واده حکم چې مېړه يې ورک ويڅوک چې تر واده کولو وروسته بالکل غايب او ورک شي، نه يې د خط او کتابت درک وي او نه يې د مرګ او ژوند معلومات کېږي، په فقهي اصطلاح کې دې ته زوجه مفقوالخبر وايي، اوس پوښتنه دا ده چې د دغه راز مفقودالخبر شخص ښځه به څه کوي، ايا تر مرګه به د ده د راتګ انتظار کوي او که شرعًا ورته د بل واده کولو اجازه شته؟دا چې په دې هکله له جناب رسول الله (ص) څخه په صحيح سند سره هېڅ خبره نه ده رانقل شوې، البته د ځينو صحابه کرامو اقوال موجود دي، نو ځکه په دې اړوند د فقهاوو تر منځ کافي اختلاف موجود دی چې عمومًا دوې رايې يادولای شو:(١) يوه رايه دا ده چې تر هغو پورې دغې ښځې ته د دويم واده کولو اجازه نشته، تر څو د هغه مرګ نه وي يقيني شوی او يا د ده همزولې مړه شوې نه وي، له دې کبله ځينو فقهاوو اويا، ځينو اتيا او ځينو يو سلو شل کاله اندازه ټاکلې ده، خو که داسې قرائن موجود وو چې له هغه کبله د ده د مرګ غالب ګمان کېږي مثلاً په جنګ کې ورک شي، نو بيا په هغه صورت کې د دغې ډلې فقهاوو په نزد هم قاضي ته حق دی چې د نکاح د فسخ حکم صادر کړي او ښځې ته اجازه وکړي چې بل واده وکړي.(٢) دويمه رايه چې ډېره وزني او د قرآن او سنت له عمومي اصولو سره زيات ورته والی هم لري، دا ده د مېړه تر ورکېدو وروسته چې کله ښځه د قاضي پر وړاندې مقدمه دايره کړي، نو لومړی به قاضي په دې اړوند تحقيق کوي که د سړي درک معلوم نه شو، نو به د هغه ښځې ته د څلورو کلونو د انتظار حکم کوي، که په دغه څلورو کلونو کې يې بيا هم مېړه نه راغی، نو ښځې ته اجازه ده تر څو د مرګ عدت چې څلور مياشتې او لس ورځې دي، تېر کړي او دويمه نکاح وکړي.دغه دويمه رايه شرعًا ډېره وزني ښکاري او نن ورځ په ډېرو اسلامي هيوادونو کې عملي کېږي. متاخرينو حنفي فقهاوو هم دغه رايه غوره کړې، د مصر، سعودي عربستان او هندوستان علماوو او همدا راز په هندوستان کې د دارالعلوم ديوبند د مشهورې مدرسې مفتيانو د دغې رايې مطابق فتوا ورکړې او دغه مسئله يې د حنفي فقهي جزء ګرځولی، مولانا اشرف علي تهانوي (رح) د (حيلة الناجزه) په نامه يو کتاب ليکلی او په خورا تفصيل سره يې دغه مسئله بيان کړې او دغه مسلک ته يې چې څلور کاله انتظار کول دي، رجوع کړې.ابن ابي شيبه د خپل کتاب د څلورم ټوک په (٢٣٧) مخ کې په قوي سند سره له حضرت عمر (رض) او حضرت عثمان (رض) دواړو څخه رانقل کړي چې د مفقودالخبر يعنې ورک شوي شخص ښځې ته د څلورو کلونو تر انتظار او څلورو مياشتو لسو ورځو تر عدت تېرولو وروسته د دويمې نکاح اجازه ده.حضرت امام مالک (رح) هم په خپل کتاب موطاء کې دغه روايت را نقل کړی، پر دې يې خپل مسلک بنا کړی او ښځې ته يې د دويمې نکاح اجازه ورکړې:عَنْ سَعِيْد بْنِ الْمسيبِ ان عُمَرَ بْن خِطَابِ قَالَ اَيُّمَا امْرَأَةٍ فقَدَتْ زَوْجَهَا فَلَمْ تَدْرِیْ اَيْنَ هُوَ؟ فَاِنَّهَاتَنْتَظِرُ اَرْبَعَ سِنِيْنَ ثُمَّ تَعْتَدُّ اَرْبَعَةَ اَشْهُرٍ وَّعَشْرًا ثُمَّ تَحِلُّ. (مؤطا امام مالک صفحه٢٢ ٥ طبع کراچي) ژباړه: له حضرت سعيد بن مسيب (رض) څخه روايت دی چې حضرت عمر (رض) وفرمايل: د کومې ښځې چې مېړه ورک شوی وي او ښځې ته د هغه په هکله هېڅ معلومات نه وي چې چېرته دی، نو تر څلورو کلونو انتظار کولو وروسته دې څلور مياشتې او لس ورځې عدت تېر کړي، بيا ورته د بل واده کولو اجازه ده.د حضرت عمر (رض) له دغې رايې سره نورو صحابه وو او تابعينو هم موافقت کړی، حتا ځينو محدثينو پر دې د صحابه وو د اجماع دعوه کړې ده، ځکه حضرت عمر (رض) د خپل خلافت په دوران کې يوې ښځې ته چې مېړه يې ورک و تر څلورو کلونو انتظار کولو او بيا تر عدت تېرولو وروسته د دويم واده کولو اجازه کړې او په صحابه کرامو کې يې هېچا مخالفت نه دی کړی.

او که بالفرض تر دويم واده کولو وروسته يې لومړی مېړه پيدا شو، نو که يې له دويم مېړه سره کوروالی کړی و، د دغه دويم مېړه ښځه به وي، دا په اصل کې د امام مالک مسلک دی، خو متاخرينو حنفي فقهاوو هم دې قول ته رجوع کړې ده، ځکه دا د قران کريم له عمومي هداياتو سره هم زيات سمون خوري او که يې له دويم مېړه سره کوروالی نه و کړی او لومړی مېړه يې راغلی، نو د ټولو امامانو متفقه رايه ده چې بېرته به لومړي مېړه ته ځي، په دې صورت کې د نوي نکاح تړل هم نه غواړي.

ځان ملامت ګڼل
ژباړه: صالح محمد صالح/ کندهار

تر ټولو غټه تېروتنه چې انسان يې د خپل ژوند په بهير كې كوي، د ځينو پېښو پر وړاندې ځان ملامت ګڼل دي. د ساري په توګه زه له دې احساس سره رالوى شوم، چې ګومان مې كاوه د خپلې مور پر اوږو بار يم، ځكه هغه به مې ليده چې يوې او بلې خوا ته ځغلي. د دندې په بهير كې به يې په بيړه كار كاوه.ما ګومان كاوه چې دا دومره زحمتونه زما لپاره ګالي. كه زه نه واى، هغې به هم په هوسايۍ كې ژوند كولاى. كله چې مې دا موضوع له خپل مشر ورور سره شريكه كړه، په خپلو دليلونو يې قانع كړم خو وروسته راته څرګنده شوه چې زما لويه ستونزه دغه ډول بېځايه فكر و.زما لويه خطا دا وه چې په دغو شرايطو كې مې ځان ملامت ګاڼه، ما داسې ګڼل، كه هر ماشوم له همداسې وضعې سره مخ وي، دغه وضعيت د هغوى په برخه كې هم صدق كوي، چې په مينه ناك چاپېريال كې رالوى شوي وي. ماشومان دغه ډول بې مينې توب شخصي ګڼي، ځكه هغوى دومره توان نه لري، هغه څه چې پېښېږي، توپير يې وكړي.كه پرښتې زموږ پر سيارې زياته الوتنه كولاى، زما به يوه هيله دا وای چې دنده وركړم، زموږ د خاورينو انسانانو د ساتنې لپاره زموږ په غوږونو كې دا جمله زمزمه كړي: ځان ملامت مه ګڼه، “كه بل څوك هم ستا پر ځاى واى، همدغه پېښه به كېده”.موږ كه په يوه مينه ناك چاپېريال كې رالوى شو، بيا مو هم سترګې او غوږونه په منفي احساساتو پسې وي چې د مور او پلار مينه هم ورسره يو ځاى وي. له ماشوم سره د مور او پلار په اړه مثبت احساسات له غوسې، وېرې، خواشينۍ او نيمګړو هيلو سره مل وي. كه دغه احساسات درك كوو او دا شك هم كوو چې كېداى شي موږ به يې لاملين يو.ما د خپل ژوند ډېر وخت د ماشومتوب د وخت د منفي احساساتو په اړه په سوچ وهلو تېر كړى. له شك پرته چې مور مې د ژوند تېرولو لپاره اندېښمن زړه درلود. يوې ناڅاپې پېښې د هغې نړۍ ورخرابه كړه. د پلار مړينې مې.كله چې مور زه په خپله گېډه كې رالويولم، زما پلار يې دې ته اړ كړ، چې يوه بله دنده خپله كړي، هغه چې په دې اوونۍ كې د كورني ژوند يوې بلې نېكمرغۍ ته رسېدلې وه، په بله اوونۍ كې كونډه شوه، چې د يوه ماشوم مسووليت يې هم ورپه غاړه شو.ننني زيات ارواپوهان په دې عقيده دي، چې ماشومان، د مور په ګېډه كې د مور احساسات درك كولاى شي. ما به هم د مور په ګېډه كې له چاپېريال څخه زيات احساسات خپل كړي وو.زه په دوديز چاپېريال كې چې له بېلابېلو احساساتو ډك و، وزېږېدم. مور مې زه غوښتم، (كه څه هم له پيله د شپږو ماشومانو مور وه)، خو بيا يې هم زه نه غوښتم، (په هغه خواشينوونكي چاپېريال كې زما زېږون، يوازې يوه خواشيني وه). طبعاً زه نه توانېدم چې هغه وخت درك كړم. خو يوازينى شى چې ما ورباندې پوهېدل غوښتل دا و چې كوم عيب خو به نه لرم، ما ګومان كاوه كوم پټ شى شته، چې زه يې نه شم درك كولاى.له همدې كبله يې په خلاصه غېږه زما هركلى و نه كړ، په ډېره ساړه چلند سره يې كور ته لاره راكړه، بيا به مې احساسول چې زه يې خوښ يم او ښه راغلاست يې راته ويلى دى. په ذهن كې مې عجيب فكرونه ګرځېدل، شاوخوا خلكو راته ډوډۍ راكوله، اكثره مهربان وو، خو… د مور او انا تر شونډو لاندې ځينې چيغې او خبرې زما په اړه وې؟

دغه ډول ډېرې پوښتنې راسره وې، تل به مې وېره لرله، هسې نه چې په ځواب يې وپوهېږم، له دې كبله يوې خوا ته ګوښه شوم او ښه سړى راڅخه جوړ شو.

يوازې طالبان د پرديو لښکرو مخالفت کوي؟
خواتي/ هالېنډ

وړاندې تر دې چې د پورتنۍ پوښتنې په هکله خپل نظر څرګند کړم اړينه ګڼم د يوې پېښې يادونه وکړم چې کولای شي لوستونکی د پورتنۍ پوښتنې ځواب پکې پيدا کړي.دا پېښه د څو کالو پخوا ده، کله چې ما د هيواد په عالي پوځي تعليمي موسسه (حربي پوهنتون) کې دنده لرله ترخه يادونه او خاطرې تازه کوي او دا هغه وخت دی چې شوروی سرې اردو د انټرناسيوناليسټي دندې د ترسره کولو په پلمه زموږ په ګران ټاټوبي کې له افغان ولس سره په جګړه بوخت و، او د هيواد په ګوټ_ګوټ کې د جنګ او جګړو، وژنو، سوځولو، ربړولو غم لړلې لړۍ روانه وه. کيسه خو دا ده چې يوه ورځ يې د دې موسسې د ټولنيزو علومو استادان او سياسي کارکوونکي په يوه لوستخونه کې راغونډ کړي وو تر څو د سياسي امريت شوروي سلاکار خپل لېکچر واوري. دې ږيره ور سلاکار چې (کيم سګولوف) نومېده په خټه اسيټين او د فلسفې علومو دوکتوره يې لرله. د ښه قلم خاوندا و، يو تکړه  وياند هم و. له دې خبرو سره_سره دی يو ځان غوښتونکی او خودخوا سړی و. ده هغه مهال يو کتاب د ثور انقلاب په هکله ليکلی چې په دري ژبه ژباړل شوی هم و، او څه موده وروسته کله چې د مسکو سياست د افغانستان په اړوند تغير وموند او کرملن په افغاني جهادي ډلو کې نوي ياران او متحدين پيدا کړي وو، او غوښتل يې هغوی د افغانستان په مشرتابه کې وويني نو دې فيلسوف چې د جنرالۍ رتبې ته رسېدلی و، بل کتاب وليکه چې په هغه کې د خپل پخواني اثر خلاف د ثور پرتمين انقلاب ته پوځي کودتا وايي.زما هدف د دې ټکو له ليکلو څخه دا نه دی چې ولې شوروي فيلسوف، پوځي سلاکار، عالم او د افغانستان د چارو څېړونکي د ثور د اوومې نېټې بدلون ته انقلاب ويلی او بيا يې هغه پوځي کودتا ګڼلې ده. خبره په دې کې ده چې نوموړی شوروی افسر څومره د خپل هيواد ملي ګټو ته ژمن دی او د زمانې په مختلفو پړاوونو کې هغه څه وايي، ليکي او کوي يې چې د خپل هيواد د مشرتابه پاليسي او د خپل هيواد ګټې منعکسې کړي او د هغې د پلي کولو په خاطر نه ستړې کېدونکې هلې_ځلې وکړي او حتا د خپلو پخوانيو څرګندونو او تخليقي اثارو خلاف نور څه ووايي چې د نوموړي شوروي افسر په دې ډول دريځ کې د يوه رښتيني شوروي او وطنپال انسان ځانګړتيا وينو.کاشکې موږ هم د کېم سګولوف په شان چارواکي، جنرالان، پوهان او د لوړو زدکړو خاوندان درلودای چې يوازې او يوازې يې د خپل ولس د سوکالۍ او هيواد د ګټو په خاطر فکر او عمل کړی وای، نه دا چې د ايډيالوژيکي باورونو، ګوندي او ګروپي اړيکو او مصلحتونو پر بنسټ او د نړيوالو سترو او ځواکمنو هيوادونو د پاليسيو په چوکاټ کې د هيواد روانو چارو او بهير ته کوم چې زموږ د ميليونو مسلمانو خلکو له باورونو او اعتقاداتو سره په ټکر کې دي، قضاوت او عمل وکړي. د دې لپاره چې اصلي موضوع ته راشم راځم د لېکچر محتوي ته. لېکچر د شوروي اتحاد د دښمنانو تبليغاتو ته ځانګړی شوی و چې د (ثورانقلاب) کورنيو او بهرنيو دښمنانو او مخالفينو د افغان_شوروي دوستۍ او په تېره بيا د شوروي لښکرو په هکله  پر مخ بېول او موخه يې څه وه؟ کله به چې نوموړي سلاکار د مخالفينو د مختلفو ډلو د تبليغاتو په هکله څه ويل، نو د هرې برخې په پای کې به يې دا خبره زياتوله چې (د افغان پوځ د استادانو، سياسي کارکوونکو او د ا، خ، د، ګ د غړو په ليکو کې هم داسې کسان شته چې د ثور انقلاب د کورنيو دښمنانو لکه بنسټپال تنظيمونو، مايويستانو، افغان ملتيانو، سلطنت غوښتونکو او په يوه کليمه کې د ثور د انقلاب د دښمنانو) خبرې کوي او د شوروي د انټرناسيوناليسټو پوځيانو د وتلو او د شوروي سلاکارانو د رول د کمښت غوښتنه کوي. کله چې لېکچر دوام درلود، متوجه شوم يو استاد چې پخوانی افسر او د ګوند له حاکمې ډلې سره يې تړاو درلود، يو متعهد او ژمن ګوندی و، له لوړو حاکمو کړيو او مقاماتو سره يې  اړيکي او پيژندګلوي لرله. تل به يې خورا ښکلی يونيفورم اغوست، خپل کمربند چې پر کرتۍ به يې تړلی و، ليرې کړ. څو شېبې وروسته يې خپله نېکټايي وايستله، وروسته يې کرتۍ او بيا قميص هم يو په بل پسې وايستل خو مغرور شوروی سلاکار چې په لوستخونه کې د ناستو اوريدونکو حرکات څارل او له حاضرينو سره يې د سترګو ژوندی تماس درلود، خپل لېکچر ته د پخوا په څېر ادامه ورکوله او د هرې موضوع په اخر کې به يې د (افغان استاد او سياسي کارکوونکي) نوم اخيست چې په اصطلاح د (اشرارو) او د هغه د نړيوالو حاميانو (امپرياليسټانو، چينايي عظمت غوښتونکو، ايراني اخندانو، پاکستاني پوځيانو، عربی شيخانو) په څېر تبليغ کوي چې په دې توګه د انقلاب د دښمنانو ژرندې ته اوبه ورخوشي کوي.کله چې نوموړي استاد خپل قميص وايست نو ټول ورته متوجه شول چې هغه څه کوي؟ ځکه هغه د سپينې زيرپيرانۍ په لرلو سره په خړو درېشيو کې د پوځيانو په خبره يو نيرنګی ټکی (نقطه نيرنګې) ښکارې ده، خو بيا هم لېکچر ورکوونکي خپل لېکچر ته ادامه ورکوله. په دې وخت کې نور نو د نوموړي استاد د زغم کاسه پر تويېدو شوه. له ځايه پاڅېد او ويې ويل: زه اشرار او انټيسويټسټ يم يا سياسي امر، سياسي امر ته يې سپکې سپورې او ښکنځل پيل کړل، کوټه شورماشور واخيسته. نوموړی قهرېدلی استاد نورو استادانو له کوټې وايست، تر څو بله کومه ناوړه پېښه رامنځته نه شي او په دې توګه د (ثور انقلاب د دښمنانو د تبليغاتو) لېکچر هم پای ته ورسېد او ټول ګډون کوونکي د خپلو شعبو پر لوري له لوستخونې څخه ووتل.څوورځې وروسته ما له نوموړي استاد څخه د پېښې پوښتنه وکړه چې ولې ته داسې په غوصه شوې او خبره څه وه؟ هغه وويل: زه له حربي پوهنتون څخه تبديل شوی يم او د اردو د سياسي چارو لوی رئيس ورغوښتی وم چې ما ته يې د تبديلېدو خبره وکړه، ما هم ورسره ومنله. له فرصت څخه مې په استفادې سره په حربي پوهنتون کې چې همالته د پوځ بنسټ ايښودل کېږي، څه مشورې ورکړې، په هغه کې دا مسئله هم وه چې سياسي امر په  پوهنتون کې خپله اتوريته له لاسه ورکړې او ټولې چارې د سياسي امريت سلاکار په خپل لاس کې نيولې دي خو دا ډول وضعيت د محصلينو پر روحيو ناوړه اغېز اچوي او په کار ده چې سياسي امر خپل چلند ته تغير ورکړي او نوښت او ابتکار تر لاسه کړي، مستقلانه عمل وکړي، نه دا چې په ټولو تدبيرونو کې سلاکار دمخه او دی تر هغه شا ته روان وي (د يادولو وړ ده چې سياسي امر په ونه خورا ټيټ، او شوروی مشاور جګ سړی و چې کله به دوی پر لاره روان وو د چا خبره که مشاور به يو ګام اخيست، سياسي امر بايد دوه ګامونه پورته کړې وای نو له همدې امله به تل سلاکار مخکې او سياسی امر شا ته روان وو).هغه وويل: ممکن دا موضوع د سياسي چارو لوی رئيس له سياسي امر سره شريکه کړې وي چې بايد خپلو نيمګړتياوو او نواقصو ته متوجه شي. سياسي امر دا خبره ځانته توهين او سپکاوی ګڼلی دی او خبره يې داسې مشاور ته کړې ده چې ګواکې زما په خبره په پوهنتون کې ټول کارونه، د چارو لارښوونه او اداره شوروي مشاورين کوي، هغه څه چې مخالفين يې وايي.کله چې مې د هغې څرګندونې واورېدې، پوه شوم چې خبره څه وه. تر دې پېښې وروسته د استادانو په منځ کې چې هغوی پر دوو برخو وېشل شوي وو، يوه برخه چې غوڅ اکثريت يې جوړاوه د شوروي لښکرو د شتون مخالف وو او بله کوچنۍ ډله چې ځانونه يې انټرناسيوناليسټان او سويټسټان ګڼل دا پوځونه يې د نظام د ټينګښت او ساتلو ضمانت کوونکي شمېرل او د هغوی شتون يې يو ضرورت ګاڼه. کله به، هغو استادانو چې د شوروي لښکرو د شتون مخالفين وو، په دې هکله سره بحث کاوه، نو د ټوکو ټکالو په ترڅ کې به يې په خپلو منځونو کې ويل چې که د شورويانو ضد څه وايي نو له يونيفورم او درېشۍ پرته به له دې موسسې او کافدرا(ډيپارټمينټ) څخه وځې، ښه دا ده چې په دې اړوند چوپ پاتې شو، خو بل پلو ته انټرناسيوناليسټانو او سويټسټانو به بيا ويل چې که څوک د شورويانو پر دوستۍ باور نه لري، هغوی ته د شک او ترديد په سترګه ګوري او د هغوی پر ضد تبليغ کوي. لوڅ لغړ به له دې عالې موسسې څخه ايستل کېږي. که له نوموړې کيسې تېر شو او دا خبره مطرح کړو، هغه مهال چې شوروي لښکرې په افغانستان کې پرتې وې ايا يوازې اووه ګونو او اته ګونو تنظيمونو، مايويسټانو، افغان ملتيانو او سلطنت غوښتونکو دا غوښتل چې بايد شوروی اشغالګرې لښکرې له افغانستان څخه ووځي، يا دا چې ولس هم دا هيله لرله؟ ايا نوموړې ډلې د اشغال پر ضد جنګېدلې يا داچې د ولس په مټ يې مقاومت ته ادامه ورکوله؟ ايا دې ولس خپل سرونه په لاس کې نه وو نيولي، تر څو خپل وطن ازاد کړي؟ که چېرې افغان ولس مقاومت ته ملا نه وای تړلې او وسله يې نه وای اخيستې، ايا دغو تنظيمونو دا توان درلود چې له شوروي لښکرو سره مقابله وکړي او په کليو کې شپې او ورځې تېرې کړي؟ ايا دې ولس خپله يوه ګوله ډوډۍ د تنظيمونو له جنګياليو وروڼو سره نيمه کړې نه وه او د هغوی پالنه يې نه کوله؟ ايا افغان روڼ اندي که بهرته تللي وو، او يا په هيواد کې اوسېدل د اشغال ضد نه وو؟ فکر کوم چې دغو تنظيمونو د خلکو د قربانيو او اتلوليو په مټ وکولای شول شورويان دې ته اړباسي چې له هيواد څخه ووځي.ايا د وخت په دولتي ادارو، پوځي ليکو او د واکمن ګوند(ا، خ، د، ګ) په غړو کې داسې کسان نه وو چې د شوروي لښکرو شتون يې په هيواد کې نه مانه او د هغوی د وتلو غوښتنه يې کوله او په دې هيله يې شپې او ورځې سبا کولې چې د نوموړي شوروي سلاکار څرګندونې چې (د افغان پوځ د استادانو، سياسي کارکوونکو او د ګوندي غړو په ليکو کې هم داسې کسان شته چې د انقلاب د دښمنانو خبرې کوي)، ډېر ښه ثبوت کېدای شي.دا چې د روسانو په مټ واک ته رسېدلو چارواکو، د هغوی پلويانو او په اصطلاح (روڼ اندو) چې د څوکۍ، مقامونو او قدرت په نشه کې ډوب وو او ټولو ټولنيزو پديدو او پېښو ته به يې د خپلو ايډيالوژيکي اعتقاداتو له دريځه کتل او د قضاوت يوازينی معيار يې ايډيالوژي او د شوروي اتحاد پاليسي وه. هغه څوک به چې د شوروي لښکرو د شتون مخالف وو هغوی ته اشرار، انټيسويټسټ، تنګ نظره ناسيوناليسټ، منفي باف او له سياسته بې خبره کسان شمېرل، هغه يې محکومول، زندانونو ته يې استول او داسې نور….ايا هغه واقعاً اشرار او د پرديو ګوډاګيان وو؟ ايا هغوی ګوندي غړي، دولتي مامور، افسر او سرتېري چې د شوروي انټرناسيوناليسي لښکرو او سلاکارانو شتون او دندو ته يې د شک او ترديد په سترګه کتل او هغه ورته د منلو وړنه و، هغه تنګ نظره ناسيوناليسټ و؟ يا څوک چې سويټسټ نه و، هغه مجرم و چې بايد وټکول شي، وځورول شي؟ ايا زموږ ازادخياله او پر وطن مين ولس چې د سرې اردو شتون يې په خپل ټاټوبي کې ځانته سپکاوی ګاڼه او د هغې پر ضد يې مقاومت کاوه، هغه د وطن دښمن او ترهګر و؟ فکر کېږي چې پورتنيو او د هغوی په شان لسهاوو نورو پوښتنو ته به ځواب منفي وي.هغه وطنوال چې د شوروي يرغلګرو لښکرو مخالف وو، که په دولت کې وو يا د دولته بهر، په حاکم ګوند کې وو يا په نورو سياسي ډلو کې، که د شورويانو پر ضد يې وسله واله مبارزه کوله، يا د هغوی پر ضد يې تبليغ کاوه، د خپلو اولادونو د نفقې د پيدا کولو په موخه کار او فعاليت کاوه، خو شوروي نيواکګر يې نه غوښتل او د هغوی څخه يې کرکه لرله. هرڅوک چې وو او هره دنده چې يې لرله د هيواد رښتيني بچي وو. له خپل هيواد او خلکو سره يې مينه لرله او د هيواد سرلوړي او خپلواکي يې غوښته. پر هغوی د دښمن او اشرار ټاپې وهل له واقعيتونو څخه سترګې پټول، له خپلو خلکو سره دښمني کول او د اشغالګرانو په چوپړ کې درېدل وو. که اوسني افغانستان ته او هغه څه چې نن زموږ په هيواد کې تېرېږي، چې هغه يو ناامنه افغانستان او په هيواد کې د پخوا په شان د جهاد په نامه جګړه روانه ده او دا جګړه د دغه دولت مخالفين په دې نامه ترسره کوي چې هيواد يې اشغال شوی دی. د هيواد برخليک نور ټاکي نو دوی پتيېلې چې هيواد به ازادوي، خپل برخليک به په خپله ټاکي او تر هغو به خپل سپېڅلي مقاومت ته ادامه ورکوي تر څو پردي لښکرې له افغانستان څخه وتلي نه وي.که نن ورځ يو روڼ اندی، د روڼ اندي په اصلي مفهوم دا پوښتنه مطرح کوي چې پردۍ لښکرې دې د خپلو وتلو مهالوېش وټاکي، افغان ملي پوځ دې پر پښو ودروي، له مخالفينو سره دې بېله قيد او شرطه خبرې پيل کړي تر څو افغانوژنه د تل لپاره ختمه شي، ايا د دې ډول طرحې وړاندې کول د طالب له دريځ او چلند څخه ملاتړ دی؟. ايا يوازې طالب د پرديو لښکرو د وتلو غوښتنه کوي، يا خلک هم دا لښکرې نه غواړي؟ فکر کوم چې که څوک د دې نظر د خاوندانو په پته د طالب، بنسټپال، ډموکراسي ضد او داسې نورې ټاپې او نومونه ږدي  د شوروي د اشغال د مهال چارواکو او د هغوی د پلويانو له چلند سره هېڅ توپير نه لري.موږ وينو چې په پرمختللو محفلونو او رسنيو کې کله چې څوک له مخالفينو سره د خبرو او مذاکرو مسئله طرح کوي، د ناټويي ځواکونو له عملياتو او کړو_وړو څخه انتقاد کوي او د دغو ځواکونو د وتلو د مهالوېش خبره راپورته کوي، هغه ته طالب او يا نېکټايي لرونکی طالب ويل کېږي چې کټ_مټ د شوروي د اشغال د دوران تبليغاتو ته ورته دی.په دې بايد د ټولو سر خلاص شي چې زموږ د هيواد ناورين او اوسني ناتار ته د پای ټکی ايښودل يوازې او يوازې هغه مهال شونی او عملي دی چې په هيواد کې د پرديو لاسوهنې ختمې او لاسوهنو ته پلمې نه وي. په هيواد کې د تلپاتې سولې د راوستلو او ټينګولو لپاره له مخالفينو سره د خبرو او مذاکرو ته مخه شتي. که څوک له خپل هيواد او خلکو سره مينه لري، د خپل هيواد پرمختګ او د هغه د اوسېدونکو نېکمرغي غواړي، هغه ته رسېدل په يوه سوله ييز او خوندي افغانستان کې ممکن دي. که موږ د هيواد د يو شمېر روڼ اندو څرګندونو ته  چې په ډله ييزو رسنيو يا مشاجرو کې انعکاس مومي، ځير شو. دا خبره ډېره تر سترګو کېږي چې طالبان بنسټپال دي، ښه سابقه نه لري، اوسمهال سولې او پرمختګ ته لوی خنډ دی، له دې امله له هغوی سره د خبرو او تفاهم اړتيا نشته، هک_پک پاتې کېږم چې دوی ولې د خپل هيواد واقعيتونو ته نه متوجه کېږي او د پرمختللو غربي ټولنو د معيارونو او سليقو پر اساس خپل هيواد او خلکو ته ګوري، د خپلو خلکو، پلرونو او ميندو اعتقادات، باورونه او غوښتنې په پام کې نه نيسي، هغه نه شي درک کولای او يا نه غواړي هغه درک او د افغاني ټولنې واقعيتونه څرنګه چې دي، ومني.ايا دوی په دې نه دې پوهېدلي چې شورويانو و نه شوای کولای، په افغانستان کې په زور سره  سوسياليسټي ټولنه جوړه کړي، ايا نن دا ولس چمتو دی چې په زور سره غربي ډموکراسي ته غاړه کښېږدي. ايا دوی هغه راپور چې څه موده مخکې د سنلس شورا خپور کړ چې د هغه له مخې طالبان د هيواد له سلو څخه پر څلور پينځوسمه برخه واکمن دي، ټکان نه دي ورکړي، چې ولې رانسکور شوي طالبان دومره ځواکمن شول او ځواک يې په  څه کې دی؟ زما له نظره د طالبانو ځواک او د پياوړتيا لامل يې په دې کې دی، چې هغوی هغه شعارونه ورکوي او د هغه لپاره جنګېږي چې پر خلکو ښه لګېږي. هغوی هغه څه وايي چې کړېدلی افغان ولس د هغو پلي کېدل غواړي او سربېره پر دې د طالبانو بيا راڅرګندېدل او په يوه د سترګو وړ ځواک د تبديلېدو علت په خپله اوسني بې کفايته او په فساد اخته دولت او اداره او د ناټويي ځواکونو ناوړه چلند او کړه وړه دي چې د وخت په تېرېدو سره خلک له هغه څخه فاصله نيسي او له مخالفينو سره خواخوږي پيدا کوي.

له پورتنيو څرګندونو څخه دا نتيجه تر لاسه کېږي چې افغان سياستوالو او په تېره بيا روڼ اندو ته چې په ټولنه کې ستر رسالت او مسووليتونه لري، ښايي د هيواد روانو پېښو او د افغاني ټولنې واقعيتونو ته د خپلو ايډيالوژيکي باورونو له دريځه او د غربي نړۍ له عينکو و نه ګوري. د افغاني ټولنې واقعيتونو ته که د هغوی خوښېږي، يا نه، هغوی ته غاړه کښېږدي او د پرديو نسخو د تطبيق لپاره که خورا په زړه پورې هم وي، زړه خوښ نه کړي د هغه څه لپاره فکر او عمل وکړي چې د افغانستان مسلمان ولس يې غواړي او د هغه د هضمولو قابليت لري، که نه نو له خپلو خلکو سره به يې ستره جفا کړې وي. او داسې وخت به راشي چې له خپل ننني دريځ څخه به پښېمان وي، او پښېماني به بيا هېڅ ګټه نه لري.

ښځينه اجر او ثواب
اسلام او ټولنه

دا چې خدای پاک د خپل خلقت په لويه هسته (نړۍ) کې يو داسې نعمت او قشر پر وجود راوړی چې مقام پېژندنې ته يې يوې بېسارې مطالعې او توجه ته اړتيا ليدل کېږي، ځکه حق تعالی خپل د حکمت، جابريت، جلاليت ټول صفات او دلايل په روښان ډول واضح کړي دي، هغه په دې معنا چې لوی پروردګار په دغه فاني دنيا کې دوه ستر موجودات چې عبارت له نر او ښځې څخه دي پيدا کړي او د نورو ټولو مخلوقاتو په پرتله يې اشرف بللي دي او هغه څه يې ورته ورکړي چې نورو مخلوقاتو ته يې کم او يا خو بالکل نه دي ورکړي.راځئ نن د هغه لوی ذات پر هغه موجود او لطيف مخلوق (ښځې) باندې څه ناڅه وږغيږو کوم چې د هغې په واسطه زموږ لوی رب حضرت محمد (ص) دې فاني نړۍ ته اظهار کړی او پيدا کړی دی، خو څنګه چې د ښځې کليمه د وخت په تېرېدو سره د (مور) په يوې مقدسې کليمې سره اوړي او بيا وروسته دا ټول ستر_ستر شخصيتونه چې دنيا ته راغلي او يا راځي همدې ښځې محصول او د همدې مور اولادونه بلل کېږي او له همدغه قدرمن مخلوق څخه الله عزوجل انبياء، انجنېران، ډاکټران، ليکوالان، مورخين او نور د نبوغ درلودونکي مخلوق او شخصيتونه پر وجود راوړي چې يو هم زموږ د اسلام ستر پېشوا حضرت محمد (ص) دی چې د خپل ژوندانه په اوږدو کې يې پر دغې عاجزې طبقې مخلوق ډېر ترحم درلودلی دی، دويم يې خپلو ازواجو مطهرمينو ته ډېر څه په ميراث ورپرې ايښي او پر خپل ټول امت يې د ښه سلوک امر کړی دی.دا چې زموږ د نن موضوع د ښځې د اجر او ثواب تر عنوان لاندې ده، په دغه اړه حضرت محمد (ص) خپلې مېرمنې ام مسلمې ته داسې خطاب کړی دی:ترجمه: کوم وخت چې ښځه حامله شي اجر او ثواب د هغه چا د عمل کولو لري کوم چې د لوی خدای (ج) د رضا لپاره په سر او مال سره جهاد کوي او کوم وخت چې کوچنی ماشوم وزېږوي هغې ته وويل شي چې ستا مخکنۍ ټولې ګناوې درته وبخښل شوې او ټولې کړنې دې له سره پيل کړه، او کوم وخت چې خپل ماشوم ته شيدې ورکوي د هر ځل شيدو ورکولو په بدل کې الله عزوجل دومره اجر او ثواب ورکوي لکه يو مريی چې د حضرت اسماعيل د اولادې له جمې څخه ازاد کړي. (بخاري ص 252)ښه درنو لوستونکو! لکه څنګه چې زموږ د اسلام د ستر پېشوا حضرت محمد (ص) ارشادات بېله کوم دليله د پوره منلو وړ دي، راځم د يوه بل حديث پر لور:

ترجمه: زما ورور جبراييل چې به هر ځل ما ته د ښځو د حقونو د ساتنې په اړه څه ويل، ما ګمان وکړ چې هېڅ نارينه دې د خپلې ښځې له مخې خپلې ښځې ته حتا اُف لا هم نه وايي، ځکه ښځه د خدای (ج) امانت دی چې تاسو ته يې درکړی دی. (مشکوة ج 2 ص 551)

د هوتکو د يو دېرش کلن قيادت په دوره کې شاعرانې ښځې
دويمه برخه

پروين ملال

احمدعلي کهزاد د استاد عبدالرؤف بېنوا د ٰهوتکي هاٰ اثر په سريزه کې تر يو لړ نورو څرګندونو وروسته ليکي ٰنهضت هوتکی ها در تاريخ افغانستان جديد فصلی از ازادی خواهی، استقلال طلبی، حفظ خاک وطن وحريت پسندی فطری افغانی استٰ.

هو! په افغانستان کې تر دوه نيمې پېړۍ سياسي تجزيې وروسته د هوتکي دورې له راتلو سره يو ځل بيا يو خپلواک حکومت جوړ شو او افغانانو وکولای شوای د ميرويس په شان مدبر مشر د قيادت په رڼا کې د خپل تاريخ يو زرين باب پرانيزي. ميرويس خان چې په اتم پښت کې د هوتکو د سرسلسلې باني ٰهوتکٰ چې وروسته خلکو د هغه د علمي او روحاني منزلت پر اساس ورته د ٰباباٰ لقب ورکړ او ټوله اولاده يې د هوتکو په نامه ونومول شوه، رسېږي. هوتک بابا سربېره پر دې چې يو روحاني شخصيت و، دا ټغر او سيوری د افغانانو ملي رياست يې پر غاړه لاره. د ازادۍ له لارې لوی مبارز او له مغلو سره د ٰسورغرٰ په تاريخي جګړه کې مخامخ جګړه کوونکو په پټه خزانه کې د ثبت مشهورې حماسي ترانې:

په سورغر بل راته نن اور دی

وګړو جوړ راته پېغور دی

خالق دې موږ د دغه لوی مبارز پر خپلواکي مين روحاني، علمي، شخصيت د ټبر په زرينه او له وياړونو ډکه دوره کې د پښتو ژبې په ښځينه شاعرانو پسې څرک را اخيستی، تر څو زما وس کار کاوه د بېلابېلو کتابونو پاڼې مې واړولې خو د هوتکو په دوره کې له نازو انا، بي بي زينبې، بي بي مسرۍ، څخه اضافه نورې شاعرانې په دغه دوره کې و نه موندل شوې. په تېرو برخو کې ما يادونه وکړه چې په کتابونو کې د ثبتو ښځينه شاعرانو شمېره ولې لږ ده. دا به سره ومنو چې شعر د يوه خاص حالت مولود دی خو دغه حالتونه يو له بله سره توپير لري او کوم ډول حالت چې موجود وي، شعر به هم د هماغه په څېر وي.په افغانستان کې د هوتکو دوره له هغو دورو څخه ده چې د سوونو په شمېر کلونو په تېرېدو سره اوس هم د افغان تاريخ له وياړه ډک باب جوړوي د هوتکو د دورې سوبې او فتحې که له يوې خوا حماسي زېږوي، نو له بلې خوا د نارنج ماڼۍ په پرتمين حصار کې د اعليحضرت شاه حسين هوتک په کلتور او ادب پروري باندې د محمد هوتک پټې خزانې ليکنه د دربار د کاتبانو په قلم د پښتو ادبياتو د حماسو د تاريخ ښکلې او له وياړه ډکه پېښه ده. مرحوم استاد بېنوا په خپل اثر ٰهوتکي هاٰ کې ليکي: ٰکتاب ګرانبهایٰ (پټه خزانه) بامروی تاليف ګرديدو هم بامروی کاتب ها درپشاور فرستاده شدندتا از ديوان رحمان بابا نسخی های معتددی رانقل بردارندو بقندهار بيا ورند که از اين ناحيه احساني رابر تاريخ ادبيات پښتو نهاده استٰ.ٰخود نيز در پشتو و فارسی شعر ميګفت ٰ او بيا تر يو لړ نورو خبرو وروسته وايي: ٰشاه حسين به اين شخصيت شاعرانه و عالمانه از مهارت حربی وعسکری نيز بی بهره نبودٰ. د پټې خزانې مولف محمد هوتک چې د شاه حسين له نوم سره د افضل المعاصرين ظلل الله فی العالمين لقب يادوي د پټې خزانې په (111) پاڼه کې د دغه ادب پرور شاه په هکله داسې څرګندونې لري …. پادشاه عالم پناه په ارګ کې د کندهار، هغه قصر چې نارنج بلل کېږي (55) هلته په نفته يوه ورځ دربار کا په کتب خانه کې، او په مجلس کې (5) علما جمع کېږي او شعر او فضلا ټولوي. زه محمد هوتک د دې کتاب کاتب هم په دې مجلس کې يم او د پادشاه ظلل الله اشعار او ادبيات په قلم کاږم.هو! که د ميرويس نيکه د قيادت د دورې پيل په افغانستان کې د يوه ملي حکومت اساس ږدي او خپل قوم ته له اسرات څخه نجات ورکوي، که سلطان حسين صفوي تر ماتې وروسته په خپلو لاسونو د وياړلي افغان شاه محمود پر سر باندې د شهنشاهي تاج ږدي او د افغانستان شهنشاهي د ايران په پرتمين دربار کې پيل کېږي. شاه محمود، د فاتحينو په دبدبه او جلال پر شاهي تخت کښېني. که د شاه حسين دوره په کندهار کې د ٰنارنج ماڼۍٰ په ښکلي ماحول کې د رزم او بزم تاريخ جوړوي نو دا هم يو حقيقت دی چې ميرويس نيکه د نازو انا له غېږې راپاڅېدلی او شاه حسين او شاه محمود د ٰخانزاديٰ په شان پروره غېږه کې روزل شوي دي. زموږ د هيواد سپېڅلو مېرمنو د تاريخ په اوږدو کې د ملت پرستي حريت پسندي، علم، عرفان او ادب زدکړه په اوچته روحيه د اولادونو له روزنې سره د کور تر څلورو دېوالونو شا ته په سپېڅلو ارادو سر ته رسولې. د دغه ډول مېرمنو شمېره خورا ډېره ده خو دا چې څو نومونه په کتابونو کې د ثبت په سبب تر موږ رارسېدلي خپل دليلونه لري. د هوتکو د دورې لومړنۍ شاعره چې په پټه خزانه کې ثبت شوې، هغه نازو انا ده. محمد هوتک په پټه خزانه کې د دغې نوميالۍ پښتنې شاعرې په باب داسې وايي: هسې نقل کا: چې نازو د سلطان ملخي توخي لور وه، تولد يې په (1061) سنه هجري هغه ځای ته نږدې و، چې (تازی) نومېږي. سلطان ملخي په هغه وخت کې د غزني تر جلد که د اقوامو مشر و او پر استقلال يې حکومت کاوه، معارض او ساری يې نه درلود.محمد هوتک وروسته د هغې د مېړانې، سرښندنې او سخا ذکر کوي او د نازو د پلار له سلطان ملخي سره غره ته نږدې د جګړې پر وخت د شهادت او د نازو د ورور حاجي عادل جګړې ته تلل. د پلار د شهادت انتقام په هڅه له کوره وتل او د بي بي نازو د شهامت کيسې کوي. د دې فاضلې او عابدې پښتنې شاعرې په هکله افغانستان کې د ښځو د ښوونې او روزنې تاريخي بهير اثر د استاد بېنوا د ميرويس نيکه اثر د 28 پاڼې په حواله ليکي: د نازو په علمي روزنه کې د دې پلار ډېره توجه درلوده او هغې له فاضلو مېرمنو او سپين ږيرو پوهانو څخه ليکل او لوستل زده کړل.د مرحوم استاد بېنوا په هوتکي ها، اثر کې داسې لولو ….ٰنازو نيز باثر ذوق فطری و استعداد ذاتی خود، در فراګرفتن علم کوشيد، از علماء متبحر تحصيل کرد، خواندان و نوشتن رابقدر کافی آموخت خصوصا در ادب پښتو مطالعات عميق بعمل آوردتا اينکه خودش نيزيکی از شاعره هايی خوب عصر خود ګرديدٰ…

د دغې اديبې او عارفي مېرمنې له دوو وزرو بيتونو څخه تر موږ پورې يوازې يوه څلوريځه رارسېدلې، خو په پوره جرئت او باور دا ويلای شو چې د دغې وياړلې مېرمنې دغه يوه څلوريځه د ځينو نارينه وو شاعرانو له پوره شاعرۍ سره د کيفيت پر اساس انډول توب کولای شي. نازو انا دغه د نازک خيالۍ د تخت ملکه د تخيل پر لوړو څوکو ناسته وايي:

سحرګاه وه د نرګس لېمه لاندهڅاڅکي_څاڅکي يې له سترګو بهېدهما ويل څه دي ښکلي ګله ولې ژاړې

ده ويل ژوند مې دی يوه خوله خندېده

په سحر کې د نرګس د سترګو لوندوالی د ژوند او مرګ له فلسفې سره يو ډول منطقي تړون لري. سحر د ورځې او ژوند د پيل زېری دی او د نرګس ژړا د دې لپاره چې ژوند دومره لنډ وي چې له يوې خولې خندېدو سره پيل او پای ته رسي. راځئ چې په دغه فلسفه کې له بلې خوا هم ورننوځو. موږ خوښي هغه وخت احساسولای شو چې غم وپېژنو. ٰويل دورانتٰ په خپل اثر ٰلذات فلسفهٰ کې د ٰميکانيسمٰ تر سرليک لاندې بحث کې وايي:ٰاګر به کينه و غرور و ترس طعنه می زينمو اګر برای ګريه آفيريده شده ايمپس سرور وشادی تورا چګوند در خواهيم يافتٰ.د نازک خيالۍ ملکه نازو انا د دغه څلوريځې په بديعي صنعت کې د ښکلي او لوړ تخيل، استعارو، اشارو او رمزونو په ډکه نړۍ کې د جمال لوړې ماڼۍ ته خېژي او هغه ښکلا ته چې د طبيعت له اساساتو څخه ده، ورننوځي.هو! نړۍ ښکلې پيدا شوې او طبيعت تل ښکلی و يا دی. سحرګاه يا سباوون، نرګس، د پرخې څاڅکي، ژړا د ژوند په مفهوم ټوله ښکلا_ښکلا ده. د نازو انا په دغه څلوريځه کې ښکلا پر څو اړخونو بيانوي.1-     ښکلا په خپل مفهوم.2-     ښکلا د ژوند له فلسفې سره.3-     ښکلا د تراژيدۍ پر پولو.الف: د ٰالله ښکلی دی او ښکلا خوښويٰ مبارک حديث په رڼا کې د افلاطون نظريه د ښکلا په برخه کې داسې راڅرګندېږي: ٰښکلا په خپلو لوړو پوړو کې له نېکۍ او خير څخه عبارت دهٰ د نازو انا د څلوريځې په لومړي فرد کې ښکلا د نرګس په موجوديت يا شته والي کې خپل اظهار کوي. په کلاسيکو ادبياتو کې نرګس تل د محبوب له سترګو سره په تشبه کې راغلی، محبوب هر وخت مين ته ښکلی دی او د هغه روح ته خوښي وربخښي. هر هغه شی چې د بدۍ او بدرنګۍ اړخ و نه لري او د فايدې اثرات پکې موجود وي، هغه ښکلی دی او د نرګس ښکلا هم دلته د ګټې اغېزې له ځان سره لري. که څه هم موږ په خپلو سترګو دلته د نرګس ښکلا ليدلای نه شو خو د هغه ذکر موږ ته د خيال په دنيا کې د هغه انځور راژوندی کوي او زموږ روحونو ته خوښي بخښي.ب: ښکلا د ژوند له فلسفې سره:اناتول فرانس وايي: ٰزما په عقيده، موږ به هېڅکله په تمامه معنا په دې پوه نه شو چې يو شی ولې ښکلی ويٰ خو دا هم څرګنده ده چې ښايست ژوند دی او ژوند ښايست. دغه نړۍ په ژوند ښکلې ده، ژوند دی چې مينه زېږوي او مينه ده چې ښايست ترې ږېږي. زموږ سره مينه موجوده وي چې يو شی راته ښکلی کوي، او دا نظريه هم موجوده ده چې ښايست يوازې په شي کې نه بلکې د ليدونکي په سترګو کې هم وي، چې دا بېل بحث غواړي.ده ويل ژوند مې دی يوه خوله خندېده.دلته ښکلا د زوال په حالت څرګندېږي او د ژوند زوال مړينه، يعنې د ژوند او ښکلا فلسفه د مړينې له فلسفې سره يو ځای کېږي. داسې ښکلاوې هم شته چې زوال نه لري خو هغه افاقي ښکلاوې دي. د الله ښکلا لايزاله ده. په کايناتو کې هم همداسې ښکلاوې موجودې دي چې زيات وخت زوال نه لري: اسمان، ستوري، سپوږمۍ، لمر او نور اسماني اجرام. د اسلامي فلسفې د نظريې پر اساس نه خو تکامل ته اړتيا لري او نه زوال لري. تر څو چې د نړۍ پر مخ ژوند وي نو دوی به له همدې ښکلا سره موجودې وي، خو که پر نړۍ ژوند نه وي نو بيا؟ ……که ښه ژور لاړ شو نو د خدای(ج) د بنده انسان جوړونې او تخليقات هم کله_کله ابدي کېږي. ٰويل دورانتٰ په ٰلذات فلسفهٰ اثر کې د افاقي ښايست د بحث په وروستيو کرښو کې د (ګويته) نقل قول داسې را اخلي.ٰهر څه تېرېږي. يوازې هنر دی چې د ابديت په راز پوه دی. له مرمرونه جوړې شوې تنې پاتې کېږي خو دولتونه ځي. يوازې هغه انځور چې پر سخته سکه پروت او لرغون پېژندونکی کارګر يې په خوارۍ او کوښښ د خاورو له تله راباسي د پاچهانو او شهنشاهانو د شوکت ساتونکی دی.ج: ښکلا د تراژيدۍ پر پولولکه څنګه چې ځينې ښکلاوې زوال لري نو له همدې زوال څخه تراژيدي زېږي.ما ويل څه دي ښکلې ګله ولې ژاړې.د ښکلي ګل ژړا د دې لپاره ده چې هغه که نن او که سبا وي پاڼې_پاڼې کېږي او له منځه ځي دغه نه بودن د هغه لپاره تراژيدي ده. د ده په رګونو کې د بل سبا په راتلو سره د پايښت د وينو بهير درېږي او د روح چوپ خلې نغمه يې د تل لپاره د اظهار له دايرې څخه وځي. تراژيدي له ژوند سره يو ځای زېږېدلې. کله چې موږ يوې هيلې ته نه رسيږو دا هم تراژيدي ده. نازو انا دلته د ګل له موجوديت سره لکه انسان چې مخامخ کېږي ګل ته د ژړا احساس ورکوي. کله چې ګلونو ته اوبه نه رسي، هوا ورته نه رسي، له سړو او تودو څخه تاثير اخلي (پېزي) او زملولی کېږي. همدا حالت ګل ته د تراژيدۍ حالت دی. خو انسان تر ډېره حده هر څه په خپل دننه کې تېروي. اناتول فرانس وايي: که مو زما د روح د درک توان درلودای نو دې ته به حيران شوي وای چې په نړۍ کې تر ما بل بدمرغه او غمجن څوک نشته. راځئ چې د دې لپاره د څلوريځې تخنيکي اړخ ته هم لږ تم شو.سحرګاه وه د نرګس لېمه لانده.تر څو چې لوستونکی د څلوريځې وروستي فرد ته نه وي رسېدلی، په دې نه پوهېږي چې د نرګس سترګې ولې لندې دي. دلته غوټه لوېږي او لوستونکی دې ته اړباسي چې څلوريځه تر پايه ولولي تر څو په دې وپوهېږي چې د نرګس سترګې ولې لندې دي؟ بله موضوع دلته د پېژندنې او تشخيص ده. تشخيص په لغوي معنا نورو شيانو ته انساني شخصيت ورکول دي د (شفيعي کدکنی) د صور خيال در شعر فارسي، په يوه برخه کې لولو. ٰتشخيص يعنې د انساني صفاتو په خاص ډول انساني احساس ورکول نورو ژونديو موجوداتو تهٰ.څاڅکي_څاڅکي يې له سترګو څڅېده.دلته هم د لومړي فرد په ډول موضوع په ابهام کې پرته ده. د شعري صنعت پر اساس دلته د تاکيد مسئله ده. شاعري پر يوه موضوع تاکيد کړی، له بلې خوا هغې په دغه تاکيد سره خپل تخليق تر يو ډول انډولتوب چې يو سندريز حالت ته ورته دی، ورکړی دی.ما ويل څه دي ښکلې ګله ولې ژاړې؟دلته بيا شاعري ګل ته انساني صفت ورکړی او له هغه څخه يې پوښتنه کړې. بله خبره، هغې د ايجاز څخه کار اخيستی، موضوع يې رالنډه کړې او بلې خوا ته نه ده تللې. کېدای شي شاعري موضوع اوږده کړې وای.ده ويل ژوند مې دی يوه خوله خندېده.دلته موضوع پای ته رسي او غوټه خلاصېږي. په عمومي ډول په دغه څلوريځه کې نازو انا په کنايي کې د ټولو ژوندي موجوداتو دغې تراژيدۍ ته اشاره کوي. خو ښايست او هنريت يې په دې کې دی چې هغه دغه موضوع د ګل په ژبه بيانوي، په څلوريځه کې سر تر پايه په شعر کې د تشخيص له صنعت څخه کار اخيستل شوی دی.لوی استاد علامه حبيبي د دغه څلوريځې په باب د پام وړ څرګندونې لري. ٰد انسان د ژوند بنسټ وير دی که ښادي؟ دا د بشر د دوو فکري مکتبونو د څېړنې موضوع ده. د بدبينۍ او تشاوم مدرسه خپل اساس پر وير او الم ږدي. خو د خوشبنيانو ډله وايي چې ښادي او مسرت اصل دی او وير يو فرعي او عارضي حادثه دهٰ.تر يو لړ نورو څرګندونو وروسته وايي: ٰداسې ښکاري چې نازو انا د پښتنو په يوه پاخه فکري چاپېريال کې روزل شوې وه، او دې د ژوندانه په فلسفه کې هسې فکر کاوه، لکه د پښتونوالي په دنيا کې چې عامو پښتنو ژوندانه ته په کوم نظر کتلٰ. مرحوم علامه پوهاند حبيبي د پښتنو نظر د وير او خوښۍ په برخه کې د خوښۍ په حق کې ګڼلی او څرګندوي چې ٰياس او قنوطيت او تشاوم او د بدبيني اساس د پښتانه په ژوندانه کې نشته او کله چې دوی د جګړې ميدان ته د مرګ لپاره دانګې، هم په اتڼ او سندرو او خوښۍ ورځي. نازو انا د پښتنو دغه اجتماعي روحيه په لوړه رباعي کې څرګنده کړې ده.بي بي زينبد هوتکو د زرينې او له وياړه ډکې دورې بله ښځينه شاعره بي بي زنيب ده چې د ملي قايد حاجي ميرويس لور او د هوتکي کورنۍ د علم او پوهې د اسمان له ستورو څخه شمېرل کېږي. پټه خزانه د دې عالمې او اديبې مېرمنې په باب داسې څرګندونې لري: بي بي زينب ډېره هوښياره او د امورو په مهماتو عالمه ښځه وه. د پادشاه جمجاه شاه حسين په امورو کې تدبير کا، په افغانستان کې د ښځو د ښوونې او روزنې تاريخي بهير اثر د پاينده محمد زهير او سيد محمد يوسف علمي د افغانستان د معارف تاريخ په حواله ليکي:بي بي زينب له کوچنيوالي څخه ليک لوست وکړ او قران کريم، اسلامي احکام او د فقې کتابونه يې ولوستل او د فارسي مشهور کتابونه يې ضبط کړل. ملا نورمحمد خلجی د هغه وخت مشهور عالم د دې استاد و او په حرم کې يې درس ورکاوه. زينب وروسته بيا په خپله د حرم نجونو ته درس ورکاوه. دغه راز يې خپل ورور شاه حسين ته په حکومتي او اداري چارو کې مشوره ورکوله او هغه هم عمل پرې کاوه.لوی استاد علامه حبيبي په پښتو ادب کې د مېرمنې برخه مقاله کې د زينب او د دې او د دې د ويرنې په باب وايي:بي بي زينبو په کندهار کې په تدبير او عقل او کياست شهرت درلود. په داسې حال کې چې سلطان محمد کندهاري مورخ هم د دې مېرمنې د هوښيارۍ او پخې رايې ستاينه کړې ده. د لوی ملي قايد حاجي ميرويس خان دغه پوهه لور په پښتو ادب کې غټه برخه لري او د محمد هوتک په قول، دې مېرمنې ډېر ښه شعرونه ويلي چې د حاجي ميرويس خان په اولاده کې موږ درې تنه شاه محمود او شاه حسين او مېرمن زينبه پېژنو. تر نورو څرګندونو وروسته د دې بي بي د ويرنې په باب داسې وايي:په پښتو ادب کې د مرثيې لپاره يو خاص وزن هم شته چې د شاه محمود د دغه مرثيې پر هغه وزن برابره ويل شوې ده.دا مرثيه د يوې پښتنې مېرمنې له خوا د خپل فاتح او بريالي ورور پر مړينې د خوږمنو احساساتو اظهار دی، خو د تغني يو خاص اهنګ هم لري.د زينبو بي بي دغه شعر يوازې د خپل ورور پر مرګ ساندې نه دي، بلکې د يوه ملي ماتم افسانه او د قومي ټولنې د احساس ترجماني ده. زينبو يوازې پر دې خبره نه ژاړي چې د دې ځوان او بريالي شهنشاه ورور تر دنيا تېر شوی، بلکې دا مېرمن په ملي عظمت او قومي شوکت پسې ژاړي. د پښتنو په بايللي برياليتوب پسې ژاړي، په هغه لوی مملکت پسې ژاړي چې د اېشيا په زړه کې يې ځای درلود.هو! هر کله چې سړی د دې بي بي ويرنه لولي نو دې نتيجې ته رسېږي چې نوموړې په شاعرۍ کې د کوم مقام خاونده وه. دا ويلای شو چې د دې ويرنه د پښتو د ادبياتوپه تاريخ کې ثبت دويمه ويرنه ده. لومړۍ ويرنه د شيخ اسعد سوري ده چې د محمد سوري په وير کې يې ويلې ده. دا د شاعرانه طبيعت درلودونکې يوه سياستمداره او مدبره مېرمن هم وه.مرحوم استاد بېنوا د ٰميرويس نيکهٰ اثر په 98-99 پاڼو کې د دې مېرمنې په باب داسې څرګندونې لري.وايي: د کندهار د محاصرې په وخت کې کله چې د نادر افشار له خوا محاصره شوی و، د حکومت ټوله کاروايي د بي بي زينب په لاس کې وه او د محاصرې په پای کې له ښاره راووتله او له نادر سره يې په متار کې مذاکره پيل کړه.د خپلواکۍ لمرڅرک اثر دې پېښې ته داسې اشارې لري:د کندهار ښاريانو د پښتنو سترې ډيپلوماټې او سياستمدارې بي بي زينبې ته مراجعه وکړه او له هغې څخه يې مرسته وغوښته. هغې هم د ښار د سپين ږيرو رايه ومنله او د مرکې له خلکو سره ملګرې شوه او شاه حسين ته يې وويل چې نور جنګ فايده نه کوي. بېځايه قوم مه باندې وژنه دا چې ته لا د خلجو د لښکر تمه لرې، درې مياشتې د ښار په منځ کې جګړه وشوه که راتلای اوس خو به راغلې وای. دا ناره ده چې وايي:که بده شاه حسينه وروره بده.په يو کال نادر مات نه شو، ولې وژنې باندې قوم تر ابده.هغه و چې دا توريالی بادشاه د ولس رايې دې ته اړ کړ چې د سولې پېشنهاد ومني او يوه جرګه يې د بي بي زينبې تر مشرۍ لاندې د خبرو_اترو لپاره نادر ته ولېږدوله …..؟دا څرګنده ده، کله چې د تاريخ په کوم حساس پړاو کې پښتنو مېرمنو ته موقع ورکړل شوې، د وخت چارواکو غوښتي چې هغې ته په سياسي او نورو ټولنيزو چارو کې د ګډون حق ورکړي، نو هغوی د خپل فطري استعداد او اوچتې روزنې په رڼا کې داسې کارنامې سر ته رسولې چې په دغه ډګر کې که تر نارينه وو وړاندې شوې نه دې نو پاتې هم نه دي راغلې. بي بي زينبه هم د دغو نومياليو له ډلې يوه مېرمن ده چې الله پاک قلم، عفت، غيرت او د خپل هيواد له وياړونو سره مينه د هغې په رګ_رګ کې ځای کړې او دا دی تر اوسه او لا به تر ابده د دې نوم د تاريخ په پاڼو کې ځلېږي. همدا ډول د هوتکو په دوره کې د جګړو او بريو په ميدانونو کې نورې مېرمنې هم شته چې ذکر به يې وروسته راشي. عجيبه خو لا دا ده چې د ستر مبارز خوشال خان خټک د ټبر دا پېغلې او مېرمنې له ادب او تورې سره پوره پېژندنه لري، چې بي بي زينبه يې سرلارې يا سرخېله ده. وګورئ د دې ويرنې څو کړيو ته چې هغه پکې د خپل ملت د يووالي د مرکز د هوتکو يا په اصل کې د ټولو پښتنو د مرکز د ورانېدو په غم ژاړي. هغه يوازې د خپل ورور غم ساندو ته نه ده اړه کړې، بلکې د ټول ملت په خوارېدو ساندې وايي.پادشاهي پاتې تاج نسکور عالمهچې شاه محمود شو نن په ګور عالمهد پښتون لمر شو، تياره تور عالمهراته دښمن برا پېغور عالمهچې پاچا ولاړ پښتون ګدا شو ناکندهار واړه په ژړا شو ناد دې مرثيې ټولو اړخونو ته چې وګورو نو د يوې خور له غم سره_سره چې په زړه يې د ځوان ورور د مړينې عشي خوړلې د يوه فاتح شهنشاه د ماتم سيوری زيات خپور دی. له ادبي پلوه د پښتو ادبياتو په تاريخ کې په لوړه کچه د ويرنې يا مرثيې د لومړنيو پړاوونو ښه اساس دی. وزن يې زيات غميزه سندريز دی. کله چې يې سړی لولي نو په نااګاهانه ډول انسان د ويرژنو احساساتو پېچلو لارو ته ورنووځي او هغه څه پکې موندي چې خپله په ده کې وي. راځئ چې د دې ويرنې يوه برخه سره ولولو.ږغ شو چې ورور تېر له دنيا شو ناکندهار واړه په ژړا شونازړه مې په وير کې مبتلا شوناکندهار واړه په ژړا شونادا روڼ جهان راته تور تم دی نازړه د بېلتون په تېغ کړم دی ناپښتون غمجن په دې ماتم دی ناد پاچهي تاج مو برهم دی ناچې شاه محمود تېر له دنيا شو ناکندهار واړه په ژړا شو نا پاتې په بله ګڼه کې

له مور سره خواله
نازو پسرلی/ ايران

وايي د مور تر پښو لاندې جنت وي، منم لکه زه چې پر دغې خبرې عقيده لرم همداسې به د هرې مور تر پښو لاندې جنت وي. خوږې مورې خدای خبر چې زه ولې وروسته پوهه شوم چې مور ډېر حق لري، ته به راته ډېره ځورېدې تا به پر ما د دنيا ټولې ښېګڼې لورولې، تا به راته ډېر ښه خوبونه ليدل، تا به راته ويل چې د ځيګر ټوټه مې يې، ستا څخه بېلېدل راته ګران کار دی، زما زړه به تکيه و چې تر شا مې څوک شته، زه ولې څه پروا او اندېښنه وکړم او نه مې کوله. ستا په دې خوږه غېږه کې ډېره اسودګي وه، زه څومره له نړۍ بې خبره وم، زما د ښو جامو، ښو خبرو او د هر څه اندېښنې ستا سره وې، منم چې وړه او ماشومه وم او په څه نه پوهېدم، خو خدای درکړې وم، غېږه يې در ډکه کړې وه، څه به دې کول ستا په غاړه کې درلوېدلې وم، خو ته راته خوشاله وې، زه ستا د غاړې د سرو زرو اوږۍ وم، تا زما لپاره خپل مور او پلار پرې ايښي وو، د زړه يوه وړه نه يوه غټه ټوټه دې وم، اُف رښتيا څومره مينه دې راسره کوله ځکه چې وينه دې وم، پر ډېرو زحمتو سربېره دې په ګېډه کې نهه مياشتې ګرځولم او دا خيال دې هم لاره چې ډېره ژر مور کېږم، خدای پاک چې څنګه درته خوږ اولاد درکاوه ورسره يې لوی دښمن درکړ، تا به راته کتل چې و نه لوېږم، ته ګوره ژوبله نه شې، پام کوه پوړۍ دي …… د خولې ګوله دې راباندې لوروله په لوږې مې وږې وې، په بې خوبۍ کې راسره بې خوبه وې، د دنيا له کارونو دې لاس اخيستی ټول پام او نظر دې زما پر لور و، ډېره به ناجوړه وې خو په ځګېروي کې به دې ويل، خدايه تا راکړې او پر تا مې سپارلې، ته خو مې داسې ژر ترې بېله نه کړې. وړه او ماشومه ده، بله مور د خپلې مور ځای نه نيسي، په دومره درد کې به ستا راته پام و او له خدايه به دې زما لپاره ځانته دعا کوله، خو هغه ورځ هم راغله چې زه او ته يې سره بېل کړو، زما سترګې له اوښکې ډکې شوې او ستا زړه راته ډېر لوی معلوم شو، پر سر دې ښکل کړم او په مينه دې راته وکتل، زما زړه او سترګو د ګيلې په څېر درته وکتل چې اوس خو دې له ځانه ليرې کړم اوس به ما ته څوک دعا کوي، اوس به څوک زما له زړه خبر وي، څوک به مې هر هوس راپوره کړي، پر چا باندې به غاړې او نخرې کوم، ولې مورکۍ ستا خو د زړه ټوټه وم؟!.خو ستا د شونډو پر سر نرۍ موسکا ما ته ويل:لېونۍ زه خوشاله يم چې د بخت کور ته ځې، د مور په ژوند کې د هغې دا ارمان وي چې د لور د نکاح شپه وګوري.ما په خوله څه و نه ويل، خو ته راباندې پوهه شوې، له ځان سره دې وويل ته لا د مور له زړه خبره نه يې خدای به دې خبره کړي، زما به دا ارمان هم پوره شي چې هډ او ماغذه ووينم.زه په چورت کې لاړم: ته څومره عجيبه ښځه يې اوس مې نو د اولاد په غم کې هم يې او له ځان سره وايې چې لور مې د پردي کور وه، خو خدای دې غېږه ورته تشه نه کړي.ما ته خندا راغله، ته پرېږده اوس لا په څه غم کې يې، دا دنيا دوه ورځې وي بې اولاده هم ژوند کېږي، خو تا پر ما د دنيا ټولې ښېرازۍ په خپل وخت او زمان کې لورولې.اوس نو ګرانې مورکۍ! ستا د لمانځه په دعا کې يو بل کس هم زيات شو، لکه تا چې ويل اولاد هډ او لمسی ماغذه وي. خدای خبر د لمسي مينه مې نه ده ليدلې، خو رښتيا مورکۍ ستا له زړه خبره شوم اوس زه هم د دنيا ډېره لويه خوږه او زړه ته رانږدې ټوټه لرم، ستا خبره به مې د مرګ تر ساعته هېره نه شي چې ويل به دې زما به هغه وخت د اولاد اندېښنه کمه شي چې د لحد پر تيږه مې سر ولګېږي.ګرانې مورې خدای خبر چې زه، ته او د دنيا ټولې مېندې به هلته هم ارامې يو، چې وايي دغه ځای د مور تر پښو لاندې دی.