Archive for November, 2008
Wednesday, November 26th, 2008
وسله والوطالبانودبادغيس ولايت دغورماچ په ولسوالۍ كې دسړك جوړونې ديوې چينايي كمپنۍ درې تنه افغان انجينران تښتولي دي.
دبادغيس ولايت دغورماچ ولسوال عبدالله خان دآزادۍ راډيوته پيښه تاييد كړه خو ويويل چې ددغوانجنيرانودخوشې كولولپاره دسيمه ايزو قومي مشرانوهڅې دوام لري.
دطالبانويوۀ سيمه ايز قومندان ددغوانجنيرانودتښتولومسووليت منلى او ويلي يي دي چې دوى ...
Posted in ورځني خبرونه | No Comments »
Wednesday, November 26th, 2008
دافغانستان جمهور رييس حامد كرزي دملګرو ملتونودامنيت دشورا له هيئت سره په خبروكې تيره ورځ غوښتنه كړې چې نړيواله ټولنه دې په افغانستان كې دخپل پوځي مامورت وروستۍ نيټه معلومه كړي.
دجمهور رييس دفترويلي دي چې ښاغلي كرزي دملګروملتونودامنيت د شورا پلاوي ته ويلي دي چې دده هيواد غواړي پوه شي ...
Posted in ورځني خبرونه | No Comments »
Monday, November 24th, 2008
دكورنيوچارو وزارت وايي چې په لوګركې پوليسويوځانمرګى بريد كوونكى نيولى دي.
دكورنيوچارو وزارت په يوې خپرې شوې اعلاميې كې ويلي چې دا ځانمرګى حمله كوونكى دبركي برك ولسوالۍ دبركي راجان په سيمه كې نيول شوى.
په اعلاميه كې راغلي چې نيول شوى كس دا مهال ترتحقيقاتولاندى دى.
Posted in ورځني خبرونه | No Comments »
Sunday, November 23rd, 2008
دلوګرولايت سيمه ايز مقامات وايي چې دژمي په اوږدوكې به ددې ولايت په هرښوونځي كې په وړيا توګه دكمپيوټرساينس اوانګليسې ژبې دزده كړې كورسونه فعال شي.
دلوګردوالي وياند دين محمد درويش وويل،دلوګروالي جنرال عتيق الله لودين په دې ولايت كې له يوشميرښوونځيوڅخه دليدنې په مهال له زده كوونكوسره تعهد كړى چې ...
Posted in ورځني خبرونه | 1 Comment »
Sunday, November 23rd, 2008
دلوګرولايت دمحمد آغې په ولسوالۍ كې نن دانجونوديوۀ ښوونځي دودانۍ دجوړولوكار پيل شو.
دلوګردوالي وياند دين محمد درويش وويل چې دښوونځي دا ودانۍ دمحمد آغې ولسوالۍ دزرغون ښارپه كلي كې جوړيږي اودنړيوال بانك لخوا پرې اتيا زره ډالره لګول كيږي.
ددې ښوونځي مديرعبدالقادرجانان څرګنده كړه چې دا ودانۍ په څلورجريبه ځمه كې ...
Posted in ورځني خبرونه | No Comments »
Sunday, November 23rd, 2008
دامريكا منتخب جمهور رييس برك اوباما تيره شپه دافغانستان له جمهور رييس حامد كرزي سره په ټيلفون خبري كړي .
دافغانستان دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترپه يوې خپرې شوې اعلاميې كې ويلي چې براك اوباما جمهور رييس كرزي ته په مختلفوبرخوكې دامريكا دمرستود ډيريدو ډاډ وركړيدى.
دغه راز په اعلاميه كې ويل شوي ...
Posted in ورځني خبرونه | No Comments »
Sunday, November 23rd, 2008
دكاناډا پوځي مقامات وايي چې اته تنه كاناډايي عسكرپه يوې چاودنې كې دافغانستان په جنوب كې ټپيان شويدي.
دكاناډايي ځواكونويوۀ وياند دفرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې دا سرتيري دتيرې جمعې په ورځ دكندهارپه ارغنداب ولسوالۍ كې دمين په چاودنه كې ټپيان شول.
ده دغه راز ويلي دي چې ټپي شوي ...
Posted in ورځني خبرونه | No Comments »
Sunday, November 23rd, 2008
په هرات كې دملي اردو مقامات وايي هغه دوه سړي تښتوونكي يې نيولي چې ددې ولايت دګزرې له ولسوالۍ څخه يې يوسوداګرله شلولكوافغانيواويوۀ موټرسره تښتولى وو.
په هرات كې ملي اردو دظفرقول اردو قومندان جنرال فضل احمد سيار وويل،دادوه تنه يې دفراه ولايت دخاك سفيد په ولسوالۍ كې نيولي اوتښتول شوى ...
Posted in ورځني خبرونه | No Comments »
Sunday, November 23rd, 2008
دسعودي عربستان حكومت هغه راپور ،رد كړچې وايي پادشاه عبدالله دافغان طالبانومشرملامحمد عمرته دسياسي پنا وركولووړانديز كړيدى.
دسعودي عربستان دولتي خبري آژانس ويلي دي چې دسعودي عربستان دبهرنيوچارو وزارت هغه راپور په بشپړه توګه رد كړچې تيره ورځ دجرمني دشپيګل مجلې لخوا خپورشوى وو.
دشپيګل مجلې په كابل كې له دولتي منابعوڅخه ...
Posted in ورځني خبرونه | No Comments »
Sunday, November 23rd, 2008
دامريكا ددفاع وزيررابرت ګيټس وايي متحده ايالات پلان لري چې په په راتلونكي ميلادي كال كې نژدې درې نيم زره نورعسكرهم افغانستان ته واستوي ترڅوپه دې هيواد كې دجمهوري رياست انتخابات په ډاډمنه فضاكې ترسره شي.
ګيټس ويلي دي چې افغانستان ته به داضافي عسكرو استول دجنورې له مياشتې پيل شي.
متحده ...
Posted in ورځني خبرونه | No Comments »