Archive for January, 2009

په كابل كې ځانمرګې حملې مرګ ژوبله رامنځ ته كړه

Saturday, January 17th, 2009

په كابل كې دشنبې ورځې په ځانمرګي بريد كې څلورتنه ووژل شول اوكابوديرش تنه نورووژل شول. دكابل دامنې قومندان جنرال ايوب سالنګي وويل، چې شپږ نقليه وسايط هم په دې پيښه كې زيانمن شويدي. دعامې روغتيا وزارت وياند ډاكټرعبدالله فهيم وويل، د دريوملكي كسانوروغتيايي حالت نازك دى اواوه كسه چې لږ ټپيان ...

په لوګركې يوشميربيوزلوته مرستې وويشل شوې

Tuesday, January 6th, 2009

دلوګرولايت په مركزپل علم كې ددشنبې په ورځ دوه سوه ديرشوبيوزلومهاجرو كورنيوته خوراكي مرستې وويشل شوې. دلوګردوالي وياند دين محمد درويش وويل،په د غومرستوكې چې دجرمني دكيندمبرګ دموسسې لخوا برابرې شوې وې وريځي،لوبيا،غوړي،بوره،چاى دډبروسكاره اوداسې نورشامل وو. ده څرګنده كړه چې ددغومرستوټول ارزښت كابويومليون افغانيوته رسيده. په سيمه كې بيوزلومهاجرينوله دغومرستونه خوښي ښودلې ...

په كندهاركې روغتيايي كلينيك الوزول شوى

Monday, January 5th, 2009

دافغانستان دعامې روغتيا وزارت وايي چې تيره شپه په كندهارولايت كې يوروغتيايي كلينيك دنامعلومووسله والولخوا په چاوديدونكوموادو الوزول شويدى. دعامې روغتيا وزيرډاكټرسيد محمد امين فاطمي وويل،دا كلينيك په ارغنداب ولسوالۍ كې الوزول شوى. ښاغلي فاطمي ددولت له ټولووسله والومخالفينونه غوښتنه وكړه چې روغتيايي مركزونه دخلكوددرملنې لپاره دي اوروغتيايي كاروكوونكي غيرسياسي كسان نوبايد ...