Archive for February, 2009

دچك جمهوريت په لوګركې لسګونه ميليونه ډالره لګوي

Thursday, February 26th, 2009

دلوګرولايت سيمه ايزمقامات وايي چې دچك جمهوريت په دې ولايت كې دبيارغاونې په برخه كې څه باندې اويا ميليونه ډالره لګوي. دلوګروالي جنرال عتيق الله لودين څرګنده كړه چې په كابل كې دچك جمهوريت سفيرنوموړي ولايت ته دسفرپه مهال ژمنه كړې چې دچك د ولايتي بيارغاونې دټيم لخوا به په ۱۳۸۸ ...

په لوګركې له بيوزلوكسانوسره مرسته وشوه

Sunday, February 15th, 2009

په لوګرولايت كې سيمه ايز مقامات وايي چې په دې ولايت كې اړو اوبيوزلوكسانوته دخوراكي موادو دويشلولړۍ دوام لري. دلوګردوالي وياند دين محمد درويش وويل چې ددې ولايت دازرې اوخروارپه ولسواليوكې تازه شاه خوا درې زره كورنيوته نژدې درې سوه ټنه غنم ويشل شول. دراپورونوله مخې دلوګرولايت په دغو دوو ولسواليوكې د ...

په فراه كې يوه ډله سړي تښتوونكي نيول شوي

Sunday, February 15th, 2009

دفراه ولايت په پشت رود ولسوالۍ كې تيره ورځ دسړي تښتوونكويوه ډله دملي اردو دځواكونولخوا نيول شويده. دفراه دامنې قومندان جنرال عبدالغفار وويل چې داختطاف كوونكودغه شپږ كسيزه ډله په فراه ولايت كې دسړي تښتونو اوغلاوپه ډيروپيښوكې لاس لري. ده څرګنده كړه چې ددغوسړي تښتوونكواو غلو  دنيولو لپاره له څه مودې راهيسې ...

هولبروك وايي بارك اوباما له افغان دولت څخه په ټينګه ملاتړكوي

Sunday, February 15th, 2009

  دافغانستان اوپاكستان لپاره دامريكا دجمهور رييس خاص استازي نن سهارله افغان دولتي مقاماتوسره ترليدنې وروسته وويل چې دامريكا نوى حكومت ددې هيواد له خلكواودولت څخه په ټينګه ملاتړ وكړي. ريچارد هولبروك له جمهور رييس كرزي سره په يوۀ ګډ خبري كنفرانس كې څرګنډه كړه چې ده  حامد كرزي ته د ولسمشر ...

جمهور رييس كرزى وايي له طالبانوسره پخلاينه دستونزو دحل يوازيني لارده

Sunday, February 8th, 2009

دافغانستان جمهور رييس حامد كرزي دجرمني په مونشن ښاركې دنړيوال امنيت په كنفرانس كې وويل چې له ځينوطالبانوسره پخلاينه ددې هيواد لپاره دبريا يواځينې لارده . دښاغلي كرزي په خبره له سولې او ملي پخلاينې پرته بله لارنشته ، جمهور رييس كرزي څرګنده كړه هغه څه چې مونږ يې غواړو داده ...

تمه ده چې ولسمشركرزى نن په مونشن ښاركې وينا وكړي

Sunday, February 8th, 2009

راپورونه وايي چې افغان ولسمشرحامد كرزى به ديكشنبې په ورځ دجرمني په مونشن ښاركې دنړيوال امنيت په كنفرانس كې وينا وكړي. دراپورونوله مخې جمهور رييس كرزى به ترډيره په دې كنفرانس كې دافغانستان مهمې لاس ته راوړنې بيان كړي اوپه دې هيواد كې به دشته امنيتي ستونزو دحل لپاره دنړيوالودلا ډيرو ...

جنرال خدايداد وايي دمخدره موادو قاچاق كوونكي بايد له مينځه ويوړل شي

Sunday, February 8th, 2009

دمخدروموادوپه وړاندې دمبارزې وزيردناټوپرځواكونوغږكړى چې دمخدره موادوقاچاق كوونكي چې هرچيرې وي بايد په نښه اوله مينځه ويسي. جنرال خدايداد دفرانسي خبري آژانس ته ويلي دي چې دنشه يي توكيوقاچاق كوونكي ،طالبان اوالقاعده ټول يوشان دتروريزم برخي دي اوبايد چې نړيوال ځواكونه دهغوى په له مينځه وړلوكې پراخه ونډه واخلي. له دې مخكې ...

دملګروملتونودسازمان دسرمنشي مرستيال بغلان ته سفروكړ

Sunday, February 8th, 2009

دملګروملتونودسازمان دعمومي منشي مرستيال دشنبې په ورځ بغلان ولايت ته په خپل سفركې ويلي دي چې له افغانستان سره به دنړيوالوپه مرستوكې نوره همآهنګي هم راشي. الن ليراى دبغلان له والي سره ترليدنې وروسته خبريالانوته وويل،نوموړي ولايت ته دهغه دسفرهدف په دې سيمه كې دملګروملتونودسازمان دكړيوفعاليتونوارزيابي وه. په عين حال كې دملي ...

اروپايي هيوادونه بايد افغانستان ته نورعسكرهم واستوي

Sunday, February 8th, 2009

  امريكا اوناټوله سترواروپايي هيوادونونه غوښتي چې په افغانستان كې دطالبانواوالقاعدې پرضد دجګړې لپاره خپل نورځواكونه دې هيواد ته واستوي. دامريكا دولسمشرمرستيال جوبايډن تيره ورځ دجرمني په مونشن ښاركې دامنيت نړيوالې غونډې ته وويل،په افغانستان كې مخ په خرابيدونكى وضعيت دټولې نړۍ لپاره ګواښ دى اوبايد چې ستراروپايي هيوادونه په دې هكله ...

دمس عينك دكان لومړني كارونه پيل شول

Sunday, February 8th, 2009

دلوګرولايت په محمد آغې ولسوالۍ كې دمس عينك دكان درا ايستلولومړني كارونه چې تخنيكي ،پروسس اودسروې برخې پكې شاملي دي په رسمي  ډول پيل شول. دلوګردوالي وياند دين محمد درويش وويل چې تيره ورځ دكانووزيرانجنيرمحمد ابراهيم عادل اود ام ،سي ،سي چينايي كمپنۍ مشردمس عينك له كان څخه ليدنه وكړه اوپه ...