د قلم وار شو

March 9, 2008 – 1:23 pm

دلاور خان هغه مهال په دې نړۍ کې سترگې وغړولې چې  په سيمه کې يې دزور او تاوتريخوالي کولتور د سولې او ورور ولۍ ځاى نيولى وو او د سيمې خلک يې د تورې او ټوپک په ژبه غږيدل .دى لا ماشوم وو چې پلار يې په دې اړو دوړ کې ووژل شو او مور يې کونډه پاتې شوه اودخپل خاوند په نامه يې تر عمره د کيناستلو پريکړه وکړه . ورځې شپې تيريدلې ، ډير عمر تير شو ، ژوند په کړاوونو او ناخوالو کې پر مخ روان وو ، د پښتنو په وطن کي پت ، غيرت ، وياړ ، سرلوړي او د ننگ احساس تر بل هر ځاى ډير پروت دى . ددلاور مور چې لا به ٣٠ کلنه وه ،ډيره سپيڅلې ښځه وه او په سيمه کې د پاکۍ او نيک نيتۍ له کبله نوم درلود .ددلاور نيکه چې د کلي يو منلى سپين ږيرى وو ،جايداد يې او مځکې يې ډيرې درلودې  خپل يتيم لمسي او کونډې نگور ته يې يوه ټوته مځکه او کور ورکړ. ددوى گوزاره په همدې کيدله او دسبا او بيگا له احتياجۍ خلاص وو. خو په سيمه کې د خلکو په زړه او خوښه حکومت نه وو او قومي شخړې او نښتې هماغسې روانې وې . ښونځى نه وو ، روغتون ډير ليرې وو ، برښنا نه وه  او دلاور خان ورځ په ورځ له ټوپک ، تورې  له کولتور سره اشنا کيده. ورځې شپې همداسې تيريدې ،دلاورخان تنکى ځوان وو چې له ټوپک سره يې سرو کار شو  او دکلي د نورو ځوانانو په څير يې د غيرت او زړورتيا احساس ډير وچت وو . ډيرې لوړې زورې يې تيرې کړې ،ډير وختونه يې په مورچل او د ننگ او غيرت د احساس په ساتنه تير کړل. ددوى په کلي کې ډيرى لانجې خپله د کليوالو ترمنځ کيدې او هغه به يا پر جايداد وې او يا به هم پر ځاى او مځکې .ددلاور مور په سيمه کې د ټوپک والې او زور زياتي له شتون څخه ځوريدله او هيله به يې وکړه چې کاشکې داسې نور څه وايي چې ځوانان يې له وسلې او تورې له ساتلو څخه ژغورلي وى . دې به ډير فکرونه وکړل ، بيا به يې وويل چې دا به څه وي چې دخلکو په چلند کې بدلون راولي ، خلک مهربانه کړي او د سولې د ټينگښت لامل وگرځي . په چورتونو چورتونو کې به کله کله هغه ماشومان ور په زړه شول چې په ښارونو کې ښونځيو ته ځيي او په زړه کې به يې وويل چې د ښارونو هلکان د تورې او ټوپک پر ځاى قلم گرځوي او زموږ خلکو ته ټوپک او توره په لاس ورکول کيږي .  د خيبر په پراخه دره کې د دلاور خان کلى يو څه شين وو او د ونو او ځنگلونو پاڼو ډيره ښکلا وربښلې وه ،له کلي ها خوا  پښور ته په لاره د سړک په غاړه کې دانگورو ، مالټو ، مڼو او انځيرو بڼونه خټينو ديوالونو پنا کړي وو او کرۍ ورځ به د سيمې خلک په کې پر کار بوخت وو . دلاور خان له دې کارونو ځکه خلاص وو چې هغه په قومي نښتو او لانجو کې وخت تير کړى وو او غرور يې ده ته دا اجازه نه ورکوله چې د روښانه راتلونکي د جوړولو لپاره لاس په کار شي. بوډۍ مور به يې ډير وخت يوازې پاتې کيدله او په مياشتو مياشتو کې به ددلاور خان درک نه مالوميده .يوه شپه اسمان پر ١٤ سپوږمۍ ښايسته وو خو گرمه هوا لگيدله ،په کلي کې سپيو له غپا پرته نور هيڅ شور زوږ نه وو .يوه درنده ارامي پر کلي خپره وه ،د دلاور خان مور سپوږمۍ ته کتلې او ددلاور د پلار يادونو يې د زړه پر ځاى په سينه کې ټوپونه وهل.دا به کله موسکه شوه او کله به خپه شوه او ناڅاپه به يوه نامالومه چوپتيا او ويره ددې په ذهن کې وگرځيدله او  ددې احساس  به يې چوپ کړ.اوس نو نور خوب نه ورتللو ، پاڅيده چې اودس وکړي او يو- دوه رکعته لمونځ وکړي چې د سپيو د غپا ډيروالي يو څه انديښمنه کړه .يو دقه ودريدله ، ورو  ورو  ولاړه د بامبټۍ په سر وختله ،د١٢ يا ١٣ تنه يې وليدل چې ددوى د کور خواته په بيړه راروان دي .دا ژر د کلا دروازې ته ورښکته شوه او په ورخطايي سره يې دروازه پرانيستله او دلاورخان ملگري يې وليدل چې د دروازې په مخکې ولاړ وو او جنازه يې لاندې ايښې وه .

  1. One Response to “د قلم وار شو”

  2. ډير ژر به په دې بلاگ کې نورې ليکنې او شعرونه ولولئ

    By زما خيبر on Mar 9, 2008

Post a Comment