دبودا مجسمې به بيا جوړې شي
April 5, 2008 – 12:24 pm: بي بې سي پښتو ويبپاڼه
دافغانستان د اطلاعاتو او کولتور وزارت ويلي دي چې د بودا د مجسمو بيا جوړول دروند کار دى او دا نړيوال هوډ ته اړتيا لري .
ددغه وزارت مرستيال دين محمد مبارز راشدي وويل چې په مسلکي ډول د بودا د پاتې شونو بيا جوړول خورا سخت کار دى او افغان دولت ددې سم لاسي ددې وس نلري.
د هغو مجسمو ويجاړول چې د زرگونو کلونو راهيسې ولاړې وې اسانه کار نه وو او طالبانو د څو ورځو په لړ کې د ډول ډول شوبلو او هاونونو په کارولو سره ويجاړې کړې.
د بودا دا دوه لوې مجسمې دلومړۍ او دريمې زيږديزې پيړۍ ترمنځ دکوشانيانو د امپراتورۍ پر وخت په باميان کې جوړې شوې .
د کوشانيانو کورنۍ د بودايي مذهب لاروۍ وه ،دوى مخکښ مجسمه جوړونکي دبودا د مجسمو د انځورولو او جوړولو لپاره وگمارل.
دبودادغه مجسمې په نړۍ کې د هغه د لوړو او لويو مجسمو په توگه پيژندل کيدلې
دا مجسمې دباميان د تاريخي غونډيو دسمڅوترمنځ جوړې شوي وې چې يوه يې ښځينه او بله يې د نارينه وه.
دښځينه مجسمې لوړوالى ٣٥ متره اود نارينه هغې لوړوالى ٥٣ مترو ته رسيده.
ښځينه مجسمه دشمامې او نارينه مجسمه دسلسال په نامه ياديدله.
هغه کوچنۍ خونې ياسمڅې چې له دغو مجسمو راتاوو شوي دي دبواديي ښځو او نارينه وو څيرې په کې په رنگين ډول انځور شوي دي.
په بيلا بيلو بڼو کې دغو انځورونو د بودا مجسمو ته ځانگړې ښکلا بښلې وه .
دې مجسمو بودا ولاړ ښوده په داسې حال کې چې د بودا ډيرې نورې مجسمې د ناستې يا ملاستې په حالت کې هغه ښيي.
دبودا دهغو مجسمو په اړه چې د ناستې په حالت کې دي ويل کيږي چې بودا دتفکر او تخيل په حال کې ښيي او د باميان مجسمو بودا د عمل په حال کې ښوده .
دا مجسمې له هغو لارو سره تړل شوې وې چې شاوخوا يې بيلابيلو کوچنيو خونو ته چې اوس د تاريخي سمڅو په توگه پيژندل شوي دي غځيدلي دي.
ددغو خونو شمير چې له سلگونو څخه هم اووړي ، بودايي راهبانو په کې زده کړې او لمانځنې کولې .
له ليرې او نژدې هيوادونو څخه بودايي راهبان راتلل او دغلته يې پر مذهبي ويناوو او روزنو لاس پورې کاوو .
دا خونې په ځانگړي ډول دباميان د غونډيو په منځ کې کيندل شوي دي او د ډيرو خونو چتونه يې پر انځورونو ښکلي شوي دي .
د وروستيو نړيوالو څيړنو له مخې د باميان په همدې سمڅو کې دانځورونو لپاره روغني رنگ کارول شوى وو او څيړنو ٤٦ خونې د هنري ارزښتونو د- درلودونکو په توگه په زبات کړې .